د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

کفارو سره بحث کول/ د سمسور د پوښتنې د ځواب په موخه

حمید هڅــاند
17.04.2013

السلام علیکم ورحمة الله

الله وایي چې تاسې خلک د الله لارې ته په حکمت او غوره موعظت را وغواړئ، ورسره په داسې ډول دلیل ووایاست چې تر ټولو نه غوره وي.

ښه اوس پوښتنه داده چې که له کفارو سره مخ کېږو، څه ډول دلیل به ورسره وایو؟

زه شخصا له هندوانو، عیسویانو، یهودو، بودایانو، سکانو، او بې دینو سره مخامخ شوی یم؛ او له ځینو سره خو به ان د بحث کولو لپاره هوټل ته تللو، کښېناستلو به او مناقشه به مو کوله. دوئ یو لړ ځانګړي ورانپوهاوي لري: څوګوني ودونه، حجاب، د بیان د ازادۍ نشتون، سنګسار، لاس پرې کول، او نور...
دا ورانپوهاوي د دوئ پرنه مالوماتو دلالت کوي. بله خبره داده چې دوئ ته رسنیو او اسلام-ضد کړیو ناسمې نظريې او ناسم مالومات ورکړي دي.

خو د دې ورانپوهاویو له مینځه وړل دومره ستونزمن ځکه نه دي چې لویو داعیانو په دې برخه کې زیات کار کړی دی؛ ذاکر نایک، ګرین، دیدات، او نورو زحمتونه دستایلو وړ دي.
یوه بله خبره چې خورا مهمه ده، دا ده چې، د کفارو لید لوری، زموږ له لیدلوري نه زیات توپیر کوي. دوئ حقایق له یوې زاویې څېړي او موږ یې له بلې. نو که پرجزیاتو باندي خبرې پیل کړئ، هیڅ پایلې ته به ونه شئ رسېدای؛ خو که عمومیاتو ته راشئ، بیا به ژر پایله ترلاسه کړئ. الله جل جلاله دې حقیقت ته قران کې اشاره کوي او وایي چې: تاسې مشترکاتو ته لومړی راشئ...
نو اول به لویې خبرې او مشترکات څېړو، لکه د الله شتون، وحدانیت، د ژوند مانا او نور.

پاتې شوې داسې پوښتنې:
سمسورسلیمانخيل پوښتي ــ
[quote:944a7c82aa]هندو لکنو کې پوښتنه وکړه چې تاسې ته ولي دونیا کې شراب حرام دي خو جنت کې حلال؟[/quote:944a7c82aa]
یادونه: اقتباس شوي الفاظ کټ-مټ نه دي اخیستل شوي.

او بیا لرغوني ورور هم نورې ورته پوښتنې غبرګې کړې دي. زه یواځې د شرابو اړوند ځواب وایم، او پر نورو یې ځواب Generalize کوم.

دې ډول پوښتنو ته ځواب کې ویلی شو:

ـــ د شرابو په اړوند:
۱) هغه شراب او دلته پیدا کېدونکي توپیر لري، لکه قران کې چې د پاکو شرابو یادونه شوې؛
۲) د دونیا شراب تاواني دي، طب یې هم منعه کړې ده؛ خو د جنت شراب بیا پاک دي، یانې یوځل بیا توپیر ته پام وکړئ؛
۳) د دونیا حاکم طبیعي قوانین د جنت له قوانینو سره نه شي پرتله کېدای. دلته چې موږ کوم حاکم قوانین لرو، تر هغو لاندي ممکن یو شی ګټور یا تاواني ثابت کړای شو؛ خو د جنت د قوانینو په اړه موږ نه پوهېږو. یواځې دومره پوی یو چې هلته ځینې محدودیتونه لکه (عمر) او نور نشته. له دې ځایه هغه پراخ توپیر ته پام وکړئ چې موږ یې په څرنګوالي لا نه یو پوی.

