د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

د حمل په ۲۴ به غزني رسماً د اسلامي ثقافت د مرکز په توګه ونومول شي

اتل
29.03.2013

محترمینو، اسلام علیکم
غزنې یا غزنه، چې د زیارتونو ښار هم بلل کیږي، افغانستان اسلامي نړۍ ته یو ځل بیا د اسلامي ثقافت د مهد او زانګو د مرکز په توګه ور پیژني. سلطان محمود غزنوي د خپل سلطنت په موده کې لدې ښارنه د هند په لور زښته زیات فتوحات کړيدي. غزنې د سلطان محمود غزنوي په وخت د افغانستان پایتخت ؤ. دا ښار بې حده زیات اسلامې تاريخې آثار لري. د غزني ښار رسماً د اسلامې ثقافت د مر کز په توګه نومول کیږي. افغانستان د اسلامي ثقافت د آثارو نه نیولې بیا تر مځکه لاندې غنا، ددې ملک د خلکو د سر شاره ذکا، پوهې، درائت، حلم، د علم او معرفت سره دمیني نه داسې ډک دئ لکه انار چې د سو یاقوتي دانو نه مُل وي. موږ نه د میړنیو خوانانو، پتمنو پېغلو، په وطن مینو خلکو کمبود لرو او نه هم د زړورو جنګالیو په فقدان اخته یو. یوازنئ شي چې نلرو او زموږ د ملک د پرمنختګ او بقا دپاره حیاتي اهمیت لري، هغه سوله او امنیت دئ. آلله دې طالبانو ته دا همت ورکړې چې په ملک کې د سولې دپاره ټټر وډبوي او ملک ته سوله او امنیت راولي، او دسولې او امنیت په برکت زموږ د سوونو کلو شاته پاتې ملک آبادشي. تاسې وګورۍ چئ افغانستان او جاپان په یوه وخت کې استقلال ګټلئ دئ، آیا د ملک په وده او پرمحتګ کې موږ د جاپان نه په سوونو کلونه ورسته نه یو پاتئ؟
===
د حمل په ۲۴ به غزني رسماً د اسلامي ثقافت د مرکز په توګه ونومول شي
که څه هم په دې وروستیو کې د غزني د ناامنۍ په اړه ځینې راپورونه ورکړل شول؛ خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي چې؛ د روانې حمل میاشتې په ۲۴ نېټه به په رسمي توګه دغه ولایت د اسلامي ثقافت د مرکز په توګه ونوموي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیرسید مخدوم رهین وایي چې؛ د دې مراسمو د ترسره کولو لپاره یې د ټولو اسلامي هیوادونو د فرهنګ وزیرانو ته بلنه ورکړې ده.

ښاغلي رهین د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې؛ روان کال د غزني د معرفي کېدو لپاره ډیر پروګرامونه پلان شوي؛ خو دا به یې لومړی پرواګرام وي چې، د دې ولایت د نوم ایښودو په مقصد ترسره کیږي.

"مراسم به انشاءالله د حمل په څلورویشتمه په غزني کې افتتاح شي، دې مراسمو ته د اسلامي هیوادونو د فرهنګ وزیران دعوت شوي دي؛ دوی به په هغو مراسمو کې ګډون کوي چې، د [آی سیس کو] له خوا د غزني د نوم ایښودو لپاره جوړیږي.

په دې مراسمو کې به آی، سیس کو غزني ته رسماً د اسلامي فرهنګ لقب ورکړي."

نوموړي زیاته کړه چې دغه مراسم به یوه اونۍ دوام وکړي او له لومړۍ ورځې وروسته به ځینې لاسي صنایع هم نندارې ته وړاندې شي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي چې؛ د اسلامي ثقافت په توګه د غزني د معرفي کېدو وروستي او لوی مراسم به د روان کال د میزان په وروستیو کې جوړ شي او ترهغه وخته به ټاکل شوې پروژې هم بشپړې شي.

د ملګرو ملتونو علمي او فرهنګي ادارې په ۲۰۰۷ میلادي کال کې پریکړه وکړه چې؛ په ۲۰۱۳ میلادي کال کې به غزني د اسلامي ثقافت د مرکز په توګه معرفي کړي.

که څه هم په غزني کې کله ناکله د حکومت د وسله والو مخالفینو فعالیتونه ترسترګو کیږي؛ خو د دې ولایت چارواکي وایي چې، د اسلامي هیوادونو د فرهنګ وزیرانو راتګ ته یې هراړخیز چمتووالی نیولی دی.

