نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
طالبان: په کندوز کې مو د سړي تښتونکو يوه ډله نيولې
اتل
23.07.2013
قدر منو لوستونکو، اسلام علیکم
طالبان وایي چې په کندز کې یې د سړي تښتونکو یوه څلور کسیزه ډله نیولې او خپلې محکمې ته یې سپارلې ده. دا خو ډیرنیک اقدام دئ، الله دې طالبانو ته دا بصیرت ورکړي چې نور هم دغسې نیک کارونه وکړي، پر ځای ددې چې دوی خپل مسلمان وروڼه په بمونو کې والوزوي او د خپل ملک بنیادي زیر بنا ړنګه کړي، او بیګانه ګانو ته خدمت وکړي ،دوی ته پکار دې چې دظلم، بې عدالتۍ، جنایت، ملک د تخریب او بیګانه ګانو د مداخلو مخه ونیسي.
که طالبان وغواړي، چې خپل وطن ته خدمت وکړي، او د ولس لمن ونیسي، نو ولس به هم دهغوی له رټلو نه تیر شي او بیرته بې یې په غیږ کې ونیسي. طالبان به په مدار مدار پوه شي چې دوی په غلطه لار روان دي.
افغان ولس د طالبانو ددې اقدام چې سړي تښتونکي یې نیولې دي، قدر دانی کوي خو ورسره دا اندېښنه هم شته چې طالبان دغه خلک چې د جرم د ثبوت نه مخکې بې ګناه ګڼل کیږي، څه ډول محاکمه کوي او جرم څنګه ورباندې ثابتوي؟ آیا طالبان دغو خلکو ته څنګه مدافع وکیل برابروي چې د خپل خق دفاع وکړي، او که نه دا صحرایي علنې محاکمه ده، چې رانیسه یې او سر یې وهه؟
دا لاندې مضمون روهي چاپ کړبدئ:
=======
طالبان: په کندوز کې مو د سړي تښتونکو يوه ډله نيولې
طالبان وايي، چې د کندوز په ولايت کې يې د سړي تښتونکو يوه څلور کسيزه ډله نيولې ده.
د طالبانو وياندذبيح الله مجاهد وايي، چې تيره ورځ ماسپښين ۱بجه د کندز ولایت دمرکز اړوند کنم سيمه کې د طالبانو لخوا د سړي تښونکو يوه څلور کسيزه ډله چې باربار يې دخلکو اولادونه د پيسو لپاره تښولي وو. ژوندۍ ونيول شوه. د ده په وينا، دغوکسانو څه موده وړاندي دکندز په ښارکې يو ۶کلن ماشوم هلال احمد دمحمد اسحاق زوی تښتولی و او په بدل کې يې ۳ لکه امريکايي ډالرو غوښتنه کوله. مجاهد زياتوي، چې ياد سړي تښتونکي له هغې مودې راپه دې خوا د طالبانو لخوا تر څارلاندي وو چې د کنم په سيمه کې ګير شول ، دسړو تښتونکو نمونه دي ، معلم عزیزالله دشيرمحمد زوی ، غلام سخي دخملي زوی ، شيرآغا د محمود زوی او معلم امام الدين دپهلوان زوی.
مجاهد وايي، چې دغو کسانو په خپل جرم اعتراف کړي او د زيات تحقيق او پريکړې لپاره داسلامي امارت محکمې ته وسپارل شول .
سپينتمان
pattang
23.07.2013
ای ساده ! خو دشما لي ټلواله يې خفګان ښکاره کوي
اوپټ ښکاره عکس العمل ښکاره کوي !!!!!!!!!!!!!!!!!
د شمال ټلوالې مافيايي رسواينې
زرغون23.07.2013 12:34
د ليکوال څو نورې لیکنې
افغان پارلمان یو پیاوړی استازی له لاسه ورکړ
ټول
د شمال ټلوالې مافیايي رسواینې
زرغون
د ښاغلي مجتبی پتنګ له خوا په حکومتي دستګاه کې د نظار شورا او شمال ټلوالې پټ او ښکاره مافیايي فعالیتونه ښايي ډېرو ته نوې مسله وي،په داسې حال کې چې د حکومت پر کلیدي پوستونو د شمال ټلوالې انحصاري ستراتېژي د بن په لومړي کنفرانس کې د څوکیو له نا انډوله سیاسي وېش څخه سرچینه اخلي.
