سياست او روانې چارې
دا ګز او دا میدان
اتل
09.05.2013
د فورم محترمو لیکوالانو او لوستونکو ته دې زما د زړه له کومي سلامونه ورسیږي
یوه سړي په مجلس کې وویل چې زه شل ګزه ټوب وهلئ شم. د مجلس حاضرینو ورته وویل چې دا ګز او دا میدان. سړي چې هسې لاپه وهلې وه رنګ والوت او پټه خوله شو
زموږ قدرمن اسلامي امارت تل وايي چې د افغانستان د خلکو اراده تمثیلوي، د ملک د ارضي تمامیت دفاع کوي، او د ملک خیر ښیګڼه سنبالوي. خو چې د آزمیښت وخت یې راشي بیا اوږه خالي کوي، او دملي منافع ددفاع په وخت کې یا پټه خوله اختیاروي او یايې پر خلاف عمل کوي. بیلګې او شواهد داسې ګواهي ورکوي چې د افغانستان اسلامي امارت، د خپلو خلکو، خپل ارضي تمامیت او اسلامي وجائبو د پوره کولو پر ځای د خپلو القاعدوي او نورو ترورستي کړیو د مصالح دپاره کار کوي
دغه لاندې مضمون چې تاند د کندهار د مقاتو د ادعا پر بناچاپ کړیدئ کټ مټ دغه حقیقت څرګندوی
=====
د میوند ولسوالۍ په مظاهره کې ۱۰ تنه وژل شوي او ۱۰ نور ژوبل دي
| چهارشنبه, 08.05.2013, 05:27 PM |
تاند- د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې د پاکستان پرضد د یوې مظاهرې په ترڅ کې په ډزو لږترلږه ۱۰ تنه وژل شوي او همدومره نور ژوبل دي
چارواکي وايي چې وژل شوي کسان د دولت وسله وال مخالفان ول او وروسته له دې وویشتل شول چې غوښتل یې د میوند د ولسوال پر دفتر برید وکړي. د دوی په ادعا مظاهره چیانو تر دې مخکې د کابل- هرات لویه لار بنده کړې وه، موټرونو ته یې اور ورته کاوه او درې موټرچلوونکي یې وژلي دي
د کندهار ولایت چارواکي وايي چې د میوند ولسوالۍ د مظاهرې په ترڅ کې یې یو ځانمرګی له دېرشو مشکوکو کسانو سره نیولي دي
د کندهار مطبوعاتي دفتنر په یوه خبرپاڼه کې ویلي: د ميوند ولسوالۍ ځايي اوسېدونکو په ګوشته کې، پر افغان خاوره د پاکستانيو پوځيانو د بريدونوپه غبرګون کې لاريوون کړى و چې په منځ کي يې وسلوال خلک، چي د افغان ځواکونو پر ضد يې شعارونه ورکول، ورګډ سول او له هماغه ځايه يې پر افغان ځواکونو چې د مظاهرې د نظم لپاره موجود ول ډزې کړي دي.
په خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي: دغو وسلوالو کسانو د افغان ځواکونو ترڅنګ پر لاريون کوونکو او د کندهار-هرات د لویې لارې پر موټرچلوونکو هم د خپلو وسلې خولې ورګرځولي دي چي په نتيجه کې يې درې تنه موټرچلوونکي وژل سوي دي.
د کندهار ولایت چارواکي همداراز وايي، د افغان ځواکونو په ځوابي ډزو اته تنه وسلوال وژل شوي، ١٠ تنه زخميان دي او دېرش تنه نور مشکوک کسان نيول شوي دي چي اکثره يې د وسلوالو طالبانو د مختلفو ګروپونو غړي دي.
د کندهار ولایت چارواکي وايي چې په نيول شویو کسانو کې اکثره د ميوند ولسوالۍ اوسېدونکي نه دي او داسي معلوميږي چې د کوم ټاکلي هدف لپاره له نورو سيمو او حتى د ډويرنډ کرښې له هاخوا را لېږل شوي وي.
