د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

طالبانو د بامیان بتان مات کړل...ښه یې وکړل!

حمید هڅــاند
06.04.2013

[color=darkblue:dd72624a96]ایا همداسې نه ده؟
ـــــــــــــــــــــــــــــــ

که ابراهیم علیه سلام نن ورځ بیرته راشي او د بابل د هغه معبد بتان نن ورځ وي او تازه یې مات کړي، ایا پوهېږئ څه به پېښ شي. رب-منکر نړیوال لوی زبرځواکونه او زموږ تش په نوم اسلامي عالمان به یې کار ته وېره اچونه ووايي، او د بابل د لرغوني اثارو په سپکاوي به یې تورن کړي. ملګري ملتونه به یې هیواد بندیزونه ولګوي او په تور لیست کې به یې وځایوي. ان که محمد صلی الله علیه وسلم هم نن ورځ راشي او د مکې بتانو د ماتولو کار نن ورځ له سره وکړي؛ د نړیوالو چلند به ورسره بې له کوم توپیر څخه همداسي وي او بس.[/color:dd72624a96]

نو د طالبانو دي د مور شیدې شي چې د بامیانو بتان یې دړې-وړې کړل.

درنښت


Re: طالبانو د بامیان بتان مات کړل...ښه یې وکړل!


ع کريم حليمي
06.04.2013

[quote:6b4a6077e5="حمید هڅــاند"]
نو د طالبانو دي د مور شیدې شي چې د بامیانو بتان یې دړې-وړې کړل.

[/quote:6b4a6077e5]

نه نه ، حمید هڅــاند صاحب ، داسي نده !

داچه په لوستونکو خپله ګونګه خبره منې ، بنده ئې بولم
لمړی تاسو دا په اثبات ورسوی ، چه ولي ؟ او څنګه ؟
دغه د کابل د حکومت سره چه جنګېږي ، پر انبیا او رسولانو سره ئې مه قیاس وه
درنښت


حمید هڅــاند
07.04.2013

محترم حلیمي صیب!
سلامونه او احترامات مې ومنئ.

د طالبانو په ګډون د هیڅ ښکېلې ډلې ټولیز ملاتړ نه شم کولی، او نه ورڅخه دفاع کولی شم. هو، ښو کارونو ته یې (ښه) او بدو ته یې (بد) وایم.
زما په خپل نظر، د طالبانو تحریک د ښو کارونو په کتار کې، د بامیانو بتان ماتول هم دي. دا منم چې ډېری خلک، رسنۍ، نړیوال، او زموږ لوستي کسان یې غندي او بې ځایه کار یې بولي. خو ولي؟
د هغوئ له انده، د بامیانو بتان ماتول بې ځایه کار ؤ:
ــ ځکه لرغوني اثار ول،
ــ د افغانستان لرغونې شتمني وه،
ــ د بودایانو احساسات وځپل شول،
ــ د ګرځندویانو مخه نیول ؤ، او-
ــ افغانستان یې تجرید کړ.

که نور دلایل وي، تاسې یې په پیدا کولو کې راسره مرسته وکړئ. زه به وروسته خپل دلایل ولیکم او پر دغو دلایلو نقد هم.

درنښت
نوربیا...



ع کريم حليمي
08.04.2013

السلام علیکم ورحمة الله
ګران حمید هڅــاند صاحب ، ښې هیلي ومنۍ
دغه څرنګه جمله ده ؟؟ ((د طالبانو په ګډون د هیڅ ښکېلې ډلې ټولیز ملاتړ نه شم کولی، او نه ورڅخه دفاع کولی شم. هو، ښو کارونو ته یې (ښه) او بدو ته یې (بد) وایم.))
دغه خبري څه معنی ؟؟، (إنما نحن مصلحون)
هر حرکت او غورځنګ چه بدي او ناکاره کړني ( مذري)تر سره کړي ، بیا نو اخلاقا او اصولا ئې د ملاتړ حق نه لرې قطعا !!!
مثلا : څوک غلاوي کوي او تر څنګ يې خیراتونه هم کوي
خیراتونو دي دده سر وخوري ، موږ ته لازمه ده چه د یو غله په سترګه ورته وګورو ، فاسق او فاجر د صفت کولو نه دي
طرف معلوم که ؟؟؟؟ د طالب مل ئې که د حکومت ؟؟؟
او که دواړه بد ګڼې دا هم معقولیت نه دی !

دا مجسمې ولي اصحابو کرامو نه کړې ماتي ؟؟؟‌
ولي غزنویانو نه کړې ماتي ؟؟؟؟

[quote:955fe11d7c] نو د طالبانو دي د مور شیدې شي چې د بامیانو بتان یې دړې-وړې کړل[/quote:955fe11d7c]


