غزل

زه چې له سرو وينو نه ډك سوى ځيګر لرمه
 د يار له لاسه په زړګي باندې پرهر لرمه
 
 زه چې روان سر په صحرا يم د اشنا له غمه
 له كور و كلي چې جدا يم د اشنا له غمه
 زه چې ژړيږمه تل په اور سوزيږمه تل
 عشق كې پړقيږمه تل پسې كړيږمه تل
 زه جفا كار خوني خونكار ښكلى دلبر لرمه
 عالم خو ټول په ما خبر دى چې عاشق يمه زه
 دټول عالم په ما نظر دى چې عاشق يمه زه
 شومه رسوا عالمه كوم ژړا عالمه
 جور و جفا عالمه كړمه تالا عالمه
 زه پرهارونه په زړه باندې مستتر لرمه
 
 څوك چې د يار په مينه مست وي لېونى به ګرځي
 څوك چې ولاړ د عشق په تخت وي لېونى به ګرځي
 څوك چې محبت نلري مجنون صفت نلري
 د عشق طاقت نلري هيڅ لياقت نلري
 زه همېشه په خوله دعشق او سوز منتر لرمه
 
 چې تاو د عشق يې خور نه وي په تمام جهان كې
 ورته د عشق پيغور نه وي په تمام جهان كې
 زه هميش يار غواړم ګل د ګلزار غواړم
 د زړه دلدار غواړم د باغ مليار غواړم
 نوم مې سېلاب دى په كامه ژوند منحصر لرمه