Re: دا ګز او دا میدان
pattang
09.05.2013
انډيواله په چېټي ارړو بر ړوزو خبرو خپل وخت مه ضائع
کوه !
طالبانو خپل امتحان ورکړی دی د cia او اسدالله جان هلک
د اجنټانو په خبرو ، ماجراجويې ، مخبري او لاسوهنه هر
خوسکی پوهيږي !!!
[quote:8113dd0bed="اتل"]د فورم محترمو لیکوالانو او لوستونکو ته دې زما د زړه له کومي سلامونه ورسیږي
یوه سړي په مجلس کې وویل چې زه شل ګزه ټوب وهلئ شم. د مجلس حاضرینو ورته وویل چې دا ګز او دا میدان. سړي چې هسې لاپه وهلې وه رنګ والوت او پټه خوله شو
زموږ قدرمن اسلامي امارت تل وايي چې د افغانستان د خلکو اراده تمثیلوي، د ملک د ارضي تمامیت دفاع کوي، او د ملک خیر ښیګڼه سنبالوي. خو چې د آزمیښت وخت یې راشي بیا اوږه خالي کوي، او دملي منافع ددفاع په وخت کې یا پټه خوله اختیاروي او یايې پر خلاف عمل کوي. بیلګې او شواهد داسې ګواهي ورکوي چې د افغانستان اسلامي امارت، د خپلو خلکو، خپل ارضي تمامیت او اسلامي وجائبو د پوره کولو پر ځای د خپلو القاعدوي او نورو ترورستي کړیو د مصالح دپاره کار کوي
دغه لاندې مضمون چې تاند د کندهار د مقاتو د ادعا پر بناچاپ کړیدئ کټ مټ دغه حقیقت څرګندوی
=====
د میوند ولسوالۍ په مظاهره کې ۱۰ تنه وژل شوي او ۱۰ نور ژوبل دي
| چهارشنبه, 08.05.2013, 05:27 PM |
تاند- د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې د پاکستان پرضد د یوې مظاهرې په ترڅ کې په ډزو لږترلږه ۱۰ تنه وژل شوي او همدومره نور ژوبل دي
چارواکي وايي چې وژل شوي کسان د دولت وسله وال مخالفان ول او وروسته له دې وویشتل شول چې غوښتل یې د میوند د ولسوال پر دفتر برید وکړي. د دوی په ادعا مظاهره چیانو تر دې مخکې د کابل- هرات لویه لار بنده کړې وه، موټرونو ته یې اور ورته کاوه او درې موټرچلوونکي یې وژلي دي
د کندهار ولایت چارواکي وايي چې د میوند ولسوالۍ د مظاهرې په ترڅ کې یې یو ځانمرګی له دېرشو مشکوکو کسانو سره نیولي دي
د کندهار مطبوعاتي دفتنر په یوه خبرپاڼه کې ویلي: د ميوند ولسوالۍ ځايي اوسېدونکو په ګوشته کې، پر افغان خاوره د پاکستانيو پوځيانو د بريدونوپه غبرګون کې لاريوون کړى و چې په منځ کي يې وسلوال خلک، چي د افغان ځواکونو پر ضد يې شعارونه ورکول، ورګډ سول او له هماغه ځايه يې پر افغان ځواکونو چې د مظاهرې د نظم لپاره موجود ول ډزې کړي دي.
په خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي: دغو وسلوالو کسانو د افغان ځواکونو ترڅنګ پر لاريون کوونکو او د کندهار-هرات د لویې لارې پر موټرچلوونکو هم د خپلو وسلې خولې ورګرځولي دي چي په نتيجه کې يې درې تنه موټرچلوونکي وژل سوي دي.