د غزني والي موسی خان اکبر زاده ازادي راډیو ته وویل چې؛ پرغزني د اسلامي ثقافت د مرکز د نوم ایښودو په دې مراسمو کې یې له بهرنیو میلمنو سربیره د افغانستان د زونونو په کچه هم لوړ پوړي میلمانه رابللي دي.

"موږ به انشاالله د اسلامي هیوادونو د اطلاعاتو او فرهنګ وزیران دلته ولرو؛ موږ په دې هکله هم امنیتي تدابیر نیولي اوهم د میلمنو د راتګ او د مختلفو ساحاتو څخه د هغوی دلیدو، په راتلونکو دوه اونیو کې به هم کوم واړه مسایل چې پاته دي مکمل کړو."

نوموړی دغه مراسم د افغانستان تاریخي ویاړ بولي او له وسله والو مخالفینو هم غواړي چې مخه یې ونه نیسي

د اسلامي ثقافت د مرکز په توګه د غزني ښار چمتو کیدو ته د بیارغونې او زیربنا کابو اتیا پروژې په پام کې نیول شوي چې؛ د دې ولایت د چارواکو په خبره ځیني یې بشپړې شوي او پاته نورې به یې هم د میزان ترمیاشتې پورې بشپړې شي.

دغه پروژې د غزني ښار اړوند په څلورسوه جریبه ځمکه کې جوړیږي او د غزني د والي په خبره په راتلونکې کې کېدلی شي؛ د یوه اساسي پوهنتون او یا د لویو مراسمو د ترسره کیدو لپاره ګټه ورڅخه واخیستل شي.

افغان چارواکي وایي، له پنځو کلونو را په دې خوا یې د غزني په منارونو، تاریخي ځایونو او بیا رغونه باندې شااوخوا پنځوس میلیونه ډالر لګولي دي.

خو داسې اندیښنې هم موجودې دي چې؛ ممکن ځینې ټاکل شوې پروژې د میزان ترمیاشتې پورې بشپړې نه شي.

راپور: اسدالله لودین


pattang
29.03.2013

داسې مرکزونه بد ندي خو پرد ې کارونو کې دايران لاس
او خراساني کلچر ته خدمت دی او هله دومره قيمتي اسار
هم غير له زړو کټوو نه بل شی نه ليدل کېږي ، سر بېره
پر دي سلطان محمود غزنوي د پښتنواوپښتو غټ دوښمن تېر
شوی دی خدای پاک دجزا ورته ورکړي !!


حمید هڅــاند
30.03.2013

زه هم دې ته حیران یم پتنګ صیب چې غزني کې اخر څه شی داسي ؤ چې د اسلامي نړۍ د تمدن پایتخت دي ونومول شي...دا خو موږ په خوله وایو چې زښت زیات تاریخي ارزښت لري... سوا له زیارتونو، بل څه خو زه نه پکې وینم...ممکن اتل یې تشریح کړي.
درنښت


