د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

(علم تفسیر)

طیب زابلی *
26.04.2013

(علم تفسیراودهغه مأخذونه)
تعارف :- دتفسیرلفظ په اصل کی له «فَسْرٌ» څخه اخستل شوی ده،لغوی معنا یی ده ظاهره کیدل،اوپه دې علم کی چونکه دقرآن کریم مفهوم ظاهره کیږی نوځکه علم تفسیرورته ویل کیږی،څنګه چی په قدیمه زمانه کی دتفسیراطلاق دقرآن کریم پرتشریح کیدی،اودعهدرسالت دقرب اودعلوموداختصارپه وجه په دې علم کی ډیرښاخونه نه وو،لیکن کله چی ده دیومدوّن علم صورت غوره کړ اوله مختلف لورو دده خدمت وشونودایوانتهائی پراخ علم جوړشو،اودزمانی دتقاضاوو پرمطابق په ده کی تفصیلات اضافه کیږی،اوس چی علم تفسیرکوموتفصیلاتوته شامل ده دهغه

اصطلاحی تعریف داده:

«علم يبحث فيه عن كيفية النطق بألفاظ القرآن ومدلولاتها وأحكامها الإفرادية والتركيبية ومعانيها التي تحمل عليها حالة التركيب وتتمات لذلك»
«علم تفسیرهغه علم ده چی په ده کی دقرآن دالفاظو د ادا له طریقو،ددوئ له مفهوم،ددوئ له افرادی اوترکیبی احکامو او ددوئ له هغومعانیوو چی دترکیب په حال کی ځینی اخستل کیږی او ددوئ له متمماتوڅخه بحث کیږی،»

ددې تعریف په رڼا کی علم تفسیرپردې لاندی اجزاوو مشتمل ده:

1. دقرآن دالفاظو د اداطریقی» یعنی دقرآن الفاظ په کوموطریقوسره لوستل کیدلی شی؟ددې دتوضیح لپاره پخوانی مفسرینوپه خپلوتفسیرونوکی له هرآیت سره دهغه آیت دقرائتونوتفصیل هم کړی ده،او ددې مقصدلپاره یو مستقل علم د«قرأت» په نوم سره هم موجود ده،چی دهغه مختصرتعریف به راتلونکو پاڼوکی راشی،

2. دقرآنی الفاظومفهوم» یعنی ددوئ لغوی معناګانی،ددې کارلپاره له علم لغت څخه پوره خبریدل ضروری ده،اوپردې بناء دتفسیرپه کتابونو کی دلغت دعلماوو حوالی اودعربی ادبوشواهدپه کثرت سره موندل کیږی،
3. «دالفاظو انفرادی احکام»یعنی دهرلفظ په اړوند دامعلومات کول چی دده ماده څه ده؟داپه دې موجوده صورت کی څنګه راغلی ده؟وزن یی څه ده؟اوددې وزن معانی اوخواص څه دی؟ددې خبرو دمعلومات لپاره دعلم صرف ضرورت پیداکیږی،
4. «دالفاظو ترکیبی احکام»یعنی دهرلفظ په اړوند دامعلومات حاصلول چی دی له نوروالفاظو سره مرکب شی څه معناورکوی؟ اودده نحوی ترکیب څه ده؟پرده موجوده حرکات ولی راغلی دی؟اوپرکومومعناګانودلالت کوی؟ ددې کارلپاره له علم نحو او علم معانی څخه خبرتیاضروری ده،
5. «په ترکیبی حالت کی دالفاظو مجموعی معنا» یعنی پوره آیت دخپل سیاق اوسباق په لحاظ څه معناورکوی؟ددې مقصدلپاره دآیت دمضامینوپه لحاظ سره له مختلفوعلوموکومک ترلاسه کیدلای شی،پرمذکوره علوموسربیره کله له علم ادب اوعلم بلاغت څخه کار اخستل کیدلای شی،کله له علم حدیث څخه اوکله له علم اصول الفقه څخه،
6. «دمعانیوو تتمات اوتکملی» یعی په قرآنی آیاتونوکی چی کومه خبره مجمله وی دهغی تفصیل،ددې غرض لپاره زیاتره له علم حدیث څخه کار اخستل کیدلای شی،لیکن پردې سربیره هم دامیدان دومره پراخ ده چی په ده کی ددنیا دهرعلم اوفن معلومات صرفیږی،ځکه چی ډیروختونه قرآن کریم یوه مختصره جمله ویلی وی مګر په هغی کی دحقائقواواسرارو یوغیرمتناهی کائنات پټ وی،مثلاٍ دقرآن کریم ارشادده:
وَفِي أَنْفُسِكُمْ أَفَلَا تُبْصِرُونَ (21)(ذاریات)
«اوتاسوپخپلوځانوکی فکروکړئ ،ایاتاسونه گورئ؟»

فکر وکړئ ددې مختصری جملی په تفصیل اوتشریح کی پوره علم الابدان اوپوره علم نفسیات ته ضرورت شته،له دې سره سره دانشی ویل کیدی چی په دې آیت کی چی دخپل تخلیقی حکمت بالغه کومواسراروته اشاره شوی ده هغه ټول پوره شوی دی،دتفسیرپه دې لاندینی جزء کی دعقل اوتدبر،تجرباتو اومشاهداتو په ذریعه انتهائی متنوّع مضامین شاملیږی،

(تفسیراوتأویل)

په پخوازمانه کی دتفسیرلپاره دتأویل لفظ هم ډیراستعمالیدی،اوپخپله قرآن کریم هم دخپل تفسیرلپاره دالفظ استعمال کړی ده،وَمَا يَعْلَمُ تَأْوِيلَهُ إِلَّا اللَّهُ، نوله دې وجی په ورسته کی علماؤو دابحث څیړلی ده چی د دا دوولفظونومعنایوه ده که څه فرق لری؟
امام ابوعبیده  اونوروویلی دی چی دا دوه لفظه بالکل سره مرادف دی،اونوروحضراتوبیا ددوئ په منځ کی دفرق بیانولو کوشش کړی ده،مګر ددوئ دفرق په بیان کی دومره مختلفی رایی راغلی دی چی دلته دټولوبیانیدل مشکل ده دمثال په ډول یوڅوقولونه دادی:
1. دالفاظوظاهری معنابیانولوته «تفسیر» ویل کیږی اواصلی مطلب روښانه کولوته «تأویل» ویل کیږی،
2. «تفسیر» دهغه آیت کول کیږی کوم چی له یوی معنا پرته دنورواحتمال نلری،اود«تأویل» مطلب داده چی په ایت کی چی کوم مختلف تشریحات ممکن وی له هغوئ څخه یو یی په دلیل سره غوره کړی،
3. «تفسیر» په یقین سره تشریح کولوته ویل کیږی،او«تأویل» له تردّد اوشک سره سره تشریح کولوته ویل کیږی،
4. «تفسیر» دالفاظودبیانولونوم ده،او«تأویل»له الفاظوڅخه درا اخستل شوی سبق اونتائجودتوضیح نوم ده،
5. «تفسیر» دیوه یوه لفظ دانفرادی تشریح نوم ده،او«تأویل» دجملی دمجموعی تشریح نوم ده،
لیکن حقیقت داده چی په دې معامله کی دابوعبیده رایه صحیح معلومیږی،چی په دې دواړو لفظونوکی داستعمال په لحاظ کوم حقیقی فرق نشته،کوموحضراتوچی دفرق کولو هڅی کړی دی ددوئ پرشدیداختلاف په غور کولو سره دا اندازه لګیږی چی دا کومه معیّنه او اتفاقی اصطلاح نشی جوړیدلی،که حقیقةً فرق وای نوبیا دومره شدیداختلاف څه معنالری،حقیقت داسی معلومیږی چی ځینی علماؤ د«تفسیر» او«تأویل» بېل بېل اصطلاحاتو مقررولوکوشش کړی ده لیکن په دوئ کی داسی اختلاف رامنځته شوی ده چی کومی اصطلاح هم کوم عالمګیرمقبولیت نه ده حاصل کړی،داوجه ده چی له پخوا زمانی رانیولی بیا تراوسه پوری مفسرین له دغو الفاظوسره دمرادفوالفاظومعامله کوی ،اویودبل پرځای بی تکلفه استعمالیږی،لهذا په دې بحث کی دوخت صرفولوضرورت نشته،


طیب زابلی *
26.04.2013

(دتفسیرمأخذونه)

دعلم تفسیرله دې مختصرتعریف څخه ورسته ترټولوضروری بحث داده چی دقرآن دتفسیرمأخذونه څه دی؟ یعنی هغه کوم ذرائع دی له کوموچی موږ دیوآیت تفسیرمعلومولی شو؟ ددې سوال په ځواب کی دیوڅه تفصیل ضرورت شته،کوم چی لاندی بیانیږی،
ترټولومخکی داوپيژنئ چی قرآنی آیاتونه دوه قسمه دی،ځینی هغه ایاتونه دی چی دومره صفااوواضح اواسانه دی چی هرعربی ژبه پوهیدونکی چی یی ولولی مطلب یی معلومولی شی،له دې کبله نودداسی آیاتو په تفسیر کی د رأیی داختلاف کوم سوال نه پیداکیږی،دداسی ایاتودتفسیرمأخذونه صرف عربی لغت دی،پرعربی ژبه له ماهرانه نظر اوعقل سلیم پرته ددوئ دمطلب معلومولولپاره بل دهيڅ شی ضرورت نشته،
دوهم قسم هغه آیاتونه دی په کوموکی چی اجمال،ابهام یاتشریحی مشکلات موجودوی،یاددوئ په پوره توګه سره فهمولولپاره دټول صورت حال دمعلومولو ضرورت وی،یاله دوئ څخه باریک قانونی مسائل یاژور اسرار اومعارف مستنبطیږی،دداسی آیاتونو دتشریح لپاره صرف زبانی تعارف کفایت نه کوی،بلکی دډیرومعلوماتوضرورت شته،وړاندی دداسی آیاتونو دتفسیرمأخذونه بیانیږی:
په دې لحاظ سره دقرآن دتفسیر ټول شپږمأخذونه دی:پخپله قرآن کریم،احادیث نبویّه،دصحابه کرامواقوال،دتابعینواقوال،عربی لغت اوعقل سلیم،دلته ددې ټولومأخذونولږتفصیل او په علم تفسیرکی ددوئ دمقام په اړوند بحث وړاندی کوو:

(لومړی مأخذ پخپله قرآن کریم)

دقرآن دتفسیرلومړی مأخذ پخپله قرآن کریم ده،یعنی دده ایاتونه ځینی وخت دیودبله تفسیرکوی،یوځای کومه خبره مبهمه ذکرشوی وی په بل ځای کی دا ابهام رفع شوی وی،مثلاً په سورت فاتحه کی ارشادده:
 اهْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِيمَ (6) صِرَاطَ الَّذِينَ أَنْعَمْتَ عَلَيْهِمْ
«موږته دسیده لاری هدایت وکړی دهغوخلکودلاری پرکوموچی تاانعام کړی ده»
دلته داخبره نه ده روښانه شوی چی پرکوموخلکوچی انعام شوی ده له هغوئ څخه څوک مراددی؟لیکن په بل ځای کی ارشادده:
 وَمَنْ يُطِعِ اللَّهَ وَالرَّسُولَ فَأُولَئِكَ مَعَ الَّذِينَ أَنْعَمَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ مِنَ النَّبِيِّينَ وَالصِّدِّيقِينَ وَالشُّهَدَاءِ وَالصَّالِحِينَ(النساء:۶۹)
«اوڅوک چی دالله اودرسول اطاعت کوی نوداهغه خلک دی چی دوئ به له هغوخلکوسره وی چی الله انعام پرکړی ده یعنی نبیان،صادقان،شهیدان اوصالحان»
دارنګه په یوآیت کی ارشادده:
فَتَلَقَّى آدَمُ مِنْ رَبِّهِ كَلِمَاتٍ فَتَابَ عَلَيْهِ(البقره:۳۷)
«نوآدم له خپل رب څه یوڅوکلمی زدکړی نوالله یی توبه قبوله کړه»
لیکن دانه دی ویل شوی چی داکومی کلمی وی؟ په بل ځای کی ددې کلمو وضاحت شوی ده:
قَالَا رَبَّنَا ظَلَمْنَا أَنْفُسَنَا وَإِنْ لَمْ تَغْفِرْ لَنَا وَتَرْحَمْنَا لَنَكُونَنَّ مِنَ الْخَاسِرِينَ (23)(الاعراف)
«دوئ(آدم اوحواء) وویل ای زموږربه موږپرخپلوځانوظلم وکړ که ته موږ نه وبخښی اوپرموږرحم نه وکړی نوموږبه له تاوانیانوڅخه یو»
دارنګه په یوځای کی ارشادده:
 يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَكُونُوا مَعَ الصَّادِقِينَ (119)(التوبه)
«ای مؤمنانو! له الله څخه وویریږئ اوله صادقانوسره شئ»
دلته دانه دی ویل شوی چی له صادقانوڅخه څوک مراددی؟ لیکن په یوبل ایت کی ددې تشریح شوی ده:
 لَيْسَ الْبِرَّ أَنْ تُوَلُّوا وُجُوهَكُمْ قِبَلَ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ وَلَكِنَّ الْبِرَّ مَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَالْمَلَائِكَةِ وَالْكِتَابِ وَالنَّبِيِّينَ وَآتَى الْمَالَ عَلَى حُبِّهِ ذَوِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينَ وَابْنَ السَّبِيلِ وَالسَّائِلِينَ وَفِي الرِّقَابِ وَأَقَامَ الصَّلَاةَ وَآتَى الزَّكَاةَ وَالْمُوفُونَ بِعَهْدِهِمْ إِذَا عَاهَدُوا وَالصَّابِرِينَ فِي الْبَأْسَاءِ وَالضَّرَّاءِ وَحِينَ الْبَأْسِ أُولَئِكَ الَّذِينَ صَدَقُوا وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُتَّقُونَ (177)(البقره)
«ټوله نیکی په دې کی نه ده چی تاسومخونه مشرق ته واړوئ یا مغرب ته،لیکن (اصلی) نیکی داده چی یو څوک ایمان ولری پرالله اوپرورځ دآخرت اوپرملائکو او پرکتابونو اوپرنبیانو،اودالله په محبت کی مال ورکړی قریبانوته اویتیمانوته اومسکینانوته اومسافروته،اوسوال کونکوته اود(بندیانو یامریانو)دغاړی په ازادولوکی،اولمونځ کوی اوزکات ورکوی،اوپوره کونکی دوعدی وی کله چی وعده وکړی،اوصبرکونکی وی په تنګ لاسۍ کی اومرض کی اوپه وخت دجنګ کی،داخلک نوهغه خلک دی چی صادقان (رښتنی) دی ،اوداخلک چی دی متقیان دی»
دې ایت داخبره روښانه کړه چی له صادقانوڅخه مرادهغه خلک دی چی پورتنی مذکورصفات پکښی وی، داصرف دری مثاله دی په قران کریم کی داقسم ډیرآیاتونه موجوددی،
دتفسیرالقرآن بالقرآن دوهم شکل داهم ده چی یوه خبره په یوقرأت کی مبهمه وی اوپه بل قرأت کی ددې خبری وضاحت وشی،مثلاً په یوه قرأت کی د اوداسه طریقه بیان شوی ده:
 فَاغْسِلُوا وُجُوهَكُمْ وَأَيْدِيَكُمْ إِلَى الْمَرَافِقِ وَامْسَحُوا بِرُءُوسِكُمْ وَأَرْجُلِكُمْ إِلَى الْكَعْبَيْنِ(المائده:۶)
دعربی ګرامر له رویه ددې ترجمه داسی هم کیدای شی:
«تاسی خپل مخونه اولاسونه ترڅینګلو ووینځئ،اوپرخپلوسرونومسح وکړئ،اوخپلی پښي ووینځئ»
اوداسی ترجمه یی هم کیدای شی:
«پرخپلوسرو اوخپلو پښومسح وکړئ»
لیکن په دوهم قرأت کی د« وَأَرْجُلِكُمْ» پرځای « وَأَرْجُلَكُمْ» راغلی ده،په دې دوهم قرأت کی ئي له دې پرته بله ترجمه نشی کیدای چی«خپلی پښي ووینځئ» لهذا دې دوهم قرأت داخبره روښانه کړه چی په اول قرأت کی هم دپښو دوینځلو حکم شوی ده، اوپه هغه کی چی دمسح کومه ترجمه کیدلای شی هغه نه ده مراد،
دارنګه دمتواترقرائتونوپه رڼا کی چی دقرآن کریم کوم تفسیرونه شوی دی هغه یقینی اوقطعی دی، له مشهورقرائتونوڅخه که څه هم یقین خو نه حاصلیږی لیکن په تفسیرکی دوئ ته هم لوی اهمیت حاصل ده،لیکن دشاذقرائتونوپه اړوند دعلماؤ رایی مختلفی دی،ځینی حضرات ددوئ تفسیرته کوم اهمیت نه ورکوی،اوځینی حضرات دوئ دخبر واحدپه درجه کی قبلوی،ددې مسئلی پوره تفصیل داصول فقه په کتابونوکی مذکورده،
..ادامه لری ان شاء الله تعالی،،،،،،،،،


