د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

رواجي او ایډیالوژیک دیانت، او د رواجي دیانت ښېګڼي

طالب ISI
14.07.2013

ګډوډ رښتيا
زموږ اکثره دیني لوستي وګړي د رواجي دین پر خلاف دي. زه دا چاره سمه نه بولم. رواج شوی دین یو شی دی، او دین شوی رواج بل شی. دین شوی رواج مردود دی، او رایج شوی، عادت شوی دین، مطلوب.
یو رواجي دیانت دی، او یو ایډیالوژیک.
رواجي دیانت هغه دی چې زموږ د رواج، رویې، او فرهنګ برخه، او د یوه ولس د زون آف کمفرټ (د آرامتیا د سیمې) حصه وي. په بله… …معنا، د دین هغه بڼه چې ولسونو په رواج اړولې وي.
مثلا، غزنی سوړ او یخ دی، هلته خلکو بګړۍ یو لازمي پیغمبري سنت ګڼلی. ننګرهار ګرم دی. هلته په خولۍ سنت پر ځای کېږي. د ګرمو سواحلو خلک د پرتاګه پر ځای، لنګ تړي، دلیل یې دا وي چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم ټول عمر لنګ تړلی. پیغمبر صلی الله علیه وسلم دریواړه کاره کړي، خو د دریو سیمو خلکو بیا د خپلو ضروریاتو مطابق خپل طرز له خپلو اقلیمي شرایطو سره برابر طرز انتخاب کړی، او کاروي یې. دې ته رواجي دیانت وایي، چې یوه معنا یې ده، له خپلو خاصو شرایطو سره عیار دیانت.
په ایډیالوژیک دیانت کې بیا د دین دا نرمښت له پامه غورځول کېږي. د ایډیالوژیک ملا، که د پېښور په ګرمۍ کې سر په بګړۍ کې خوړین هم شي، تر بګړۍ نه تېرېږي، او که یې د پنجاب په تودوخه کې، ښځه تر بورقې لاندې ورسته هم شي، د ده ښځه باید لکه د پیراډول شربتو د بوتل غوندې ښکاره شي.
رواجي دیانت تر ایډیالوژیک دیانت ډېر غوره دی. رواجي دیانت هغه دیانت دی چې زموږ رواج او فرهنګ هضم کړی وي. د ملا صاحبانو د کتابي خبرو په څېد ژبې پر سر او د زړه په زور نه وي. د کوچي عقیده د هغه د رواجي دیانت برخه ده، او د ټینګښت او کلکوالي راز یې هم همدغه دی.
د کلیوال سړي صداقت او ریښتونولي همدغه رنګ، د هغه د رواجي، او فرهنګي دیانت محصول ده.
د رواجي دیانت تر ټولو ستر کمال دا دی چې طبیعي وي. د دې خبرې یو مثال وایم.
یو کس دی، ښه پوخ بخیل دی، له بخله یې نفس خېژي، خو د ملا صاحب خبرو تأثیر پرې وکړ، کور ته راغی، د وړو ډکه بوجۍ یې د ګاونډي کره ور واستوله. دا سخاوت دی، خو طبیعي سخاوت نه دی. دا سخاوت لکه للمي کښت داسې دی. که د ملا صاحب د وعظ باران و، وي به، کنه نشته.
بالعکس، یو بل کس بیا داسې دی، چې له خیرات ورکولو خوند اخلي، او له نېکي کولو داسې خوند اخلي، لکه وړه ماشومه چې د خپل پلار په خدمت خوند اخلي.
اوس نو، که سخاوت او نېکي کول دیانت وي، نو دغه دیانت په لومړي کس کې کسبي، او غیرطبیعي، او په دوهم کس کې فطري، او طبیعي دی. همدغه تقسیم ته امام غزالي رحمه الله د کسبي او راسخو اخلاقو په نامه اشاره کړې ده.
په علمي لحاظ، هر اخلاقي ارزښت لومړی فرضیه او ګروهه وي. بیا پرې څېړنه وشي، یا یې اسماني کتاب تایید کړي، لارښوونې، یا تعلیمات ورڅخه جوړ شي. بیا د تعلیم او تعلم په وسیله دا تعلیمات بل چا ته انتقال شي. بیا چې کله دغه تعلیمات د بل سړي په رویه کې اغېز وکړي، دې کار ته تربیه یا د امام غزالي په اصطلاح، راسخ اخلاق وایي. تربیه بیا فردي شی دی، کله چې ټولنیزه او عمومي شي، نو بیا فرهنګ، یا رواج ورڅخه جوړ شي. کله چې له یوه اخلاقي ارزښت څخه فرهنګي ارزښت جوړ شي، نو د هغه د مراعات لپاره بیا پولیس نه وي په کار. بیا د هغه ارزښت ساتنه، لکه د څړک د قوانینو، ترافیکي پولیس نه، بلکې د وجدان پولیس کوي.
