د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

کرزی یو قوی سیاست مدار که یوملی شخصیت؟

Samsor Afghan
22.03.2013

د ټول افغان ویب پاڼی ټولو ملګرو ته سلام!

درنو ملګرو ما د ښاغلی حامد کرزی په شخیت او کړنو دا څه د پاسه لس کاله د مطبوعاتو له خوا ډیری څیړنی او شننی واوریدلی خو زما له نظره دا ټولی شننی او څیړنی د وخت په تیریدو سره نا سمی او یا په بل عبارت غلطی وبریښدلی.
کرزی صاحب هغه وعدی یی چی د افغانستان سره کړی وی تقریبا ۹۰ سلنه نه تنها تر سره کړی بلکه اوس مهال یی ځان تقریبا یو ملی شخصیت نه هم نیژدی کړی دی نو ما شخصا په تیرو وختو کی د ده سخت مخالفت کاوو ا مګر اوس مهال دده شخصیت او کړنی خوند راکوی ځکه چی په تیرو کلونو کی مونژ یعنی ولس مطبوعاتو یو داسی لاری رهنمایی کولو چی ګواګی زمونژ ولس په غلطه لار روان دی او په دی سبب به زمونژ هیواد نور هم د بربادی کندی ته ورولویژی
خو نه داسی نه وه!
که یو څوک واقعا د ښاغلی ریس جمهور شخصیت او کړنو ته په یو واقعی دید نه دا چی د احساساتو یا وړو مضوعاتو په اساس ورته وګوری ځیر شی نو دی به په خپل ریس جمهور د اولین ځل د پاره وویاړی.
مننه
سمسور سلیمانخیل
کابل - افغانستان [u:2d78d8c8af][/u:2d78d8c8af]


tandar
22.03.2013

کرزي نه سياست مدار دي اونه کوم ملي شخصيت دي که چيري ملي شخصيت وي ؟
نوملت به پري راټول وي
کرزي يو ژوندي روبرټه ده ددغه مغز ته دامريکا، اشغالګر، له خوا پروګرام ورکول کيږي چه څه له خولي باد کړي نور کوم صلاحيت نه لري هسي سمبول دي
او دتښتيدلو لاري هم بندي دي :oops:
دcia او isi لاسونه دافغان په وينو سره دي


Re: کرزی یو قوی سیاست مدار که یوملی شخصیت؟

پتوال
22.03.2013

[quote:08dc1ba8ab="Samsor Slimankhil"]د ټول افغان ویب پاڼی ټولو ملګرو ته سلام!

درنو ملګرو ما د ښاغلی حامد کرزی په شخیت او کړنو دا څه د پاسه لس کاله د مطبوعاتو له خوا ډیری څیړنی او شننی واوریدلی خو زما له نظره دا ټولی شننی او څیړنی د وخت په تیریدو سره نا سمی او یا په بل عبارت غلطی وبریښدلی.
کرزی صاحب هغه وعدی یی چی د افغانستان سره کړی وی تقریبا ۹۰ سلنه نه تنها تر سره کړی بلکه اوس مهال یی ځان تقریبا یو ملی شخصیت نه هم نیژدی کړی دی نو ما شخصا په تیرو وختو کی د ده سخت مخالفت کاوو ا مګر اوس مهال دده شخصیت او کړنی خوند راکوی ځکه چی په تیرو کلونو کی مونژ یعنی ولس مطبوعاتو یو داسی لاری رهنمایی کولو چی ګواګی زمونژ ولس په غلطه لار روان دی او په دی سبب به زمونژ هیواد نور هم د بربادی کندی ته ورولویژی
خو نه داسی نه وه!
که یو څوک واقعا د ښاغلی ریس جمهور شخصیت او کړنو ته په یو واقعی دید نه دا چی د احساساتو یا وړو مضوعاتو په اساس ورته وګوری ځیر شی نو دی به په خپل ریس جمهور د اولین ځل د پاره وویاړی.
مننه
سمسور سلیمانخیل
کابل - افغانستان [u:08dc1ba8ab][/u:08dc1ba8ab][/quote:08dc1ba8ab]

سلیمانخیل صیب ستړی مشې او په خیر راغلې، خو :

له حسن نیت نه دې مننه دلته مه ګړېږه
............................ که بیا ګړیږې نو پتنګ غوندې پاخه ګړېږه !