طیب زابلی *
28.04.2013

دتفسیرالقرآن بالقرآن دریم صورت داده چی دکوم ایت تفسیر چی مطلوب وی پخپله دهغه پرسیاق اوسباق غوروشی،په دارنګه سره ډیروختونه دآیت دمسئلی حل واضح کیږی،مثلاً په سورت احزاب کی امّهات المؤمنینوته په خطاب سره ارشادده:
 وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَلَا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الْأُولَى(الاحزاب:۳۳)
«اوتاسوپه خپلوکورونوکی اوسئ،اودوړاندینۍ زمانی دجاهلیت ددستورمطابق بی پردګی مه کوئ»
ځینی له اصول شرعیه څخه ناخبره خلک دېته په کتلوسره چی خطاب ازواجومطهّراتوته شوی ده دادعوه کوی چی دپردی حکم یوازی ترازواجومطهّراتوپوری مخصوص ده دعاموښځولپاره عمل په ضروری نه ده،لیکن دقرآن کریم سیاق اوسباق ددې دعوی تردیدکوی،ددغه آیت وړاندی اوورسته ازواجومطهّراتوته په خطاب سره نورهم ډیراحکام ذکرشوی دی ،هغه داچی په خبروکی نرمی مه کوئ،ښه خبری کوئ،لمونځ کوئ،زکات ورکوئ،دالله اودهغه درسول اطاعت کوئ،په دې احکاموکی یوهم داسی نه ده چی دهغه په اړوند دی کوم عاقل انسان داووایی چی داترازواجومطهّراتوپوری خاص ده،اودنوروښځولپاره په ده عمل ضروری نه ده،لهذا ددومره ‌ډیرواحکاموپه ضمن کی صرف دیوی جملی په اړوند داویل چی دا دعاموښځولپاره نه ده له نوروقرآنی آیاتونواو احادیثوپرته دقرآن کریم له سیاق اوسباق څخه هم بالکل خلاف ده،حقیقت داده چی داټول احکام دټولوښځولپاره دی،اودلته په خاصه توګه سره ازواجومطهّراتوته خطاب صرف له دې وجی شوی ده چی پردوئ دشرعی احکاموذمه داری زیاته ده،دوئ ته ددې احکاموزیات اهتمام پکاروو،دارنګه په بل ځای کی ارشادده:
وَإِذَا سَأَلْتُمُوهُنَّ مَتَاعًا فَاسْأَلُوهُنَّ مِنْ وَرَاءِ حِجَابٍ(الاحزاب:۵۳)
«او(ای مسلمانانو)تاسوچی کله له دوئ(ازواجومطهّراتو)څخه دکوم شی غوښتنه کوئ نودپردی شاته یی کوئ»
ددې آیت په اړوندهم ځینی ناواقف خلک داګڼی چی داصرف ترازواجومطهّراتوپوری خاص ده،حال داچی ددې آیت راتلونکی جمله داوضاحت کوی چی ددې حکم اطلاق پرټولوښځوکیږی،ارشاده:
ذَلِكُمْ أَطْهَرُ لِقُلُوبِكُمْ وَقُلُوبِهِنَّ۰الاحزاب:۵۳)
«داطریقه ستاسودزړونولپاره هم اوددوئ دزړونولپاره هم دپاکۍ سبب ده»
اوس ښکاره شوه چی دزړونوپاکی صرف دازاواجومطهّراتولپاره مطلوب نه ده،بلکی دټولومسلمانوښځولپاره مطلوب ده،نوله دې وجی دآیت حکم په یوخاصوښځوپوری مخصوصول څنګه صحی کیدلی شی؟
دارنګه په سورت احزاب کی ارشادده:
إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنْكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا (33)(الاحزاب)
«الله داغواړی چی له تاسی اهل بیت څخه نجاست لری کړی اوتاسی ښه پاک کړی»
ځینی خلکو ددې آیت په باره کی داویلی دی چی له اهل بیت څخه مرادصرف درسول الله اولاد اونوردی،ازواج مطهّرات په دې کی نه دی داخل،لیکن دقرآن کریم سیاق اوسباق ددې نظریی واضح تردیدکوی،ځکه چی تردغه آیت وړاندی او ورسته ټول خطاب ازواجومطهّراتوته شوی ده،له دې کبله نوداڅنګه کیدای شی چی دوئ دی داهل بیت په مفهوم کی داخل نشی؟په خاص ډول په راتلونکی آیت کی ارشادده:
وَاذْكُرْنَ مَا يُتْلَى فِي بُيُوتِكُنَّ(الاحزاب:۳۴)
«او(ای دنبی ازواجو) دریادکړئ هغه څه چی ستاسوپه کورونوکی تلاوتیږی»
په دې کی دبیوت لفظ روښانه کړه چی په وړاندینی آیت کی داهل بیت په مفهوم کی ازواج مطهرات ترټولووړاندی داخلی دی،هغه له دې آیت څخه نشی بېل کیدلای،
داصرف یوڅومثالونه دی ،کنه نو پرقرآن کریم په غورکولوسره روښانه کیږی چی دده په تفسیرکی ډیری حل طلبه مسئلی په سیاق اوسباق کی کتلوسره حل کیږی، البته کله کله له سیاق اوسباق څخه دآیت تفسیردومره روښانه شی چی هغه هیڅ کوم معقولیت پسنده انسان نشی ردولای،داسی تفسیریقینی اوقطعی وی،اوکله بیا له سیاق اوسباق څخه چی کوم تفسیرکیږی هغه دومره واضح نه وی،څنګه چی دهغه په قبلولویاردولو کی دمجتهدعلماؤ رایی مختلفی کیدای شی،
دا دتفسیرالقرآن بالقرآن اجمالی تعارف وو،ځینی حضراتو داسی پوره تفسیرونه هم لیکلی دی چی په هغوی کی دهر آیت تفسیر په بل آیت سره شوی وی،دغه قسم یوتفسیر علامه ابن جوزی لیکلی ده،او علامه سیوطی په الاتقان کی ددې تذکره کړی ده،
ددې نوعیت یو بهاقیمته کتاب دمدینی منوری یوعالم محمد الأمين بن محمد بن المختار الجكني الشنقيطي څوکاله وړاندی تألیف کړ، کوم چی د«أضواء البيان في إيضاح القرآن بالقرآن» په نوم سره خپورشو،ددې کتاب په مقدمه کی ده دتفسیرالقرآن بالقرآن مختلف صورتونه په زیات وضاحت اوتفصیل سره بیان کړی دی،
(دوهم مأخذ،حدیث نبوی)
دقرآن دتفسیردوهم مأخذ درسول الله احادیث دی،قرآن کریم په ډیروځایونوکی داخبره روښانه کړی ده چی دې دنیاته درسول الله درالیږلږ مقصد داوو چی دی په خپل قول اوفعل سره دقرآنی ایاتو تفسیروکړی،څنګه چی په سورت نحل کی ارشادده:
وَأَنْزَلْنَا إِلَيْكَ الذِّكْرَ لِتُبَيِّنَ لِلنَّاسِ مَا نُزِّلَ إِلَيْهِمْ(النحل:۴۴)
«اوموږتاته داقرآن ددې لپاره نازل کړی ده چی ته خلکوته هغه څه بیان کړی چی دوئ ته نازل شوی دی»
په دې کی الله په واضحه توګه ویلی دی چی ستا دبعثت مقصد داده چی ته دخلکوپه وړاندی دقرآن کریم توضیح وکړی، دارنګه بل ارشادده:
 لَقَدْ مَنَّ اللَّهُ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ إِذْ بَعَثَ فِيهِمْ رَسُولًا مِنْ أَنْفُسِهِمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِهِ وَيُزَكِّيهِمْ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَإِنْ كَانُوا مِنْ قَبْلُ لَفِي ضَلَالٍ مُبِينٍ (164)(آل عمران)
«بیشکه الله پرمؤمنانواحسان کړی ده،چی په دوئ کی له دوئ څخه یو رسول راولیږی،چی ددوئ په وړاندی دده آیاتونه تلاوتوی،اودوئ پاکوی،اودوئ ته دکتاب(قرآن) اوحکمت تعلیم ورکوی،که څه هم دوئ تردې وړاندی په ښکاره ګمراهی کی وو»
دارنګه په سورت نساء کی ارشادده:
إِنَّا أَنْزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ لِتَحْكُمَ بَيْنَ النَّاسِ بِمَا أَرَاكَ اللَّهُ(النساء:۱۰۵)
«بیشکه موږتاته په حقه سره کتاب رانازل کړ ده،ددې لپاره چی ته دخلکوپه مینځ کی په هغه څه سره فیصلی وکړی چی الله درښودلی دی»
اوپه سورت نحل کی ارشادده:
وَمَا أَنْزَلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ إِلَّا لِتُبَيِّنَ لَهُمُ الَّذِي اخْتَلَفُوا فِيهِ وَهُدًى وَرَحْمَةً لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ (64)
«اوموږداکتاب پرتا نه ده نازل کړی مګرددې لپاره مونازل کړی ده چی ته دوئ ته په وضاحت سره هغه څه بیان کړی چی ددوئ پکی اختلاف ده،اوددې لپاره مونازل کړی ده چی دا رحمت اوهدایت شی دمؤمنانولپاره»
په دې آیاتونوکی پخپله قرآن کریم داخبره روښانه کړی ده چی دنیاته درسول الله دراتلومقصد داوو چی دی دنیاوال دقرآن کریم له هدایاتو اودهغه له اسرارو اوعلوموخبرکړی،او ددې مطابق دزندګی طریقی ورته وښئی،نوله دی کبله پخپله له قرآن کریم څخه داثابتیږی چی درسول الله تعلیمات دقرآن کریم دتفسیرلپاره یومهم مأخذده،
ادامه لری ان شاءالله


طیب زابلی *
29.04.2013

(دریم مأخذدصحابوو? اقوال)

کوموحضراتوچی دقرآن تعلیم براه راست له رسول الله صلی الله علیه وسلم. څخه حاصل کړی ده هغه صحابه کرام? دی،په دوئ کی ځینی حضراتوخپله ټوله زندګی دېته وقف کړی وه چی قرآن کریم،دهغه تفسیر اومتعلقات براه راست درسول الله. له اقوالو اوافعالوڅخه حاصل کړی،دا حضرات اهل زبان هم وو او دنزول قرآن له ماحول څخه پوره خبردار هم وو،لیکن دوئ پرخپله ژبپوهنه دباورپرځای قرآن کریم سبق سبق له رسول الله. څخه ولوست،امام عبدالرحمن سلمیF چی یومشهورتابعی عالم ده وایی:

« حدثنا الذين كانوا يقرؤون القرآن كعثمان بن عفان وعبد الله بن مسعود وغيرهما أنهم كانوا إذا تعلموا من النبي صلي الله عليه وسلم عشر آيات لم يتجاوزوها حتى يعلموا ما فيها من العلم والعمل»

«له صحابه کرامو څخه ) هغه حضراتو کوم چی دقرآن تعلیم یی کاوو،لکه حضرت عثمان> اوعبدالله بن مسعود> اوداسی نورو،هغو موږ ته ویلی دی چی کله به موږله رسول الله. څخه لس آیاتونه زده کړل نوترهغوبه وړاندی نه تلوترڅو چی به موپه دې آیاتونوکی ټولی علمی اوعملی خبری نه وی زدکړی»
له دې وجی په مسنداحمدکی حضرت أنس> وایی:
« وكان الرجل إذا قرأ البقرة وآل عمران جد فينا»
«کله چی به یوسړی سورت بقره اوال عمران زده کړل نوهغه به په موږکی معززوو»
اوپه مؤطاء مالک کی روایت ده:
«وأقام ابن عمر على حفظ البقرة ثمان سنين»
«حضرت عبدالله ابن عمر> دسورت بقره پرحفظ اته کاله تیرکړل»
ښکاره خبره ده چی دابن عمر>دومره کمزوری حافظه نه وه چی ده دی دسورت بقره پرمحض الفاظویادولواته کاله تیرکړی وی،بلکی یقینًادومره زمانه ځکه صرف شوی ده چی ده دقرآن له الفاظو یادولوسره سره دتفسیر اوټولومتعلقاتوعلم هم حاصلوو،
اوحضرت عبدالله ابن مسعود> وایی:
«« والذي لا إله غيره، ما نزلت آية من كتاب الله إلا وأنا أعلم فيمن نزلت؟ وأين نزلت؟ ولو أعلم مكان أحد أعلم بكتاب الله منى تناله المطايا لأتيته»
«زمادی قسم وی په هغه ذات سره چی له ده پرته بل معبودنشته!چی دالله دکتاب یوآیت نه ده نازل شوی چی ماته دې نه وی معلوم چی دا دچا په باره کی نازل شوی ده؟اوچیری نازل شوی ده؟اوکه ماته دیوداسی چا ځای معلوم شی چی هغه ترما په کتاب الله ډیرعلم لری اوسواریان هغه ځای ته رسیدلای شی نوزه به خامخاورځم»
څنګه چی درسول الله. له حدیثوورسته دتفسیر دریم أهم مأخذدهغوصحابه کرامو? اقوال دی کوموچی په دغه محنت اوجان نثارۍ سره قرآن زده کړی ده،لیکن دلته هم دیوڅوخبرو وړاندی کیدل ضروری دی:

1. دصحابه کرامو> په تفسیری اقوالو کی هم صحیح اوسقیم هررنګه روایتونه موندل کیږی،لهذا ددغو اقوالو پربنیاد ترکومی فیصلی کولو مخکی داصول حدیث مطابق دهغوی څیړل ضروری دی،

2. دصحابه کرامو?اقوال هغه وخت حجت کیږی چی له رسول الله. څخه دآیت کوم صریح تفسیرپه مستندډول سره نه وی ثابت،که درسول الله. بیان شوی کوم تفسیرپه صحیح حدیثوکی منقول وو نودصحابه کرامو?داقوالوحیثیت بیامحض تأئیدی کیږی،اوکه کو م قول درسول الله. له بیان شوی تفسیر سره متعارض وو نوهغه بیا نه قبلیږی،

3. په کو م ځای کی چی له رسول الله. څخه کوم تفسیرپه مستند روایت سره منقول نه وی او دصحابه کرامو?په بیان شویوتفسیروکی اختلاف نه وی نوهلته بیا هغه اقوال غوره کیږی،

4. که دصحابه کرامو? په بیان شویوتفسیروکی کوم اختلاف وو نوهلته بیا اول خودې ته کتل کیږی چی په دغومختلفواقوالو کی کومه همغږی کیدای شی که نه؟که همغږی کیدله نوپه هغه عمل کیږی، اوکه اختلاف ناقابل تطبیق وو نویومجتهدچی کوم قول ددلائلوپه لحاظ مضبوط وګڼی هغه غوره کولای شی،

(څلورم مأخذ دتابعینواقوال)

له تابعینوڅخه مرادهغه خلک دی کوموچی له صحابه کرامو? څخه علم حاصل کړی وی،په دې مسئله کی دعلماوو اختلاف ده چی دتابعینواقوال په تفسیرکی حجت کیدلای شی که نه؟ حافظ ابن کثیرF په دې سلسله کی بهترینه محاکمه کړی ده،دهغه دارشادخلاصه داده چی که تابعی کوم تفسیرله کوم صحابی څخه نقل کړی وو نودهغه حکم دصحابه کرامو? دتفسیرده،اوکه یی پخپله خپل قول بیان کړی وو نودې ته به کتل کیږی چی دبل کوم تابعی قول دده خلاف شته که نه ؟که کوم قول دده دقول خلاف موجودوو نو بیا دتابعی قول حجت نه ده،بلکی ددې آیت دتفسیرلپاره پرقرآن کریم،عربی لغت،حدیث نبویه،اثار صحابه اونوروشرعی دلائلوبه غورکیږی اویوه فیصله به کیږی،اوکه دتابعینوپه مینځ کی کوم اختلاف نه وو نوپه دې صورت کی بلاشبه دتابعی تفسیرحجت او واجب الاتباع ده،

(پنځم مأخذ عربی لغت)

مخکی بیان وشو چی که دقرآن کریم دکوم آیت مفهوم واضح وو او دده په مفهوم کی کومه پیچیدګی،اشتباه یاابهام اواجمال نه وو اونه په ده دپوهیدلولپاره دکوم تاریخی صورت حال دپیژندلوضرورت وو،نوهلته عربی لغت دتفسیرواحد مأخذده،مګرپه کوم ځای کی که څه ابهام یا اجمال وو یاکوم آیت له کوم تاریخی صورت حال سره تړلی وو یا له هغه څخه دکوم فقهی حکم استنباط کیدی،نوهلته محض دلغت پربنیادفیصله نشی کیدای،په دې صورت کی دتفسیراصلی بنیادپخپله پر قرآن کریم،سنت نبویه وو،آثارصحابه اوتابعینوده،لیکن له دې مأخذونوورسته عربی لغت هم مخی ته ښودل کیږی،ددې وجه داده چی عربی ژبه یوه وسیع اوپراخه ژبه ده اوپه دې کی یولفظ دڅوڅومعناګانولپاره استعمالیدلی شی،اودیوی جملی ډیری معناوی کیدلی شی،لهذاصرف دلغت پربنیاد له هغه څخه کوم مفهوم معلومول دغلطیانوسبب کیږی،پردې بناء ځینی حضراتو دمطلق لغت له مستقل مأخذګڼلوڅخه انکارکړی ده،بلکی دامام محمدF طرفته داقول منسوب ده چی هغه دلغت په ذریعه دقرآن تفسیر مکروه ګڼی،لیکن علامه زرکشیF ویلی دی چی دده مقصددانه وو چی په تفسیرکی دی لغت ته بالکل نظرنه کیږی،بلکی دده مقصدداوو چی دکوم آیت ظاهری اومتبادره معناپریښودل اوداسی معنا اخستل کومه چی قلیل الاستعماله اوپریوبعیدلغوی تحقیق بناوی، دامنع ده،ښکاره خبره ده چی قرآن کریم دعربودعامومحاوراتوپرمطابق نازل شوی ده،لهذا په کوم ځای کی چی په قرآن یاسنت یااثارصحابووکی دکوم لفظ تفسیرنه وی،هلته دآیت هغه تفسیرکیږی کوم چی دعربوپه عمومی محاوراتوکی په متبادره توګه فهمول کیږی،په داسی ځایونوکی دعربی اشعاروپه استدلال سره یوه داسی قلیل الاستعماله معنا بیانول کومه چی دلغت په کتابوکی خولیکلی وی مګرخوپه عامومحاوراتوکی نه استعمالیږی ،دابالکل لویه غلطی ده،
ددې یوواضح مثال داده،په قرآن کریم کی ارشادده چی کله له حضرت موسیO څخه دده قوم اوبه وغوښتلی نوالله' موسیO ته حکم وکړ:
¼فَقُلْنَا اضْرِبْ بِعَصَاكَ الْحَجَرَ»
«موږورته وویل پخپله لکړه سره ډبره ووهه»
دغه جمله چی دکوم ژبه پوهیدونکی په وړاندی وویل شی هغه دامطلب ځینی اخلی چی دلته په لکړه سره دډبری وهلوحکم شوی ده،څنګه چی ددې جملې همدا تفسیرصحیح اومعتبرده،لیکن سرسیداحمدخان دلغت دلریوحوالوپربنیاد دادعوه کړی ده چی ددې جملی مطلب داده چی«دلکړی په مرسته پرشګه لاړشه» په دې کی دضرب معنا د«وهلو» پرځای په «تللو» او دحجر معنا د«ډبری» پرځای په «شګینه ځمکه» سره کول یوه داسی غلطی ده چی ددې تأئیدکه دلغت په یوه اونیم کتابو سره هم وشی مګرخو دعربوعام محاورات بیاهم ددې بالکلیه تردیدکوی، امام احمدF دلغت په ذریعه دارنګه تفسیرکول منع کړی ده،اوښکاره خبره ده چی له لغت څخه دارنګه کاراخستل هیڅ دعقل اوانصاف څښتن هم صحیح نشی منلی،
....ادامه لری انشاءالله تعالی........


طیب زابلی *
02.05.2013

(شپږم مأخذسالم عقل)

دسالم عقل ضرورت ددنیا دهرکارلپاره شته،اوښکاره خبره ده چی له وړاندی پنځومأخذونوڅخه استفاده کول هم له ده پرته ناشونی ده،لیکن دلته دی دیومستقل مأخذپه توګه ذکرکول ددې مقصدلپاره ده چی قران کریم داسرارواومعارفو په لحاظ دیوناپایانه سمندرحیثیت لری،د پورتنی مذکوره پنځومأخذونو په ذریعه دده مضامین دضرورت پراندازه معلومیږی،مګرترکومه چی دده داسرارو،حکمتونو،حقائقو اومعارفوتعلق ده ددې په باره کی په یوه دورکی هم دانشی ویل کیدای چی اوس نو دا انتهاء ته ورسیدل،اوپه دې سلسله کی دنوروتحقیقاتوګنجایش نشته،بلکی حقیقت داده چی دقرآن کریم داسرارو اوحقائقو دتحقیق دروازه ترآخرته پوری خلاصه ده،اوکوم شخص چی هم الله په علم اوعقل،خشیت او انابت سره نازولی وی هغه دتدبرپه ذریعه سره نوی نوی حقائقوته ځان رسولی شی،څنګه چی دهردورمفسرین په دې باب کی دخپل فهم مطابق اضافه توب کوی،اوداهغه څیزده کوم چی رسول الله یی دحضرت ابن عباس لپاره غوښتنه کړی ده:
«اللّهمّ علّمه التأويل وفقّهه فی الدين»
«یاالله ده ته دتفسیرعلم ورکړی اوپه دین کی پوهه ورکړی»

لیکن په دې سلسله کی دا خبره یادلرئ چی له عقل اوفهم څخه را ایستل شوی هغه حقائق اواسرار معتبردی کوم چی له نوروشرعی اصولو اومذکوره پنځو مأخذونوسره په ټکرکی نه وی اوکه داصول شرعیه په ماتولو سره کومه نکته بیان شی نو هغه په دین کی هيڅ قدراوقیمت نه لری،

(دتفسیرناقابل اعتبارمأخذونه)

دقرآن دتفسیر دمعتبرو اومستندو مأخذونومعلومولوورسته دهغه ناقابل اعتبارمأخذونوپه ګوته کول هم ضروری دی کوم چی ځینی خلکودتفسیربنیادګڼلی دی اودغلطفهمیوبلکی ځینی وختونه دګمراهیوښکارشوی دی:

(۱ــ اسرائیلی روایات)

اسرائیلیات یا اسرائیلی روایات هغوروایاتوته ویل کیږی کوم چی یهودانو یاعیسایانو ترموږپوری رارسولی دی،په دې کی ځینی براه راست له بائبل یا تلمودڅخه را اخستل شوی دی ،اوځینی بیا له مشنا او دهغه له شروحوڅخه را اخستل شوی دی،اوځینی بیاهغه زبانی روایات دی کوم چی له اهل کتابوڅخه سینه پرسینه رانقل شوی وو،اوپه یهودی اوعیسائی عربوکی مشهورشوی وو،دتفسیرپه مروجه کتابونوکی داسی روایات په لوی شمیرموجوددی،مشهورمحقق حافظ ابن کثیر ددې روایاتو دحکم په بیان کی لیکلی دی چی داسی روایات دری قسمه دی،اودهرقسم علحده حکم ده،

1. لومړی قسم هغه اسرائیلیات دی کوم چی تصدیق یی له نوروخارجی دلائلوڅخه کیږی،مثلاً دفرعون غرقیدل،له جادوګرانوسره دموسی مقابله،کوهِ طورته دموسی تلل اوداسی نور،دارنګه روایات ځکه داعتباروړدی چی قرآن کریم یاصحیح حدیثویی تصدیق کړی ده،

2. دوهم قسم هغه روایات دی کوم چی درواغ کیدل یی په خارجی دلائلوسره ثابت وی،لکه داقصه چی حضرت سلیمان(معاذالله) په آخرعمرکی په بت پرستۍ اخته شو،دارویت ځکه قطعًا باطل ده چی قرآن کریم صراحةً ددې تردیدکوی،دارنګه داقصه چی حضرت داؤد (معاذالله) دخپل سپه سالار اوریا پرښځه عاشق شوی وو،