اتل
11.04.2013

پتنګ او حمید هڅند وروڼو، اسلام علیکم
هڅاند صاجب، ستاسې د زیاتو معلوماتو د پاره مې دا لاندې مضمون را نقل کړیدئ. رابه شو د پتنګ صاحب مسئلئ ته، هغه خو حب علي او بغض معاویه چلوی. هرڅومره خراب کار چې طالبان وکړي، پتنګ صاحب لاسونه ورته پړکوي، چې واه واه څه عجیبه کارنامه یې وکړه، او هر څومره ښه کار چې بل څوک او بالخصوص د طالبانو مخالفین وکړي، بیا هغو ته بد رد وايي، ناحقه تورونه ورباندې لګوي او وایي چې دا خو د پښتنو مخالف ؤ، یاداخو کمونست دئ او یا پلانئ بیسمدانئ.
قربان دې شم پتنګ جانه، اوس چې هر څه ووایي څوک د یوه توت اهمیت هم نه ورکوي، زما نصیحت واوره، پر مسئله او د هغې په حقانیت بحث وکړه، مسخ کوه یې مه. په نقل کې خر مه ګوډوه. که غواړې چې، که حتی ستاسې د ډيرو ناوړه افکارو احترام وشي، د بل چا د نظریاتو احترام وکړه، او خبره شخصي کوه مه. تاسې هغه کانه کوئ، لکه چا به چې حقوقي دعوي بایلله، نو به یې د مقابل لوري سره جنګ وکړ او مسئله به ې جزایي کړه. د حقوقي مسئلې حل به پرځای پاتې شو، د جزایي دوسیې کار به پیل شو.
===
دویاړلی غزنی په ویاړ!غزنۍ يا د اسلامي نړۍ کلتوري او مدني پلازمينه
9 Apr 2013, 11:02
د ډيري خوشالۍ ځای دۍ چي د اسلامي هېوادونو د تعليمي ، علمي او فرهنګي سازمان ( اسيسکوISESCO ) يا (Islamic Educational Scientific and Cultural Organization ) له لوري دا پريکړه سوې چي په ٢٠١٣ مېلادي کال به د غزني نامتو ښار د اسلامي فرهنګي پلازميني په توګه و پيژندل سي . هغه لا ميلونه چي د اسلامي هېوادونو د ( اسيسکو ) سازمان يې دې ته و هڅاوه او يا يې دې ته اړويست چي دا ښار دي د اسلامي نړۍ د فرهنګي پلازميني په توګه وپيژني ، ښايې زيات وي ، خو زه په دې لنډه ليکنه کي غواړم هغه درې لاميلونه را ياد کړم چي د غزني ښار ته دا وياړ او ارزښت ورکوي ، چي د اسلامي نړۍ له لوري په دې وياړلي نوم او لقب وستايل سي .
لومړۍ لاميل : دغزني ښار د ستري اسلامي امپراتورۍ د پلازميني په توګه :
د غزني ښار په منځنيو پيړيو کي د اسلامي امپراتورۍ ستره پلازمينه وه . دا ښار د پخوا هم پيژندل سوئ او نامتو سوئ وو ، خو هغه مهال يې ارزښت او شهرت خورا زيات سو ، چي د سبکتګين د کورنۍ د واکمنۍ پرمهال يې د لويې اسلامي ستر واکۍ دريځ خپل کړ . دا پير چي د اسلامي نړۍ او په ځانګړې توګه د سيمي په تاريخ کي د غزنوي سترواکۍ په نوم ياديږي ، هم يې د غزني لپاره ارزښت جوت دۍ او هم يې د اسلامي نړۍ لپاره ځانګړني برملا دي .
د غزنوي سترواکۍ پر مهال د سيمي ټولي سياسي ، اقتصادي او ټولنيزي چاري د همدې پلازميني څخه تر سره کېدلې .
د سياسي ستر واکۍ بنسټ د الپتګين د واکمنۍ پرمهال کښيښودل سو چي په ٩٦٥ ميلادي کال يې د غزني ښار سياسي واک تر لاسه کړ . د غزنوي

په غزني کی د يوه نامتو منار دوه انځورونه
سترواکانو په لړ کي د غزني ښار د سلطان محمودغزنوي د ستر واکۍ پرمهال ( زيږد ٩٧١ وفات ١٠٣٠ ميلادي ) خورا ښه وځلېدۍ ،او د ستر واکۍ د پلازميني په توګه يې خپل برم او دبدبه د سلطان ابراهيم غزنوي تر ستر واکۍ او بيا د ملک خسرو تر واکمنۍ پوري چي تر ( ١١٩٣ ) مېلادي کاله پوري واکمن وو ، په خورا ښه توګه وساتل . تر هغه وروسته هم د غزني ښار د دې سره -سره چي يوځل د غوري واکمنو دغضب سره مخ سو . ( ١١٥١ ميلادي کال )اوبيا په ( ١٢٢٢ ) ميلادي کال ، ديوشمير کسبګرو پرته نور ټول غزني وال د چنګيزي تاړاکګروله خوا په ډله ايزه توګه و وژل سول ، ولي دې تاريخي ښار بيا هم د يوه پيژندل سوي اسلامي پلازميني په توګه خپل ځانګړۍدرنښت او ارزښت وساتۍ . ( تاريخ مختصر افغانستان ١٤٠ – ١٥٠ )
د غزني ښار د منځنيو پيړيو داسلامي سترواکۍ د پلازميني په توګه خورالوړ اقتصادي دريځ درلودۍ . علامه حبيبي د ابن حو قل په حواله ليکي چي :د غزني ښار د هغي سوداګريزي لاري پر سر پروت وو چي بلخ يې د باميان ، غزني ، پختيا ، ګومل ، بنون او د نيلاب وروسته د هند سره يوځای کوئ . د غزني پسونو او د سوداګريزو توکو د وړلو راوړلو لپاره اوښانو او بوده ګانو خورا زيات شهرت درلود . د افغانستان بعد از اسلام مشرح تاريخ کي راغلي چي د ابن خرداذبه په قول د عباسي خلافت پر مهال د غزني اړوندو سيمو څخه يوازي د هرو سلو زرو پسونو څخه دوه زره پسونه د مالياتو په توګه هغه امیر ته ورکول کېدل . تر ابن خرداذبه سل کاله ورسته البشاري مقدسی د نورو سيمو تر څنګ د غزني ماليات په هر کال کي شپږ سوه زره پسونه ښودلي دي . د هيونتسنګ له ليکنونقل سوۍ چي د غزني سيمي نامتو زراعتي حاصلات ژمني غنم ، د بيلا بيلو ميو او ګلانو شتون ، زردچوبه او هنګ دي . اودا هم ياد سوي چي په غزني کي د پسونو حلالو او پاکو
غوښو زيات شهرت درلود . په دې تر تيب د غزني ښار د منځنيو پيړيو يو مهم اقتصادي او تجارتي مرکز په توګه پيژندل سوۍ دئ . ( افغانستان بعد از اسلام ،٤٣٨ ، ٤٤٠ ، ٤٥٠ مخونه(
دوهم لاميل : په غزني کي د اسلامي ودانيو او زيارتونو شتون اود هغو ډيرښت :
ښايې په افغانستان او حتی سيمه کي به هم د غزني ښار په څير بل داسي ښار نه وي چي د زياتو اسلامي سياسي واکمنانو ، نامتو درويشانو او متصوفينو هديرې او زيارتونه دي په يوه نږدې او لنډ واټن کي ولري . په غزني د نورو زياتو مشهورو زيارتونو تر څنګ د غزنوي سترواکۍ د زياتو ستر واکانو او واکمنانو هديرې سته . تر دې لا زياته د پام وړ خبره دا ده چي د يو شمير سياسي واکمنو