دا په سلګونو په زرګونو خلک چې ووژل شول
........................ دا مسولیت د چا په غاړه دی لږ وګړېږه!

په جنايي ټلوالې سپور د امریکا په ډګه
................ څوک د قدرت په ګدۍ کیناست په دې م وګړیږه؟


larghonay laraway
23.03.2013

السلام عليکم!
ياره سليمانخېله که کرزي ته چېرته ووايې چې ته يو ملي شخصيت يې نو ښه ډېر به درپورې وخاندي!
دا لس کاله خو د کرزي په فکر، هدف، ډلې او سياست هيڅوک پوه نه شول چې بالاخره کرزی په کومه عقيده دی؟
که ووايو مسلمان دی نو د کافرو ملګری څنګه شو؟
که ووايو افغان دی نو په کوم اخبار کې دې لوستي چې د امريکا تابعيت يې تسليم کړ؟
که ووايو پښتون دی نو د ټلوالې لنډه غران يې ولې په پښتنو دومره پورته وخېجول؟
که ووايو انسان دی نو عاطفه ولې نه لري او د هېواد، وطن او حتی انسان په وژنه ولې نه دردېږي او څوکۍ ولې نه پرېږدي؟
که ووايو سياست مدار دی نو د سياسي ګوند نوم يې څه شی دی؟

بس سليمان خېل صيب له کرزي څخه هغه ستاسو هندوان هم ښه وفادار دي چې اکثره سليمانخېل او کټوازيان هندوستان ته ورځي او په سود پيسې ورکوي!
مننه


Samsor Afghan
23.03.2013

ورڼو ډيره مننه کوم زه هم تیره شپه ستاسو له ښکلی کاروان سره یو ځای شوم .

تاسو دواړو وروڼو ښکلی ځوابونه ورکړی دی.
تندر ورور د خلکو د راټولیدو خبره کړی چی که چیری کرزی صاحب یو ملی شخصیت وی نو خلک به پری راټول وای!
تندر صاحب په ښاغلی ریس جمهور چی خلک نه وی راټول نو په چا به راټول شی؟
له کرزی صاحب سره د جهاد په نامه لوی ښاماران راټول دی او هغوی یی په مختلفو رقمونو او سیاستونه کارولی او ملت یی د دوی له شر نه په ډیره هوښیاری خلاص کړی دی .نو زما له نظره هغه څه چی کرزی صاحب اوس د ملت د پاره ترسره کړی او لګیا دی اوس یی هم ترسره کوی بل هیڅ ریس جمهور به هم د تاریخ په د اساس پړاو کی نوای ترسره کړای نو همدا کرزی دی چی خلک پری راټول دی او همدا ریس جمهور دی چی د امریکا د سیلاب مخکی یی ځان نیولی او کوشش کوی چی د امریکا له د سیلاب نه نه یوازی خپل هیواد بچ کړی بلکه د امریکا له شتون نه یی په ډیره هوښیاری د خپل ملت د پرمختګ د پاره کار اخیستلی دی .
نو کرزی صاحب په داساس یو قوی سیاست مدار او یو ملی شخصیت بولم.