ورور خپلې خور ته د جنت او دوزخ له امله د محرم په سترګه نه ګوري، بلکې د رواجي دیانت له امله دغه مقام ورکوي. په پښتني ټولنه کې چې لېورونه له ورېندارګانو، ورېرونه له تېندارګانو، او خورېیونه له مامۍ ګانو سره د عفت، عزت، پښتونولي، او درنښت په فضا کې چلند کوي، علت یې فرهنګي، او رواجي دیانت دی. که خدای مکړه، دغه دیانت ونه لرو، نو آیا د ملایانو وعظونه به مو له دې ډول درنښت ته وهڅولای شي؟
د ملایانو وعظ که خلک له بدو را ګرځولای، نو د کلیو هلکان به یې د ښار له سینماګانو او د ښار خلک به یې د کرزي په حکومت کې له کاره را ګرځولي وای.
زموږ د ټولنې ټول ټولنیز مصؤونیت زموږ د رواجي دیانت له امله دی.
مسلمانان د نړۍ په هر ځای کې شته، ول، خو پر دین د افغانانو د ټینګښت لامل د دوی رواجي والی دی.
له بده مرغه، په افغانستان کې د آی ایس آی راوړي دین نسخه مطلقاً د اسلام د اصولو، او د ټولنې د ارزښتونو او رواج پر خلاف ده.
د رواجي اسلام او ایډیالوژیک اسلام یو ستر تفاوت دا دی چې ایډیالوژیک اسلام هرومرو پر تاوتریخوالي او خشونت ور ګډېږي، او په رواجي لحاظ متدینې ټولنې بیا په سوله ییز ګانډیتوب باور لري. په دې اعتبار، فرهنګ خپله د ګډ ژوندانه د اصولو یوه مجموعه بللای شو.
که زه یوه پوښتنه وکړم.
د افغانستان ټولنه، په دومره فرقوي، او توکمیزه تنوع سر بېره لا هم مذهبي شخړې نه لري، د دې علت څه دی؟
زموږ د کابل جنګونه که د شیعه سني ترمنځ هم وشول، عنوان یې د هزاره او پښتانه، هزاره او پنجشېري، هزاره او پغماني د جګړې وو، دا ولې؟
ځواب واضح دی. دا ځکه چې زموږ خلک ایډیالوژیک نه ول. حسین د اهل سنتو لپاره همدومره لوی اتل و، او عاشورا او محرم همدومره لویه غمیزه وه، لکه د شیعه وو لپاره. دلته ټولنیزې اړیکې په کومه ایډیالوژي نه، بلکې پر یوه سوله ییز فرهنګ بناء وې.
زموږ دیانت ایډیالوژیک نه، فرهنګي و.
بله پوښتنه کوم. په تېر دېرش کاله کې ولې په زرګونو قومي مشران په مرموز ډول شهیدان کړای شول؟
ځواب واضح دی.
ځکه چې په سیاسي لحاظ، زموږ په سیاست کې د فرهنګي ارزښتونو استاځي قومي مشرانو، جرګو، مرکو او ملکانو کوله، او ملائیت، ایډیالوژیکیت یې چلېنج کاوه. د قومي مشرانو او ملایانو تفاوت په دې کې دی، چې د قومونو استاځي د ژوندیو ګټو پر اساس معامله کوي، او ملایان د آخرت او عالم برزخ خبره کوي، او د ولسونو عیني او ژوندیو ګټو ته په سپکه سترګه ګوري.
زموږ جرګه، زموږ کلتوري او فرهنګي ارزښت و. زموږ دښمن د دې وسیلې، او د قومي مشرانو له زوره خبر و، ځکه یې د خپل ایډیالوژیک نفوذ په وړاندې خنډ د قومي مشرانو لښکر د مرګستان پر لور روان کړ.
کله چې موږ پر رواجي دین ټینګار کوو، زموږ موخه هغه برخه دین دی، چې رواج جوړ شوی، نه هغه برخه رواجونه چې دین جوړېږي.
که دین، زموږ رواج جوړ شي، نو هیڅ بدي نه لري، خو که زموږ له رواجه دین جوړېږي، نو دا کار بیا بدعت، او حرام کار دی، چې له شرعي لحاظه یې جواز نشته.
مجيد قرار