په غزني کی د يوه نامتو منار دوه انځورونه
هديرې د هغوۍ د بڼونو او باغونود بيلګو سره لا تراوسه هم پاتي دي . په غزني کي د سلطان محمود غزنوي زيارت ، د سلطان مسعود زيارت ، د سلطان عبدالرزاق زيارت اود يو شمير نورو نامتو واکمنانو
سلطان محمود غزنوي [/caption]هديرې او د هغوۍ اړوند شنې سيمي اوباغونه سته چي هم يې د غزني ښار ته برم ورکړۍ او هم يې په افغانستان او سيمي کي د منځنيو پيړيو د اسلامي واکمنيو نښانې د ځان سره ساتلي دي .
د نامتو زيارتونو او د سياسي سترواکانو او واکمنانو پر هديرو او د غزنوي سترواکۍ پرمهال د جوړو سويو ودانيو پر بيلا بيلو خوا د اسلامي ليکدود او بيلا بيلو ليکبڼو شتون د زيارتونو او مقبرو ارزښت لا زيات کړۍ دئ . د غزنويانو د سترواکۍ پرمهال لږ تر لږه د ليکدود شپږ ډولونه لکه مناشير ، محقق ، نسخ ، ريحان ، رقاع او ثلث هم د کتابونو د ليکلو پرمهال او هم د زيارتونو د لوحو او ډبرليکونو لپاره کارول سويدي ، يو شمير داسي ليکنيز لاسوندونه هم سته او دا ثابتوي چي د غزنويانو د سترواکۍ پر مهال بيلابيل ښکلي تصويرونه او انځورونه هم د ځينو مينه والو له لوري کارول سويدي ، او له هغې ډلي يو هم د سلطان محمود زوي سلطان مسعود وو چي په هرات کي يې د خپل کور د ښکلا لپاره انځورونه خوښ کړي او کارولي وه . دا کور د عدناني باغ په نوم ياد سويدئ . د بيهقي په حواله د همدې انځورونو له امله د سلطان محمود له خوا تنبه سو . (

یو تاریخي انځور
تاريخ خط و ونوشته های کهن : ١٠٥ )
دريم لاميل : په غزني ښار کي د اسلامي هنري ځانګړتياوبيلا بيلي بيلګي :
د دې لپاره چي د دې بيلګو په اړه مو اړين مطالب ياد کړي وي ، ښه به وي چي په غزني ښار کي د غزني موزيم لنډه يادونه وکړو چي هم به هنري ځانګړتياوي را يادي او هم به د غزني موزيم په اړه لنډ مالومات د مينه والو لپاره وړاندي سي . د غزنې موزيم په افغانستان کي د اسلامي اثاروتر ټولو ستري زيرمي درلودې . د دې سره –سره چي د غزني موزيم د هيواد په ولاياتو کي دريم پرانستل سوۍ موزيم دۍ ، ولي دا موزيم د دولتي او يا حکومتي پخواني پلان له مخي نه دۍ پرانستل سوې . بلکي د دې ولايت په اړوندو سيمو کي د لرغونپوهانو پر له پسې څيړنو د دې موزيم د جوړېدلو چاري ګړندۍ کړلې .
د غزني موزيم او يا د اثارو زيرمتون ته هغه وخت زيات پام واړول سوچي په غزني اوشا اوخواسيموکي دلرغونپوهانو په وسيله دڅيړنوبهير ګړندۍ او ارزښتمن توکي تر لاسه سول . له هغه وروسته چي په ( ١٣٣٨ ) لمريز کال د سلطان ابراهيم د مقبری څنګ ته تر ( ٤٢ ) زيات مرمرين ډبر ليکونه تر لاسه سول د غزني موزيم ارزښت د اسلامي اثارو د شتون له اړخه لا د پام وړسو . د لومړي ځل لپاره په ( ١٣٤٠ ) لمريز کال د سلطان عبدا لرزاق ماڼۍ چي په غزني کي دهراتي تيموريانو د پير يوه ښکلې بيلګه وه ، د غزني موزيم په واک کي ورکړل سوه .