ښاغلی پتوال ورور تاسو هم د هیوادوالو د مړینی سبب په خپل ښکلی شعری خبرو کی ځای کړی دی او دا مرګونه مو ټول د کرزی صاحب په غاړه ور آچولی دی !
اول خو به زه داسی درته وه وایم چی کرزی افغانستان صاحب(دلودونکی) د یوی څه د پاسه ۳۰۰ زره کسیزه ملی ارودو کړی دی چی اوس کولی شی هغه تکړه ځوانان د هیواد له هر ګوټ نه په خپل ملی او اسلامی احساس دفاع وکړی او د طالب غلامانو ملا په کلکه ماته کړی او پاته شوی د خلکو د وژلو پله!
دا دقیقه خبره ده چی کرزی صاحب ریس جمهور د افغانستان وو او اوس هم دی خو زمونژ په ولس له هر طرفه پټ او ښکاره بریدونه کیدل او کیژی لا روان دی تر ټولو زیات یی امریکا (که په رسمی توګه هم افغانستان ته راغلي ده) خو دوی ډیرافغانان په مختلفو دسیسو وژلی دی دا خو دکرزی خواست نه وو بلکه دا دسیسه وه دغرب او ددوی د همکارانو دا به کیده ځکه دا جګړه طالبانو ګرمه کړی وه او طالبان د کرزی خلک نه وو اما د ده هیواد وال وو چی د پردیو په مفکورو غلط شوی وو او اوس هم غلط دی.نو زمونژ ریس جمهور په وار وار خطاب کړی دی چی طالبانو وروڼو تاسو زمونژ وروڼه یاستی راشی د دولت غیژ درته خلاصه ده او له جګړی لاس واخلی دا ستاسو جګړه نه ده دا ده پردیو جګره ده او خدای ته وګوری نور زمونژ ملت په وینو که مه لمبوی .
دواړه طرفو ته خپل وو ده څه کړی وای؟ خو په مقابل کی امریکا وه او هغوی له خدایه همدا غوښتل چی جګړه اوږده شی او په د اساس به ددوی شتون نور هم وځنډیژی. تر څو دوی خپل اهداف لاس ته راوړی.
اوس دادی په خپله خوله وایی چی نور زمونژه امریکا نه ده پکار چی پس له دی نه په افغانستان کی نظامی شتون و لری او جګړه وکړی.
نو پتوال صاحب دا مړینی او مرګونه د ښاغلی کرزی صاحب په غاړه ور اچول لویه اشتباه ده ځکه چی اوس مونژ او تاسو ته معلومه شوه چی دا کارونه ټول د امریکایانو او ددوی د لاڅپوڅو رامنځ ته شوی قوتونه دی د بیلګی په توګه:
به عراق کی خو سم حکومت وو امریکا ولی ورغله او حمله یی پری وکړه څومره عراقیان مړه شول آیا تاسو دا پله په شهید صدام حسین ور آچوی؟
په لیبیا کی یی قضافی له واکه واچاوو څومره خلک مړه شول آیا دا قضافی مړه کړل که امریکا؟
په سوریه کی څه مشکل وو چی امریکاد سوریی نا اهله خلک وهڅول او دوی یی خپل حکومت ته بلا کړل او اوس لګیا دی دواړه خواوی یی سره داسی اچولی ته وا چی یوه خوا یی کفر دی بلا خوای اسلام.فقط خپل هیوادورانوی
خو خیر دا بیرونی پیښی او حقیقتونه وو تاسو اوس ما ته دا وه وایاست چی:
د پاکستان او ایران له خوا هغه زمونژ ملی شخصیتونه او عالمان چی وژل شوی او کیژی هغه هم د کرزی په غاړه ور اچوی؟
زمونژ ښونځی او ښونکی چی وژل کیژی هغه هم د کرزی په غاړه ور اچوی؟
هغه ځان مرګی انتهاریان (ځان مرداری) هم د کرزی په غاړه ور اچوی چی په جومات کی ځان وژنه کوی او بیګناه خلک وژنی؟
پتوال صاحب دا به ډیره له انصافه لری خبره وی چی مونژ د هغو افغانانو پلا هم د کرزی صاحب په غاړه ور واچوو چی په ایران کی اعدام کیژی.
پتوال صاحب اوس زما له تاسو محترم نه دا سوال دی چی که د هیواد د تاریخ په د اساس وخت کی بل ریس جمهور وای هغه په څه کړی وای؟
په درناوی


Samsor Afghan
23.03.2013

لرغوني لار ویونکی ورور!

