تروره آرزو

چې د رقيب سره نن تا وخندل
 د زړه پرهر مې راته بيا وخندل
 
 ښه دى چې بيا دې شونډې مسكۍ شولې
 څه شو كه تا وخندل ما وخندل
 
 ستا د غلچكي تيز نظر په ډب كې
 د سترګو كسو كې حيا وخندل
 
 پېغلو ترورو ارزوګانو زما
 په تور اوربل كې د ليلا وخندل
 
 چې مې د زړه وينې جاري شوې پسې
 ايله بيله راته آشنا وخندل
 
 د تندي ګونجې دې نن خلاصې ښكاري
 سېلابه آخ تا خو رشتيا وخندل