<br data-cke-caption=’ id="attachment_75308" align=”alignleft” width=”540″‘ data-cke-caption-text=’سلطان محمود غزنوي ‘ />سلطان محمود غزنوي

په غزني موزيم کي را ټول سوي اثار د دوو لارو تر لاسه سوي وه لومړي هغه اثار وه چي د سپړنو پرته ترلاسه سوي وه لکه : يو شمير ډبريني ليکني ، په لاس ليکل سوي کتابونه ، ځني سکې يو شمير هغه ډبريني مجسمي چي د غزنوي پير په ماڼيوکي د ښکلا په نيت د اوبو پاشونو ( فوارو ) په توګه کارول سوي ، اوداسي نور يادولاي سو . دوهمه برخه هغه اثار دي چي د
لرغونپوهانو په وسيله د سپړنو له لاري تر لاسه سويدي . په دي برخه کي د اسلامي پير هغه اثار چي د غزنويانود واکمنۍ د مهال هنري مهارتونه راڅرګنده وي لکه زينتي خاورين لوښي چي د ګچو څخه جوړسوي ، يا هغه مرمريني نقاشۍ چي د غزنوي پير د پياوړو او بر لاسو هنرمندانو بيلګي دي ، او په دي ډول نور اثار چي د غزني په موزيم کي ساتل سوي وه ، يادولاي سو .
د غزني موزيم لپاره د ګرځندوۍ ادارې په ١٣٥٠ لمريز کال يوشمير اثار وپيرودل او هم د دواړو ادارو په ګډ زيار د سيلانيانو د پام را اړولو په نيت پرله پسې نندارې پيل سوې ، چي د عايد څخه يې دواړو ادارو ته ګټه ورسيدل . د ايتالوي لرغونپوهانو له خوا په ١٣٥٣ لمريز کال د موزيم د ماڼۍ د بياجوړيدو هڅه وسوه ، په ١٣٥٧ لمريز کال نوموړې موزيم دغزني خلقي موزيم په نوم ونومول سو . دانوم بيرته په ١٣٥٩ لمريز کال د غزني موزيم سو او له بده مرغه د موزيم نندارې د ١٣٦١ لمريز کال وروسته وځنډول سوي او په ١٣٦٩ لمريز کال د غزني موزيم يو شمير اثار د امنيتي انديښنو له کبله د افغانستان ملي موزيم ته را نقل سول ، اوپه ملي موزيم کي پاته اثارد مصونيت او امنيت په نيت تر ١٣٧١ لمريز کال پوري دتړلو دروازو شا ته وساتل سوه ، چي له بده مرغه د ملي موزيم اثارو د چور پر مهال د غزني څخه د راوړل سوي یو شمیر اثارهم چور او تالان سول .
اوس چي له نيکه مرغه د اسيسکو اسلامي سازمان د غزني ښار ته په ٢٠١٣ ميلادي کال کي د اسلامي کلتوري مرکز دلقب ورکولو پريکړه کړېده، ټولي هغه اړيني چاري چي د دې لقب د پرځای کولو او ساتلولپاره سته، بايد په پوره ځيرکۍ او وړتيا تر سره سي .په دې ترځ کي غواړم د خپلي هغه ليکني څخه د وړانديزونو لړۍ د لاسوهني پرته را واخلم چي پوره اته کاله وړاندي مي د (( م لرغونۍ غزنۍ او د هغه ځانګړي تاريخي وياړونه ))تر سر ليک لاندي ليکلي وه .
پايله:
غزنۍ د افغانستان د يوه تاريخي ولايت په توګه د هيواد په ټوليز تاريخ کي
ځانګړي بابونه او وياړلي سر ليکونه لري ، چي رښتينوالي يې په هغو لرغونو سيمو او تاريخي ودانيو کي څرګند دۍ چي د غزني په مرکز او اړوندو سيمو کي په سترګو کيږي . د غزني تاريخ زريني پاڼي د سيمي لپاره هم وياړني او د برمه ډکي لاس ته راوړني لري ، چي زيات شمير مورخينو او لرغونپوهانو يې په اړه په خپلو اثارو کي يادوني کړيدي .
د غزني ولايت د نورو تاريخي وياړونو سر بيره داسي بيلګي هم سته چي څيړونکي يې د غزني ولايت او اړوندو سيمو ځانګړني بولي . د امريکايې لرغونپوه لويس دوپرې په باور ، د ناوردښت په افغانستان کي د پخواني انسانانو تر ټولولرغونۍ ميشت ځای دۍ ؛ د سويسي لرغونپوه بوخارر په وينا په غزني کي د بودا تر ټولو لويه وېده مجسمه سته چي د ايتالوي لرغونپوهانو په وسيله رابرسيره سويده ؛ او په دې ډول نوري ځانګړني سته چي د ټولو را يادول د دې ليکني تر توان لوړ دي .
وړانديزونه :
د غزني ولايت د تاريخي برم او لرغونو وياړونو د ساتني او پالني لپاره ، په هيواد کي دکلتوري ادارو او سيمه ايزو چارواکو پام لاندي وړانديزونو ته راګرځوم :
لومړۍ : په غزني ولايت پوري اړوند و ټولو لرغونو او تاريخي سيمو ليک لړ دي دلرغونپوهني د ارونو په پام کي نيولو سره بشپړ سي .
دويم : هغه شمير تاريخي ودانۍ دي په ګوته سي چي دنړيدو او ورانيدو ويره يې سته ؛ د دا ډول ودانيو د بيا جوړولولپاره دې د بيا جوړولو او پايښت ورکولو بيړنۍ پروژې د سيمه ايزو ادارو او د هيواد د کلتوري چارو داړوندو ادارو په ملتيا پيل او پلي سي؛