ریس جمهور حامد کرزی ته به دا خبره زه په ټول ژوند هم مخامخ ونکړم ځکه بیا چاپلوس ښکاریژم او ځان چاپلوس نه غواړم خو خیر دا ملی شخصیت خبره به پریژدو تاریخ ته چی بیاڅه پکی وایی.
او دا لس کاله که ستاسوهدف له ډلو څخه دا د ټلویزیون سیاسی کارپوهان ( ډوزی ویشتونکي )وی نو بیا هغوی د ریښتیا هم د کرزی په شخصیت کی کوم تشخیص نشی کولی ستا خبره سمه بولم.
د اسلام او کفر خو یی بیخی پوښته مه کوی ځکه چی هغه ټول ملت ته معلوم دی کورنی یی قوم یی ټول کلک مسلمانان دی اوپه یوه خدای باور او عقیده لری د کفارو ملګرتیا یی نه ده کړی ځکه هغه د خپل هیواد ریس جمهور دی او ملت په رایه د ریاست جمهوری څوکی ته ریسدلی دی.
کرزی د امریکی تابعیت نه لری او نه یی هیڅ وخت اخیستی که تاسی کوم سند پری لری مونژ ته یی هم وښیی چی بیا ستاسو دا خبره درسره ومنو.
کرزی پښتون دی خو قومګرایی نه کوی ځکه بیا تعصب تری جوړیژی او تعصب حرام دی او د شیطان کار دی.
کرزی صاحب عاطفه لری او پر هری وړوکی او غټی پیښی یی خپل سخت مخالفت ښودلی او حتی داسی خلک چی هغوی غوښتل ځان مرګی برید ترسره کړی هغه یی د انسانی عاطفی له مخی بهر ته د تعلیم د پاره لیژلی دی.
او بله مهمه خبره داده چی د سیاست کولو د پاره سیاسی حذب ته تګ کوم شرط اویا فرض نه دی. (زه فکر کوم چی دی د حضرت صیب په ګوند کی غړی وو)

یاره ستا دا اخیرنی خبره می خوښه نه شوه په یو ګل نه پسرلی کیژی کیدای شی سلیمانخیلو کی بعضی خلک دا کار وکړی خو زه د لوګر ولایت یم او تر ۷ پشته خو زه خبر یم چی زما نیکونو سود نه دی خوړی بیا د هندوانو خو لا څه کوی. او د کرزی خو د بیخی بلا ورواوړی ځکه کرزی یو مسلمان دی او کلک پری ویاړم.
بیا هم ډیره مننه


larghonay laraway
24.03.2013

زه خو حيران دېته يم چې يو پښتون به په کومو سترګو او کوم ضمير د کرزي ملاتړ کوي او خپل وجدان او ضمير ته به څه ځواب وايي چې کرزي ته ښه وايي؟
کرزي خو دا لس دولس کاله پوره د پښتنو سره دښمني وکړه
که جهادي رهبران دي هم د کرزي د لومړۍ درجې مشاورین دی او که د ټلوالې لنډه غران دي هغه هم د کرزي نږدې مشاورین، مرستيالان او د کرزي کورنۍ د مافيايي غلا شريکباڼي دي

