د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د"CIA" يو پخوانی مسؤول: موږ له هر هغه شي څخه ويره احساسوو چې داسلام کلمه پکې وي

pattang
11.07.2013

نن اسيا:

د امريکا د مرکزي استخباراتو سي آي اې يو پخواني مسؤول د مصر په ولسمشر محمد مرسي باندې کودتا کې د امريکا رول ته اشاره کړې.

مايکل شيور ((چې پخوا يې د "CIA" دهغه کنډک مشر وو چې د القاعدې دتنظيم د مشر اسامه ابن لادن رحمه الله دلټون دنده يې په غاړه درلوده)) ويلي: هغه پوښتنه چې ډيره مطرح کيږي دا ده چې آيا په اسلامي نړی کې به داسې يو اسلامي نظام وده وکړي چې د ډيويډ کاميرون، باراک اوباما او د ديموکرات ګوند نورو مشرانو ته د منلو وړ وي؟

نوموړي ددې پوښتنې په ځواب کې وويل: موږ له هر هغه شي څخه ويره احساسوو چې داسلام کلمه پکې وي، خو سره لدې هم دا به ډيره بې عقلي وي چې موږ په مصر کې د يوه داسې نظام د قائميدو هيله ولرو چې اسلامپال دې پکې واک ونلري.

شيور دا څرګندونې دخپلو هغو خبرو په ترڅ کې وکړې چې په اسلامي نړی په ځانګړې توګه په افغانستان کې يې دديموکراسۍ دقيام لپاره د متحده ايالاتو دهلو ځلو په اړه کولې، خو دنوموړي په وينا عربي او اسلامي وولسونه دامريکا هڅو ته خنډونه ايجادوي او داسلامي حکومتونو دقيام لپاره هلې ځلې کوي.

نوموړي دا هم جوته کړه چې له څلويښتو کالو راهيسې د امريکا خارجي سياست په استبداد ولاړ سياست دی، د نوموړي په باور دا سياست له پيل څخه ناوړه سياست دی، خو په هر حال دا زموږه استرتيجي وه چې اوس له ماتې سره په مخامخ کيدو ده.

شيور دا هم وپوښتل: چې کله موږ ته دا جوته شي چې دمثال په توګه د مصر دا حکومت د فلوريډا حکومت ته ورته نده نو آيا موږ به يې منو او که د له منځه وړلو لپاره به پکې مداخله کوو ترڅو داسې حکومت راولو چې زموږ له خوښې سره سم وي؟

هغه څرګنده کړه چې په راتلونکي کې به په ليبيا، تونس او مصر کې د امريکا داوسنی ادارې په خوښه حکومتونه قائم نشي، ځکه اوسنۍ ادارې هغه حکومت دمنلو وړ نده چې اسلامپال پکې وجود ولري. د يادولو وړ ده چې د اخوان المسلمين دډلې ډيری مشرانو د خپلو لاريونونو پر مهال په مصر کې دمتحده ايالاتو سفيره ګرمه وګڼله چې دمصر په وروستيو پيښو کې پوره لاس لري چې په ترڅ کې يې په محمد مرسي باندې کودتا وشوه او له واکه ليرې کړل شو.


عبدالحميد/افغ
12.07.2013

السلام عليکم .
پتنګ صاحب ! په قلم موبرکت شه !
خواوس زموږ په کور کي ځيني کسان هغوته چي په خپلوځانواقرارکوي دهنرمند ، سياست پوه ، اسلام دوست ، ظلم ورکونکي ، دنړئ دامن راوستونکي ،همکارلقب ورکوي ، هغوخوداسلام دين هم په زړه کي منلي خوله تعصب څخه پرته بله کومه وظيفه نلري.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more