3. دریم قسم هغه اسرائیلیات دی کوم چی دهغوپه باره کی له خارجی دلائلو،نه دا ثابت وی چی رښتیادی اونه داثابت وی چی درواغ دی،مثلاٍ دتورات احکام اوداسی نور،دداسی اسرائیلیاتوپه باره درسول الله ارشاد داده:«لاتصدّقوها ولاتکذّبوها»«مه ئی تصدیق کوئ اومه ئی تکذیب کوئ» دداسی قسم روایاتوبیانول خوجائزدی لیکن نه پردوئ دکومی دینی مسئلی بنیادبناکیدلی شی اونه ددوئ تصدیق یاتکذیب کیدلی شی،اوددې قسم روایاتوبیانیدل کومه خاصه فائده هم نه لری،حافظ ابن کثیر وایی چی پخپله قرآن کریم په سورت کهف کی داتعلیم ورکوی چی له دارنګه روایاتوسره څنګه طرزالعمل بایدغوره شی؟:

سَيَقُولُونَ ثَلَاثَةٌ رَابِعُهُمْ كَلْبُهُمْ وَيَقُولُونَ خَمْسَةٌ سَادِسُهُمْ كَلْبُهُمْ رَجْمًا بِالْغَيْبِ وَيَقُولُونَ سَبْعَةٌ وَثَامِنُهُمْ كَلْبُهُمْ قُلْ رَبِّي أَعْلَمُ بِعِدَّتِهِمْ مَا يَعْلَمُهُمْ إِلَّا قَلِيلٌ فَلَا تُمَارِ فِيهِمْ إِلَّا مِرَاءً ظَاهِرًا وَلَا تَسْتَفْتِ فِيهِمْ مِنْهُمْ أَحَدًا (22)

«داصحاب کهف دشمیرپه باره کی ځینی اهل کتاب)وایی چی دری وو څلورم یی سپی وو،اوځینی وایی چی پنځه ووشپږم یی سپی وو،دوئ په اټکل دغیبوویشتل کوی،اوځینی وایی چی أووه وواتم یی سپی وو،ته ورته ووایه چی زمارب ددوئ په شمیرښه پوهیږی،په دوئ کی ډیرکم خلک پوهیږی،نوته له دوئ سره بحث مه کوه مګرسرسری،اومه دهغوئ په باره کی له دوئ څخه پوښتنه کوه»
په دې ایت کی الله داصحاب کهف دشمیرپه باره کی مختلف روایات بیان کړی دی ،اوددې په څنګ کی یی دې لاندی خبروته اشاره هم کړی ده:

1. اسرائیلی روایات اوددوئ اختلاف بیانول جائزده،لکه څنګه چی الله بیان کړی دی،

2. په دوئ کی چی کوم روایات غلط ثابت شی دهغوئ پرغلطی تنبیه ورکول پکارده،لکه لومړنی دوه اقوال الله په « رَجْمًا بِالْغَيْبِ» ویلوسره ردکړی دی،

3. دکوم روایت پرغلطی چی څه دلیل نه وی دهغه په باره کی سکوت غوره کول پکارده،لکه الله چی ددریم روایت په باره کی سکوت غوره کړی ده،داددې روایت پرصحت دلالت کوی،

4. ددې روایاتودصدق اوکذب په باره کی پردې ایمان اویقین لرل پکارده چی حقیقی علم له الله سره ده،

5. ددې روایاتوپه باره کی له ډیربحث اومباحثی څخه باید ډډه وسی،

6. ددې روایاتوپه تحقیق اوتفتیش کی زیات وخت تیرول هم ښه نه ده،ځکه چی تردې ددنیا اوآخرت کومه قابل ذکرفائده اړه نلری،
بیادځینی روایاتوپه باره کی خوصراحت وی چی دا اسرائیلی روایت ده،اوپه ځینوکی بیا داسی صراحت نوی لیکن له نورودلائلوڅخه معلومیږی چی دا اسرائیلی روایت ده،دتفسیرپه کتابونوکی چی کوم روایات له کعب الاحبار او وهب بن منبه څخه مروی دی دازیاتره دغه قسم روایات دی،نوله دې وجی ددغودواړومختصرحال معلومول ضروری ده،

کعب الاحبار څوک وو؟:

دکعب الاحبارپوره نوم کعب بن ماتع حمیری ده،او دی دکعب الاحبار یاکعب الحبرپه لقب سره مشهوروو،دی دیمن اوسیدونکی ووواودی په یهودوکی یوممتازعالم وو،ده دجاهلیت اواسلام دواړوزمانه تیره کړی ده،لیکن درسول الله په حیات کی په اسلام نشومشرف،په (۱۲هــ ق) سنه کی دحضرت عمر دخلافت په دوران کی مدینی منوری ته راغی اومسلمان شو،په طبقات ابن سعد کی روایت ده چی حضرت عباس له ده څخه پوښتنه وکړه چی «تادرسول الله په زمانه کی ولی ایمان نه راووړ؟ هغه په ځواب کی ورته وویل چی زماپلار ماته دتورات یوه نسخه راکړه اوراته وی ویل چی په دې عمل کوه،اونورچی هرڅه کتابونه وو هغه یی بندکړل اومهریی پرولګاوو،ددې لپاره چی زه یی مطالعه نکړم،اوله ماڅخه یی وعده واخیسته چی ته به دامهرونه ،نه ماتوی،لیکن چی کله اسلام په دنیاکی غالب شونوزما په زړه کی داخیال پیداسو چی هسی نه چی پلارمی له ماڅخه دکوم علم دپټیدوکوشش کړی وی،نوددې کتابونومهر می مات کړ او دهغوئ مطالعه می وکړه، نوپه دې کی مادرسول الله اودده دامت تذکره وموندله،نوځکه زه اوس مسلمان شوم اودلته راغلم»

کعب الاحبار په عامه توګه ثقه ګڼل سوی ده،لیکن علامه کوثری دځینی روایاتوپربناء دده په اړه دڅه شکوکواوشبهاتواظهارکړی ده،مثلاً داواقعه چی کله حضرت عمر دمسجدأقصی دتعمیراراده وکړه نوله خلکوڅخه یی مشوره وغوښتله چی مسجد دصخره بیت المقدس مخته سی ښه ده که شاته؟ کعب الاحبارمشوره ورکړه چی دصخری شاته دی جوړشی،ددې په اوریدلوسره عمر ورته وویل دیهودۍ ښځی زو! پرتا اوس هم دیهودیت اثرشته زه مسجد دصخری مخته جوړوم ددې لپاره چی په لمانځه کی دصخری استقبال ونشی،علامه زاهدکوثری لیکلی دی چی له دې واقعی ورسته دکعب په زړه کی دحضرت عمر په باره کی څه بغض پیداشو،ترداسی حاله چی له هغوخلکوسره دده تعلق ولیدل شوچی هغه دحضرت عمر دشهادت په سازش کی ملوّث وو،اوتردې وړاندی ده داهل کتابودځینی کتابوپه حواله حضرت عمر ته داتنبیه ورکوله چی ته به یو وخت قتل کیږی،له دې ټولوواقعوورسته علامه کوثری لیکی:
«له دې واقعاتوڅخه داسی معلومیږی چی حضرت عمر،حضرت حذیفه،حضرت ابوذر،حضرت ابن عباس،حضرت عوف بن مالک اوحضرت معاویه پرکعب الاحبار پوره باورنه کاوو»

علامه کوثری  چی پرکعب الاحباردکومو شکوکو اوشبهاتو اظهارکړی ده،اودمختلف صحابوو له اقوالوچی یی کوم نتائج را ایستلی دی له دې څخه داختلاف ګنجایش شته،لیکن داخبره قطعی ده چی دده زیاتره روایات اسرائیلی روایات دی،لهذا ترڅوچی ددوئ تصدیق په خارجی دلائلوسره نوی شوی پردوئ باورنشی کیدای،

وهب بن منبه:ـــ دوهم بزرګ کوم چی ډیراسرائيلی روایات له ده څخه منقول دی،هغه وهب بن منبه (متوفی ۱۱۰هـ) ده،داهم دیمن دعلاقی دصنعا اوسیدونکی وو،اوفارسی الاصله وو،دروایاتومطابق دحضرت عثمان دخلافت په زمانه کی دی پیداشوی ده،دده پلار منبه درسول الله په زمانه کی مسلمان شوی ده،وهب بن منبه یوزاهداوعابدتابعی وو،اوده له ابوهریره،ابوسعیدخدری،ابن عمر،ابن عباس او جابر اوداسی نوروڅخه روایتونه کړی دی،له ده سره داهل کتاب دعلماوودروایاتواوکتابونو ډیرلوی اوپراخ علم وو،ترداسی حاله چی ده خپل ځان دعبدالله ابن سلام اوکعب الاحبار دعلوموجامع ګڼی،امام ابن سعد لیکلی دی چی ده پردې روایاتومشتمل یوکتاب د«احادیث الانبیاء» په نوم تألیف کړی ده،اومسعودی لیکلی دی چی ده یوکتاب دالمبدأ» په نوم لیکلی ده،
اوحاجی خلیفه شاید دغه کتاب په کشف الظنون کی د«کتاب الاسرائيلیات» په نوم ذکرکړی ده،دارنګه یاقوت حموی او ابن خلکان  دده دیوبل کتاب تذکره کړی ده چی نوم یی «ذکرالملوک المفتوحة من حمیرواخبارهم وغیرذالک» وو،ابن خلکان داکتاب پخپله لیدلی ده،ترکوم ځایه چی دوهب بن منبه دصدق اوامانت تعلق ده په دې باره کی محدّثینواو دجرح اوتعدیل امامانوهیڅ خبره نه ده کړی،حافظ ذهبی وایی:«هغه ثقه اورښتینی وو اوله اسرائیلی کتابونوڅخه یی ډیرنقل کاوو» امام ابوذرعه اوامام نسائی دی ثقه ګڼلی ده،امام عجلی وایی :«وهب ثقه تابعی وو» صرف امام عمرو بن علی الفلاس دی ضعیف ګڼلی ده،لیکن ددې وجه دانه وه چی دده دوهب په صدق اوامانت کی شک وو، بلکی ددې وجه داوه چی وهب په ابتداء کی دقدریه فرقی عقائدوته مائل وو،لیکن امام احمد وایی چی ده په ورسته کی له دې عقائدوڅخه رجوع وکړه،اوابوسنان پخپله له وهب څخه نقل کړی ده چی وایی زه لومړی دقدریه په عقائدوقائل وم مګرورسته می له دې څخه رجوع وکړه،

له دې څخه صفاروښانه شوه چی دجرح اوتعدیل امامانویوه هم دده پررښتینوالی امانت اودیانت کوم اعتراض نه ده کړی،پردې بناء امام بخاری اوامام مسلم دواړودده روایات په خپلوصحیحینوکی ذکرکړی دی،لهذا کوم روایات چی ده رسول الله ته منسوب کړی دی که دهغوئ سندداصول حدیث له شرائطوسره برابروو،نوهغه بلاشبه قبلیږی،البته دماضی زمانی کومی قصی یا دآئنده زمانی کومی پیشګویانی چی ده بیان کړی دی هغه زیاتره اسرائیلی روایات دی،دکوموپه باره کی چی موږته داحکم ده چی نه به یی تصدیق کوو اونه تکذیب،دعهدحاضرځینومصنفینولکه سیدرشیدرضا مرحوم اونورو دی ددې عجیب اوغریب اسرائیلی روایاتوپربناء ضعیف ګڼلی ده،لیکن اصلی خبره داده چی چی اسرائیلی روایات محض بیانول کوم جرم نه ده،هو! دابېله خبره ده چی پردې روایاتوکومه اسلامی عقیده یا کوم اسلامی حکم نشی بناء کیدای،

حضرت عبدالله بن عمرو:ــ کعب الاحبار او وهب بن منبه خوله تابعینوڅخه دی،اوترټولو ډیر اسرائیلی روایات له دوئ څخه مروی دی، په صحابه کرامو کی به شاید ترټولوډیر اسرائیلی روایات له عبدالله بن عمرو څخه مروی وی،ددې وجه داده چی هغه سریانی ژبه باقاعده زدکړی وه ،په هغه زمانه کی دیهود اونصاراووډیرکتابونه په دې ژبه کی وو،اودیرموک په غزاکی عبدالله بن عمرو ته دغه قسم کتابونه دومره ډیر پلاس ورغلل چی پر دوو اوښانویی رابارکړی وو،عبدالله بن عمرو ډیرحدیث پخپله له رسول الله څخه هم روایت کړی دی،لیکن ددې له اسرائیلیاتوسره هیڅ تعلق نشته،که هغه په صحیح سندسره ثابت وی نودنوروصحابوو دروایاتوپه څیردده روایات هم واجب التسیم دی،هو! کوم روایات چی ده صراحةً له اهل کتابوڅخه نقل کړی دی هغه اسرائیلی روایات دی کوم چی موږیی نه تصدیق کولای شونه تکذیب،دارنګه کوم روایات چی ده دخپلی مقولی په توګه نقل کړی دی دهغوپه باره کی هم غالبًا داګمان کیږی چی دا اسرائیلیات دی،اوداسلامی عقائدوبنیادنشی جوړیدلای،دمصریومنکرحدیث مصنف ابوریّه په خپل کتاب«اضواءالسنة المحمدیة» کی پرعبدالله بن عمرو دابی بنیاده الزام لګولی ده چی هغه کله کله اسرائیلی روایات رسول الله ته هم منسوبول،لیکن دا الزام نه صرف داچی سل په سل کی غلط ده بلکی پخپله دابوریّه دعلم اودیانت حقیقت یی هم سرګندکړی ده ځکه چی ده په خپل دلیل کی دحافظ ابن حجر دفتح الباری داعبارت نقل کړی ده:
«ان عبدالله بن عمرو کان قداصاب زاملتین من کتب اهل الکتاب وکان یرویها للناس عن النبی فَتَجَنَّبَ الاخذعنه کثیر من أئمّة التابعین وکان یقال له : لاتحدّثنا عن الزاملتین»
«عبدالله بن عمرو ته داهل کتاب له کتابوڅخه داوښ دوه باره کتابونه پلاس ورغلل ده به ددې کتابوخبری دخلکوپه وړاندی رسول الله ته منسوبولولی روایت به یی کاوو نوځکه دتابعینوډیروامامانو دده له روایت څخه ځان ساتی اوخلکوبه ورته ویل چی موږته داوښ دهغه دوو بارو خبری مه اوروه»

په دې عبارت کی خط کشیده جمله په فتح الباری کی نشته،ابوریّه داجمله له ځانه څخه جوړه کړی ده او حافظ ابن حجر ته یی منسوب کړی ده،له دې څخه دمنکرین حدیث اومغرب زده مؤلفینو دعلمی امانت اودیانت ښه اندازه لګیږی،

..ادامه لری ان شاءالله تعالی..........


