کله چې د لمانځه وخت داخل شو، اذان کيږي ، څو مسلمانان خبر شي او د جماعت د لمانځه د ادا کولو د پاره مسجد ته راشي لکه چې خلک مسجد ته راغلل ، اقامت وېل کيږي . پدې وخت کې لمونځ کوونکي په برابرو صفونو کې اوږه په اوږه ودريږي . واړه هلکان به د لويانو په صف کې نه دريږي ، په اخر کې به دريږي .
امام به په زوره (( اللهُ اَکبَر )) وايي او مقتديان به يې ورو وايي، او بيا به امام او مقتديان دواړه (( سُبحنَکَ اللهمَ )) تر اخره پورې د ځان سره ورو وايي .وروسته به امام قرائت وايي او مقتدي به چپ وي . که امام قرائت په جهر وېلو نو مقتديان به ورته غوږ نيسي او کله چې امام (( وَلاَالضَالِين )) ووايه ، نو مقتديان به ورو ( امين ) ووايي.
له قرائت څحه وروسته امام په زوره (( اللهُ اَکبَر )) وايي او رکوع ته ښکته کيږي ، مقتدي به هم ځان سره يو ځلې (( اللهُ اَکبَر )) وايي او رکوع ته به ځي .
او په رکوع کې به امام او مقتديان درې ځلې (( سَبحانَ رَبِیَ العَظيم )) ووايي .
کله چې امام رکوع څخه راپورته کيږي ، په جهر سره ( ( سَمِعَ اللهُ لِمَن حَمِدَه )) وايي ، ورپسې به مقتديان د (( رَبَنالَکَ الحَمدُ)) په ورو وېلو سره له رکوع نه پورته کيږي .
کله چې امام په زوره (( اللهُ اَکبَر )) ووايه او سجدې ته ولاړ ، مقتدي به هم د (( اللهُ اَکبَر )) په ورو وېلو په امام پسې سجدې ته ځي او په سجدې کې به درې ځلې (( سُبحانَ رَبِیَ الاَ علی )) وايي، او په همدې ډول د امام په متابعت دوه سجدې به پوره کوي .
دوهم رکعت به هم د لومړي رکعت په شان د امام سره ادا کوي . او په اوله قعده کې دې (( التَحِيَاتُ لِلهِ )) تر (( عَبدُهُ وَرَسولُهُ )) پورې ووايي . که لمونځ دوه رکعتي وي نو درود شريف او دَعا دې هم ولولي ، او د امام په متابعت دې سلام وګرزوي او که لمونځ څلور رکعتي يا درې رکعتي وي نو د (( عَبدُهُ وَرَسولُهُ )) له ويلو وروسته دې د امام په متابعت پاڅي او پاتې رکعتونه دې ادا او په اخره قعده کې دې د (( التَحِيَاتُ لِلهِ )) درود او دعا له وېلو نه وروسته د امام په پيروۍ ښي او کيڼ خوا ته سلام وګرزوي . امام سلام په لوړ غږ وايي او مقتديان يې ورو.

بېرته شاته

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more