د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

نابللئ میلمه، د کوربه دغاړی غور شو

میرویس
28.03.2013

اسلام علیکم، پښتنو خویندو وروڼو
وایي نیک بخته یې پر بل آزميي، او بدبخته پر ځان.
د شمالي وزیرستان د میران شاه ولس د پخواني شوروي اتحاد لخوا د افغانستان د اشغال په وخت کې خپلو افغان پښتنو وروڼو ته د پښتونولۍ او اسلامي اخوت په وجه پخپلو علاقو کې ځای ورکړ او حتی په جهاد کې یې هم مرسته ورسره وکړه. دغو میړنو پښتنو همداسې هم لکه د مولوي جلال الدین حقانې د ډلئ په څیر د القاعدې عربو ته په خپل چم ګاونډ کې ځی ور کړ.

خو له بده مرغه دغه دواړې ډلې ددې علاقئ پښتون کوربه ولس ته د لستوڼي مار شوي، او هره ورځ یې چیچي. دغه د لستوڼي ماران،د میران شاه د علاقې د پښتنو مشرا ن وژني، ښونځي سیزي، او عامه ځایونو کې بمي چاودنې کوي. دغو تیروریستو ډلو څو ورځې مخکې د میران شاه په علاقه کې عسکري پوسته ولوزوله او ګڼ شمیر بې ګناه مسلمان عسکر یې ووژل. اوس پدې سیمه باندې د ګرزیدو بندیز لګیدلئ دئ او ټول ولس پهجمعې ډول ددغو بدعتیانو د لاسه کړیږي:
===
وزیرستانیان د پوځ او طالبانو تر منځ یرغمل دي
28.03.2013
مشال رېډیو عمردراز وزیر

په شمالي وزیر ستان کې لګول شوی ګرځبندیز یا کرفیو نن په پنځمه ورځ هم دوام لري. ځايي پولیټیکل انتظامیه وايي، چې هلته تعلیمي ادارې، دفترونه او کاروبارونه هم بند دي.

مشال راډيو په دې اړه د د بېلا بېلو سیمو له خلکو سره اړیکي نیوليو هغوی وايي، تر کورونو محدود دي، ناروغان يي په کورونو کې بې له درملنې او علاجه پراته دي. او په کورونو کې ورسره خوراکي توکي هم ختم شوي دي.

له سیمې ترلاسه شوي راپورونه وايي، یوې مېرمن د خپل ماشوم د زوکړې پر مهال ژوند له لاسه ورکړ او ګڼ شمېر ناروغان له سختو ستونزو سره مخامخ دي.

ځايي خلک وايي، په ګرځبندیز کې هېڅ نرمي نه کېږي او نور مجبوره شوي چې د کرفیو خلاف ورزي وکړي ځکه چې د دوی په وینا په کورونو کې نور هر څه ختم شوي دي.

پولیټیکل انتظامیه تش دومره وايي تر نامعلومې نېټې پورې به ګرځبندیز /کرفیو راوانه وي او څوک هم نه شي کولای چې باهر ووځي.

سول کالوني میرامشاه چرته چې سرکاري خلک پاته کېږي تېر ماښام يې د امنتي ځواکونو لخوا لګول شوی ګرځبندیز پر ضد لاریون وکړ.

یوه سرکاري چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډيو ته وویل چې د بهر وتو پر وخت امنیتي ځواکونه پرې ډزې کوي.

له مشال راډيو سره په خبرو کې د پاکستان بشري حقونو کمیشن مشر شېرمحمد وايي، چې بې قصوره خلک په خپلو کورونو کې اېسارول د سرکاري ناکامي ده.

((دولت باید په بېګناه او ګناه ګار کې فرق وکړي او بېقصوره خلک په کورونو کې اېسارول د ریاست ناکامي ګڼ کېږي. دولت ته پکار ده چې خلکو ته بنیادی آسانتیاوې ورکړي نه دا چې په ورځو ورځو یې په کورونو کې اېسار کړي))

د دفاعي چارو کارپوه ریټایېرډ بریګېډیېر سعد هم ورته خبره کوي چې د وزیرستان خلک د پوځ او وسله والو طالبانو په مېنځ کې یرغمال دي او په کار ده چې د عام ولس ستونزو ته خصوصي پاملرنه وشي:

(( د پوځ مشر اشفاق کیاني بیاد د بط وسه ولس د ستونزو او مشکلاتو نوټس واخلي. او په کار ده چې د هغوی پر حالاتو زړه سوی او رحم وشي. د هغوی د لار دې حفاظت وشي.))

خو په سیمه کې د امن راوستلو غوره لارې کومې ځینه دي چې په مرسته یې امنیت ښه شي. ریټایېرډ بریګېډیېر سعد زیاتوي چې د شورش مخالف عملیات یا کوشش، دا یوازې له پوځي لارې نه شي ختمېدای، قبایلي ولس خو موږ د پاکستان د جوړېدو راهیسې د خپل ملک برخه نه ګڼو. په کار ده چې دغه ولس ته خپل حقوق ورکړل شي. هلته اصلاحات په کار دي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more