اودس
د اوداسه فرضونه څلور دي.
١ )
	د ټول مخ پرېمنځل دي د تندي د ويښتانو د شنه کېدلو له ځای څخه د زنې تر لاندې
	پورې او د يو غوږ له نرمۍ څخه د بل غوږ تر نرمۍ پورې.
	٢ ) د دواړو لاسونو پرېمنځل دي د څنګلو سره .
	٣ ) د سر څلورمه برخه مسح کول دي.
	٤ ) د دواړو پښو پرېمنځل دي د پړکو يا غوزانو سره.
	
	د اوداسه سنتونه
د اوداسه سنتونه ١٣ دي چې په لاندې ترتيب سره بيانيږي.
	١) نيت دی
	٢ ) بسم الله الرحمن الرحيم وېل دي
	٣ ) د واړو لاسونو پرېمنځل دي تر مړوندونو پورې
	٤ ) د خولې پرېمنځل دي . 
	٥ ) مسواک وهل دي .
	٦ ) د پوزې پرېمنځل دي
	٧ ) د ګوتو په واسطه د ږيرې خلالول دي .
	٨ ) د ټول سر مسح کول دي .
	٩ ) د دواړو غوږونو مسح کول دي .
	١٠ ) د لاسونو او پښو د ګوتو خلالول دي .
	١١ ) درې ، درې ځلې د هر غړي پرېمنځل دي .
	١٢ ) په هغه ترتيب د غړو پرېمنځل دي څرنګه چې په آيت شريف کې راغلي دي .
	١٣ ) د لومړي وينځل شوي اندام له وچېدونه د مخه ورپسې د بل اندام ويځل دي.
	
	د اوداسه ماتوونکي
د اوداسه ماتوونکي څېزونه په دې ډول دي.
	١ ) د شرم د ځايونو څخه د څه شي وتل دي.
	٢ ) له بدن څخه د وينې يا زوې وتل او جاري کېدل .
	٣ ) په ډکه خوله قی کول .
	٤ ) هغه وينه ده چې له خولې څخه راشي او لاړې پرې غالبه نه وي .
	٥ ) په ملاسته خوب ، يا په ناسته خوب په داسې حال کې چې کوم شي ته يې تکيه کړي
	وي هغه ترې لرې شي پرې به وځي .
	٦ ) بې هوشي .
	٧ ) مستي ( نشه کېدل )
	٨ ) لېونتوب 
	٩ ) په لمانځه کې په قهقهه خندل .
	
	د اوداسه ترتيب 
١ ) لومړی به د اوداسه په نيت بسم الله الرحمن الرحيم ووايي .
	٢ ) دواړه لاسونه به تر مړوند پورې درې ځله پرېمنځي .
	٣ ) مسواک يا د شهادت ګوته به په خوله کې ووهي ، او په ښي لاس به درې کرته خولې
	ته اوبه واچوي او غړغړه به وکړي.
	٤ ) په ښي لاس به درې کرته په پوزه کې اوبه واچوي او په چپ لاس به پوزه سوڼ کړي
	او پاکه به يې پرېمنځي .
	٥ ) درې ځله به ټول مخ په دواړو لاسونو پرېمنځي . مخ د تندي د ويښتانو د شنه
	کېدو له ځايه څخه تر زنې لاندې ، او د يو غوږ د نرمۍ څخه د بل غوږ د نرمۍ پورې
	دي .
	٦ ) که ږيره ګڼه وي نو حلال به يې کړي او که رنګۍ وي ، نو هڅه به وکړي چې د
	ويښتانو بېخو ته اوبه ورسيږي.
	٧ ) بيا به دواړه لاسونه ، لومړی ښي لاس او بيا به کيڼ لاس د څنګلو سره پرېمنځي
	.
	٨ ) د لاسونو ګوتې به خلال کړي . که چېرې ګوته ، بنګړي او ګړۍ په لاس وي ، له
	خپلو ځايو څحه به يې ښکته پورته وخوځوي تر څو ترې لاندې ځايونه لامده شي .
	٩ ) بيا به دواړه لاسونه لامده کړي او ټول سره به له اوله تر آخره پورې مسح کړي
	.
	١٠ ) بيا به په غټو او مسواکي ګوتو د غوږونو ظاهري او دننه برخه مسح کړي .
	١١ ) بيا به لاسونه لامده کړي او د هر لاس د درې ګوتو په شاه به غاړه مسح کړي .
	١٢ ) بيا به دواړه پښې ، لومړی ښي او بيا به کيڼه پښه د غوزانو سره درې کرته
	پرېمنځي .
 
