غزل

كه چا راوړو راته زېرى د دلبر
 زه به وركړم بدله د زېري سر
 
 د جانان د راتلوزېرى كه چا وكه
 شم بهر بْه د هجران له سمندر
 
 مړاوى ګل به مې د زړه بيرته تازه شي
 كه تش زيرى د يار راغى يا خبر
 
 كه نغمه د يار د زيري مې تر غوږ شوه
 هغه دم به وي هم جشن هم اختر
 
 زه سېلاب د يار د زيري په اميد تل
 جريدې له ځم د زيري هر سحر