داوښکو اميل

په غوږ مې بيا نوم د خزان ولګېد
 آشنا اميد مې په ارمان ولګيد
 
 بورا په كوكو کوکوژاړي ورته
 په سرو غونچو باندې تالان ولګيد
 
 په مينه مينه د باغ لورته لاړم
 خو زړه مې بيا په تش ميدان ولګېد
 
 د زېړو ګلو غونچې ترمې ترمې
 د آه لوګى مې په آّسمان ولګېد
 
 د زړه سرور د سترګو نور مې لاړو
 په ارمانونو مې طوفان ولګېد
 
 سېلابه اوښكې مې اميل كړې ورته
 چې يو نظر مې په جانان ولگېد