هنر،ادب او پښتو نحوه
د پښتو علمي خوارځواکي
حمید هڅــاند
18.04.2013
[color=darkblue:9cfc0960ef]
سلامونه او ښې هیلې...
نالوستي پښتانه دوې ښېګڼې لري: ۱) ګیله ترې نه کېږي، او ۲) په کرونده، کور، کلي او.. کې ټولو هغه شیانو ته چې دوئ ورسره کاروبار لري، سوچه پښتو نومونه کاروي. خو لوستي پښتانه به څنګه کړې؟ ځکه دوې بدګڼې لري: ۱) هم ګیله ترې کېږي، او ۲) د علم او پوهې په هر ډګر کې چې دوئ دي، پښتو ته یې شا اړولې ده.
زموږ ادبپوهان، شاعران، کیسه لیکوالان، او نور ماشاء الله ښه همغږي لري، ان ماته خو د دوئ هڅې د افراط تر کچې رسېدلې ښکاري. هند کې ډېر زیات ملګري ما پېژندل، خو یو یې هم شاعر نه ؤ، او نه مې په دریو-څلور کلونو کې چیرته مشاعره ولیده. نه داسې وخت راغی چې د کوم هندي لاس کې مې هندۍ مجله لیدلې وه. خو دلته بیا مشاعرې دي، ادبي بهیرونه دي، مجلې دي، او له بدو سترګو دې په امان وي، نژدي ټول ملګري مې شعر کې ګوتې وهي.
نو دا لومړۍ ډله ده چې هم یې شمیر زیات دی او هم یې هڅې تر ډېر ځایه همغږې دي.
خو یوه بله ډله هم شته چې په (هیڅ) حساب ده. د افغانستان په ټولو پوهنتونو کې مې ملګري په تحصیل لګیا دي. چې لکچرنوټونه یې وویني، نو اول خو به په پاړسو وي، او که بیا کوم یو په پښتو پیدا کړې هم، ټول لغتونه به یې ایراني فارسي وي. تازه-تازه مې یو شمیر فارغ ملګري پوهنتونونو کې په دنده ګمارل شوي دي. د دوئ په لاس لیکلي مواد چې وګورې هم، خورا ګډوډي وي پکې: پښتو لیکنه یې داسې وي ته به وایې پاړسې جملې یې ژباړلې دي، لغتونه، د جملو ترکیب او نور یې سراسر ګډوډ وي. هغه ورځ مې یو ملګری راغلی ؤ، دی د غزني پوهنتون اقتصاد پوهنځي کې استاد ګمارل شوی دی. غزني کې د اقتصاد پوهنځی نوی پرانیستل شوی. ده ته ما ویل چې یاره تاسي باید زیات کار وکړئ. بیا مې یې درسي مواد وکتل، پښتو خو ول، خو چې نه وای ښه به ؤ.... او همدا خبره مې ده ته هم وکړه.
نو په شعر او کیسه به څه وکړو او تر کومه به پسې ټال یو. ولي په بیلابیلو علومو کې برلاسي کسان نه لرو چې لږ تر لږه یا خو د پوهنتون استاداتو ته روزنه ورکړي او یا د دوئ لیکلي مواد پخپل لاس تصحیح کړي. ممکن د علومو اکاډمي دا کار وکړي او یا بله دولتي او یا نادولتي اداره دې کار ته مټې بډوهي.
که حالات همداسې روان وي، پښتو لیک او په پښتو کې علمي لیکلي مواد به له دومره لویې ګډودۍ سره مخ شي چې بیا به یو دبل په لیک نه پوهېږو. محصلین به د ادب پوهانو او ژبپوهانو په لیک نه پوهېږي، او ادب پوهان به د پوهنتون د استادانو په لیکلو موادو نه پوهېږي. دا داسې یو ګرداب دی چې له تباهي پرته ترې روغ تېرېدل شونی نه اېسي.
