د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

طالبان او د تراویح لمانځه

شاه ولي
25.07.2013

درنوهیوادوالو اسلام علیکم و رحمة الله و بركاة،

طالبانو د پکتیکا ولایت د یوسف خېلو ولسوالۍ جامع جومات ته هغه مهال لاسي بمونه وغورځول چې شاوخوا دوه سوه مسلمانان د تراویح په لمانځه ولاړ ؤ، چې له امله یې نهه تنه بیګناه لمونځ کوونکي ټپیان شول.

الله تعالی په قرآن کریم کې فرمایلي دي:

وَمَنۡ أَظۡلَمُ مِمَّن مَّنَعَ مَسَـٰجِدَ ٱللَّهِ أَن يُذۡكَرَ فِيہَا ٱسۡمُهُ ۥ وَسَعَىٰ فِى خَرَابِهَآ‌ۚ (سُوۡرَةُ البَقَرَة :۱۱۴)

ترجمه: او څوک دی لوی ظالم له هغه چا چې بندوی مسجدونه د الله له دی چې یاد کړی شی په هغو کښی نوم د الله او کوښښ کوی په ورانولو د هغو کښی.

زه د پکتیکا په ولایت کې دغه کفرانه برید په کلکه غندم او هغه یې د اسلام او زمونږ دهیواد د دښمنانو کار وبالم. او دا وایم چې طالبان (انشأ الله) د لوی خدای له عذاب او زمونږ د مسلمان ملت له کرکې او نفرت څخه هیڅ کوم بل څه ترلاسه نه کړي.

والسلام،


تيمور
26.07.2013

شاه ولي وروره هیله کوم چې زما سلامونه و منې، یوه موضوع باید ووایم او هغه دا دي چې د جهالت او ناپوهئ دوران تېر شوي دي، او زمونږ خلک اوس (الحمدُ لله) ټول شیان پوهېږي، لکه چې په دې خبري ریپورټ کې راغلي دي:
د نورستان ولايت په وانټ وايګل ولسوالۍ كې د وسله والو طالبان پر ضد وسله وال پاڅون شوى دى.
د وانټ وايګل ولسوالۍ له تېرو دوه نيمو كلونو راهيسې د وسله والو طالبانو په ولكه كې وه، خو كابو يوه مياشت وړاندې د افغان ځواكونو په چاڼيزو عملياتو كې دغه ولسوالۍ له طالبانو څخه پاكه شوه او په دې وروستيو كې د يادې ولسوالۍ په لرې پرتو سيمو كې وسله والو طالبانو يو ځل بيا خال خال فعاليتونو پيل كړي وو، تیره ورځ په یاده ولسوالۍ کې د سیمه يیزو خلکو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه رامنځته شوي چې له امله یی دوه تنه وسله وال طالبان وژل شوي، اووه تنه ټپيان شوي او درې تنه هم ولسي خلكو ژوندي نيولي دي. د وايګل قومي مشرانو دوه سوه ځوانانو ته دنده سپارلې چې وسله وال طالبان له ولسوالۍ څخه وشړي.
په ورته وخت كې د نورستان مرستیال والی فیض محمد میرزا زاده وايي چې د وایګل د کلیوالي شوراګانو یو شمېر استازي د طالبانو له خوا نیول شوي وو چې وروسته د کلي اوسېدونکي ټوپک په لاس د طالبانو په وړاندي پاڅون کولو ته مجبور شوي دي.
نوموړی وايي چې د سيمې مشرانو پرېكړه كړې چې په وايګل كې به نور وسله والو طالبان نه پرېږدي.
په نورستان كې د وسله والو طالبانو پر ضد پاڅون پر داسې مهال رامنځ ته كېږي چې تېره اوونې د فراه په بالابلوك ولسوالۍ سلګونو اوسېدونكو هم د طالبانو پر ضد وسله وال پاڅون كړى و.
د بالابلوك اوسېدونكو وروسته تر هغه په طالبانو پسې وسلې را واخستې چې طالبانو د دې ولسوالۍ يو قومي سپين ږيرى په رڼا ورځ سخت ټپي كړ.
بالابلوك ولسوالي د فراه له ناامنو ولسواليو څخه ګڼل كېږي چې تر نورو ولسواليو په كې د طالبانو موجوديت د پام وړ دى، خو تر دې وروسته به وسله والو طالبانو ته ستونزمنه وي چې د بالابلوك ولسوالۍ په مربوطاتو كې ارامه ساه واخلي.
تر دې وړاندې هم چې د افغانستان په هره سيمه كې د طالبانو پر ضد ولسي پاڅونونه شوي، طالبانو بيا په هغه سيمه كې ښه ورځ نه ده ليدلې او بيا نه دي توانېدلي چې له لاسه وتلې سيمه بېرته تر خپل كنټرول لاندې راولي.


pattang
26.07.2013

[quote:cfcf24854d="تيمور"]شاه ولي وروره هیله کوم چې زما سلامونه و منې، یوه موضوع باید ووایم او هغه دا دي چې د جهالت او ناپوهئ دوران
د فاسد رژيم استخباراتي پرو پاګنده او دسي ای أې اربکيان دي !
که دوی دومره همت لرلی نو په تېرو کې يې د صليبيانو په اشغال
او وژنو هم کوم پاڅون کړی ؟؟؟؟؟؟ نه هيڅکله نه !

