د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

پښتو ادبي ستر ګور __افضل شوق

Farhad zaheer
30.11.2004

[color=red:1464e5162c][size=7:1464e5162c]پښتو[/size:1464e5162c] ادبي سترګور [/color:1464e5162c]

څوک چې ژبه لري ، هغه ږغيدلای شي ، خو هر ږغېدونکی ښکاره خبره ده چي دږغېدو دپاره توري دبل ږغېدونکي د خولې څخه د معنا سر خلاصوي اوپه ژبه باندي يې بيا دموقعې او ضرورت په سمه په وار وار تکراروي هم . نو همدغه رنګه تر خپلو دبېلا بېلو اغرا ضوپه نيت دانسانانو تر منځ لاري هواريږي او دزدکړي عمل دانتها په لور واټنونه لنډوي او انسانان دظاهري ښايست سره سره په عمل او خوی هم دځناورو څخه که يوې خواته نورنور بېلېږي ، نو بلي خواته د انسانيت مثالي بڼه هم خپلوي لګيا دي.
يو انسان د ارتقايي عمل له لاري خپل وروستني معراج ته ځان رسوي او حقه خبره ده ، چي په داسي حال کي به هر هغه څوک نسل ، قام يا قبيله ژوند ته اوږې ورکوي ، چي عصري تقاضې په نره پوره کوي .ګني د ډايناسور په رنګه به له سترګوورک . خو د تاريخ په پاڼو کي فقط ذکر کېږي .لکه نن چي پښتانه که څه هم په ژبو باندي زيات شمېر خلک پښتو ويلو ته چمتو کوي ، خو په لوی سريې لوستونکي وار په وار کمېږي هم ، دابېله خبره ده ، چي نومونه ورځ په ورځ دليکونکو له بده يا له ښه مرغه برکتمن کېږي هم . ګوا څومره چي هم لوستونکي دي ، هغوی په يوه نا يوه معنا ادبي بڼه حتما لري . ځيني ليکوال يادېږي او ځيني بيا دغه شاعران ، چي خپل تر خپلو لاس او ګريوان ښکاري ، ځکه چي هر يو له خپلو تېروتنو زده کړه څه کوي ، چي د نومونو تر حده په غرضي خول کي داسي ورګېر شوی هم دی ، چي بې له ځانه بل په جهان نه ويني اوظلم لا دا چي بر سېره ددې هر ليکوال يا شاعر نقاد هم دی ، کره او کوټه هم را برسېره کوي.
بخښنه غواړم! په پښتو کي ځانته “فل ټايم ” نقادان اول خو نه شته، او که يو نيم چرته ياد شوی هم وي، نو هغه به ياد خو د بل په هره ليکنه کي ښه يا بيا تش په توره بد ځکه لټوي، چې د ماغزو په ځای زړه ږغوي يبا بيا له نيته کار اخلي. ګوا څنګه نيت هغسي انصاف ، يا بيا څومره بوره، هغومره خواږه که يه ، نو ترخه دي هر څه ترخه پرته له خپلو، چې هم يې ګوړي ګڼي هم شکري . هغه څنګه...؟ د ځواب د پاره دا لاندينۍ يو دوې کيسې چي په ما پوري اړه لري ځکه وړاندي کوم، چې زما د ادبي قبيلې هغه غښتلي بلکې نالوستي هم په خپل قدر وقيمت پوه شي، چې د ظاهري واه واه په نشه کي که نور نه وي، په زړونو کي زما په رنګه ځان ته تورم خانان وايي. خو حقيقت دا، چي موږ د دې هر کوشش په پرته هم د سيالانو د سيالۍ لا نه يو پاتي. د نومونو جګړې خو لا د بيل خبري دي، ځکه چي موږ پښتو ژبي ته هغه څه لا نه دي ور کړي، کوم څه چې په کار وو. زما مطلب دلته د ليکنځو له شمېر يا د شاعرانو او ليکوالانو د کتارو څخه ګرسره نه، بلکې دعصري او مهالنيو تقاضو په سمه د نوو رجحاناتو او د جديديت د هغه معيار څخه دی، چي موږ د يو بل په مقابله کي نه، بلکې د سيالانو د سيالۍ وړ ګرځوي. ګوا زه که په هر يو نظم کي تر ستر ايوب صابر لويېږم هم، او په هر غزل کي حمزه بابا ته هم ما ته ور کوم، نو ځان به لا ډېر وړوکی ګڼم. هو! که چېر ته زه د