غزل

مدام په ژړا لوند ګريوان دى زما
 چې په برخه ازل نه هجران دى زما
 
 په كوم دم چې شي را په زړه خپل صنم
 جاري مې له دواړو چشمانو شي نم
 په لاس كې قلم په ګريان دى زما
 
 پلې كړم پلې ستا د غم غلبلو
 زرې كړم زرې ستا د عشق زلزلو
 دغم په درياب كې ګذران دى زما
 
 ازل نه بيلتون شوزما په نصيب
 چې نكړي حبيب څه به وكړي طبيب
 وصال د جانان تل ارمان دى زما
 
 لا وو چې كوم دم كړم د عشق درياب
 رسوا كړم جنون دهجران زه سېلاب
 كامه كې مسكن ارباپان دى زما