غزل
تا چه كړه راپورته په اوربل باندې شانه
زړه مې شو له غمه په ګوګل دانه دانه
تاچه په شانه باندې تازه كړلو اوربل
خداېږو ناقرار زما زړه ګی شو په ګوګل
مېنې دې مجنون كړم خلك مې بولي دېوانه
څوك وايي مجنون دی څوك مې بولي لېونی
ستا مېنې جانانه! كړم د خلكو خندنی
تختي رانه خپل دی كه اشنا كه بېګانه
زړه باندې مې راغلې ستا د هجر غلبلې
اوښکې مې روانې شوې په مخ ولې ولې
بيا چه مې په غوږ شوه ستا د مينې ترانه
زور د محبت دې را معلوم شولو صنم
كوم چه په ما راغی دا ستا د هجر غم
ګرځمه سېلاب كباب په دشت و ويرانه