غزل
مېنې ستاكړمه ياره مجنون زه
ځكه ناست يمه سر په زنګون زه
غم كې غم كې د ستا زه بيمار شومه
د هجران جيلخانه كې دوچار شومه
تيرومه په غنو ژوندون زه
ځكه ناست يمه سر په زنګون زه
واخله واخله نګاره خبر زما
اور د مينې دى اوسو ځيګر زما
در بدركړم صنم ستا بيلتون زه
اوښکې اوښکې چې څاڅي مې شام سحار
خپل پردي نه چې ګرزمه تل كنار
ځكه ناست يمه سر په زنګون زه
يم شاكى د فلك له ګردون زه
ځكه ناست يمه سر په زنګون زه
زه سېلاب سېلاب چې ژړېږمه
د هجران په نېران كې سوزېږمه
ياده وم ستا د عشق مضمون زه
ځكه ناست يمه سر په زنګون زه