غزل

ياره ستا د مېنې زور دی چه ژړېږم
 ستا د وصل جام نسكور دی چه ژړېږم
 
 د ستا مېنې نور ژوندون كړو رانه پاتې
 بل په ما د هجر اور دی چه ژړېږم
 
 ستا غمونو زمازړه پاره پاره كړو
 نور مې زړه له ژونده تور دی چه ژړيږم
 
 د هجران د اور سكروټې دې وريږي
 رانه پاتې كلی كور دی چه ژړيږم
 
 سپی رقيب راته ترخې خبرې كاندي
 هر يو ټكی يې پېغوردی چه ژړيږم
 
 ستاله هجره مې ګړۍ قراري نشته
 سېلاب وايي حال مې نور دی چه ژړيږم