له ارګ څخه نیولې د ولایتونو تر ولسوالانو او ټیټ پوړو چارواکو پورې تقریباً اتیا سلنه یې د شمال ټلوالې واکمنو جنګسالارانو په فکري مکتب کې د راسیزم، فساد، زورواکۍ او پردیو ته د جاسوسۍ په روحیه روزل شوي دي.
د ټلوالې همدغه جنګسالاران په تېره یوه لسیزه کې د وسلوالو مخالفینو ترڅنګ د یوه مقتدر او مشروع نظام بنسټونه سست کړي او یوازې په انارشۍ کې یې خپله بقا لټولې ده.
د کورنیو چارو وزیر له هغو واقعیتونو پرده پورته کړه، چې واقعاً په تېرو یوولسو کلونو کې نظام د همدغو چټلو او منحوسو پدپدو له امله وشړېده او حکومت د دې پر ځای چې د خلکو د سوکالۍ او ارامتیا لپاره د عام ولس رضایت حاصل کړی وي، بر عکس ولس له نظام څخه واټن ونیو او حتا ځینو خو د مخالفینو لیکو ته مخه کړه.
د نظام په کاواکه کولو کې تر ټولو ستر رول د مافیا او فساد اصلي ځالې (ولسي جرګې) لوبولی دی، هغه جرګه چې د مشروعیت اساس یې بهرني سفارتونه، د مخدره موادو نا مشروع پیسې، زورواکي، فساد او درغلۍ دي. البته د پارلمان په ۲۴۸ استازو کې به د ګوتو په شمېر ځینې مخلص افغانان هم وي چې د ملت په واقعي رایو پارلمان ته بریالي شوي دي، خو اکثره یې د پورتنۍ نامشروع لارو څخه د افغان ولس د خاینو او معامله ګرو استازو په توګه د بهرنیو سفارتونو او استخباراتي سازمانونو په سفارش او ملاتړ انتصاب شوي دي.
نن د حکومت یو لوړپوړی چارواکي په داسې حال کې د نظام دننه د نظار شورا له مافیايي فعالیتونو پرده پورته کوي او د واک د انحصار په اړه خپله نا رضایتي ښيي، چې پښتون ولس او ځینو په حقایقو خبرو نړیوالو بنسټونو لا له پخوا په نظام کې د نا انډولتیا په اړه غږونه اوچت کړي دي خو له بده مرغه همدغو جنګسالارانو دا مسایل داسې توجیې کړي چې ګني دا د افغانستان د دښمنانو پروپاګنډې دي.
لرې به نه ځو ښه مثال یې د ملي امنیت ریاست دی چې تر امرالله صالح وروسته دوه پښتانه رییسان ورته وګومارل شول، خو تر اوسه یې هم په ملي امنیت کې د نظار شورا د نفوذ په ۱۰۰ کې ۱۰ سلنه نفوذ هم نه دی مهار کړی او هماغه د یوه سمت متعصب او لنډه غر اشخاص په کې په لوړو موقفونو کارکوي.
د لوړو زده کړو وزارت بل هغه حکومتي ارګان دی چې په تېره یوه لسیزه کې د حزب وحدت او جمعيت جنګسالاره فاشستانو ته په وېش کې رسېدلی دی، د یوې سروې له مخې دا مهال په بهر کې ۳۰ زره هزاره محصلین له لسانسه نیولې د دوکتورا تر کچې د نړۍ په بېلابېلو معتبرو پوهنتونونو کې په زده کړو بوخت دي، چې ناوړه پایلې به یې په راتلونکو درېو کلونو کې څرګندې شي.
د کورنیو چارو او دفاع وزارتونه هم له ورته برخلیک سره مخ دي، بسم الله په دفاع وزارت کې د نفوذ لپاره داسې تکتیکونه کارولې دي چې عقل ورته کار نه کوي. په دفاع وزارت کې د مقررۍ اصل دا دی چې باید قومي ترکیب په پام کې ونیول شي، خو د بسم الله افرادو د پښتنو په نوم جعلي تذکرې جوړې کړې او د اردو لیکو ته یې لار پیدا کړه.
همدارنګه په دفاع وزارت کې یې د یفتلي په څېر داسې مفسد او خاین افراد وګومارل چې حتا د ملي اردو د فداکاره او مظلومو پوځیانو پر درملو یې هم زړه ونه سوځېد او د خپلې دندې په موده کې په میلیونونه ټنه درمل غلا او وپلورل.