يو هم عصره فرانسوي يا انګليسي يا اردو شاعر د معيار نظم يا غزل نه شم ليکلای. ولي چې دلته معامله د پښتو د سر لوړۍ ده، نه چي د پښتنو تر منځه د تربور ګلوۍ اوپښتو د هغه قام ژبه ده، چي د خپل مثالي تاريخ په سمه نن د زړو تاريخي ژبو سره اوږه په اوږه مخته د تلو حاجت لري او دا ذمه واري د نن د قلم د خاوندانو په سر ده. کوم چي ځان ته د پښتو خواخوږي وايي او دي هم . ګني د وخت دا سپېشل لا کن پيدل برانډ نقادان به له هر پښتو خواخوږي سره داسي په ،ړندو سترګو انصاف کوي، لکه دا کيسه، چي د مثال په توګه يې وړاندي کوم.
د يو خوماخوږي له قوله..، په پيښور کي د عاملي پښتو کانفرنس په يو غير رسمي ملاقات يا موقعه کي د پښين يو غښتلي ملګري خپل نمبر جوړولو په توده جذبه چي څنګه د مشر او بې ساري ليکوال قدرمن سعدالدين شپون په وړاندي زما د سفر نامې اووه ګامه مګل مزل په باب دخپلي خواشينۍ او دنا خو ښۍ اظهار په بېخي سختو تورو کولو په وخت څنګه دا وويل چي شوق صاحب ته داسي په ازادۍ ليکل نه وو په کار نو شپون صاحب دراوي له قوله ووړغوندي وموسېدو او په ډېره پسته کي يې ورته وويل : پلا نکيه ! شوق به نو نور څه ليکل ، خو سنګاپور او .... ملکونو ته تللی و، پښين ته نه ودرغلی.
دا زما يا ديو بل کس کيسه نه ، بلکې زما دشېريني ژبي پښتو د بې شمېره ليکوالو او په خاص توګه د زياترو نقادانو هغه دوديزه فارمولا ده ، چي د ژبي او ادب پولي پاخېدو ته نه پرېږدي او نه يې د عالمګېريت په لوړ مزل که خوښ شي نن يې لا هم هغسي د پښوا په شاني دديبانو يا ښاپيانو نکلونه خوښېږي ، څه چي د ځانۍ ، خوښۍ ، نا خوښۍ په معيار باندي انصاف کولو ته جوګه هم ښکاري او دخوند خبره دالا بېله ده ، چي دليل هم هر يو نقاد ځان ځانته که څه هم له جهاني حقا يقو وتی ، خوښه تکړه او خيټور لري . ما ته نه مني . ذوک چي هم ژبه لري هغه ږغېږي ، خامخا لکه څنګه چي ما مخکي وويل او بلکې بل يې هم دځان په رنګ کي خوښ وي . نه چي دی دچا په رنګ کي ورنګېدو ته تيار ، نو حقه خبره ده چي په داسي حال کي به ژبه تر خپلو د دښمنۍ تر حده دسيالۍ په نتيجه کيي فقط دافرادو د سرونو د شمېر په حساب سو که سوکه خورېږي او بس که څه هم بلي خواته د وخت تقاضې په بين المللي سطح باندي دسيالۍ او دوخت سره سره د تلو دي . نو وبه وايم چي خر که هر څومره په منډه کي تېز وي ، نو هم داس سره سيالي نه شي کولای خا مخا به ماته خوري . هو لکه دا خورو چي يې او دغه رنګه يو بل نوموړی ليکوال په پېښور کي د لومړي ملا قات په موقعه زما د يوې پېښور ريډيو دمرکی حواله ورکولو وروسته راته داسي وويل :
شوقه ! ستا اووه ګامه مزل نامي کتاب زما ډېر زيات خوښ دی او بلکي ستاسو هغه ورېندار نه ده ، هغې خو بيا بيا په خوند لوستی دی . هم يې دځان سره خونديي ساتلی دی او د خوند خبره دا ، چي هم په دغه ورځ دغه نوموړی ليکوال د خپلو ادبي کارنامو ډهول په خپله خوله تر ډېره پوري وهلو وروسته زما د زړه ساتلو او نور نور د ځان دستايلو را اورولو په نيت راته د ځينو لباسي او غوړو خبرو سره سره داسي هم وويل :
شوق وروره ! ستا مختصر نظم زما ډير خوښ دی او ظلم دا ، چي بيا يې سم دستي پوښتنه هم را څخه وکړه ګوا په اووه ګامه مزل کي خو ټول نظمونه دي که نه ؟