نو څه باید وشي؟؟
درنښت
[/color:9cfc0960ef]
Samsor Afghan
18.04.2013
سلامونه او نیکی هیلی!
هڅاند ورور
تاسو تر ټولو موضوعاتو نه ډیری مهمی موضوع ته اشاره کړی ده دا هغه موضوع ده چی هیڅ څوک له ډاره پکی خپل نظر هم نه شی ویلی ځکه دا ډیر دروند باردی او څوک په آسانی اوږه نه ورکوی تر څو مجبور نه شی.
د پښتو ژبی دومره دښمنان دی چی حساب یی نه کیژ ی تا خپله خبره د علومو اکاډمی ده متوجه کړی چی هغوی دا کار کولی شی خو زه به داسی درته وه وایم چی همدی اکاډمی د پښتو بی شماره کتابونه وسوځول.
د حل لاره یی داده زما له نظره
چی د پښتون قوم تکړه ځوانان او ادب پوه ځوانان سره را ټول شی یوه خپلواکه اداره د پښتو ژبی د خدمت د پاره جوړه کړی او د مالی سمبالتیا د پاره یی د پښتون قوم له ملی سوداګرو څخه مرسته وغواړی او هغوی هم د زړه له تله مرسته وکړی.
حکومت نه د پښتو ژبی خدمت کول مه غواړی په خپله هر پښتون چی په حکومت کی کار کوی باید پښتون ژبه وکاروی څوک چی سوداګر دی باید خپلی لوحی په پښتو ژبه چاپ کړی همدا راز هغه زده کیاړان چی پښتانه دی باید کوښښ وکړی چی دری ژبی چپترونه پښتو ته واړوی او که بیا له پښتو ادب پوهانو نه د ترجمی د سموالی تصدیق تر لاسه کړی.
په درنښت
له املایی غلطی نه می معاف کړی
larghonay laraway
23.04.2013
السلام عليکم!
هڅاند صيب ښه موضوع ده او زه هم يونظر لرم:
په نوره نړۍ کې يو ليکوال ژبپوه نه وي. ليکوال په خپل مسلک کې ليکنه کوي،کتاب ليکي او بيا يې ناشر او ايډيټر ته سپاري.
نو که مونږ همدا کلچر عام کړو اوهر سړی داسې ونه ښيي چې ګواکې په ځان پوره دی نو دا ستونزه حل کيدلی شي.
د پوهنتون د بېلابېلو برخو استادان، نور مسلکي فارغين کولی شي چې په خپل مسلک کې يو اثر وليکي او بيا يې ايډيټر ته وسپاري.
ايډيټر هم بايد هم ژبپوه وي او هم د مسلکي ليکونکو په مشوره ايډيټ وکړي او مسلکي نومونه داړوندو پوهانو په مشوره اصلاح کړي نو دا بيړۍ به روانه شي!
مننه
ستاسو لاروی
پتوال
16.05.2013
لاروی صاحب کور دې ودان ښه لار او یواځینی عملي حل دې وړاندې کړي ، د علومو په اکادیمي، پوهنتون یا کوم دارالتالیف کې باید
د املا او انشا د ایډت او سمون دغسې یو ټولګړی مرکز رامنځ ته شي! له دې نه غوره لار يې بله نشته.
حمید هڅــاند
02.07.2013
[color=darkblue:2d65d22b07]
زه د لاروي صیب حل لاره د حل لارې په توګه منم خو د پښتنو لیکوالانو او پوهانو لټي پرې نه شم کفاره کولی. د دې خلکو متن اصلاح کول له نوي کتاب لیکلو نه هم ستونزمن کار وي-زه ورسره مخ شوی یم. د پوهنتون استادانو او دولتي کارکوونکو پښتو او پښتو متن نه مو الله ساته، دوعا کوئ چې کله یې اصلاح او سمون ته اړ نه شئ-سراسر سرخوږی دی.
