د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

د افغان طالبانو سره، د پاکستاني طالبانو ضدیت

میرویس
15.07.2013

ډیرو محترمو لوستونکو، اسلام علیکم
افغان طالبانو ددوحې د دفتر د پرانستلو په وخت کې وویل چې دوی د خپل وطن نه د باندې د چا په چارو کې د مداخلې نیت نلري، او چاته اجازه هم نه ورکوي چې ددوی د هیواد نه پر بل ملک تجاوز وکړي.

طالبانو له یوې خوا ثابته کړه چې پخپل وطن مین دي، اوله بلې خوا یې دا هم جوته ګړه چې د افغانستان نه د باندې د القاعدې په کارواییو لکه د ۹/۱۱ مسئله ناراضه دې. ددې خبرې معنې دا شوه چې د القاعدې سره خپلې اړیکي شلوي.

خو د پاکستان د طالبانو پالسي بیا د افغان طالباو سره بالکل ضدیت لري. د پاکستان طالبان له یوې خوا د خپل ملک سره مینه نلري او له بله پلوه، د القاعدې د نړيوال تروریزم سره د اړیکو د لا کلکولو په لټه کې دي. دوی پدې ترتیب د نړیوال تروریزم یو جز ګرزي، او خپل ملک پاکستان ته هم نړیوال دښمنان کمایي کوي. پاکستاني طالبان که له یوې خوا د امیرالمؤمنین په توګه د ملا محمد عمر آخند د پالسیو نه سر غړونه کوي، له بلې خو د پاکستان د ولس سره هم دښمني کوي.
دا مطلب پدې لانې مضمون کې چې ډیوه رادیو خپور کړیدئ لمرخوندې روښانه دئ:
==============
رائټرز د یو بل طالب کمانډر په حواله ویلي شام ته د وسله والو لیږلو فیصله يي د عرب ملگرو لخوا د مرستې په غږ کړې ده. "عرب ملگري زمونږ ملاتړ لپاره دلته راغلې دي نو مونږ پابند یو چې خپل خپل ملک کې ددوي مدد وکړو نو شام کې مونږ هم دغه وکړل،" دغه طالب مشر رائټرز ته وویل. د طالب مشر نوم نه دی ښودلی شي
14.07.2013
د پاکستاني طالبانو یو مشر ویلی شام کې د صدر بشار السد حکومت خلاف جنگیدو لپاره يي شام کې کیمپ لگولی دی او په سلگونو وسله والي يي شام ته لیږلې دي.
د برطانيي خبري ادارې رائټرز خپل یو رپورټ کې ویلي د پاکستاني طالبانو لخوا دغه گام القاعدې سره د خپلو تعلقاتو مظبوطولو یو کوشش دی.
رائټرز د پاکستاني طالبانو د یو مشر د قوله ویلي "زمونږ روڼو مدد ته ضرورت وو نو مونږ د عرب ملگرو په کومک کې جنگیدو لپاره په سلگونو جنگیالي لیږلې دي." د طالب مشر نوم نه دی ښودلی شوی.
رائټرز د یو بل طالب کمانډر په حواله ویلي شام ته د وسله والو لیږلو فیصله يي د عرب ملگرو لخوا د مرستې په غږ کړې ده.
"عرب ملگري زمونږ ملاتړ لپاره دلته راغلې دي نو مونږ پابند یو چې خپل خپل ملک کې ددوي مدد وکړو نو شام کې مونږ هم دغه وکړل،" دغه طالب مشر رائټرز ته وویل. د طالب مشر نوم نه دی ښودلی شي.
"مونږ شام کې خپل کیمپونه قائم کړې دی. زمونږ ځېنې خلک هلته ځي او هلته د جنگیدو ورسته څه وخت ورسته بیا راځي،" په نوم نه څرگنده طالب مشر وویل.
آیا پاکستاني طالبان دا صلاحیت لري چې شام ته هم خپل وسله وال ولیږي؟ په دې بنیادي پوښتنه پیښور کې د وائس اف امریکا ډیوه ریډیو خبریالې سعدیه قاسم شاه تجزیه کارو سره خبرې اترې کړې دي، دغه رپورټ تاسو دلته اوریدی شۍ:
Pakistani Taliban In Syria


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more