او دا هم حقيقت دی چي چرته او له هم زما سترګي چي له چا ليکوال يا شاعر سره څلور شوي دي ، نو هغه که له ما دپښتو تر ټولو لوی شاعر او يو نليکونکی ( سفرنامه نګار ) نه هم دی جوړ کړی نو داسي يې خامخا راته ويلي دي چي :
شوقه ! په پښتو کي که سفرنامه نه شته نو هغه بس فقط ستا سفر نامه ده :
نظم خو هم دغه دی چي ته او پلانکی پلانکی يې ليکي پوهېږم نه چي دا نور بيا څه ليکي ؟
اوس ددې هر څه په پرته که هم زه وغولېږم ، نو به کټ مټ داسي وي لکه ماته چي هغه خلک هنداره راښيي ، څوک چي خپله هم نه ويني او په دواړر سترګو ټپ ړانده وي او دا ړانده خلک نو هيڅوک نه ، بلکې هغه ادبي سترګور دی چي تر ليکنځو زيات د ليکوال په هکله ليکي او هغه هم داسي په پټو سترګورچې وايم خره خندوي لاکن لا خو موږ يوو چي بيا بيا د سادګيۍ مظا هرې کوو او په نه څه ځانونو ته ډېر څه ګور چي څله وايو ؟
ادب که په رښتيا د يو قام د ژوند ژواک عکاس بلل کېږي او دغه په کاغذو نو باندي کښلي کرښي به د سبا تاريح غوره کوي نو ايا موږ د قلم خاوندان هغه څه ليکو ، کوم چي زموږ په حقيقي ژوند کي وجود لري ؟
که هو ، موږ خپلو ضميرونو ته پوروړي نه يو ، نو بيا تر خپلو دا د نومونو جنګ څله ؟ او څله د پښتو د ودي دپارره د سيالو ژبو سره سيالي نه کوو ؟
که يه ، موږ چي څه کوو هغه ښه کوو ، نو ايا موږ په داسي کولو خپل راتلونکی تاريح نه مسخ کوو ؟ او دغه رنګه نوري نوري پوښتني چي له دغو پورتنيو څو سوالونو څخه د هر لوستونکيي په ما غزو کې کېدای شي چي زېږوني کوي ، خو الميه دا چي بيا هم زياتره ادبي سترګور ګوره چي څله ځانونه د څاه چونګښي خوښوي ، په مقابله کېي د پراخ سمندر د ماهيانو ...
نه پوهېږم چي څله ؟ کيدای شي چي زه غلط يم ... لاکن چي ودي بېلا بېلو اخباريي کالمونه مضمونونو که څه هغه له کوټي خپرېږي ، له پېښور او که له کراچۍ ته پام وکړو ، نو کيدای شي چي د پښتو ژبي او ليکوالو په هکله د انصاف په نامه خرڅلاوي او بازري رويې ما په خپل مسلک کي دحق په وړاندي سهي و ګرځوي او زما د خوب په سمه ادب لپاره د ژوند رواج ومومي او دقلم خاوندان ديو بل د جامو څيرلو په چپه د يو مثالي طبقې په توګه يو ځل بېرته په پښتني ټولنه کي د اجتماعي ضمير په وړاندي د را هير کردار لو بولو ته ملا وتړي او په خپلو ليکنځو کي مقصديت پيدا کړي . ښه د ښو تر وروستي ټاکه رسولو او بدو ته بد بېحي بد ويلو حوصله ولري ولي چي هر يو شاعر يا اديب که څه هم په ظاهره ځانته يوازي ښکاري . خو د قام سترګه بلل کېږي نو بايد چي دغه قامي سترګي هم د مهذبه ټولنو د سترګورو ليکوالو په رنګه درون بينې او دوربينې وي او داسي ليکل وکړي چي د نامه سره سره يې قامي مفادات هم د ادبي زيار په کومک تر خپل مطلبه پوريي لاري ورسوي .بيا به نو څه وي ؟ حقه خبره ده ، چي قام به په هغوی او هغوی په قام داسي ښايسته وي لکه سيال قامونه او دهغو قامي سرمايه . ګوا قلمکاران ، چي مرګ لري ، خو مړه ورته نه ويل کېږي لوی خدای دي همدغسي وکړي . امين

افضل شوق / اسلام اباد


هادي حيران
07.12.2005

ډېر ښۀ :P :lol: :P :lol: :P :lol: :P :lol: :P :lol:


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more