تېمُم : قصد کول د پاکې ځمکې او پاکې خاورې ته د پاکوالي په نيت .
تېمم هغه وخت روا کيږي چې يا اوبه نه وي او يا شخص د اوبو له استعمال څحه عاجز وي. لکه چې سړی ناروغه وي او اودس کول ورته ضرر رسوي او يا د اوبو نه اقلاً د يو ميل په اندازه لرې وي چې که په اوبو پسې ځي نو لمونځ ترې قضا کيږي او يا له قافلې نه پاتې کيږي يا د ځناورو يا د دښمن ويره وي ، او يا اوبه دومره يخې وي چې له استعمال څخه يې د مرګ يا کوم اندام د تلف کېدو وېره وي ، يا دا چې يو څه اوبه خو ورسره وي مو که هغه مصرف شي نو له تندې څخه وېريږي نو په دغه ټولو وختونو کې هغه ته روا ده چې تېمُم وکړي . همداراز که د جنازې يا اخترونو د لمونځونو د تېرېدلو وېره وي هم تېمم ورله روا دی .

د تېمم عملي طريقه

په تېمم کولو کې نيت کول فرض دي .لومړی به داسې اراده کوې چې ناپاکي رانه لرې شي او لمونځ راته روا شي . وروسته به دواړه لاسونه په پاکه ځمکه او يا هغه شي چې د ځمکې له جنسه وي ووهې او بيا به دواړه لاسونه لږ غوندې څنډ وهې او خپل ټول مخ به ورباندې مسح کړې ، په دوهم ځل به بيا دواړه لاسونه په پاکه ځمکه ووهې او لږ غوندې به يې څنډ وهې او په چپ لاس به ښي لاس ، او په ښي لاس به چپ لاس د څنګل تر پايه پورې وسح کړې.
د بې اودسۍ ، جنابت ، حېض ، او نفاس ټولو د پاره يو شان تېمم دی څه توپير نه لري .

بېرته شاته

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more