د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

پښتني غیرت، د اسلام سره اړخ لګوي

اتل
18.06.2013

ډیرو پتمنو او عزتمنو خویندو وروڼو، اسلام علیکم
دا نا وړه، کرغیړن عمل چې نه دنارینه پښتون د شملې سره جوړیږي او نه هم د یوه مسلمان د شان سره اړخ لګوي، لښکر جنګوي یې مسؤلیت په غاړه اخیستئ دئ. بده خو یې لا داچې ځان مرګي هم ښځه وه.
======
دیني عالمانو او د حقونو فعالانو پر نجونو برید غندلی
د کوټې د ښځینه پوهنتون د زده کوونکو مړي چې د خالي پر ورځ په چاودنه کې ووژل شوې.

کوټه: چاودنې او نښته، د وژل شویو شمېر ۲۸ ته ورسېد
د بلوچستان په مرکز کوټه کې د خالي پر ورځ پرله پسې دوه بمي چاودنو او په روغتون کې د وسله والو او امنیتي سرتېرو په نښتو کې د وژل شویو شمېر ۲۸ ته ورسیدږ
ظفر کریمي
16.06.2013
کراچۍ - په کوټه کې د خالي پر ورځ د نا امنۍ د پېښو په ترځ کې د نجونو د پوهنتون پر یوه بس حمله وشوه.

بېلا بېلو مذهبي ډلو او د بشري حقونو تنظیمونو د دغې پېښې غندنه کړې ده .

دیني عالمانو، سیاسي مشرانو، دانشورانو او د بشري حقونو استازو د خالي پر ورځ په کوټه کې د ښځینه زده کوونکو په بس شوې چاودنه او په همدې صوبه کې د نا امنۍ نورې پېښې غندلې دي.
دیني عالم او د کراچۍ د جامعه ستاریه مهتمم مولانا عبدالخالق اپریدي مشال راډیو ته ویلي دي چې علم حاصلول هم جهاد دی او د اسلام د سپېڅلي دین هیڅ یو مسلک او په نورو اسماني مذهبونو کې چاته د دې اجازه نه شته چې ښځې په نښه کړي:

((دا غیر اسلامي،غیر شرعي او غیر اخلاقي کار دی. د اسلام د مقدس دین له مخې د یو انسان وژل د ټول انسانیت وژنه ده .په کار ده چې اوسنی پارلېمېنټ داسې قانون سازي وکړي چې له وجې یې د داسې واقعاتو مخه ونیول شي.))

د مولانا عبدالخالق په خبره د اسلام په ګډون هیڅ اسماني مذهب د دې اجازه هم چا ته نه ورکوي چې یو سړی دی د کور څه د محرم یا د محرم پرته وتلې ښځې باندې حمله وکړي او د هغې ځان او مال ته زیان واړوي.

د ښځو د حقونو له پاره د کارکوونکي تنظیم عورت فاونډیشن د کراچۍ څانګې مشرې مهناز رحمان مشال راډیو ته ویلي:

(( دا د هغو خلکو کار دی چې ملاله یوسفزۍ یې په نښه کړې وه. دا هغه خلک دي چې له علمه کرکه لري او نه غواړي چې د پاکستان نجونه زده کړې وکړي.)).


صبور
18.06.2013

برادر نهایت گرامی اتل صاحب سلام،
با عرض معذرت، ما افغانها در قدم اول باید با مسلمان بودن خود افتخار نمایم، بعداً با قومیت و پول و دارایی و دیگر چیز های خود، اول باید احکام الهی و آسمانی را بپذیریم و عملی نمایم، بعداً احکام و قوانین حکومتی و یا کشوری را.
اما آنجایکه من مشاهده میکنم، ما افغانها اول بر قومیت و مقام و دارای خود افتخار میکنیم و بعداً از دین و مذهب خود. اینگونه اعمال عیناً مانند همان زمان جاهلیت ویا قبل از اسلام میباشد، که با آمدن دین مقدس اسلام همه توجه بطرف ایمان و تقوی شخص شد، حالا ما نیز منحیث یک مسلمان نباید به قوم و نژاد خود مانند دوران جاهلیت افتخار بیجا نمایم. ما فقط به یک چیز میتوانیم که واقعاً افتخار نمایم که آن ایمان و پرهیزگاری ما است و بس.
بااحترام،


pattang
18.06.2013

خو طالبان هم داسې وايې او داسې غواړي !
نو ته يې ولې مخالف يې !!

[quote:6a863d6881="صبور"]برادر نهایت گرامی اتل صاحب سلام،
با عرض معذرت، ما افغانها در قدم اول باید با مسلمان بودن خود افتخار نمایم، بعداً با قومیت و پول و دارایی و دیگر چیز های خود، اول باید احکام الهی و آسمانی را بپذیریم و عملی نمایم، بعداً احکام و قوانین حکومتی و یا کشوری را.
اما آنجایکه من مشاهده میکنم، ما افغانها اول بر قومیت و مقام و دارای خود افتخار میکنیم و بعداً از دین و مذهب خود. اینگونه اعمال عیناً مانند همان زمان جاهلیت ویا قبل از اسلام میباشد، که با آمدن دین مقدس اسلام همه توجه بطرف ایمان و تقوی شخص شد، حالا ما نیز منحیث یک مسلمان نباید به قوم و نژاد خود مانند دوران جاهلیت افتخار بیجا نمایم. ما فقط به یک چیز میتوانیم که واقعاً افتخار نمایم که آن ایمان و پرهیزگاری ما است و بس.
بااحترام،[/quote:6a863d6881]


السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته.

هجران
19.06.2013

السلام عليکم .
څوورځي مخکي دپاکستان فوج په خروټ اباد/کويته کی دلښکرجنګوي ديوه کور دروازه وټکوله ، اوغوښتل يې چي دروازه ورخلاصه کړ ي، هغوئ له دروازې خلاصولومنع وکړه ، بالآخره نښته رامنځته سوه ، په دې کور کی دفوج لخوا یوه ښځه ،کوچني اودونفره ووژل سول.
ددې فاجعې په بدل کی لښکرجنګوي دهغوئ پرښځينه بس باندي چاودنه وکړه ، ورپسي یې په روغتون کي چاودنه وکړه په روغتون کی وسلوال ننوتل او۶ ساعته جګړه وسول ،موږ له دې پېښي سره نيږدې حاضر وو.
خورښتياهم چي داسي کار خودشريعت له نظره ناروا اولوئ ظلم دئ ، ښځه ،سپین ژرئ ، کوچني ، ليونئ په جنګ کښي هيڅکله نه وژل کيږي.


اتل
09.07.2013

هجران وروره، اسلام علیکم
پداسې حال کې چې دیني عالمان، قومي مشران، مدني ټولنې او پخپله تاسې دغه اعمال نا روا، غیر شرعي او غیر اسلامي بولئ، نو بیا ځنګه لښکر جنګوي ددغسې کرغیړنو اعمالو د سرته رسولو سره سره خپلې یقا ته دوام ورکوي، او تر نن نه سبا زیات جنایتونه کوي؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more