نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دا وحشيان خو نه مسلمانان دي اونه پښتا نه !
pattang
12.06.2013
دا وحشيان خو نه مسلمانان دي اونه پښتا نه !
تاسې دلته ګورۍ چې پښتون دالرو څرنګه وحشي کړی چې نه
د خدای پاک لاره مني او نه دپښتو ! مړ خو دکړم نو دا مړی
مې ولې بي عزته کوې او دخدای پاک او درسول له لارې
سر غړوې !
وروڼو دا د وردګو لاره ده چې غزني او کندهار ته ځي .
په دې ويديو کې د طالبا نو له مړيو سره دملي اردو سر ټيري
ډېر ظلم او يوناروا اسلامي او دودي عمل کوي او فاعلين يې
هم پښتانه دي !
http://youtu.be/S1WTp5qr9T4
میرویس
12.06.2013
پتنګه وروره، اسلام علیکم
زه هم دا او هره هغه پیښه غندم چې انساني کرامت ته سپکاوئ پکې کیږي، او د اسلامي ارشادلتو سره اړخ نه لګوي. د مړي بې حرمتي د یوه پښتون او مسلمان د شان سره نه ښایي.
دغه افراد باید محاکمې ته را کاږل شي تر څو دوی د خپلو اعمالو سزا وګالي او نورو ته د عبرت سبق شي.
موږ پښتنو مسلمانانو ته دې رب پدې غمیزو حالاتو کې ددې توان را په برخه کړي چې د مقدس اسلام ددین او پښتونولۍ په لاره لاړ شو، آمین،