د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

د افغانستان د راتلونکې په اړه ناټو د دفاع وزیرانو مهمه پرېکړه

میرویس
06.06.2013

ګرانو وطنوالو، اسلام علیکم
د ناتو د غړو ملکنونو ددفاع وزیرانو د افغانستان د مسئلې پر امنیتي اړخ باندې په خپله غونډه کې دا سې فیصله کړیده:
======
د ناټو دفاع وزیرانو په بروکسل کې د افغانستان په اړه د خپلې دوه ورځنۍ غونډې په وروستۍ ورځ له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د خپل پوځي ماموریت او عملیاتو په اړه مهمې پرېکړې وکړې.
د امریکا دفاع وزیر له غونډې وروسته وویل له ۲۰۱۴ وروسته به ایټالیا او جرمني له امریکا سره په افغانستان کې متحد پاتې شي.
د ناټو له نوي پلان سره سم به د امریکا متحد ایالتونه د افغانستان د جنوب او ختیځ د امنیتي چارو مسوولیت په غاړه اخلي خو جرمني او ایټالیا ته به د شمال ماموریت ورله غاړې شي.
ترکیه په پلازمېنه کابل کې د رول پر منلو غور کوي.
خو تراوسه پوري دا پوښتنه حل شوې نه ده چې له ۲۰۱۴ وروسته به په افغانستان کې ناټو څومره محارب پوځیان پرېږدي.
د بریتانیا په اړه هم څه نه دي ویل شوي.
د ناټو سرمنشي اندریس فوګ راسموسن وویل، د ناټو دفاع وزیرانو او د افغانستان په ماموریت کې له ناټو دباندې هیوادونو وزیرانو له ۲۰۱۵ څخه د دې نړیوال ايتلاف نوې طرحه تصویب کړه.
سرمنشي وویل دا نوې طرحه د افغان امنیتي ځواکونو پر روزنې او د افغان امنیتي ځواکونو پر ملاتړ تمرکز لري.
د ناټو نننۍ غونډه د ناټو د دفاع وزیرانو او د ګورجستان د دفاع وزیر ترمنځ په خبرو پیل شوه. ګورجستان په افغانستان کې ۱۵۶۰ سرتېري لري. ناټو موافقه وکړه چې ګورجستان د ناټو غړیتوب ترلاسه کولی شي ځکه چې دغه هیواد د ناټو ټول شرایط پوره کړي دي. ګورجستان وویل چې له ۲۰۱۴ وروسته به له افغانستانه خپل پوځیان ونه باسي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more