كله چې دمړي دلمبولو وخت راشي نو ښايي مړی په تخته پرې ايستل شي او كالي ورڅخه وايستل شي او يواځې له نامه تر ځنګنو پورې يوه څيره ښايي ورباندې واچول شي (ترڅو چې عورت يې معلوم نشي ) او تر تخته لاندې ښايي ځمكه لږ وكيندل شي ترڅو دلامبلو اوبه په هغې كندې كې تويې شي ) دا هلته كچيرې دمړي دلمبولو لپاره كوم ځانګړى ځای نه وو البته كه ځانګړى ځای وو بيا دځمكې كنستلو ته اړتيا نه ليدل كيږي ) .دمړي دلمبولو په مهال لومړى ښايي مړي ته استنجا ور وكړل شي ليكن دمړي له ورنونو او داستنجا په ځای ښايي لاس ونه لګول شي بلكه يوه څيره(كپړه) ښايي په لاس تاوه شي او تر هغې ټوټې لاندي (چي تامخكي دستر دپټولو لپاره ورباندي اچولي وه ) لاس ورننه ايستل شي او مړى پريمينځل شي .
بيا بايد اودس وركړل شي ليكن په خوله او پوزه كې اوبه وراچول ضروري نه دي اونه تر مړوندو دلاسونو ور مينځل اړين دي بلكې لومړى ښايي خوله ور ومينځل شي بيا لاسونه له څنګلو سره بيا دسر مسح وروكړل شي بيا دواړه پښې ور ومينځل شي .
ليكن كه څوك پنبه (مالوچ) لمده كړي او دمړي په (وُريُو)يي ورومښي او دپوزې په سوريو كې ور ننه باسي دا هم روادي .آن تردې كه مړى دناپاكۍ په حالت يا دحيض او نفاس په حالت كې مړشي نو بيا خو يې پوزې او خولې ته په نوموړي طريقه سره اوبه وررسول خورااړين بريښي .
او دمړي په پوزه ,غوږونو او خوله كې ښايي پُنبه كيښودل شي تر څو دلمبولواو اودس وركولو په مهال يې په نوموړو ځايونو كې اوبه ولاړې نشي . نو كله چې اودس وركول شي اوس يې ښايي سرپه خوشبويه صابن يا دګل خيرو(چي يو خوشبويه ګل دى ) په اوبو سره ور ومينځل شي , بيا دې مړى په ښي خوا راواړول شي او درې ځلي دې له سر نه تر پښو پوري نيم ګرمې اوبه ور باندي واچول شي تر دې چې اوبه يې كيڼ لورې ته ورسيږي بيا دې مړى په كيڼ لور راواړول شي او له سره ترپښو دې ورباندې درې ځله دومره نيم ګرمې اوبه واچول شي ترڅو دا اوبه دهمدې كيڼ لورې دپای خوا ته ورسيږي بيادې مړى لږ كينوي او ګيډه دې په ورو, ورو سره ور ومښي كه چيري له ګيډې څه شى راووځي نو هغه دې هم ومينځي او نوموړى ځای دې پاك كړل شي او له ګيډې نه دڅه شي دراوتو په صورت كې دې اودس يا غسل په دوهم ځل نه وركوي . بيا دې مړى په ښي خوا پرې ايستل شي اود كافورو خوشبويه اوبه دې ورباندې له سر نه تر پښو درې ځله توی كړل شي (دكافورو اوبه ضروري نه دي بلكې كه دعامو عطرو اوبه وي هم كافي دي ) بيا دې ټول بدن په كوم جانپاك يا بله كومه ټوټه وروچ كړي او كفن دې ور واغوندي .

بېرته شاته

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more