د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

کنفیوژن پې کنفیوژن هې

حمید هڅــاند
28.03.2013

اسلام علیکم وحمة الله

پوښتنه:
ایا د دې اجازه شته چې نجلۍ هلک ته سلام واچوي او هلک ورته ځواب ورکړي چې [color=green:4f98ada809]وعلیکم سلام ورحمة الله وبرکاته[/color:4f98ada809]؟ اوــ
ایا د دې اجازه شته چې هلک نجلۍ ته سلام واچوي او نجلۍ ورته ځواب ورکړي چې [color=green:4f98ada809]وعلیکم سلام ورحمة الله وبرکاته[/color:4f98ada809]؟ اوــ

درنښت


pattang
28.03.2013

هو دا دمسلمانانو نخښه او يو اسلامي اخلاق دی، يوه اسلامي ټولنيزه لاره ،
عادات دورور ګيلوي ښه نېت ا و لاره ده !
(( زمونږ ٩٠ په سلو کې افغا نا نې په اروپا کې سرلوڅې اولېنګي لوځې
ګرځي او ځينې يې تنګ تنګ پتلونونه اغوندي او داهغه ښځې دي چې په
افغانستان کې پيدا او لويې شوې دي ، هغه نجونې چې دلته پيدادي له هغو
څخه ګيله نشته ...... ! ))
(( )) له موضع وتلی خو غيرې مستقيم له موضع سره رابطه لري !
سرپټې ښځې که عربي ، ترکۍ ، افغانې وي زه سلام ور اچوم هغوی
و عليکم والسلام ځواب راکوي او حتا يوې عربې خور په خوله راته ووېلې
چې مونږ مسلمانان هر وخت يو له بل سره بايد سلام واچوو !خوله سلام
اچولو وروسته بيا بايد سړی دا سلامي اخلاقو احترام وکړي او نورې
چېټي خبرې زياتې نکړي او په سپين زړه سلام واچوي !


پتوال
28.03.2013

 ښځه که يوازې نه وي  کوم محرم يې بدرګه کوي  سلام اوپه کښته سترګو خبرې ورسره روا دی ،اوکه يواځې وي
 سلا م  پرې مکروه ، خو خبرې ورسره منع دي که څه هم سترګې دی کښته نيولې وي ،ځکه حديث مبارک وايي که 
دوه نامحرم سره يواځې شي نودريم کس يې په منځ کی حتما شیطان دی ٠ 
[color=blue:a97362a5ea]ښځه بايد له نا محرم سره په جدي لهجه او لنډه توګه خبرې وکړي سسته پسته او خوږه لهجه ونه کاروي ، له مسکا
او خندا څخه ځان کلک وساتي ٠ [/color:a97362a5ea]


pattang
28.03.2013

پتوال صيب تاخو دومره راسخته کړه چې زما نس درد پرې واخيست !
زه ګمان کوم چې يو څه نرم توب به ښه وي او له بلې خوا به دغه اسلامي
اخلاق ددغې ليبرالې غربي ټولني ، ټولنيز معيارونه او کلچر ور سم کړې
اوله بلې خوا به مسلمانانو ته اخلاقي او مذهبي جرعت وربخشي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more