طیب زابلی *
04.05.2013

(۲ـ دصوفیه کرامو تفسیرونه)

له صوفیه کراموڅخه دقرآن کریم ترآیاتولاندی څه داسی خبری منقولی دی کومی چی په ظاهره تفسیرمعلومیږی مګر هغه دآیت له ظاهری اومأثوری معنا څخه خلاف وی، مثلاً دقرآن کریم ارشاد ده:
 قَاتِلُوا الَّذِينَ يَلُونَكُمْ مِنَ الْكُفَّارِ
« له هغوکافرانوسره جنګیږئ چی له تاسوسره نږدی دی،»
تردې لاندی ځینی صوفیانوویلی دی:
«قاتلوا النفس فانها تلی الانسان»
«له نفس سره جنګیږئ ځکه چی هغه له انسان سره نږدی ده»
دغه قسم جملی ځینی حضراتو دقرآن کریم تفسیرګڼلی دی،حال دا چی په حقیقت کی داتفسیر نه ده،دصوفیانو مقصد هیڅ کله دانه ده چی دا دقرآن کریم اصلی مرا دده اوکوم مفهوم چی له ظاهری الفاظو څخه فهمول کیږی هغه مرادنه ده،بلکی دوئ دقرآن کریم پرظاهری مفهوم کوم چی له اصلی مأخذڅخه ثابت وی په پوره توګه سره ایمان لری،اوپردې خبره اقرارکوی چی دقرآن کریم تفسیر همداده،لیکن له دې سره سره دوئ هغه خپل وجدانی استنباطات هم ذکرکوی کوم چی ددغه آیت دتلاوت په وخت کی ددوئ پرزړه راواردیږی،څنګه چی په پورتنی مذکور مثال کی ددوئ دامقصدنه ده چی په دې آیت کی دکفاروپه مقابل کی دجهاد اوقتال حکم نه ده مراد،بلکی ددوئ مقصدداده چی له کفاروسره دجهاد اوقتال حکم خو ددې ایت اصلی تقاضاده،لیکن له دې ایت سره په وجدانی توګه انسان ته دافکرهم پکارده چی ترټولونږدی نافرمانه دده نفس ده کوم چی ګناهونوته یی اماده کوی نولهذا له کفاروسره له جهادسره سره له ده سره هم جهادضروری ده،

دماضی قریب مشهور مفسر علامه محمود آلوسی په تفسیرکی دصوفیه کرامو دغه قسم وجدانی استنباطات ډیرموندل کیږی، دصوفیانودتشریح دمنشأ په بیان کی دی وایی :
«په قرآن کریم کی چی له صوفیانوڅخه کوم کلام منقول ده هغه په حقیقت کی هغه دقیق اموروته اشاره ده کوم چی پرارباب سلوک منکشف کیږی،اوددغواشاراتواودقرآن کریم دظاهری مفهوم کوم چی حقیقتًا مرادده ترمینځ تطبیق ممکن ده،دصوفیانودا اعتقادنوی چی داظاهری مفهوم نه ده مراد،باطنی مفهوم مرادده،ځکه چی دا دباطنی ملحدانواعتقادده کوموچی دشریعت دبالکلیه نفی لپاره ځینه جوړه کړی ده،زموږدصوفیانوله دې اعتقادسره هیڅ واسطه نشته،اوڅنګه به شی؟ حال داچی صوفیانو داتأکیدکړی ده چی دقرآن کریم ظاهری تفسیرترټولو وړاندی ده»
لیکن دصوفیانو ددارنګه اقوالوپه باره کی ددغولاندی امورولحاظ ضروری ده:

1. ددوي اوقوال به دقرآن کریم تفسیرنه ګڼی،بلکی دا اعتقادبه لری چی دقرآن کریم اصلی مرادهغه ده کوم چی دتفسیرله اصلی مأخذونوڅخه معلومیږی،اودا اقوال محض دوجدانی استنباط حیثیت لری،لهذاکه دا اقوال دقرآن کریم تفسیروګڼل شی نوداګمراهی ده،څنګه چی امام ابوعبدالرحمن سُلمی یوکتاب د«حقائق التفسیر» په نوم لیکلی ده کوم چی پردارنګه اقوالومشتمل ده،ددې په باره کی امام وحدانی وایی:
«کوم شخص چی دا اعتقادلری چی داتفسیرده نوهغه کافرکیږی»

2. په دارنګه اقوالوکی هم صرف هغه اقوال صحیح ګڼل کیږی کوم چی دقرآن کریم دکوم آیت دظاهری مفهوم یا دشریعت دمسلمه اصولو نفی نه کوی،اوکه ددې وجدانیاتوپه پرده کی ددین دمسلّمه اصولو اوقواعدو خلاف ورزی شوی وی نوداصریح الحادده،
3. داقسم وجدانیات صرف هغه وخت معتبردی کله چی هغه دقرآن کریم دتحریف حدته نه وی رسیدلی،اوکه دقرآن کریم دالفاظو په هاخوا دېخوا کیدلوسره کومه خبره شوی وی نوداهم الحادده،مثلاً یوشخص ترآیت قرآنی «من ذا الذی یشفع» لاندی لیکلی دی چی داپه اصل کی«من ذلَّ ذی یشف عُ» ده،له ذی څخه مرادنفس ده اومطلب داده چی «کوم شخص چی نفس ذلیل کړی شفابه پیداکړی،داخبره یادلرئ» له علامه سراج الدین بلقینی څخه ددې په باره پوښتنه وشوه نوهغه وویل چی«داویناکونکی ملحدده»
4. په قدیمه زمانه کی دملحدانویوه فرقه د«باطنیه» په نوم تیره شوی ده،ددوئ دعوه داده چی له قرآن کریم څخه چی په ظاهری توګه کوم مطلب فهمول کیږی په حقیقت کی دا دالله مرادنه ده،بلکی په هرلفظ کی یوباطنی مفهوم ته اشاره ده،اودادقرآن کریم اصلی تفسیرده، دا اعتقاد دټول امت په اجماع سره کفراوالحادده،لهذا صوفیان که دکوم قول په اړوند داقسم اعتقادلری نودا باطنیت ده،
ددې څلوروڅیزونوپه رعایت سره دصوفیانواقوال مطالعه کیدلی شی اوبلاشبه ځینی مخصوص واردات اواحوال لرونکوته له دې اقوالوڅخه هم فائده رسیدلای شی، له دې وجی علامه آلوسی په خپل تفسیر«روح المعانی» کی دآیاتونوله مکمل تفسیرلیکلوورسته یومستقل عنوان د«من باب الاشارة فی الايات »قائم کړی وی،اوپه دې کی داقسم وجدانیات ذکرکوی،
دپورتنی مذکوره ګزارش خلاصه داده چی صوفیانوچی دقرآن کریم ترآیاتولاندی کوم وجدانیات ذکرکړی دی هغه دقرآن اوسنت خلاف نه دی،اوکوموخلکوچی پردوئ دباطنیت الزام لګولی ده دانه ده صحیح،له دې سره باوجودموږ دحافظ ابن صلاح  دا ارشادنقلوو:
«ومع ذلك فياليتهم لم يتساهلوا بمثل ذلك لما فيه من الإيهام والإلباس»
«له دې سره سره کاشکی دوئ ددې اقوالو په نقل سره دومره تساهل نه وای کړی ځکه چی په دې کی دغلط فهمۍ اواشتباه لوی ګنجائش شته»
(۳ـــ تفسیربالرّأی)
په یوحدیث کی درسول الله ارشادده:
«من قال في كتاب الله عز وجل برأيه فأصاب فقد أخطأ»
«څوک چی په قرآن کریم کی پخپله رأیه خبری کوی نوکه هغه صحیح خبره هم کوی نوغلط ده»
علامه ماوردی وایی چی ځینی تشددپسنده خلکو له دې حدیث څخه دامطلب اخستی ده چی دقرآن کریم په باره کی دفکراورائی پربنیادکومه خبره کول ناجائزده،ترداسی حده چی له قرآن کریم څخه داجتهادپه ذریعه داسی معانی هم نشی مستنبط کیدلی چی هغه داصول شرعیه مطابق وی،لیکن داخبره نه ده سمه،ځکه چی پخپله قرآن کریم تدبر اواستنباط حسن ګڼلی دی،اوکه پرفکراوتدبر بالکل پابندی ولګیږی نوله قرآن اوسنت څخه به دشرعی احکامو داستنباط دروازه پرمخ بنده شی،لهذا ددې حدیث مطلب پرهرقسم رایه پابندی لګول نه ده،
څنګه چی جمهورعلماء پردې خبره متفق دی چی دقرآن اوسنت دنورو دلائلوپه رڼاکی ددې حدیث منشأ هیڅ کله دانه ده چی دقرآن کریم په معامله کی غور ،فکر،عقل اورایه بالکل استعمالیدلی نشی،بلکی ددې اصلی منشأ داده چی دقرآن کریم دتفسیرلپاره چی کوم اصول په اجماعی توګه مسلم دی په هغوئ کی له نظره پرته کوم تفسیرچی دمحض رایی بربنیاد وشی داناجائز ده،اوکه دارنګه تفسیرپه معامله کی سړی اتفاقًا هم صحیح نتیجی ته ورسی نو هم داسړی خطاکارده،ځکه چی ده غلطه لاره غوره کړی ده،اوس دتفسیراصولوته دتوجه نکولوډیرصورتونه کیدلی شی،مثلاً:
1. یوشخص دقرآن دتفسیرپه باره دخبرواهلیت نه لری دی خالی په خپله رایه سره تفسیرکول پیل کړی،
2. دکوم آیت کوم تفسیرله رسول الله یاصحابوو یاتابعینوڅخه صراحةً موجودوی دی هغه ته په نه توجه کولوسره محض دخپل عقل پربناء کومه معنا بیان کړی،
3. په کومو آیاتونوکی چی له صحابوو اوتابعینوڅخه کوم صریح تفسیرنوی منقول، دی په هغوکی دلغت،ژبی اوادبوداصولوخلاف تشریح بیان کړی،
4. له قرآن اوسنت څخه براه راست داحکامواوقوانینوداستنباط لپاره داجتهاداهلیت نلری،اوبیا اجتهادشروع کړی،
5. دقرآن کریم دمتشابه آیاتونو(دکوموپه باره کی چی پخپله قرآن کریم ویلی دی چی ددې په صحیح مرادله الله پرته بل څوک نه پوهیږی) دی په جزم اووثوق سره کوم تفسیربیان کی اوپرهغه باندی ټینګ وی،
6. دقرآن کریم داسی تفسیربیان کړی چی له هغه څخه داسلام نورپه اجماعی توګه مسلم عقائد اواحکام مجروح کیږی،
7. دتفسیرپه معامله کی چی چیری دعقل اوفکراستعمال جائزوی هلته له کوم قطعی دلیل څخه پرته خپله ذاتی رایه په یقینی توګه سمه اودنورو مجتهدینو رایی په یقینی توګه غلطی اوباطلی ګڼی،
داټول صورتونه دهغه «تفسیربالرأی» دی کوم چی په مذکورحدیث کی منع شوی دی،څنګه چی په یوبل حدیث کی داټول صورتونه په یوه مختصره جمله کی ځای شوی دی:
«مَنْ قال في القرآن بغير عِلْم فليتبوأ مَقْعَدَه من النَّار»
«څوک چی په قرآن کی له پوهي پرته خبری کوی نوهغه خپل ځای په جهنم کی جوړکړ»
البته دتفسیر داصولو اوداسلام په اجماعی توګه سره دمنل شویو قوانینوپه رعایت سره که په تفسیرکی یوه داسی رایه غوره کړی چی هغه له قرآن اوسنت څخه خلاف نوی نودا ددې حدیث په وعیدکی بیا نه داخلیږی، البته ددارنګه رایی اظهار هم دقرآن اوسنت له وسیع اوعمیق علم اوپه اسلامی علوموکی له مهارت څخه پرته ممکن نه ده،اوعلماوو ددې لپاره هم څه اصول مقررکړی دی،کوم چی په اصول فقه اواصول تفسیرکی په تفصیل سره بیان شوی دی،اوددې یوه ډیره مفیده خلاصه علامه زرکشی په خپل کتاب «البرهان فی علوم القرآن » (۴۱) نوع بالخصوص د«اقسام التفسیر» ترعنوان لاندی په (ج۲ص۱۶۴) کی بیان کړی ده،داټول بحث ډیر دقدر وړ بحث ده لیکن چونکه دعربی ژبی اوعلوموله مهارت څخه پرته له هغه څخه فائده نشی اخستل کیدای نوځکه دلته دهغه ژباړه رانقل کول بې فائدی ده،کوم په عربی پوه کسان که وغواړی هلته یی مطالعه کولای شی،
ادامه لری ان شاء الله تعالی...............


