غزل
مرمه دم قدم ته ياره راشه په پرسان زما
ای رېباره خدای لپاره يوسه دا ارمان زما
ای د سحر باده پاڅه پاڅه پاڅه پاڅه ته
ځه لاړشه ترياره په لار ناڅه ناڅه ناڅه ته
زه به يمه انتظاره ته راوړه درمان زما
ځه اشنا ته وايه مرمه مرمه مرمه مرمه نور
سوی ټټر ګورته خداېږو وړمه وړمه وړمه وړمه نور
دا مې دی احوال دلداره داسې دې ګذاران زما
عشق كې بې هنر هنر هنر هنر رشتيايمه
خداېږو بې تنخوا نوكر نوكر نوكر د ستايمه
څوبه يمه خواروزاره تل څېري ګرېوان زما
مېنه كې مجنون سېلاب سېلاب سېلاب سېلاب ېمه
اور دعاشقۍ باندې كباب كباب كباب يمه
زړه باندې دې نقش نګاره ستا خال او پېزوان زما