نوــ
که چيرته موږ د عقل او درک په محدوده کې دې پوښتنې ته د ځواب هڅه کوو چې ولي شراب دلته حرام، هلته حلال دي؛ پر دوه نور شیانو باید هرو-مرو پوهه ولرو:

الف) هم باید د دې شرابو پر ځانګړتیاؤ پوی یو، او هم د هغو شرابو
[د دونیا شراب خو پېژنو، خو د اخرت هغه نه پېژنو؛ البته دومره پوهېږو چې ژور توپیر سره لري]

ب) په دونیا کې حاکم طبیعي قوانین باید وپېژنو او هم په جنت کې حاکم قوانینو باندې و پوهېږو. ګورئ! دونیا کې د یوڅه په ګټورتوب، ښه والي، بد والي او.. پوهېدا لپاره موږ حاکم طبیعي قواین د هندارې په توګه استمالوو. که حاکم قوانین ونه پېژنو، ان دونیا کې هم د شیونو په اړه سمه پرېکړه نه شو کولی. کله چې موږ وایو شراب تاوان لري، موږ د حاکمو قوانینو مطالعه کړې او په رڼا کې مو یې یاده نتیجه اخیستې ده.
خو موږ په جنت کې حاکم قوانین ګردسره نه پېژنو، او نه یې په اړه مالومات راکړ شوي دي. دا چې موږ د دونیا او هغې نړۍ قوانینو پرتلیزه جاجونه نه شو کولای، څنګه به بیا د شیونو پرتلیز ګټورتوب او ناکاره توب شو ارزولای؟

نو کله چې له پورته دوو خبرو څخه پر یوې هم موږ نه پوهېږو، بناء موږ نه شو کولای پرېکړه وکړو چې ولي دلته حرام، هلته حلال دي.
هوکې، دومره خو د Common Sense خبره ده چې هرڅه زموږ د ازمېیښت لپاره دي، د جنت له نعمتونو او دوزخ له عزابونو څخه موږ دونیا کې مشاهده کولی او حساس کولی شو ترڅو وپوهېږو چې د اخرت عذاب او راحت څه مانا لري!.

نتیجه داده چې:
له کفارو سره د بحث موضوع باید عمومیات وي. زموږ د اخلاقیاتو استادې سره ما ماغزه خوړلي دي، سره له دې چې وروسته یې د اسلام پر کره والي، او تدبیر نه ډک قانون باندي باور پیدا شو؛ خو اول کې به یې تل اسلام پسې مسخرې کولې چې هسې ده او داسې ده. هغې سره هم اول زه پر عمومیاتو وغږېدم، او بیا چې مې کله قدم-پر-قدم قناعت ورکړ او له هغه وروسته جزیاتو ته راغللو، بیا یې په لرلید کې توپیر راغلی ؤ او ژر به یې خبره منله. اخر کې د اسلام منلو وعده هم راکړه، خو لا بې وعدې ده..بس الله دي موږ سره هدایت ورته وکړي.

درنښت.


تخاري
17.04.2013

هساند صيب مننه له سم بحث او سالم استدلال سخه مو

تاسو شاغلي ديدات او ذاكر نايك ياد كري زما هم دير خوش دي او د زره له تله ورسره مينه لرم خو دا هم وايم جي نور ديني علما كه بخواني دي كه اوسني به ارامه نه دي ناست كه ناست وأي نو بالله كه يا ته مسلمان باته وأي يا زه

هسانده به دي اميد جي د تيرو علما كرامو به حق كي له هرزه ويلو برهيز وكري ستاسو به مقابل كي خبله لهجه نرموم او به تضرع سره بلنه دركوم جي د حامد افغان صيب به نوم تازه نشر سوي ليكنه جي عنوان يي ده د علماوو غوشي زهرجني دي حد اقل يو دفعه ولولي

كه تاسو د مذاهبو علي الاخص حنفي مذهب د علماوو كرامو له عيب جويانه توهين او تمسخر نه لأس واخيست نو زه به د خبلو تولو ترخو خبرو بر ليكه بخشش درنه وغوارم كنه اوسني اخ و دب به مؤ همداسي جالان وي

