دمړي ښخول فرض كفايه دي نوكله چې د مړي جنازه وشي نو په سمدستي ډول يې دقبر ځای ته وړل اړين بريښي .او داخستلو طريقه يي داده چې لومړى دې دهغه دتابوت (ياهغې تختې چې مړى پكې پروت وي ) دمخې لورې ښي خوا په اوږه كيښودل شي اولږ ترلږه لس ګامه دې ورسره ولاړشي ,بيا دې دشا د لورې ښي خواته اوږه وركړي او لږ ترلږه لس ګامه دې ورسره ولاړشي ,بيا دې د مخې لورې كيڼ خواته اوږه وركړي او لس ګامه دې يوسي بيا دې دكيڼ لورې وروستۍ پښې ته اوږه وركړي او لس ګامه دې يوسي چې داټول 40 ګامونه كيږي .

بېرته شاته

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more