د ايمان تعريف
	ايمان په لغت کې باور ، يقين ، تصديق او امن ته وېلی کيږي ، ډاډ او اطمېنان ته
	وېلی کيږي ، او په شرعي اصطلاح کې فقهاو د ايمان جامخ تعريف داسې کړی دی :
	الا يمانُ هُوَ عَقْد بِالقلبِ ، وَ قَول
	بِا للسَانِ ، وَ عَمَل بِالجَوارِحِ ، يَزِيدُ بِالطاعَتهِ وَ اَ عمَالِ
	الصالِحَتهِ، ويَنقُصُ بِالمَعصِيَتهِ .
	ايمان پر زړه باندې باور، تصدق او يقين او پر ژبه باندې اقرار ، او په اندامونو
	باندې شرعي عمل ته ويل کيږي ، په طاعت او نورو نېکو اعمالو سره ايمان زياتيږي ،
	په معصيت او ګناه کولو سره کميږي .
	غوره عقيده ، پوهنمل زاهدي احمدزی
 