درنښت
[/color:2d65d22b07]
پتوال
22.08.2013
نو هڅاند صیب هغه استادان چې پوهنتون او ورته تدریسي مرکزونو کې کار کوي باید یوه ځانګړې دولتي آزموینه ترې واخیستل شي او له بری وروسته د تدریس اجازه ورکړل شي، نو پښتو تدریس به نور له ملنډو څخه وژغورل شي!
pattang
23.08.2013
انډيوالانو ازموينه دلته او هلته ، څه شی لاس ته نه راوړي !
اصلا خو دلته اراده مهمه ده چې سړی څه غواړي او څومره دغوښتنې
کلکه اراده اوهمت لري!
دا خبرې دمعلمينو په برخه کې ان لا هلته شروع شوې وې چې خادم صيب
د هېواد دجريدې مدير وو ،زه به له خوږمن سره که ژوندی وي ياد يې په
خيراو که مړ وي الله دې وبخشي ، ورتلم او پرې لګيا به ووخو لا تر
اوسه پورې پښتو دميرې لورده او دخپل ورور لخوا څخه ډېره سپک
استعماليږي !
کله چې طالبان په کابل کې وو نو ټول کابل په پښتو غږېد ه اوکله چې
طالبان لاړه پښتو هم له کابله لاړه !
طالبان ځکه دخلکو نه خوښېږي ځکه چې هغوی پښتو وايې !
چې بحث بلې خواته لاړ نشي نو در لنډه به يې کړم!
- که دانسانو په حيث پښتنو ته (لر او بر) خپله ژبه ورنکړی شي نو
ارامي اوسوله امکان نلري !
- پښتو دافغانستان هغه ملي ژبه ده چې په ويونکو پورې يې دافغانستان
ملي وياړونه تړلي دي !
- پښتو دافغانستان دموسسينو مورنۍ او داکسريت ژبه ده !
-يو ملت يو جغرافيايې مننطقه هلته خپل هويت سا بتولی اوساتلی شي
چې ځانګړې ملي ژبه ولري !
- پښتو ژبه افغانستان ته ملي هويت ورکوي !
- پښتو بايد د افغانستان په اساسي قانون کې داسې ځای ولري جې
لوستل او ليکل يې په هر اوسېدونکي له اول ټولګي څخه شروع تراخره
پورې فرص وي !
- رسمي دولتي ماموريتونه هلته ورکول کېږی شي چې په پښتوژبه ليکل
او لوستل وکولی شي!
* عجيبه داده چې انګليسي اونورې ژبې د افغانستان اوسېدونکې زدکوي
او وياړ پرې کوي خو له پښتو سره داسې عمل ښکاره کوي لکه خر چې
لېووچرمش وويني او له تګه او پرې ورتګه انکارکوي او پښې تنبه کوي!
د پښتو دوښمنان نه يواځې پاړسو ژبي ستميان دي بلکې :
- ځينې درانۍ حلقې او کړۍ !
- ظاهرشا تنبل کور مغزه !
- کرزی قزلباش او اجنټ
- هېواد غل زلمی د چوکۍ غل
- زنچو احدي دافغان نالت دګوند مشز
- جعل کاره اشرف غني احمدزی جعلکاره اجنټ!
- فاروق وردګ
- اونور ټول هغه بې ناموسه پښتانه چې په پاړسو خبرې کوي !
نالت پردې مفسدينو دوی دطبعي قانون خلافه کارونه کو ي!
نوټ : ټول بحث مې ندی تعقيب کړۍ خو څنګزنه موضع ده او ډېره
چپه اوبېځايه به نه وي !!
[quote:b6d89b0e0c="پتوال"]نو هڅ۸اند صیب هغه استادان چې پوهنتون او ورته تدریسي مرکزونو کې کار کوي باید یوه ځانګړې دولتي آزموینه ترې واخیستل شي او له بری وروسته د تدریس اجازه ورکړل شي، نو پښتو تدریس به نور له ملنډو څخه وژغورل شي![/quote:b6d89b0e0c]