که په چا کې عقل وي نو کرزي چې د سولې د شورا مشرتوب رباني ته ورکړ دا په خپله له پښتنو، وطن او سولې سره دښمني ده!
بيا يې چې صلاح الدين ته ورکړ نو دا سکوټه معامله ده او کرزی غواړي چې له صلاح الدين رباني سره د سولې د ډالري پروژې په ګټه کې شريک شي او د پښتنو، سولې او وطن پر سر معامله وکړي. کرزی يو معامله ګر دی!
کرزي ته چې محسنی، خليلي او محقق څومره ګران دي نو خپل پلار هم ورته هغومره ارزښت نه لري!
کرزي که د امريکې تابعیت نه درلودی نو د ده پلار هم هلته هوټل نه شو جوړولی او دا له هيچا هم پټه نه ده!
د کرزي کورنۍ قاتله، مافيايي، غله، د ځمکو د غصب سرلارې او حتی د يو ورور ښځه يې امريکايي يهوده ده!
کرزی د بې شمېره مسلمانانو پښتنو قاتل دی او ټول عمليات د ده په خوښه او پلان کېږي
کرزی د امريکا خلاف نه بلکې حتی ميرويس کرزي ته چوشک هم امريکايان اخلي او د افغانستان د قانون تر پښو لاندې کوونکی دی ځکه چې کرزي په سلو کې دوه پنځوس رايې پوره نه کړې خو امريکې د ګوډۍ غوندې په تخت کېناوه او رييس جمهور يې کړ
کرزی يو ممثل دی او د امريکې هره دسيسه ډېره ښه تمثيلوي
کرزی يو بې ضميره دی تر نيمايي زيات ولس ترې پردی شوی دی. اکثره خلک ترې خپه او ناراضه دي، ملت او وطن نه شي ساتلی، غلا، فساد او د ځمکو غصب يې فرهنګ او ځانګړې دنده ده خو بيا هم استعفی نه کوي ځکه چې کرزی غلام دی او غلام د استعفی حق هم نه لري!

دا چې ته پرې وياړې نو ستا د وياړ ارزښت څه شی دی؟
وياړ يعنې څه؟
ته به په کارمل او شاشجاع هم وياړې خو کرزی تر کارمل او شاشجاع بد تر دی
کارمل يوه کمونیستي ايډيالوژي درلوده خو د کرزي سياسي ډله، عقيده او ايمان تر اوسه له خلکو پت دي!
کرزی يعنې ریبوټ
ريموټ يې له اوباما سره دی چې هرې خواته يې ګډوي ګډېږي!
هاهاها
وياړه وياړه همدا دې وخت دی


پتوال
24.03.2013

السلام علیکم و رحمة الله وبرکاته !

[quote:12991d4793]بس سليمان خېل صيب له کرزي څخه هغه [color=red:12991d4793]ستاسو هندوان هم ښه وفادار دي چې[/color:12991d4793] اکثره سليمانخېل او کټوازيان هندوستان ته ورځي او [color=blue:12991d4793]په سود پيسې ورکوي! [/color:12991d4793]مننه[/quote:12991d4793]
سلیمانخیل صاحب په دې جمله کې چې د هر چا ده مبتدا سور او خبر یې ابی رنګ لري، د مبتدا او خبر موضوع هم یوه یعنې هندوان دي،
نو د سود خوړل ولې له دوکاندار هندوانو چې همدا یې دودیز کار دی را اخلې او په سلیماخیلو پورې یې تړلې انګیرې؟

رابشو مهمو خبرو ته چې تاسو د کرزي صاحب په اړه مطرح کړي دي :
۱- شاه شجاع ، کار مل او کرزی ګټ مټ او په عین توګه یو له هنده ، بل له شوروي څخه او بل له امریکا څخه راوغوښتل شول او
د قدرت په ګدۍ پړمخه څملول شول، څو د کندهاریانو په اصطلاح سیاسی [color=brown:12991d4793]اشنا [/color:12991d4793]په توګه یې وکاروي!
کرزي د یو افغان او بیا پښتون په توګه دې لوبې ته ولې تن کیښود او د افغان ملت په ملي ناموس یې په امریکایی ناورین کې تر ټولو کوټلې ونډه واخیسته ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

۲- کرزي د یوې مشهورې کورنۍ لرونکي پښتون په توګه پښتانه په دوه برخو سره وویشل او ضعبف یې کړل او د ټپکسالارانو سالاري او واکمنۍ یوغ یې پرې کیښود .

۳- په سیمه کې درې امریکا یی دوستو هیوا دونو ایران، اسراییل او باکستان سره يې په پټه یا ښکاره دوستانه اړیکي
وساتلې او ټینګې یې کړې .