طیب زابلی *
06.05.2013

(په تفسیرکی دګمراهی اسباب)

علم تفسیرلکه څومره چی دشرف اوسعادت څیزده دغومره په دې نازک وادی کی پښه ښودل هم خطرناک کارده،ځکه که یوانسان دکوم آیت غلطه تشریح وکړی نوددې مطلب داشو چی الله ته یی یوه داسی خبره منسوب کړه چی هغه الله نه ده کړی،اوښکاره خبره ده چی تردې لویه ګمراهی نشته،کوموخلکوچی له ضروری شرائطوپوره کولو پرته دقرآن کریم په تفسیرکی مداخله کړی ده هغه له کافی محنت برداشتولوسره سره په دې بدترینه ګمراهی اخته شوی دی،له دې کبله دلته پرهغواسبابویونظر اچول ضروری ده کوم چی انسان دقرآن دتفسیرپه معامله کی ددې ګمراهی لوری ته بیایی،

لومړی سبب:نا أهلیت:ـــ

دقرآن کریم په تفسیرکی دګمراهی ترټولو لومړی اوخطرناک سبب داده چی یوانسان خپل اهلیت اوصلاحیت ته له کتلوپرته دقرآن په معامله کی رایه چلول شروع کړی،په خاصه توګه بیا زموږپه زمانه کی دګمراهی دې سبب یولوی قیامت جوړکړی ده،داغلط فهمی په عامه توګه ډیریدونکی ده،چی صرف دعربی ژبی په زدکړه سره سړی دقرآن عالم جوړیږی،او له دې ورسته چی یی څنګه زړه غواړی هغسی دقرآن کریم تفسیرکولای شی،حال دا چی دفکرخبره داده چی ددنیا هیڅ علم اوفن هم داسی نه ده چی په هغه کی دی دمحض زبان دانی په طاقت سره مهارت پیداشی،دانګریزی ژبی له زدکړی ورسته محض دډاکترۍ دکتابونوپه مطالعه کولو سره څوک دادعوه نشی کولای چی زه ډاکتریم،دارنګه دانجنری دکتابوپه محض مطالعه سره سړی انجینرنشی جوړیدلی،اونه دقانو دکتابوپه مطالعه سره څوک قانونپوه جوړیدلی شی،اوکه یوڅوک هم دادعوه وکړی نویقینًا ټول خلک به ورته احمق اوبیوقوفه ووایی،ځکه چی هرسړی ته دامعلومه ده چی دافنون اوعلوم محض په زباندانی اومطالعه سره نشی حاصلیدلی،بلکی ددې لپاره ډیرکلونه محنت پکارده،هغه به له ماهراستاذانوڅخه لوستل کیږی،ددې لپاره په غټوغټودرسګاوو کی ترڅوڅوامتحاناتوتیریدل پکاردی،بیاله یوماهرفن سره اوسیدل له هغه سره عملی تجربه کول پکارده،تردې وخته لاهم انسان ته ددې علومومبتدی ویل کیږی،

کله چی ددې علوموداحال ده نودقرآن کریم تفسیرغوندی علم بیامحض دعربی ژبی دزدکړی پربنیادڅنګه حاصلیدلی شی؟
تاسوپه تیروپاڼوکی ولیدل چی په علم تفسیرکی د درک حاصلولولپاره څومره وسیع معلومات پکارکیږی،قرآن کریم دعاموکتابونوپه څیر داسی مسلسل کتاب نه ده چی دیوی موضوع ټولی خبری دی په یوه ځای کی لیکل شوی وی،بلکی هغه ددنیادټولوکتابو برعکس خپل یوبېل ممتاز اسلوب غوره کړی ده،
لهذاله کوم آیت څخه دواقعی دفهمولولپاره اول داضروری ده چی ددې آیت پرمختلفو قرأتونو،دموضوع پرنوروټولوآیاتونواومتعلقاتو به پوره نظرکوی،بیاتاسومخکی ولیدل چی ډیرآیاتونه له کوم ځانګړی واقعاتی صورت حال سره تړلی وی،کوم چی سبب نزول ورته ویل کیږی،اوترڅوپوری چی دسبب نزول مکمل تحقیق نوی شوی نودهغه پوره مفهوم نشی معلومیدلی،دغه رنګه داحقیقت هم ستاسوپه وړاندی تیرشو چی دقرآن کریم دډیرومجملوخبروتشریح اوتفسیر درسول الله دارشاداتو پرحواله پریښودل شوی دی،لهذاپه هرآیت کی دانظرکول هم ضروری ده چی ددې په تفسیرکی له رسول الله څخه کوم قولی یاعملی تعلیم موجودده که نه؟اوکه موجود وی نوبیا هغه دروایاتوپرمسلّمواصولوبرابرده اوکه نه؟دارنګه صحابه کرامو کوم چی دقرآن دنزول عینی شاهدان وو له دې آیت څخه څه مطلب فهمولی ده؟ که په دې باره کی دروایاتوتعارض او اختلاف وی هغه به څنګه رفع کیږی؟بیاعربی ژبه یوه پراخه ژبه ده چی دیوه لفظ څوڅومعناوی اودیوی معنالپاره څوڅو الفاظ راځی ،نولهذاترڅوچی دسړی دعربوپرمحاوراتوپوره عبورنوی نودکومی معنا تعین ډیرمشکل ده،پردې سربیره صرف دلغاتوپه لغوی معنا پیژندلوسره کارنه کیږی، ځکه چی په عربی کی دنحوی ترکیبونوپه اختلاف سره په معانیوو کی تغیر راځی،اوداخبره پرعربی لغت او ادبو له مکمل عبورڅخه پرته نشی سرته رسیدلی،چی په دې مقام کی کوم ترکیب عربی محاوراتوته ډیر نږدی ده؟
اوبالآخره قرآن کریم دالله کلام ده اوالله دخپل کلام اسراراومعارف داسی شخص ته نه ښئي چی هغه دده نافرمانی ته ملاتړلی وی،لهذا دقرآن دتفسیرلپاره دالله دبندګۍ ،له ده سره دخاص تعلق،طاعت اوتقوا اودحق پرستۍ دبی حده جذبی ضرورت شته،له دې تشریح څخه داخبره روښانه کیږی چی دقرآن دتفسیرلپاره صرف دعربی ژبی معمولی واقفیت کارنشی ورکولی،بلکی ددې لپاره په علم اصول تفسیر،علم حدیث،اصول حدیث،اصول فقه،علم فقه،علم نحو،علم صرف، علم معانی، علم لغت،علم ادب اوعلم بلاغت کی ماهرانه بصیرت اوله دې سره طهارت اوتقوا ضروری دی،له دې شرائطوپرته دعلم تفسیرپه وادی کی پښه ایښودل دګمراهی په کنده کی له ځان اچولوسره مرادف ده،اودداسی طرزالعمل په باره کی درسول الله ارشادده:
« مَنْ قال في القرآن بغير عِلْم فليتبوأ مَقْعَدَه من النَّار»
«څوک چی په قرآن کی بې له پوهی پرته خبری کوی نوهغه خپل ځای په جهنم کی جوړکړ»

یوڅوغلط فهمیانی : ــ په دې سلسله کی دیوڅوغلط فهمیانوازاله ضروری ده،

۱-ځینی خلک داوایی چی قرآن کریم پخپله دځان په باره کی ارشادکړی ده:
 وَلَقَدْ يَسَّرْنَا الْقُرْآنَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِنْ مُدَّكِرٍ (17)
«اوبیشکه موږقرآن کریم دنصیحت اخستلولپاره اسانه کړی ده نوایاکوم نصیحت اخستونکی شته؟»
اوکله چی قرآن کریم یواسانه کتاب شو نودده دتشریح لپاره دکوم علم اوفن ضرورت نشته، بلکی هرسړی چی دقرآن کریم متن ولولی هغه په پوهیدلی شی،
لیکن دااستدلال یوه سخته مغالطه ده،کومه چی پرکم فهمۍ اوسطحیت مبنی ده، اصل خبره داده چی دقرآن کریم آیاتونه دوه قسمه دی،یوقسم هغه ایاتونه دی په کوموکی چی دعام نصیحت خبری،سبق زدکونکی واقعات ،دعبرت اوموعظت مضامین بیان شوی دی،مثلاً ددنیا فناکیدل،دجنت او دوزخ حالات،دالله دویری اودآخرت دفکردپیداکیدوخبری اودزندګی نور ساده حقائق،دغه قسم آیاتونه بېشکه چی اسانه دی، اوکوم څوک چی هم په عربی ژبه پوهیږی هغه په دې پوهیدلی شی اونصیحت حاصلولی شی،بلکی دامقصددقرآن په مستندوژباړو کتلوسره هم تریوحده حاصلیدلی شی،په مذکورایت کی ددې مقصدلپاره داویل شوی دی چی موږقرآن کریم اسانه کړی ده،څنګه چی قرآن کریم هم داخبره مجمله نه ده پری ایښی د«للذکر» لفظ یی زیات کړی ده او حقیقت یی دورځی رڼاغوندی روښانه کړی ده،
ددې برخلاف دوهم قسم هغه آیاتونه دی کوم چی پراحکام اوقوانینو،عقائد اوعلمی مضامینو مشتمل دی په دې قسم آیاتو کماحقه پوهیدل اواحکام او مسائل ځینی مستنبطول دهرچا کارنه ده،ترڅوچی په اسلامی علوموکی ورته بصیرت اوپختګی نه وی حاصله شوی ترهغوپوری له قرآن کریم څخه دغه مقصدنشی حاصلیدلی،داوجه ده چی دصحابه کرامو که څه هم مورنۍ ژبه عربی وه،اودعربی دپوهیدلولپاره دوئ تعلیم ته ضرورت نه درلود،لیکن دوئ له رسول الله څخه دقرآن دتعلیم لپاره ډیرعمرونه صرف کړی دی،علامه سیوطی اونورو علماوو له عبدالرحمن سُلمی څخه نقل کوی چی کومو صحابه کرامو چی له رسول الله څخه باقاعده تعلیم حاصلاوو،مثلا لکهً عثمان بن عفان اوعبدالله بن مسعود اونور... دوئ موږته ویل چی کله به موږله رسول الله څخه لس ایاتونه زدکړل نوترهغوبه وړاندی نه تلو ترڅوچی به مو ددغوایاتوپه متعلق ټولی علمی اوعملی خبری نوی زدکړی،دوئ ویل:
«فتعلمناالقرآن والعلم والعمل جمیعًا»
«موږبه قرآن له علم اوعمل سره سره زدکاوو»
څنګه چی په موطأ ابن مالک کی روایت ده چی ابن عمر صرف دسورت بقره په یادولوکی اته کاله تیرکړل،اوپه مسنداحمد کی حضرت انس وایی چی په موږکی چی به دچا سورت بقره او ال عمران یادوو، نودهغه مرتبه به لوړه وه،
دغورخبره داده چی داحضرات کوم چی مورنۍ ژبه یی عربی وه ،په عربی شعراوادب کی یی پوره مهارت درلودی،او اوږدی اوږدی قصیدی به یی په معمولی توجه سره یادولی،دوئ ته دقرآن کریم دحفظ او دهغه دمعانیوو دزدکړی لپاره ددومره اوږدی مودی صرفولو څه ضرورت وو چی اته کاله یی صرف دیوه سورت دیادولولپاره صرفول؟ددې وجه صرف داوه چی دقرآن کریم اودهغه دعلومودزدکړی لپاره صرف دعربی ژبی مهارت کفایت نه کاوو،بلکی ددې لپاره درسول الله له صحبت اوتعلیم څخه فائده پورته کول ضروری وو،ښکاره خبره ده چی صحابه کرامو دعربی ژبی له مهارت اودنزول وحی له براه راست مشاهدی سره سره د«عالم قرآن» جوړیدلولپاره درسول الله باقاعده تعلیم ته ضرورت درلودی،نودقرآن له نزول څخه په سلهاوو کلونه ورسته په معمولی ګوډه ړنده عربی ژبه سره یا صرف په ژباړو کتلوسره چی یوڅوک ځان دقرآن مفسرګڼی داپه دین کی څومره لوی جسارت ده اوله علم اودین سره څومره افسوسناکه لوبه ده؟ لکه ددې زمانی ځینی دتجدمدعیان چی زیاتره خویی په عربی ژبه له سره پوهیږی هم نه،اونه یی باقاعده اسلامی علوم له کوم استاذڅخه لوستلی وی بلکی په اسلامیاتوکی دیوڅومیاشتوپه کورس لوستلوسره ځان دقرآن مفسر،محدّث اودفقه مجتهدګڼی،پردینی علماوو اومدارسو تنقیدونه کوی، ځان دعصرمتجددګڼی اودژبی په ظاهری لباس سره یی عوام اوکم علمه خلک غولولی وی،داسی خلکوته ددې جسارت په ارتکاب سره درسول الله دا ارشاد وریادول پکارده:
« مَنْ قال في القرآن بغير عِلْم فليتبوأ مَقْعَدَه من النَّار»
«څوک چی په قرآن کی بې له پوهی پرته خبری کوی نوهغه خپل ځای په جهنم کی جوړکړ»
اوداهم دآخیری زمانی له علاماتوڅخه دی درسول الله ارشادده:
« اتَّخَذَ النَّاسُ رُءُوسًا جُهَّالاً فَسُئِلُوا فَأَفْتَوْا بِغَيْرِ عِلْمٍ فَضَلُّوا وَأَضَلُّوا »
«خلک به بې علمه کسان پیشوایان جوړکړی،نوله دوئ به پوښتنی کیږی اودوئ به په ناپوهۍ سره فتواوی ورکوی،نودوئ به هم ګمراهان شی اوخلک به هم ګمراهان کړی»