تېر شوي دي، او زمونږ خلک اوس (الحمدُ لله) ټول شیان پوهېږي، لکه چې په دې خبري ریپورټ کې راغلي دي:
د نورستان ولايت په وانټ وايګل ولسوالۍ كې د وسله والو طالبان پر ضد وسله وال پاڅون شوى دى.
د وانټ وايګل ولسوالۍ له تېرو دوه نيمو كلونو راهيسې د وسله والو طالبانو په ولكه كې وه، خو كابو يوه مياشت وړاندې د افغان ځواكونو په چاڼيزو عملياتو كې دغه ولسوالۍ له طالبانو څخه پاكه شوه او په دې وروستيو كې د يادې ولسوالۍ په لرې پرتو سيمو كې وسله والو طالبانو يو ځل بيا خال خال فعاليتونو پيل كړي وو، تیره ورځ په یاده ولسوالۍ کې د سیمه يیزو خلکو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه رامنځته شوي چې له امله یی دوه تنه وسله وال طالبان وژل شوي، اووه تنه ټپيان شوي او درې تنه هم ولسي خلكو ژوندي نيولي دي. د وايګل قومي مشرانو دوه سوه ځوانانو ته دنده سپارلې چې وسله وال طالبان له ولسوالۍ څخه وشړي.
په ورته وخت كې د نورستان مرستیال والی فیض محمد میرزا زاده وايي چې د وایګل د کلیوالي شوراګانو یو شمېر استازي د طالبانو له خوا نیول شوي وو چې وروسته د کلي اوسېدونکي ټوپک په لاس د طالبانو په وړاندي پاڅون کولو ته مجبور شوي دي.
نوموړی وايي چې د سيمې مشرانو پرېكړه كړې چې په وايګل كې به نور وسله والو طالبان نه پرېږدي.
په نورستان كې د وسله والو طالبانو پر ضد پاڅون پر داسې مهال رامنځ ته كېږي چې تېره اوونې د فراه په بالابلوك ولسوالۍ سلګونو اوسېدونكو هم د طالبانو پر ضد وسله وال پاڅون كړى و.
د بالابلوك اوسېدونكو وروسته تر هغه په طالبانو پسې وسلې را واخستې چې طالبانو د دې ولسوالۍ يو قومي سپين ږيرى په رڼا ورځ سخت ټپي كړ.
بالابلوك ولسوالي د فراه له ناامنو ولسواليو څخه ګڼل كېږي چې تر نورو ولسواليو په كې د طالبانو موجوديت د پام وړ دى، خو تر دې وروسته به وسله والو طالبانو ته ستونزمنه وي چې د بالابلوك ولسوالۍ په مربوطاتو كې ارامه ساه واخلي.
تر دې وړاندې هم چې د افغانستان په هره سيمه كې د طالبانو پر ضد ولسي پاڅونونه شوي، طالبانو بيا په هغه سيمه كې ښه ورځ نه ده ليدلې او بيا نه دي توانېدلي چې له لاسه وتلې سيمه بېرته تر خپل كنټرول لاندې راولي.[/quote:cfcf24854d]


pattang
26.07.2013

د فاسد رژيم استخباراتي پرو پاګنده او دسي ای أې اربکيان دي !
که دوی دومره همت لرلی نو په تېرو کې يې د صليبيانو په اشغال
او وژنو هم کوم پاڅون کړی ؟؟؟؟؟؟ نه هيڅکله نه !