عبدالحميد/افغ
08.04.2013

السلام علیکم
څوک چی داسلامی مقدساتوتوهین کوي نوپه هغه هيڅوک ردنه کوي اوبدنه ورته وايي ، که قرآن پاک سوځول کيږي ، که دنبي کريم صلی الله تعالی علیه وسلم بی عزتی کیږی،داڅه وجه ؟؟؟
افغان دولت ستاپه فکرولی دامریکاملاتړکوی تیره ورځ چی یې ستاسی اولس دتیرپه شان شهیدکړ؟؟؟
نن چي طالبانوبتان مات کړل بیااعتراض باندی کوي؟؟؟؟
ایاتادکفارو ددوستی په اړه مبارک اياتونه نه دي اورېدلي؟؟؟
الله جل جلاله دي موږ په اوسني فدايانو اواستشهادیانواوشهيدانوکښي دقيامت په ورځ راپورته کړي.
تاسي به دقيامت په ورځ والله جل جلاله ته څه ځواب واياست؟؟؟
داهره څاڅکه وينه چي توئيږي په هغه کښي تاسي ورسره ګدياست ولي چي ستاسو په وجه داهرڅه منځ ته راغلي دي ، امريکا تاسي راوستلې ده ، دافغانانواستقلال تاسي ختم کړئ دئ ، دافغانانو تاريخ تاسي زخمي کړ!!!!
دخداۍ پاک لپاره ، اوس لادتوبې مهلت سته ...توبه وکاږئ.!


pattang
08.04.2013

فاضل خانه سلام عليکم !
روغ او جوړ اوسې په قلم دبرکت شه ، څوک چې په دې
فاسد رژيم کې کار کوي هغه ټول ګناهګار دي او روزي
يې فاسده ده ، ځکه ددوی کار د اشغالګرواولاسپوڅې دولت
ته دژوند انرجي ورکوې او په ملت دغه پردی کلچر ، فحشا
بډې اوناروا تدبيقه، رواجه اوپرې عملې کوې يې تر څو
چې اولس فاسد شي !
دلته اوس دديني علماو وظيفه ده چې اسلامي اوافغاني
کلچر له دې فحشا څخه په خپل وعظ اوتبليغ وژغوري !!



ع کريم حليمي
08.04.2013

وعلیکم السلام !
[quote:4c92a70462]دنبي کريم صلی الله تعالی علیه وسلم بی عزتی کیږی،داڅه وجه ؟؟؟[/quote:4c92a70462]

هیڅوک د نبي عزت ته خساره نه سي رسولای ، چا چه هڅه کړې ځان ئې بې عزته کړی ، اوبس
یونیم بلیون خلګ هره ورځ درود وايي پر سردار عالم باندي !!!

او دغه ملانماوو چه یو تاریخي اثر او نښان له منځه یووړ ، ځان ئې په خراب کی ، مشرکانو ته ئې هیڅ تاوان نه دی اړولی ، د بودا په مجسمو هند او چین ډک دي
اصحاب چه بامیان ته راغلي وه ، هغو ولي دغه مجسمه نه کړه دړي وړي ؟؟؟؟؟

[quote:4c92a70462]تاسي به دقيامت په ورځ والله جل جلاله ته څه ځواب واياست؟؟؟ [/quote:4c92a70462]

ورته و به وایم چه د سردار عالم د اصحابانو پر قدم مو قدم اخستي
هغوی چه نه کړه دړي وړي ( مجسمه )نو موږ هم نه غوښته چه دړي وړي ئې کو

تاته دا مشوره چا درکړه چه دړي وړي ئې که ؟؟؟؟؟؟
د دې مجسمې مخ خو ور وجاړه سوی ؤ ، د هري مجسمې چه مخ وجاړه وي ، شرعا :نو بیا د شرعي په حکم بت نه ورته ویل کيږي

د جنت په دروازه کښی مه درېږي ، ته زما مخه نه سې نیولی !!
نه دا دین ستادی او نه داجنت



ع کريم حليمي
09.04.2013

[color=white:6460607866]السلام علیکم [/color:6460607866]
د بامیان پر مجسمه د بت حکم نه کېدلی !!! ، ولی چه پخوانیو علماء او بت شکنو او د حق دلاري مقاتلینو ( إعلاء كلمة الله) له پاره غازیانو
د هغه بت مخ ور ویجاړ کړی ؤ ، نوکله چه یو بت صحیح مخ ونه لري نو بـــــــــت ئې نـــــــــشو بللی !!!!!

پتنګ صاحب ، سلام او احترام
ښه به وي چه د څه وخت لپاره خلګ لوستل وکړي ، ولي چه سواد نه ده پوهه !!! یوازي په سواد ګوزاره نه سي کېدلی
درنښت


محمود سعيد
11.05.2013

د باميانو بتانو نړولو بې له دې چې د اسلام پر وړاندې د خلکو احساسات وپاروي؛ بل هيڅ ګټه ونه کړه. د برما او هند بوائيانو ته ئې دا پلمه په لاس ورکړه چې په اسلامي هېوادونو کې د دوی پر وړاندې زورزياتی کيږي او ارزښتونو ته ئې سپکاوی کيږي. د دې بتانو نړولو نه څوک د بت له عبادته راوګرځول؛ نه ئې پر افغانستان د بهرنيو د يرغل مخه ونيوه او نه ئې کوم بل مثبت او وړ اغېز وکړ.
د دې بتانو نړول د طالبانو سرزوري او د پرديو استخباراتي کړيو د هغو هڅو يوه برخه وه؛ کومه چې غوښتل ئې د افغانستان تاريخ، کلتور او باورنه وځپي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more