۲ :ــ دعلماووټیکداری: ځینی خلک دا اعتراض کوی چی قرآن کریم دټولوانسانانودهدایت لپاره یوکتاب ده،لهذا هرسړی ته له دې څخه دخپل پوهی مطابق فائدی اوچتولوحق حاصل ده،اودده پرتشریح اوتفسیر صرف دعلماؤو ټېکداری نشی چلیدلی،
لیکن داهم بی انتهاء سطحی اوجذباتی اعتراض ده چی له فهم اوحقیقت سره یی هیڅ تړاونشته،قرآن کریم بېشکه هم دټولوانسانانودهدایت لپاره یوه لویه سرمایه ده،لیکن له دې سره داڅنګه لازمه ده چی له هغه څخه به هربېسواده اوناپوه دقیق قانونی اوکلامی مسائل استنباطولی شی،اوددې مقصدلپاره به یوقسم داهلیت صفاتوته ضرورت نوی،ددې مثال داسی ده چی کوم دفلسفی یاډاکتری دقانون یوماهر پرخپل فن یوکتاب ولیکی نوښکاره خبره ده چی دده مقصدپه دې کتاب سره ټول انسانیت ته فائده رسول دی ،اوس که یوسړی چی ددې علوموله مبادیوو څخه ناخبره وی راولاړشی اعتراض وکړی چی داکتاب خودټول انسانیت دفائدی لپاره لیکل شوی ده ،نوپردې باندی دقانون ماهرانواوډاکترانوولی خپله ټیکداری قائمه کړی ده؟نودده پرپوهی اوعقل له افسوس پرته بل څه کیدای شی؟ که له کوم کتاب څخه دکماحقه فائدی اخستلولپاره داهلیت څه صفات مقررول ټیکداری ګڼل کیږی نوبیاخوددنیایوعلم اوهنرهم دجاهلانواوناپوهانوله لاسرسی څخه نشی محفوظ کیدلی،په اصل کی دعلم اوفن هرکتاب دانسانیت دفائدی لپاره وی لیکن له دې څخه دفائدی پورته کولولپاره دوی لاری دی،یاخوانسان پخپله داعلم اوفن باقاعده له ماهراستاذانوڅخه حاصل کړی،اوددې لپاره چی څومره محنت اوڅومره وخت پکاروو هغه مصرف کړی،اوکه داسی یی نشوکولای نوبیا کوموخلکوچی ددې علم اوفن حاصلولولپاره عمرونه صرف کړی دی په هغوئ کی چی یی پرهریوه زیات اعتمادوو،دهغه پرتشریح اوتفسیرباوروکړی،او له دې لاری څخه فائده حاصله کړی،او کوم څوک چی له دې دوولاروپرته دریمه لاره غوره کوی ،نوهغه پرخپل ځان هم ظلم کوی اوپرمتعلقه فن هم ظلم کوی،بالکل دامعامله دقرآن اوسنت هم ده،چی هغه بېشکه دټول انسانیت لپاره دهدایت یودستورده،لیکن له دې څخه دهدایت حاصلولولپاره هم دوی لاری دی،یاخو یی انسان ددې علوموله ماهرین استاذانوڅخه باقاعده حاصل کړی اوپه دې کی پوره بصیرت پیداکړی،یادهغوخلکوپرتشریح اوتفسیراعتمادوکړی کوموچی ددې علومودزدکړی لپاره خپل عمرونه وقف کړی دی،
داسی سل په سل کی معقولواصولوته کوم چی ددنیا دهرعلم اوفن معیاردی ټیکداری ویل له سطحی جذبائیت پرته بل څه کیدای شی؟ ایاپه ټوله دنیاکی صرف قرآن اوسنت «معاذالله» دومره لاوارثه شوو،چی له دوئ څخه دمسائلوداستنباط لپاره هیڅ شرط نه ده پکار؟ اوپردوئ هرسړی دخپل ظلم تمرین کولای شی؟
ادامه لری ان شاء الله،،،،،،،،،،


طیب زابلی *
11.05.2013

علماء اوپاپائیت :ــ

له مذکوراعتراض څخه یوڅه په مختلف عنوان سره ځینی خلک داسی تعبیرکوی چی په اسلام کی دپاپائیت ګنجایش نشته،داخبره دعیسائیت دمذهب خاصه ده چی په هغه کی دبائبل دتشریح اوتفسیرحق یوازی پاپ ته حاصل ده اوبل څوک له ده څخه داختلاف حق نلری،اسلام دپاپائیت جرړی ایستونکی ده،لهذاداڅنګه ممکنه ده چی په دې فطرتی دین کی هم دقرآن کریم دتفسیرحق یوازی دعلماوو دیومخصوصی طبقی په حواله شی؟

لیکن دا اعتراض هم دپاپائیت او داسلام دعلماوو دخبرو دسوءفهمۍ نتیجه ده،«علماء» دکومی داسی خاص طبقی یاټولۍ نوم نه ده چی درنګ،نسل،ذات،مال یادولت یا جاه ومنصب دخاص شرائطوپربنیادوی،نه علماء دیوداسی محدودتنظیم نوم ده چی له عضویت پرته یی کوم انسان ته عالم نشی ویل کیدای،بلکی دعلم اوفضل ،سیرت اوکردار دڅه مخصوصوصفاتوحامل هرشخص عالمِ دین ده،خواه که هغه له هرځای سره تعلق لری،هره ژبه وایی اودنسب په اعتبارله هرخاندان سره تړاو لری،په دې لحاظ سره داسلام دعلماوو اودعیسائیت دپاپانوترمینځ لاندینی فرق روښانه شو:

1. «پاپائیت» دیوداسی پیچلی مذهبی نظام نوم ده کوم چی په یومقرر ګنډلی عالمګیرتنظیم کی نغښتی ده،په دې کی بی شمیره عهدی اومنصبونه دی، پردی عهدواومنصبود دراتلونکوشمیرمقررده،پرهره عهده اومنصب دکوم شخص ټاکنه یومعیّن انسان کوی،اوهغه دوئ ته فرائض اواختیارات ټاکی،کوم شخص محض دخپل ذاتی اهلیت ،علم اوفضل یاسیرت اوکردارپربنیاد لازمًا په دې تنظیم کی کومه عهده نشی حاصلولی، ترڅوچی یی ددې تنظیم دقدرت څښتنان نامزدنکړی،اوترڅوچی دی په دې تنظیم کی کومه عهده حاصله نکړی ،په مذهبی معاملاتوکی دده هره قطعی رایه غیرمؤثره ده،خواه که هغه دعلم اوفضل په اعتبارهرڅومره لوړمقام ولری،ددې نتیجه داده چی که کوم شخص په مذهبی علوموکی هرڅومره اعلی درجه مهارت حاصل کړی هم وی دی ددلائلوپه زورسره دکلیسادامضبوط دیوال نشی ماتولی،اوکه دغه معلوم تنظیم دخپلوکتبِ مقدسوو،دخپلوپیغمبرانو اودخپلواسلافوبغاوت ته ملاوتړی نوبیاهم له تنظیم څخه بهر کوم عالم ددوئ په خلاف ساه نشی وهلی،

ددې برخلاف داسلام علماوو په هیڅ زمانه کی هم په دې نوعیت کوم عالمګیر تنظیم نه ده لرلی،چی په هغه کی دې له داخلې پرته په مذهبی معاملاتوکی خبری کول منع وی،اوپه هغه کی دې دمنصبونو دویش دائره په خاص اختیارکی وی،اوچی په هغه کی دې دتقررفیصله خاص افرادکوی،ددې پرځای هرهغه شخص چی دماهراستاذانوپه نګرانی کی یی په قرآن،سنت اومتعلقه علوموکی بصیرت اواصلاح اوتقوا حاصل کړی وی هغه دعالمِ دین دنامه مستحق ده،په مذهبی معاملاتوکی دده دفرائضواواختیاراتوتعین دڅوانسانانوکومه ډله نکوی،بلکی دعلم اوتقوا پربنیاد دده عام مقبولیت ددې فیصله کوی،دکلیسا دحل وعقد شورا دخپل منصب په زورخپله خبره په خلکومنی،اویومسلمان عالم دخپل علم اوفضل،سیرت اوکردارپه قوت دامقام حاصلولی شی،هلته دکلیسامتشددقوانین دکوم شخص لپاره واجب الاتباع اوقابل تقلیدګڼل کیږی،اودلته په دې معامله کی اصلی فیصله کونکی قوت دامت اجتماعی ضمیرده،دکلیسا دعهده لرونکویوتعدادمقررده،اوددې تعدادله پوره کیدو ورسته کوم شخص که څومره لوی عالم هم وی دخپلی زمانی دکلیساله کومی فیصلی سره مخالفت نشی کولی،ددې برعکس داسلام دعلماوو کوم تعدادنه ده مقرر،دعلم دین له ضروری شرائطوپوره کولو ورسته هرسړی دعالم دین حقوق حاصلولی شی،

2. بیا دکلیسا په نظام کی دمذهب اوعقائدو دتشریح ټول اختیارات پرفردواحدمرکوز دی،کوم چی پاپ ورته ویل کیږی،دغه پاپ دمذهب له کروړونو پیروانوڅخه ټول اویا کارډینلان منتخبوی،( cardinal:په کلیساکی دپاپ نه لاندی رتبه یامقام چی دپاپ له مړینی ورسته نوی پاپ انتخابوی)
ددې پاپ اختیارات دادی چی دې درئیس الحواریین (پطرس) یوازینی خلیفه ده،په ټولومذهبی معاملاتوکی آخرنی فیصله کونکی ده،دمذهب دتشریح په معامله کی دهرمسیحی لپاره واجب الاتباع ده،دهغه ژبه دقانون حیثیت لری، اوهرڅومره غټ عالم هم له هغه څخه داختلاف حق نلری،په «انسائیکلوپیډیا برټانیکا» کی دده داختیاراتوتشریح داسی شوی ده:
«لهذا پاپ دعقائدو اونظریاتوپه معامله کی دأعلی مقتدرکیدلوپه حیثیت دداسې استناد اوداسې معصومیت حامل ده،لکه څنګه چی ټوله کلیساده،هغه دقانون ساز او قاضی په حیثیت هغه ټول اختیارات لری کوم چی ټوله کلیسایی لری»
غوروکړئ چی داسلام په تاریخ کی ترننه پوری کوم عالم دین دداسی مطلق العنانی دعوه کړی ده؟

3. بیا دعیسائی عقائدومطابق پاپ چی کوم نظریاتی مسائل بیانوی،په هغوکی دی معصوم اوله خطا څخه پاک وی،څنګه چی په برټانیکاکی دی:
«لهذادپاپ دوه خصوصی امتیازات دی،یوداچی هغه په دې حیثیت چی دی مقتدراعلی ده دعقائدو په باره کی که کوم اعلان کوی نوهغه معصوم اوله غلطیوڅخه پاک ده،او دوهم دا چی هغه دمذهب پرټولوپیروانوحکیمانه کامل اختیارلری،دې دواړو استحقاقاتوته کوم چی له پیړیوڅخه یی پاپ دعوه کوی په جولائی سنه (۱۸۷۰عــ) کی په ویټی کن کونسل کی واضح قانونی شکل هم ورکول شو»
ددې برخلاف دعلماء اسلام دټولومتفقه عقیده ده چی له انبیاوو علیهم السلام څخه ورسته څوک معصوم نشی ګڼل کیدلی،اوله هریوه څخه غلطی کیدلی شی،څنګه چی علماء په پوره ازادی سره یوپربل انتقادونه کوی،اوداسلسله له صحابوو څخه رانیولی تراوسه جاری ده،ددې نتیجه داده چی که هرڅومره مشهورعالم دقرآن یاسنت په کومه تشریح کی غلطی وکړی نونورټول علماء دده تردیدکوی او امت دده له بدونتائجوڅخ خوندی کوی،

4. بیاپه کلیساکی چی کوم اویا کارډینلان پاپ انتخابوی ددغوتعین پخپله پاپ یوازی کوی ،څنګه چی په برټانیکاکی دی:
«دکارډینلانو نامزدګی اوس یوازی دپاپ کارده،پاپ چی په خفیه ډول کوم افراد انتخاب کړی ،دهغوئ دنومونوپه اشاعت سره بس داکارسرته رسیږی،ددې لپاره دکومی بلی ضابطی درعایت ضرورت نشته،دارنګه دسیکرډکالج دانتخاباتواومنظورۍ هم چندان ضرورت نشته،»
پردې سربیره دکلیسادغه داقتدارڅښتنان کوم چی دمذهب دتوراو سپین مالکان دی ددوئ تقررمحض داهلیت پربنیادنه وی،بلکی په مختلفوسیموکی مختلف علاقئی تعصبات لاس پکی لری،په برټانیکاکی دی:
«دمتحده ایالاتوامریکا کلیسا ددنیا دهرقوم له مختلفوګروپونوڅخه جوړه ده،لیکن انګریزی ژبی والاقومونه پکی ډیردی،دنولسمی پیړۍ ترنیمایی پوری دآئرش اوجرمن قومونه ته ترټولوزیات مقامونه حاصل وو،...پردې سربیره مشرقی کیتولک قومونه لکه (یونانی،شامی اوآرمینی) په یو قابل لحاظ تناسب سره موجوددی،»
له دې مختصرتعارف څخه ورسته چی دپاپایی نظام موازنه له «علماءاسلام» سره وکړی نودځمکی او اسمان فرق سره لری،دعلماء اسلام نه کوم ګنډلی تنظیم شته،نه کوم فردواحد په مذهبی معاملاتوکی حاکم اعلی ده،نه کوم شخص دمعصومیت اوله غلطیوڅخه دپاکوالی دعوه لری،نه دعلماوو کوم مخصوص تعدادمقررده،چی تردې اضافه کیدلی نشی،نه کوم شخص دنوروعلماوو له تنقیدڅخه بالاترده،نه دعلم پرمنصب دراتلولپاره دکوم چا اجازه اومنظوری پکارده،نه ددې منصب لپاره درنګ،نسل یاژبی اووطن کوم قیدشته،داسلام په تاریخ کی زیاتره وخت سیاسی قدرت له عربوسره پاته شوی ده لیکن علماء زیاتره دعجموبلکی دغلامانوله خاندان څخه پیداشوی دی،اوټول عالم اسلام ددوئ په علم اوفضل،تقوا اوتقدس معترف اومنونکی دی،لهذاکله چی داخبره وشی چی دقرآن اوسنت په علوموکی دمداخلی لپاره د مذکوره علومو بصیرت اومهارت پکارده،نوپردې باندی دپاپائیت الزام لګول له حقیقت او انصاف سره یوه سنګینه ټوکه ده،ددې پرځای په حقیقت کی ددینی علومومثال دنوروعلوموپه څیرده،څنګه چی ددنیا دټولوعلوموپه باره کی دیوشخص خبره ترهغه وخته دباور وړنه ده ترڅوچی ده متعلقه علم له ماهراستاذانوڅخه نوی حاصل کړی اودهغوعملی تجربه یی نوی لیدلی،دارنګه دقرآن اوسنت په تشریح اوتفسیرکی دیوچاخبره ترهغه وخته دمنلووړنه ده ترڅوچی ده دا متعلقه علوم له یوماهراستاذ څخه نوی حاصل کړی اودهغه په نګرانی کی یی عملی تجربه نوی کړی،که داخبره څوک په پاپائیت سره تعبیروی نوددنیا یوعلم هم بیا له دې پاپائیت څخه نه ده خالی،


