د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ملاله اوس یو تحریک دئ

اتل
19.07.2013

اسلام علیکم
پاکستاني طالبانو د خلکو د وژلو، تعلیم سره ددښمنیو، د خودکشانو په روزلو، په بمونو کې د بې ګناه مسلمانانو د قتلول او نورو مظالمو له لارې، ددردونو، ګړاوونو، د اسلام د بدنامه کولو او انسانیت سر د جفا کولو څړیکې دومره زر په نړئ کې خورې نکړې لکه چې ملالې یوسفزۍ چې د انسانیت، تعلیم، خواخوږي، صلحې ورورولۍ او ماشومانو د تعلیم د حق د اعاده کیدو په لاره کې د امید، ولولې او وړانکې په ډیره لنډه موده کې په نړۍ کئ خورئ کړې، دا ځکه چې د ملالې مبارزه نن هسې د یوه سر د سودا معامله نه، بکه د هغې د عدم تشدد مبارزه په بوه نړیوال غورځنګ بدله شوده.
دالاندې مضمون ډیوې رادیو خپور کړیدئ.
=============
” ملاله اوس یو تحریک دی “

ملاله واېي: ”راځۍ چې د جهالت، غربت او ترهګرۍ په ضد نړي وال حرکت پیل کړو. راځۍ چې خپل قلمونه او کتابونه راواخلو. دا زمونږ د ټولو قومي وسله ده. یو ماشوم، یو استاد، یو کتاب او یو قلم نړۍ بدلولی شي“
18.07.2013
بهروز خان
نړۍ لا د یوې پښتنې پیغلې ملاله یوسفزۍ د ستاینې او مېنې نه وزګاره نه وه چې یوه بله پښتنه ګلالۍ اسماعیل هم د شهرت په اسمان وځلیده. ملاله یوسفزۍ خپله شپاړسمه زیږورځ د ملګرو ملتونو په ودانۍ کې په داسې حال کې ونمانځله چې دنیا ورته ګوته په خله شوه. د ملاله یوسفزۍ د زیږ ورځ به وس په نړۍ کې هر کال د جولاېي په دولسمه نیټه د ملاله ډی په نوم نمانځلې شي. ملاله تش یو نوم نه دی. یو حرکت دی، یو سوچ دی. د علم او پوهې یوه نښه ده. ملاله په تاریخ کې وړومبنۍ پښتنه ده چې د ملګرو ملتونو د ځوانانو اسمبلۍ ته يې وینا وکړه. د ملاله په نوم د ملګرو ملتونو د سوري لاندی ګلوبل ایجوکیشن ټرسټ جوړ شویدی. چې پلان لري د کال ۲۰۱۵م پوری په ټوله نړۍ کې هر ماشوم په سکول کې داخل کړي.
ملاله د اکتوبر په نهمه نیټه کال ۲۰۱۲ کې طالبانو هغه وخت په ډزو وویشته چې د سکول نه کورته د خپلو نورو همځولو جینکو سره په ګاډي کې روانه وه. په دغه برید کې ورسره دوه ملګرې شازیه او کاینات هم ژوبل شوې وې. په ملاله د ترهګرو برید په ټوله نړۍ کې د جینکو د تعلیم په حق کې یو لوۍ پاڅون رامنځ ته کړو. ملاله د پښتنو چې نړۍ يې د طالبانو په وجه په ترهګرو او نورو بدو نومونو پېژني، یو نوې انځور جوړ کړو. چې نن ملاله د علم او پوهې خورولو یوه اتله ګرځیدلی ده. د ملګرو ملتونو د ځوانانو اسمبلۍ ته په خپله وینا کې ېي وویل پښتانه علم غواړي، پوهه غواړي او امن غواړي.
ملاله د عدم تشدد د فلسفې د خورولو اعلان وکړو او په مثال کې يې د مهاتما ګاندي، باچا خان او مدر ټریسا نومونه ذکر کړه. ملاله اوویل که هغه طالب چې په دې يې ډزې کړي او ددې په مخ کې ودریږي او د ملاله په لاس کې ټوپک هم وي. خو دا به په هغه ډز ونه کړي. د لوړې حوصلی او عزم مثال ملاله واېي: ”راځۍ چې د جهالت، غربت او ترهګرۍ په ضد نړي وال حرکت پیل کړو. راځۍ چې خپل قلمونه او کتابونه راواخلو. دا زمونږ د ټولو قومي وسله ده. یو ماشوم، یو استاد، یو کتاب او یو قلم نړۍ بدلولی شي“
د ملاله یوسفزۍ په دغه سفر کې ګلالۍ اسماعیل هم ملګرې شوې ده چې د جولاېي په اوولسمه نیټه ورته د امریکا لخوا د جمهوریت لپاره د خدمت په سر ایوارډ ورکړی شو. او دغه شان ګلالۍ اسماعیل هم ړومبۍ پښتنه پیغله ده چې د جمهوریت دغه جایزه يې ګټلې ده.
وایس اف امریکا ډیوه ته په یوه مرکه کې هغې د ملالې د خدمتونو او په ملګرو ملتونو کې د هغې وینا ته پیرزونیې وړاندې کړي. ګلالۍ وؤیل: ”د ملګرو ملتونو نه د ملالۍ غږ زما تحریک او خوایندو کوششونه نور هم مضبوط کړې دي “


pattang
06.09.2013

هو يو دالري تحريک دی !
هولبروک د ملالې سياسي پلار او cia به وياړ پرې کوي !


طیب زابلی *
06.09.2013

دپشی له کونی توپ مه جوړوئ ملاله به څه یی اوتحریک بی څه یی؟
یوه جاسوسه اودجاسوس لور وه اوس په لندن کی خپلی مزی کوی


اتل
09.10.2013

طیب زابلئ صاحب، السلام علیکم
ما نه وو درته ویلي؟
هماغسې هم شوه .
دا د پټي سر دئ = پټئ ښکته سوروردئ.
ملالې طالبانو غوندې چې فقط یوه ژبه لري او هغه هم د مرګ او تشدد، دطالبانو سره د خپل اسلامي سلوک پر بنای دښمنې ونکړه، بلکه غږ یې جګ کړ چې د طابلان سره دې د صلحې خبرې وشي. تر دې هم مهمه دا وه چې ملالې وویل[د طالبان سره دې دهغوی پر داعیو باندې خبرې وشي]. دې خبرې طالبان د ملالې په مقابل کې ډیر خوار او ذلیل وښودل، دا یې ولس ته جوته کړه چې طالبان څه کوی، او ملاله څه کوي.

هغې دملګرو ملتونو د تعلیم د سفیرې نوم وګاټه او د سولې او نورو افتخاراتو جائزې یې واخیستې. د هغې کتاب داسې د سترګو په رپ ګې په پاکستان کې خرڅ شو چئ څوک کې تصور هم نشي کولای. ملالې د میړانې، زړورتیا، قربانۍ ورکولو او د علم او تعلیم په لاره کې د ماشومانو د حق، او د الله تعالا ددې امر په لاره کې چې علم په هر نارینه او ښځه لازم دئ، د یوې بې ساري قهرمانې لقب کسب کړ.

ته یې لا نه منې.
اوس غوږ ورته کیږدئ مؤمنانو چې د ملالې کیسه تر کومو پوړونوپورې خیژي.
وایي که باجوړ نه خورې، نو بد هم مه پرېوایه.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more