د علامه البيروني په نوښت تر تيب سوۍ انځور چي د لمر او سپوږمۍ موقعيتونه څرګندوي

دريم : په غزني کي د ګرځندوۍ ادارې ته پوره پاملرنه وسي ، او د زايرينو ، ګرځندويانو د اسانۍ لپاره ، ځانګړي ودانۍ ، پارکونه او هوټلونه په نظر کي ونيول سي ؛
څلورم : د غزني تاريخي موزيم د پياوړتيا او ودي لپاره دي د سيمه ايزو ادارو او د اطلا عاتو او کلتور وزارت اړوندو ادارو او نړيوالو کلتوري موسيسو پر له پسې مرستي وغوښتل سي ؛
پنځم : د غزني پوهنتون دي ، د لرغونپوهني په برخه کي د ځوانو محصيلينو د روزني لپاره د (( د اسلامي پير لرغونپوهنه )) تر نوم لاندي ځانګړۍ ديپارتمنت پرانيزي ؛
شپږم : د اطلاعاتو او کلتور وزارت د اړوندو چارواکو په مرسته دي په غزني ولايت کي ټولي هغه ودانۍ او يا ښکلي طبيعي سيمي په ګوته سي ، چي د نړيوال کلتوري ميراث په لړۍ کي د شاميليدو وړتيا لري ، د هغو نومونه او لنډه پيژندګلوي دې ، د يونسکو ادارې ته د رسمي منلو لپاره ورکړل سي ؛
ورستۍ خبره داچي ، د غزني چارواکي او د هېواد د کلتوري چارو واکمنان په ډير ښه دريځ کي دي ، که وغواړي چي خپل نوم د غزني او هيواد په تاريخ کي هميشنۍ کړي نو د غزني د تاريخي برم درا يادولو او پايښت لپاره دي کار وکړي ، او که نه نوم بدی او د خلګو د لعنت به سي .
اخځونه د الفبا په ترتيب :
١ : باوري ، رسول . موزيم پوهنه او په افغانستان کي د موزيمونو دودي بهير . ( سپک ټولنه : پيښور ) ١٣٧٤.
٢ : بورخارد برينتس . پښتانه او ورونه مليتونه . ژباړن : پوهاند داکتر زيار . ( کابل : دولتي مطبعه ) ١٣٦٦.

