نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
کندهار: په پرونۍ پيښه کې ۱ بهرنی سرتيري مړ او ۵ ټپيان دي .
عبدالحميد/افغ
12.07.2013
کندهار: په پرونۍ پيښه کې ۱ بهرنی سرتيري مړ او ۵ ټپيان دي .
لودين
پرون غرمه مهال د کندهار ولايت د ٢٠٥ اتل قول اردو اړوند د هوايي لواء د محافظ کنډک يو تن افغان سرتيري د پيرې (څار) له برج څخه پر ايساف ځواکونو ډزي کړي چي په نتيجه کي يې يو تن وژل سوى او پنځه نور زخميان سوي دي.
د ((نمبر)) په نوم دغه افغان سرتېرى تر ډزو وروسته نيول سوى او لا هم ورڅخه د ګډو ځواکونو لخوا پلټني رواني دي څو معلومه کړي چي د کوم هدف لپاره يې د چا په دستور دغه کار سرته رسولى دى.
تيره ورځ د کندهار چارواکو په دې پيښه کې د مرګ ژوبلي د نه اوښتو خبره کول خو د هوايي لوا قوماندان د دريو سرتيرو خبره منل .
نن د کندهار د مطبوعاتي دفتر څخه خپره سوي خبرپاڼه وايې چې په دې پيښه کې يو بهرني سرتيري وژل سوی او پنځه نور ټپيان دي .
© http://www.benawa.com/details.php?id=55930#ixzz2T6Urxw1h
داکاريوازي داسلام په دستورکيږي .