سيلاب ((ساپی))
بيا مې ګوګل كې تخنيدلى زړه ټوپونه وهي
دكوم احساس په بهانه سردى خيزونه وهي
د زړه انګړكې مې د مينې سپرغۍ بله ده بيا
دعشق خوږلن كې پخوانۍ ارزو ډبله ده بيا
دخيال ماشوم مې بيا زيل كړى مرور غوندى دى
ښكاري وهلى د چا سترګو بدنظر غوندى دى
چا لمسولى په سلګودى كراريږي كله
اوتر او تر په منډو سر دی راګرزيږي كله
نه په زارۍ او د لاسا او په جان جان دى
نه په روكي نه په لالي نه په قربان دى دا
كه يې په ګلو په سنبلو په باغچو ګرزوم
كه يې د ښكلو په اوربلو په غنچو ګرزوم
كه ورته وايم پسرلى شو خوشحالي راغلې
ښكلې مرغۍ وړې وړې بيا ګلالۍ راغلې
كه ورته زاڼې يا د زركو كټهار ښايمه
كه د سيندو ورته څپې او شړهارښايمه
كه يې ور پيښ كړم د غاټول د ګلو ټل باندې
كه ټالۍ وركړم د چا مستې په اوربل باندې
خو په بړوسو شونډو تر يو تندي ورځنې تير شي دى
ورته حيران شم چې د چا سودا كې ګير شي دى
ښكاره ملګرو ګيله من دى لـه بهاره ځنې
ځان كڼوي د بوراګانو بڼهاره ځنې
ما وى راځه چې د بابا مشاعرې ته ورشو
لمانځي كليزه د بابا دې نندارې ته ورشو
د بابا ياد دى شاعران ورته راغلي دي بيا
ډالۍ د مينې او اخلاص ټولوراوړي دي بيا
زه او ته هم بايد ددوى سره ګډون وكړو
څه يادونه دپښتو پښتون د يون وكړو
بېا په ګيلو بيا په قصو او په ټوپونو شولو
په ر ټو رټو ژړيدو په ارمانونو شولو
چې مې مجبور كړو په ورو ورو په ګډيدو راغى
په تړ تړۍ ژبه يو څه په بنګيدو راغی
بېا مونږ په مينه د بابا روح ته سلام وكړو
ښه شوبابا هم راته دارنګه الهام وكړو
وی د پښتو ژبې پالنه پښتانه نه كوي
ځينې كارونه دوى كوي چې يې درانه نه كوي
عمرونه تير شول پيړۍ واوښتې دنيا بله شوه
ختيز لويديز كې د ورورۍ ډيوه رڼا بله شوه
تاسو نه ورور سره د مينې ورورولي وكړه
نه مو د قام سره د مينې قامولي وكړه
نو .... رښتيا ملګرو اى همزولو شاعرانو زما
د پښتو ژبې اى خوږ ژبو بلبلانو زما
تش دګلونو خنديدلو پسرلی به څه وي
چې د قام عشق سره لمبه نشي زلمى به څه وي
دنياوال يو تر بل زار يږي سره مينه كوي
ټول ولسونه يوتر بله پيرزوينه كوي
خو مونږ لـه هغه شان يوبل نه مانېجڼ ناست يو
د ورور ذلت او بربادۍ ته ارمانجن ناست يو
نه مو زړو په وړو كړې رښتينې مينه ده
نه مو وړو سره د غټو پخوانۍ مينه ده
مينه لا څه چې هيڅ په هيڅه مرور يو سره
په يوه كوركې يوتر بله بې خبر يو سره
يو ورور د بل لپاره كنده كنستل غواړو
لكه دښمن د ابۍ زوى ور پرې ايستل غواړو
په همدې وجه ورځ تر ورځه بتريږو مونږ
د دنيا والوله كاروانه وروسته كيږو مونږ
غرونه رغونه مو د زر او د لالونو نه ډك
خو ګوګلونه مو دكركې او بمونو نه ډك
څوك چې په كوركې كورګى جوړوي ورك دی هغه
چې ورورته سپك ګورى جهان كې مدام سپك دى هغه
لږ را بيدار شه فكر وكړه لرو بر پښتونه
د فېل د غوږ خوبونه بس كړه شه خبر پښتونه
د خيل او (زي) په نوم چا كړې ټوكړې ټوكړې پښتونه
تر څو به داپېټي په غبرګو اوږو وړې پښتونه
وخت درنه درومي ګړندىء شه پاتې كيږې ګورى
كه نن يو نه شوې ((سيلاب)) وايي چې وركيږې ګورى