[quote:3525d832c4="تيمور"]شاه ولي وروره هیله کوم چې زما سلامونه و منې، یوه موضوع باید ووایم او هغه دا دي چې د جهالت او ناپوهئ دوران
تېر شوي دي، او زمونږ خلک اوس (الحمدُ لله) ټول شیان پوهېږي، لکه چې په دې خبري ریپورټ کې راغلي دي:
د نورستان ولايت په وانټ وايګل ولسوالۍ كې د وسله والو طالبان پر ضد وسله وال پاڅون شوى دى.
د وانټ وايګل ولسوالۍ له تېرو دوه نيمو كلونو راهيسې د وسله والو طالبانو په ولكه كې وه، خو كابو يوه مياشت وړاندې د افغان ځواكونو په چاڼيزو عملياتو كې دغه ولسوالۍ له طالبانو څخه پاكه شوه او په دې وروستيو كې د يادې ولسوالۍ په لرې پرتو سيمو كې وسله والو طالبانو يو ځل بيا خال خال فعاليتونو پيل كړي وو، تیره ورځ په یاده ولسوالۍ کې د سیمه يیزو خلکو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه رامنځته شوي چې له امله یی دوه تنه وسله وال طالبان وژل شوي، اووه تنه ټپيان شوي او درې تنه هم ولسي خلكو ژوندي نيولي دي. د وايګل قومي مشرانو دوه سوه ځوانانو ته دنده سپارلې چې وسله وال طالبان له ولسوالۍ څخه وشړي.
په ورته وخت كې د نورستان مرستیال والی فیض محمد میرزا زاده وايي چې د وایګل د کلیوالي شوراګانو یو شمېر استازي د طالبانو له خوا نیول شوي وو چې وروسته د کلي اوسېدونکي ټوپک په لاس د طالبانو په وړاندي پاڅون کولو ته مجبور شوي دي.
نوموړی وايي چې د سيمې مشرانو پرېكړه كړې چې په وايګل كې به نور وسله والو طالبان نه پرېږدي.
په نورستان كې د وسله والو طالبانو پر ضد پاڅون پر داسې مهال رامنځ ته كېږي چې تېره اوونې د فراه په بالابلوك ولسوالۍ سلګونو اوسېدونكو هم د طالبانو پر ضد وسله وال پاڅون كړى و.
د بالابلوك اوسېدونكو وروسته تر هغه په طالبانو پسې وسلې را واخستې چې طالبانو د دې ولسوالۍ يو قومي سپين ږيرى په رڼا ورځ سخت ټپي كړ.
بالابلوك ولسوالي د فراه له ناامنو ولسواليو څخه ګڼل كېږي چې تر نورو ولسواليو په كې د طالبانو موجوديت د پام وړ دى، خو تر دې وروسته به وسله والو طالبانو ته ستونزمنه وي چې د بالابلوك ولسوالۍ په مربوطاتو كې ارامه ساه واخلي.
تر دې وړاندې هم چې د افغانستان په هره سيمه كې د طالبانو پر ضد ولسي پاڅونونه شوي، طالبانو بيا په هغه سيمه كې ښه ورځ نه ده ليدلې او بيا نه دي توانېدلي چې له لاسه وتلې سيمه بېرته تر خپل كنټرول لاندې راولي.[/quote:3525d832c4]


تيمور
31.07.2013

پتنګ خانه، د اسلام ستر قاعد او لارښود حضرت ابوبکر صدیق (رض) د منافقانو او شیطانانو په اړه داسې مهرباني کړي دي:
[په کوم انسان چې نصیحت اثر نه کوي، هغه دې پوه شي چې د هغه زړه د ایمان نه خالي دئ.]
الله اکبر، توبه وکړه، جګړه بس دي، منافقت بس دي، پروپیګنډا بس دي، تر څه وخته مسلمان، مسلمان (افغان، افغان) ته وژني؟


pattang
31.07.2013

تيمور خانه دغه خبرې صليبي اشغالګرو او لاسپوڅي رژيم ته وکړه!
چې دوی ورک شي جنګ نشته ! زه او مونږ مسلمانان يو په رښتيا
وېيلوکې دروغ نه وايو خو تاسې ! زمونږ په ملک کې ستا سو ملګري
خپل قانون چلوي او ماته وايې چې دفاع مکوه ! ايا دا هم انصاف
دی !! په جګړه کې دمذدور دولت ګټه ده نو چې جنګ نوي خو دالر
کميږي نو څکه دوی دقطر خبرې په پلمو ردوي او خنډونه جوړوي !

[quote:16d7104a4f="تيمور"]پتنګ خانه، د اسلام ستر قاعد او لارښود حضرت ابوبکر صدیق (رض) د منافقانو او شیطانانو په اړه داسې مهرباني کړي دي:
[په کوم انسان چې نصیحت اثر نه کوي، هغه دې پوه شي چې د هغه زړه د ایمان نه خالي دئ.]
الله اکبر، توبه وکړه، جګړه بس دي، منافقت بس دي، پروپیګنډا بس دي، تر څه وخته مسلمان، مسلمان (افغان، افغان) ته وژني؟[/quote:16d7104a4f]


تيمور
02.08.2013

زور آوره، دا زما خبره نه ده، دا د خبري آژانسونه خبره ده چې وایي د تيرو شپږو مياشتو د ملكي تلفاتو په ډله كې (۱۰۳۸) مسلمانان يې طالبانو وژلي او (۱۸۲۵) نور بیګناه افغانان يې ټپيان كړي دي چې دغه شمېرې د تېر كال په پرتله ۱۶ فيصده لوړوالى ښيي.
زه د یوه دوست په حیث دا وایم چې منصفانه قضاوت وکړه، او زما په خبرو کې غمجن او عصبانی کېږه مه. حضرت عمر فاروق (رض) فرمایلي دي:
زما دوست هغه دئ چې ما د خپلو عیبونو څخه خبر کړي.

زه د اسلام په نوم تجارت نه کوم، یوازې حق وایم، او حق د الله (ج) نوم دي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more