غزل
پرسان له راشه
له هجره مرمه
شاليلا شاليلا
ستا د زلفانو ځنځېر
غماز ته وركړم دستګېر
د هجر جېل كې ژړا كوومه
شاليلا شاليلا
راشه پرسان له ياره
راوړه درمان نګاره
ارمان مې ته يې آرزو لرمه
شاليلا شاليلا
ستا په درګاه يم فقير
ولاړ د وصل سوالګېر
دا سوال منظور كه په تمه تمه
شاليلا شاليلا
سېلاب رنځور اوپر كال
شومه د مېنې په خيال
د عشق په ټال كې ټالۍ وهمه
شاليلا شاليلا