د غزني ښار په ١٨٨٣ ميلادي کال ( د افغان انګريزد جګړې پرمهال )

٣ : تدې ، موريزو . د سردار تپې لومړنۍ راپور . ژباړن : واسيع فيروزي . د افغانستان لرغونپوهنه . ( کابل : ودلتي مطبعه ) ١٩٨٣ .
٤: پالوال ، عبدالرزاق . د پښتنو نوۍ پخوانۍ تاريخ . ١٩٩٤ .
٥ : پولاديان ، عبدالجليل . په افغانستان کي د فرانسوي لرغونپوهانو څيړني . د افغانستان لرغونپوهنه. ( کابل : دولتي مطبعه ) ١٣٦٢ .
٦ : حبيبي ، عبدالحۍ . افغانستان بعد از اسلام ( کابل : دولتي مطبعه )١٣٥٧ .
٧ : حبيبي ، عبدالحۍ . تاريخ مختصر افغانستان . ( کابل : مطبعه دولتي ) ١٣٤٩ .
٨ :Nancy Hatch Dupree . An Historical Guide To Afghanistan .(Kabul:A.T.Organization ) .1977
د لرغونپوهني استاد پوهنوال رسول باوري

خپرونکی: خبریال@ددغه متن ټول حقوق دخبریال ډاټ کام دي ،دخبریال ویبپاڼې دبشپړ نوم دیادولو پرته څوک حق نه لري چې زموږ مواد کاپي کړي 09/04/13.on 10/04/13


pattang
12.04.2013

[quote:e1390c1d64]رابه شو د پتنګ صاحب مسئلئ ته، هغه خو حب علي او بغض معاویه چلوی. هرڅومره خراب کار چې طالبان وکړي، پتنګ صاحب لاسونه ورته پړکوي، چې واه واه څه عجیبه کارنامه یې وکړه، او هر څومره ښه کار چې بل څوک او بالخصوص د طالبانو مخالفین وکړي، بیا هغو ته بد رد وايي، ناحقه تورونه ورباندې لګوي او وایي چې دا خو د پښتنو مخالف ؤ، یاداخو کمونست دئ او یا پلانئ بیسمدانئ.
قربان دې شم پتنګ جانه، اوس چې هر څه ووایي څوک د یوه توت اهمیت هم نه ورکوي، زما نصیحت واوره، پر مسئله او د هغې په حقانیت بحث وکړه، مسخ کوه یې مه. په نقل کې خر مه ګوډوه. که غواړې چې، که حتی ستاسې د ډيرو ناوړه افکارو احترام وشي، د بل چا د نظریاتو احترام وکړه، او خبره شخصي کوه مه. تاسې هغه کانه کوئ، لکه چا به چې حقوقي دعوي بایلله، نو به یې د مقابل لوري سره جنګ وکړ او مسئله به ې جزایي کړه. د حقوقي مسئلې حل به پرځای پاتې شو، د جزایي دوسیې کار به پیل شو[/quote:e1390c1d64].
ښه استاده !
دغلطو خلکو له ستاينې پتنګ ته مرګ شه ده !
داسې کار نشته چې ستاسود ملګرو ، رشوت ، ظلم ، دالر
اخيستل ، فحشا ، فساد او.. او... نوي پکشې کړي !
که انسانيت ، کرامت ، پوهه ، صداقتا او نور اخلاقي
معيارونو يوعملي لابرتواري واحد لرلی نوستا سو
داشغالګرولخوا کېښودل فاسد رژيم به دپورتنيو
اتريبوتوواحد به بيله صفره بل حقيقي عدد ونلري !!!
بياهم وايم:
سلطان غزنوي دپښتو له ژبې او پښتنو سره ډېر ظلم کړی
حتا دپښتنو دشاعرانو به يې ژبې پرې کولې !

ګوره اوس لا وخت دی چې بيا وروسته دنجيب په سرنوشت
ګرفتار نشۍ !!


حمید هڅــاند
13.04.2013

ښاغلی اتل! سلامونه او ښې چارې...

له مالوماتو مو نړۍ مننه...لیکنه مې ولوسته، په زړه پورې وه.

درنښت


اتل
15.04.2013

پتنګه وروره اسلام علیکم
ورورجانه، ستاسې چرګ تل یوه پښه لري. پر تاسې باندې د قند او کورتو فرق نشته.
موږ دلته د غزني په تاريخي، سیاسي او اسلامي ثقافت په لرغونتوب او دافغانستان په تاریځي افتخاراتو غږیږو، نه پر طالباو، کرزي په حکوت، سلطان محمودغزنوي او ایاز پر نقل او نه هم د پښتنو سره په دښمنۍ او یا د کوم بل قوم په سرلوړۍ او ‌ذلت.
وروره، لږ سد دې سر ته دروله، وچ او لانده مه دروشته کوه، د مضوع نه چې بهر غږیږي، لکه درمسال ته چې خټې کوی. ما تل ستاسې احترام کړئ، لا اقل پر مسائلو او اجراټو وغیږه. وایې چې که باجوړ نه خورې نو بد هم مه ورباندې وایه. ټاسې مهرباني وکړۍ، هر شئ د حب علې او بغض معاویه پر تله مه تلئ.
پاک الله دې موږ ټول په صراط مستقیم هدایت کړي.