تخاري
27.07.2013

[quote:4fcd70ac8d]د قومي مشرانو او ملایانو تفاوت په دې کې دی، چې د قومونو استاځي د ژوندیو ګټو پر اساس معامله کوي، او ملایان د آخرت او عالم برزخ خبره کوي، او د ولسونو عیني او ژوندیو ګټو ته په سپکه سترګه ګوري. [/quote:4fcd70ac8d]

شاغلی شهیر صیب

تر بوسو لاندی اوبه نه شی تیرولای دا پورته خبری مو چی د اندړو د قرار له خولی راخیستی دی ستاسو خپلی نه بلکه لیبرالیزم یا بی دینی ته د چوپړ هغه برخه ده چی بنا به یی ضرور ستاسو په اخلاقی انحطاط او یا هم مالي میاشتنی تنخواه یا کمیشن وي.

دا پورته اقتباس شوی خبری ستا او د اندړو د بی دینانو تحقیق نه بلکه کټ مټ د لیبرالیزم یا بی دینی تعریف دی چی نن سبا یی د اشغال څخه تولد شوي چرګوړي د مسلمان افغان کهول د بی لاری کولو په موخه تبلیغ کوي.

که د نړیوالی بی دینی یا لیبرالیزم فاسده مفکوره هر څو هم په سلګونو دلکشو ملي او قومي مصطلحاتو کې ونغاړی نو افغانان به پرې خطا نه باسی الا من ضل مثل قرار.


اکرم
30.07.2013

ټولو ته سلامونه اودرناوی!

شیهر لیکي:

[quote:f94cdb6a21]د قومي مشرانو او ملایانو تفاوت په دې کې دی، چې د قومونو استاځي د ژوندیو ګټو پر اساس معامله کوي، او ملایان د آخرت او عالم برزخ خبره کوي، او د ولسونو عیني او ژوندیو ګټو ته په سپکه سترګه ګوري.[/quote:f94cdb6a21]
تخاري لیکي:
[quote:f94cdb6a21]دا پورته خبری مو چی د اندړو د قرار له خولی راخیستی دی ستاسو خپلی نه بلکه لیبرالیزم یا بی دینی ته د چوپړ هغه برخه ده چی بنا به یی ضرور ستاسو په اخلاقی انحطاط او یا هم مالي میاشتنی تنخواه یا کمیشن وي. [/quote:f94cdb6a21]
دواړه دبوسو لاندې اوبه تیروئ ، دواړه خیالی خبرې دي، او" حقیت" هم تر یوحد ددواړو خبرو تر منځه چیرته سرګردانه دی! !! سم پرې پکر وکړئ دواړه سره نژدې یاست !
نه لیبرالیزم اخلاقی انحطاط دی اونه د قومونو مشران داخلاقی انحطاط څخه مبرا دي.
خبره په سؤ استفاده کې ده چې هر څو ک یې کوي هم اخلاقاً رټلی دي او هم وجداناً.

په مینه او مننه

اکرم


تخاري
30.07.2013

تاسو ته یو ځل بیا سلامونه او احترامات

له بدمرغې کمونستي کودتا او یرغل وړاندې د کمونستي مفکوری چرګوړو هم د بی دینه قرار په شان د خلکو په ژبه او مصطلحاتو د کمونیزم لپاره د خلکو اذهان جوړول خو له شرمه یی د خپلی مذمومی مفکوری اصلي نوم په خوله نشو راوړلای.

د شاهي دوری په غافله دوره کی به په ټولو تعلیمي مراکزو کی به د خوار غریب د خوښې او ترغیب وړ داسی نظریات وړاندی کیدل چی شرعا به ناجایز وو مثلا په اسلام کی دا اجازه نشته چی له بډای څخه د مال ملکیت صلب او بی بضاعته مزدورکار او فقیرو ته وسپارل شی خو د کمونستانو چرګوړو همدا خبری تبلیغ کولی خو هیڅ وخت یی د یادی مفکوری اصلی نوم چی الحاد او کمونیزم دی په خوله نه یادول.

ښاغلی اکرم صیب

زه اړ نه یم چی تر بوسو لاندی اوبه تیری کړم زما تعلیق په دی څرخي چی بی دینه قرار په پسته ژبه او افغاني ملي مصطلحاتو کې لیبرال تعریف نغاړي او بیا یی زمونږ اذهانو ته راپیچکاري کوي.

کوم نظر چی دوی وړاندی کړی هغه یی غلا کړی ده حواله یی داده چی:

دبرټانیکا په انسایکلوپیډیا کې د سیکولریزم Secularism یا علمانیت یو تعریف داسې هم راغلی دی چې وایي :

[quote:9b4c709e2e]سیکولرزم هغه ټولنیز خوځښت ده چې خلک اخرت ته له تیارولو را وګرځوې او د دنیا په تیارولو یې بوخت کړي . [/quote:9b4c709e2e]

نو اوس تاسو قضاوت وکړی چی بی دینه قرار په لفافه کی سیکولریزم تبلیغوی او که خپل خوسا تحلیل یی انعکاس کړی ده؟

دوی هم د مجرمو کمونستانو په شان غواړی د افغان وولس په اوږو هغه څه کښیږدي چې نوم یې د خره کته یانی پالان دی خو نوم یی ځکه نه اخلي چی بیا یی هڅی هیڅ ځای ته نه شی رسیدلای.

سیکولریزم هغه وسیله ده چی په مټ یی لومړی مسلمانه ټولنه د اخلاقي انحطاط په ډنډ کی تر پوزو ګنهکار او تر اشباع وروسته په اسانی سره کفر ته اړول کیژي

بی دینه مجید قرار به خپل دا ارمان د اندړو هدیری ته وړي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more