طیب زابلی *
11.05.2013

دوهم سبب: قرآن کریم دخپلونظریاتوتابع ګرزول،
دقرآن دتفسیرپه سلسله کی دوهمه لویه ګمراهی داده چی یوانسان په خپل ذهن کی له وړاندی څه نظریات متعیّن کړی، اوبیا په دې فکرکی وی چی قرآن کریم ددې نظریاتوتابع وګرزوی،لکه ابن تیمیه چی ددی نشاندهی کړی ده،له پخوازمانی څخه باطلوفرقو،ظاهرپرستو،اودخپل وخت له فلسفی څخه مرعوبوخلکودقرآن په تفسیرکی دغه ګمراه کونکی طریقه غوره کړی ده،اودقرآنی الفاظوپه هاخوادېخوا کولوسره یی دخپلونظریاتومطابق جوړولوهڅی کړی دی،حال داچی داطرزالعمل ددنیا په کومه معامله کی هم له انصاف اوحق سره مطابق نه ده،په ځانکړی توګه بیا دقرآن کریم په باره کی داطریقه اختیارول دومره لوی ظلم ده چی ددې برابربل ظلم نشته،قران کریم په هرځای کی خپل ځان دهدایت کتاب ګڼلی ده،دهدایت معناداده چی چاته دکوم منزل لاره نه وی معلومه هغه دا لاره ور وښئی،لهذاله قرآن کریم څخه دهدایت حاصلولولپاره داضروری ده چی انسان خپل ځان دهغه شخص په څیرخالی الذهن ولری کوم چی خپل منزل ورته نه ده معلوم،له دې ورسته به په زړه کی دا اعتقادپیداکړی چی قرآن کریم چی کومه لاره ماته راښئی هغه زمالپاره دصلاح اوفلاح موجب کیږی،خواه که هغه زما محدودعقل قبلوی یانه قبلوی، که زماعقل دومره قابل اعتماد وای نوبیا ماته دقرآن کریم درجوع څه ضرورت وو؟ له دې اعتقادسره سره چی سړی قرآن کریم ته رجوع وکړی ،اودهغوادابواوشرائطورعایت وکړی کوم چی له قرآن کریم څخه دهدایت حاصلولولپاره ضروری دی نو دی بېشکه هدایت حاصلولی شی،اوخپل منزلِ مرادته رسیدلی شی،
ددې برعکس که یوسړی محض دخپل عقل پربنیاد څه نظریات په خپل ذهن کی له وړاندی مقررکړی،بیاقرآن کریم ته ددې مخصوصونظریاتوپه عینکوکی کتل شروع کړی نوددې مطلب داده چی هغه دالله دغه مقدس کتاب دهدایت لپاره نه ګڼی،بلکی محض دخپلونظریاتودتأئیدحاصلولولپاره یی لولی،ښکاره خبره ده چی کوم سړی چی پرخپل عقل دومره باورکوی اوخپل عقل دقرآن خادم نه بلکی (معاذالله) قرآن دخپل عقل اوخواهشاتوخادم جوړول غواړی،قرآن کریم دده دهدایت له رڼا څخه بې نیازه ده،داسی شخص دالله صحیح مرادته درسیدلوپرځای دخپلی ګمراهی پردلدل باندی سپوروی،اوده ته دهدایت توفیق نه نصیب کیږی،دداسی خلکوپه باره کی قرآن کریم ویلی دی:
يُضِلُّ بِهِ كَثِيرًا وَيَهْدِي بِهِ كَثِيرًا
«الله د(قران کریم) په ذریعه ډیرخلک ګمراه کوی اوډیروخلکوته هدایت کوی»
لهذا له قرآن کریم څخه دهدایت دحاصلولوصحیح طریق داده چی خپل ذهن له نورونظریاتوڅخه خالی کړی دیوطالب حق په څیرقرآن کریم ته رجوع وکړی،اودده دمرادمعلومولولپاره چی کوموعلوموته ضرورت وی هغه حاصل کړی دده تفسیرمعلوم کړی،اوپه دې توګه چی کوم څه ثابت شول پرهغه دیورښتینی مؤمن غوندی ایمان ولری،اوپه کوم چاکی چی دومره صلاحیت نوی ،یاهغه پرخپل ذهن دومره اعتمادنلری ،نودده لپاره سمه لاره داده چی پخپله دتفسیرپه وادی کی پښه نه کښيدی،ددې پرځای دهغوخلکوپرتفسیرباوروکړی کوموچی خپل عمرونه ددې کارلپاره صرف کړی دی اوچی په علمی بصیرت او لِلّهیت اوخداترسی کی دده پری باوروی،
دریم سبب : دزمانی له افکاروڅخه مرعوبیت،
دقرآن دتفسیرپه سلسله کی دریمه ګمراهی داده چی یوانسان دخپل وخت له فلسفیانه اوعقلی نظریاتوڅخه په ذهنی توګه مرعوب شی اودقرآن کریم لوری ته رجوع وکړی،اودتفسیرِقران په معامله کی دغه نظریات دحق اوباطل معیاروګڼی،داګمراهی په اصل کی ددوهمی ګمراهی په لمن کی خودبخود راځی،لیکن چونکه زموږپه زمانه کی له مغربی افکاروڅخه مرعوبیت په خاصه توګه یوقیامت جوړکړی ده نوله دې کبله داګمراهی په مستقله توګه دلته ذکرکیږی،
داسلام دتاریخ په هردورکی دداسی خلکویوجماعت وی کوم چی دقرآن اوسنت په علوموکی له پختګی پرته دخپلی زمانی فلسفی ته متوجه وی،اودافلسفه ددوئ پرذهنوپه داسی بده توګه مسلطه وی چی دوئ ددې فلسفی د فکراونظرله جوړی شویودائروڅخه دوتلوله صلاحیت څخه بالکل محروم وی،اوله دې ورسته چی دوئ کله دقرآن کریم لوری ته رجوع وکړی نودوئ دهغه ډیری خبری دخپلی فلسفی خلاف محسوسی کړی،نودوئ دفلسفی ددرواغوګڼلوپرځای په قرآن کریم کی تحریف اوترمیم شروع کړی،نودهغه الفاظ په هاخوادېخوا کولوسره دخپلوفلسفیانه افکارومطابق جوړول شروع کړی،
کله چی په مسلمانانوکی یونانی فلسفه رواج شوه،اوځینی خلکودقرآن اوسنت په علوموکی له پختګی پرته په فلسفه کی ورګډشول،نودافتنه مخی ته راغله،اوځینی خلک چی له فلسفی څخه په بده توګه مرعوب شوی وو،دقرآن کریم له فلسفی سره مطابق جوړولوهڅی شروع کړی،په دوئ کی زیاتره خلک مخلص هم وو،اوپه رښتینی زړه سره یی داګڼله چی یونانی فلسفه ناقابل تردیدده،اودقرآن اوسنت دامتوارث تفسیرددې فکری سیلاب مقابله نشی کولی،نوځکه ددې تفسیرپه بدل کی دقرآن اوسنت باید داسی تشریح وشی چی له یونانی فلسفی سره مطابق وی،لیکن به حقیقت کی دا له قرآن اوسنت اواسلام سره یوه ناپوهه دوستی وه،کوم چی اسلام ته دخدمت پرځای یی په مسلمانانوکی نظریاتی انتشارپیداکی،معتزله اوجهمیّه غوندی ډیری نوی فرقی پیداشوی،ددې نتیجه داشوه چی ددین هغه پاخه علماء کوموچی په دقرآن اوسنت په علوموکی پوره رسوخ حاصل کړی وو،اودقرآن اوسنت په مقابل کی دوخت له کوم فکری نظام څخه نه مرعوب کیدل ، ددوئ یولوی جماعت نورکارونه پریښودل ددوئ په تردیدکی مصروف شول،او دوئ دیونانی فلسفی دفکری غلطیوپه نښانی کولوسره دداسی خلکومدلل اومفصل تردید کاوو کوم چی دفلسفی له اثرڅخه په قرآن اوسنت کی دمعنوی تحریف مرتکب شوی وو،غرض دا چی تر ډیره وخته دفکری مباحثو،تصنیف اومناظرو بازارګرم وو،اودفریقینولخواڅخه دخپل خپل موقف دتائیدلپاره پوره کتب خانی تیاری شوی،
ددین دپخته علماوو موقف داوو چی قرآن کریم دکوم انسان کتاب نه ده دادخالقِ کائنات کتاب ده کوم چی په دنیاکی له ذره ذره واقعاتوڅخه خبرده،اوددې دنیا له بدلیدونکو حالاتوڅخه ترده هیڅوک زیات خبر نه ده،لهذادقرآن کریم تعلیمات اودده بیان شوی حقائق دهمیش لپاره تازه اوناقابل ترمیم دی،پرکومواحکامو،قوانینواونظریاتوچی دزمانی دتبدیلۍ اثرلویږی دهغوپه باره کی قرآن کریم پخپله دیومعلومی خبری پرځای یوداسی جامع اصول بیان کړی وی کوم چی دهری تبدیلۍ په وخت کی کارورکولی شی،اودهغوپه رڼا کی په هربدلیدونکی ماحول کی رهنمایی حاصلیدلی شی،لیکن کومی خبری چی قرآن کریم په وضاحت سره بیان کړی دی یادکوموچی واضح تفسیرله رسول الله څخه ثابت ده،هغه دزمانی له تبدیلی څخه بدلیدونکی خبری نه دی،
دفلسفی اوساینس تاریخ پردې خبره ګواه ده چی دساینس هغه زیاتره نظریات کوم چی پرقطعی مشاهده مبنی نه وی په مختلفوزمانوکی بدلیږی رابدلیږی،اوپه کومه زمانه کی چی کومه نظریه رواج وی هغه دخلکوپه ذهن اوفکرکی په داسی بده توګه کښینستلی وی چی خلک ددې خلاف کومی خبری ته هیڅ تیارنوی،لیکن کله چی دزمانی کوم انقلاب دانظریه منسوخه کړی بیادومره بدنامه شی چی څوک یی دیادولوجرأت هم نکوی،اوس ددې پرځای کومی نوی نظریی په ذهنونوکی ځای نیولی وی،بیایوڅه زمانه ورسته دانظریه هم ختمه شی اوکومه دریمه نظریه ددې ځای ونیسی،دانسانی فکرپه تاریخ کی همیشه داسلسله روانه ده،اوترڅو چی دحقیقت تنده دانسان قطعی مشاهدی ته نوی رسیدلی بس همدا حالت روان وی،ددې برخلاف قران کریم چی دکوموحقائقوروښانه رهنمایی کړی ده،داچونکه دیوداسی ذات بیان ده کوم چی دده په وړاندی ټول کائنات اوپه هغوکی پېښيدونکی حوادث دلاس تریرغوی زیات روښانه دی،نوځکه ددې په مقابل کی دفلسفی دا اټکلی حقائق نشی وړاندی کیدلی،دوئ چی دزمانی له کومی نظریی څخه مرعوب شی ددې په قالب کی دقرآن کریم داچولوهڅه کوی،کیدای شی چی دانظریه دې دعهدجهالت یویادګارثابت شی،اوتاسوته دی ددې له یادولوهم شرم درځی،
دراسخ العقیده اهل علمو داطرزِفکرله تجربی څخه بالکل رښتیاثابت شوی ده،نن دفلسفی اوساینس ترقیاتویونانی فلسفه بالکل ذلیله اوشرمنده کړه،او ددې ډیرطبعی،عنصری، اوفلکیاتی نظریات یی غلط وګڼل،کومو خلکو چی دیونانی فلسفی له ظاهری چمک اوځلاڅخه په تأثرسره قرآن کریم اوسنتوته دخاوروپوزه ایښی وه،نن که هغه ژوندی وای نویقینًا ډیردندامت اوشرمندګی په حالت کی به وو،
لیکن حیرت دېته ده چی دسطح پرستویوه ټولۍ اوس هم له تاریخ څخه دسبق اخستلوپرځای له مغربی افکاروپه متأثرکیدلوسره دقرآن اوسنت دیوداسی تفسیرپه لټه کی دی چی هغه له مغربی نظریاتوسره بالکل برابرشی،داډله دتفسیردټولومعقول اومعروف اصولوپه ماتولوسره صرف دیوه اصل پربنیادله قرآن کریم سره دظلم په تمرین کی مصروف دی،اوهغه اصل داده چی دالله داکلام په هره توګه چی وی بایدله مغربی افکاروسره مطابق جوړشی،دې خلکوکله هم دافکرنه ده کړی چی پرکوم کلام چی دوئ دتأویل اوتحریف تمرینات کوی دادچاکلام ده؟
دکومونظریاتوپه خاطرچی دوئ دالله په کلام کی تحریف کوی داڅومره پائیداردی؟
اوکله چی دانسانی فکرقافله دانظریات شاته پریږدی اووړاندی لاړه شی نوبیابه دداقسم تفسیرونواوتشریحاتوڅه حالت وی؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more