pattang
16.04.2013

[quote:aa88e17795]پتنګه وروره اسلام علیکم
ورورجانه، ستاسې چرګ تل یوه پښه لري. پر تاسې باندې د قند او کورتو فرق نشته.
موږ دلته د غزني په تاريخي، سیاسي او اسلامي ثقافت په لرغونتوب او
دافغانستان په تاریځي افتخاراتو غږیږو، نه پر طالباو، کرزي په حکوت، سلطان محمودغزنوي او ایاز پر نقل او نه هم د پښتنو سره په دښمنۍ او یا
د کوم بل قوم په سرلوړۍ او ‌ذلت.
وروره، لږ سد دې سر ته دروله، وچ او لانده مه دروشته کوه، د مضوع نه
چې بهر غږیږي، لکه درمسال ته چې خټې کوی. ما تل ستاسې احترام کړئ،
لا اقل پر مسائلو او اجراټو وغیږه. وایې چې که باجوړ نه خورې نو بد هم مه ورباندې وایه. ټاسې مهرباني وکړۍ، هر شئ د حب علې او بغض معاوی
ه پر تله مه تلئ.
پاک الله دې موږ ټول په صراط مستقیم هدایت کړي.[/quote:aa88e17795]

اتل خانه سلام عليکم !
داچې زما دتل احترام کړی ، خدای پاک ستا عزت او صحت وساتي دنورو
احترام د ځان احترام دی او هر څوک دا کار نشي کولی!
که خبرې بلې خواته لاړې شي او ځينې د تېر وخت تريخ واقعات
را وسپړل شي نو داخو بد کار ندی ! کوم شی چې ماليکلي هغه واقعت د ي !
دغزني د تېر تاريخ له يادېدو سره د محمود غزنوي نوم ياديږي او دصحنې
لوی هلک به محمود وي چې په پښتنو او پښتني کلتور يې ډېر ظلمونه کړی دي
"تاسې افغانان " يو ذاتي خواص لرۍ چې په غټو غټو کلماتو او سر ليکنو ډېر
وياړ کوي او اتڼ مو اچولی وي خو په مانا او مفهوم يې هيڅ نه پوهيږۍ !
لکه دا اوس ، مکتبونه ،سرکونه ، علمي مرکزونه ...........
يو وخت روسانو يو افغان له ځان سره پورته فضا ته خېځولی وو ، نو
کمونستان داسې وياړونه پرې کول چې هورا هورا مونږ اوس اسمان
ته وختو ! خو حقيقت دادی چې دغه افغان نه kosmonaut وو او نه
Astronaut او نه په فيزيکي قوانينو خبر هم وو، اوس دجرني په شتوتګارد
کې اوسي او مادياتودومره خوند ورکړی دی چې دخپلې ايډيالوګي زاړه
ټاټوبي پخواني شوروي ته يې څټ ور ګرځولی!

ما په هغه وخت کې داسې ليکلي وو !
'' دا سې ختنه يو پوچ وياړ دی ، روسانو خو وروسته له ګاګارينه ځخه
دوه سپي هم چې Belka او Strelka نومېدلې فضا ته ولېګلې نو ايا دغه
دوه حيوانات هم kosmonaut شول او نور سپي وياړ پرې وکړي ?"

خبره اوږده بلې خواته لاړه خو محتويات يې نږدې دي !

وروره که څوک علمي او اسلامي مرکز جوړوي چې پخواني وياړونه وښيې
نو هغه به يو له کودړو ډک تعمير نوي بلکې له څنګ سره يې بايد په يو تاري
خي دوکومينتا څيون Dokumentation هم ولري !

په دغه دوکو مينتاڅيون کې به ليکلي وي :
- محمود ترکی وو ، پښتون نه وو ، تاجک نه وو دمنطقې له ايتنيکه څخه
نه وو!
- دمحمود لښکر کشي اسلامي هدف نه لاره بلکې چور چپاو او لوټول
د شتمنووو.
- محمود غلامان لرل چې اسلامي کار نه وو !
- محمود لوټ او چپاو کول خو پيسې او شتني به په شاعرانو وېشلې او هغوی
شعرونه ورته وېلې چې مهم کتاب يې د فردوسي شانامه ده٠
- محمود يو فاشست انسان د پښتنو قاتل وو او پښتو يې نه پرېښوده حتا
دپښتنو شاعرانو ژبې به يې پرېکولې !
- د محمود روابط له اياض سره ( Pädophiler (sexual offender
وو....

نو وروره ! زه دمرکز مخالفت نه کوم خو دغه پورته تاريخي ټکې بايد
پکشې ياد شي !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more