د ټلوالې مافیا په تېره یوه لسیزه کې په حکومت هغه پاک او مخلص خلک په بېلابېلو پلمو او بهانو له دندې لرې کړل چې د دوی د فساد او نامشروع فعالیتونو مخه یې نیوله.
لکه څرنګه چې د ښاغلي کرزي له برکته شمال ټلواله اوس مهال د افغانستان په یو ستر پوځي، اقتصادي اوسیاسي ځواک بدله شوې ده نو د نظام د پرځولو په شمول هر ډول انتخاب په لاس کې لري.
بسم الله خان په کورنیو چارو وزارت کې د مرستیالانو په ګډون ټول مهم پوستونه خپلو قومیانو او ګوندي ملګرو ته ورکړل چې اوس هم پر خپلو دندو پاتې دي.
بسم الله د خپل وزارت پرمهال د کورنیو چارو مسلکي معین ښاغلی منیر منګل چې پښتون دى، په خپل یوه بل ګوندي ملګري (عبدالرحمن) چې په جمعیت پورې اړه لري او ډېر یو پست او بې غیرته تش په نوم پښتون دی، تعویض کړ.
عبدالرحمن اوس په کورنيو چارو وزارت کې له پتنګ څخه ډېر واک او اختیار لري، د پتنګ د معلوماتو له مخې عبدالرحمن ته ورته د نظار شورا او جمعیت نورو وفادارو کسانو په تېرو څو میاشتو په زرګونه کسان په مرکز او ولایتونو کې په خپل سر مقرر کړي دي. دا کسان د هغه منظم پروګرام له مخې ګومارل کېږي چې د ۲۰۰۸ کال د ټولټاکنو پرمهال هم ټلوالې له دې نفوذي ستراتېژۍ نه د ځان په ګټه فوق العاده کار واخیست، خپل کسان یې په ولایتونو کې ولسوالان، امنیه قوماندانان او رئیسان وټاکل چې په ټاکنو کې د جمعیت په ګټه صندوقونه ډک کړي. دا دی د کورنیو چارو وزیر په خپله تېره ورځ اعتراف وکړ چې د ټلوالې مافیا بیا دا هڅې پیل کړي دي.
پاکستان ته جاسوسي، د ځمکو غصب، د وسلو او مهماتو قاچاق چې د ښاغلي پتنګ په وینا د جرګې غړي په کې ښکېل دي، څوک حمایه کوي؟؟؟
له شک پرته چې د شمال ټلوالې له مافيا پرته بل هېڅوک دا جرئت نه شي کولای.
د دې ټولو ناخوالو او بدبختۍ مسول کرزى دى او د رسواينې دا لوبه هم ده پيل کړې، خو اوس د خپلو تېروتنو د جبران لپاره کرزى بايد داسې فرصتونو څخه ګټه واخلي او د خيانت ټول هغه اسناد افشا کړي چې شمال ټلوالې په تېرو څو کلونو کې ترسره کړي دي، ترڅو د انور سادات په څېر لنډه غر فاشستان او ملګري يې پوه شي چې په نظام کې ډېر فساد چا کړى؟
اتل
25.07.2013
پتنګ صاحب، اسلام علیکم
دا چې شمالي ټلواله څه کوي، د هغوی خوښه. د الله تعالا نه هغوی ته هم نیک هدایت غواړم.
خو څه چې پر ما او تا پورې اړه لري، الله دې موږ دواړو ته دا بصیرت او همت راکړي، چې هغه حقایق ووایو چې عقیده ورباندې لرو. موږ باید د کومې مسئلې په څیړلو او تحلیل کې هغه څه ورګډ نکړو چې موږ یې غواړو، بلکه مسائل هغسې وښیو لکه دي چې.
د الله نه نصرته درته غواړم
pattang
25.07.2013
عجيب سړی يې مردارې اوبه له يوو لوښې ځخه څښل کېږي ؟
[quote:964507c17b="اتل"]پتنګ صاحب، اسلام علیکم
دا چې شمالي ټلواله څه کوي، د هغوی خوښه. د الله تعالا نه هغوی ته هم نیک هدایت غواړم.
خو څه چې پر ما او تا پورې اړه لري، الله دې موږ دواړو ته دا بصیرت او همت راکړي، چې هغه حقایق ووایو چې عقیده ورباندې لرو. موږ باید د کومې مسئلې په څیړلو او تحلیل کې هغه څه ورګډ نکړو چې موږ یې غواړو، بلکه مسائل هغسې وښیو لکه دي چې.
د الله نه نصرته درته غواړم[/quote:964507c17b]