د کندهار ولایت چارواکي همداراز وايي، د افغان ځواکونو په ځوابي ډزو اته تنه وسلوال وژل شوي، ١٠ تنه زخميان دي او دېرش تنه نور مشکوک کسان نيول شوي دي چي اکثره يې د وسلوالو طالبانو د مختلفو ګروپونو غړي دي.
د کندهار ولایت چارواکي وايي چې په نيول شویو کسانو کې اکثره د ميوند ولسوالۍ اوسېدونکي نه دي او داسي معلوميږي چې د کوم ټاکلي هدف لپاره له نورو سيمو او حتى د ډويرنډ کرښې له هاخوا را لېږل شوي وي.[/quote:8113dd0bed]
اتل
10.05.2013
پتنګه، اسلام علیکم
ورورګله، یو خو دې خبرې داسلام او پښتونولۍ له چواټ نه بهر دي، اوبل دې کوښښ ګړئ چې د اصلې موضوع نه عدول وکړې او د حسن چپ په کوڅه لاړ شي. ولې د طالبانو په خدا پرستۍ او وطنپرسۍ خبرې نه کوي؟
سم درست په حقاقو او بیلګو ولاړ ځواب راکړه، او که نه، ناحق خپل او د بل سر مه خوږوه. الله د مل شه.
pattang
10.05.2013
[quote:9c748d81f9]پتنګه، اسلام علیکم
ورورګله، یو خو دې خبرې داسلام او پښتونولۍ له چواټ نه بهر دي،[/quote:9c748d81f9]
فاسد خلک په پښتو او اسلام کې ځای نلري بايد رسوا شي!
[quote:9c748d81f9]اوبل دې کوښښ ګړئ چې د اصلې موضوع نه عدول وکړې او د حسن چپ په کوڅه لاړ شي. ولې د طالبانو په خدا پرستۍ او وطنپرسۍ خبرې نه کوي؟ [/quote:9c748d81f9]
دطالبانوپه خدای پرستي اووطن پرستي زه ايمان لرم او زه
له نږدې پېژنم او دايې مالومه کړې هم ده ، خو انډيواله ستا
سترګودالري پردي کړې دي او څه نه وينې اوبل داچې ته
تحليل هم نشې کوی چېټي لګيايې هرڅوک پوه شه خپل ايمان
يې په اوسني اشغال کې طالبان يواځېنۍ قوه ده چې دالر
نخوري د هېواد دازادي لپاره خپل ځانونه وژني اوپه صليبانو
يې سوټې وکړې !
[quote:9c748d81f9]سم درست په حقاقو او بیلګو ولاړ ځواب راکړه، او که نه، ناحق خپل او د بل سر مه خوږوه. الله د مل شه[/quote:9c748d81f9].
تهمت ، پروپاګنده او بې منطي ځواب نلري !!
اتل
17.05.2013
پتنګ صاحب، اسلام علیکم
هو، تاسې رښتیا وایاست طالبان د اسلام او جهاد دنامه تر شعار لاندې را پاڅیدلي دي، خو اعمال یې ولې د اسلامي ارشاداتو سره اړخ نه لګو؟ ائ کاش طالبان داسې وای، لکه ادعا یې چې کوي. زما زړه پدې ځینې تور شوئ، چې دوی ولې عام خلک وژني؟ ولې ځان مرګي حملې کوي. په اسلام کې داسې نشته، چې نن چې د خارج د اشغال په مقابل کې جنګیږم او هغوی قوي وسلې لري، نو په اسلام کې حرام او ممنوعات ماته حلال دي، خو چې خل مقصد ته ورسیدم بیا یې مراعات کوم. داد الله جل جلاله د غولولو له هڅې نه پرته بل څه ندي. او الله نه غولیږي،الله ماقبل او ما بعد معلومات لري.
د طالبانو وطنپزستي داده، چې ولس د خپل ملک د ارضي تمایت د ملاتړ د پاره تظاهرات پیل کړي، طالبان پکې ور ګډشي او د ټوبک خولې وراړوي.
په عمر دې برکت پتنګه.