د حامد أفغان صيب د ليكني لوست مؤ هير نه شي



ع کريم حليمي
17.04.2013

السلام علیکم و رحمة الله
درنو او مکرمو وړونو ، زما ښې هیلي ومنئ

هر کله چه په ټولنه کښي یو منلي او د لوړو اخلاقو خاوندان (انبیاء )
پیدا سي ، اکثره وخت (۹۸٪ ) د ټولني خلګ و دغو انبیاء ته د اخلاقي او اخلاقیو په باب پوښتني کوي ، نوکله چه زموږ سردارعالم تظاهر وکی ، په دغه وخت کښی د عربو ټولنه په بد اخلاقۍ کښي غرقه وه ،
او دوی هم پوهېدل چه د غرقېدو سبب ئې همدا قمار او خمر ، نو هغه مجرب او تجربه کار علماء د عربو راغله او له سردار عالم نه ئې پوښتنه وکړه ، چه څه نظر لرې د قمار او خمر ؟؟؟

نوطبعا رسول الله صلی الله علیه و سلم به له جبرائل نه پوښتلي وي
نو داسي‌ جواب سردار عالم تر لایه کی چه :
بسم تعالی :
یسألونك عن الخمر والميسر قل فيهما إثم كبير ومنافع للناس وإثمهمآ أكبر من نفعهما ويسألونك ماذا ينفقون قل العفو كذلك يبين الله لكم الآيات لعلكم تتفكرون

خلك له تانه پوښتنه كوي:د شرابو او جوارۍ څه حكم دى ؟ ووايه : په دواړو كښې لويه ګناه ده كه څه هـــــــم د خلــــكو له پاره به څه ګـــــټه هـــــــم په كښـــــــــــــــــــې وي؛ خو ګناه يې له ګټې نه ډېره زياته ده. او خلك له تانه پوښتنه كوي: مونږ د خداى په لار كښې څه مصرف كړو؟ ووايه: هغه څه چې ستاسې له اړتيا نه زيات وي په دې ډول الله تاسې ته خپل احكام په څرګنده توګه بيانوي چې فكر وكړئ

او د دې عصر خلګ چه پوښتني لري ، چه ولي‌؟ او څرنګه بیا په جنت کښی شراب سته ، نو ! قرآن پخوا لا داسي جواب ویلی ؤ

بسم تعالی : يتنازعون فيها كأسا لا لغو فيها ولا تأثيم
هلته به هغوى ( دشرابو ) پيالى يوله بله ژر ژراخلي چې نه به پكښې بابيزه خبرې كول وي نه بدعملي.

یعني د انسان د فکر محاسبه نه خرابوي

درنښت


Samsor Afghan
18.04.2013

مننه وروڼو

ستاسو ټولو لیکنی می وکتلی معلومات می زیات شول.
ټول افغان ویب پاڼی ته زه نوی راغلی یم ډیر څه می زده کړی دی

کور ودان


pattang
19.04.2013

[quote:de525d336a="Samsor Slimankhil"]مننه وروڼو

ستاسو ټولو لیکنی می وکتلی معلومات می زیات شول.
ټول افغان ویب پاڼی ته زه نوی راغلی یم ډیر څه می زده کړی دی

کور ودان[/quote:de525d336a]

سليمانخيل صيب داڅکوې ! داسې مالوميږي لکه چې خپله کډه باروې?
سليمانخيل او داسې لنډه منډه !!


حمید هڅــاند
22.04.2013

[color=darkblue:3ea5383d8c]
ښاغلی حلیمي!

تاسې د تخاري د لیکنې مقابل کې زما لیکنه ړنګه کړې ده، حد اقل به مو هغه هم ړنګوله او یا د هغې لیکنې د تورونو ځواب کې به مو زما لیکنه نه ړنګوله.

خلک ممکن فکر وکړي چې موږ رښتیا پر ائیمه ؤ لیګېږو او یا د مخکنیو علماؤ پسې بد وایو!

درنښت
[/color:3ea5383d8c]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more