۴- د غلزو او هوتکو سره د سیاسی غدر او خیانت تاریخي لړۍ چې له وروسته نه وروسته له تیمور شاه څخه پیل او تر داود شاه
پورې یې د کابل د پایخت په مرسته يې دوام وکړ یو ځل بیا پیل کړه او دداخلي خاینانو او بهرنی د زوړ استعمار او نوی امپریالیسم پواسطه يې پر مخ وړي.

۵- کرزي ولې امریکایان او ایساف د القاعدې په تعقیب محدود نکړل ، په دویم او دریم بن کنفرانس او خپل موقتي او انتقالي دورو کې
يې دکابینې ۶۰ ٪ څوکۍ طالب مشرانو ته ورنکړې، څو د جنګ مخه يې نیولې واي آو که امریکایانو ورسره دا نه منله نوده ولې د خیانت او جنایت له دغې څوګۍ څخه استعفا نه ورکوله ؟؟؟؟؟؟

۶- د میوند د جګړې فاتح غلزي- هوتکي ایوب خان د افغانستان د ملی واکمنۍ مستحق مشر د مخنیوی له پاره انګلیسي استعمار عبدالرحمان د شمالي ټلوالې د نیکونو په مرسته قدرت ته ورساوه ، دا پېښه یوځل بیا د د ایوب خان پر ځای له ملا عمر، د عبد الرحمان په رول کې د کرزي او د د عبدارحمان د ملاتړو پرځای د هغوی د کړوسو شمالي ټلوالې له خوا تکرار شوه، نو ایا کرزی په کوم ډوړل ددې مداریتوب له جرم او تاریخ له محاکمې څخه اوږه سپکولای شي؟؟؟؟

۷- د ټوپکسالارو، اداري او اخلاقي فساد ګرو ، لوټمارو رشوت خوړونکو او مخدره ټوکیو مافیاو مشري او د استعمار ګرو او امپریالستانو غلامي ټول هغه خیانتونه او جنایات دي چې کرزي اوږه ورکړې ، نو په دې کې له جنايي قهرمانۍ سره بل هېڅ ډول لاسته راوړنه نشي لرلای، نو د دویم کارمل او دریم شاه شجاع ابدي لقب به حقه سره ګټي!


pattang
24.03.2013

پتوال صيب په قلم دې برکت شه !
يو شی زه اضافه کوم کرزی پښتون ندی دکرزي اجداد
ازري ګورجيستاني/ګورګيستاني قزل باش دي اود
ګورګين له وخته څخه په کرزکې مېشته شوې پيسه داره
کورنۍ وه/ده .
کرزی په پښتو خبرې کوي خو اصلا راپوزي ازري شويه
ده او په پښتني منطقه کې ژوند کوي ټول روابط يې له
شويه ګانو سره دي .
دامان الله خان په خت کې يې کورنۍ په ايران کې وه او
اوس هم له ايرانه پټې پيسې او دالر ورته راځي او ټول
کلتوري کارنه يې دايران په موافقه او ګټه دي !
سليمانخيل صيب به له اتڼ او سود څخه څه زدکړي وي
احمد زی کام اوس جهاد نکوي دالر اخلي ،سليمان ابا/
احمد ابا اوداحمدزيونور ټول باغيرته مړه مشران په
قبرونوکې ورته ژاړي !!


حمید هڅــاند
26.03.2013

سمسور صیب ته د هرکلي ترڅنګ....
نو ښاغلی سمسور! تا لیکلي:
[quote:bc5b30dfa9]ما شخصا په تیرو وختو کی د ده سخت مخالفت کاوو ا مګر اوس مهال دده شخصیت او کړنی خوند راکوی ځکه چی په تیرو کلونو کی مونژ یعنی ولس مطبوعاتو یو داسی لاری رهنمایی کولو چی ګواګی زمونژ ولس په غلطه لار روان دی او په دی سبب به زمونژ هیواد نور هم د بربادی کندی ته ورولویژی
خو نه داسی نه وه! [/quote:bc5b30dfa9]

بیا څه وخت او کومې معجزې دي فکر بدل کړ؟

درنښت


pattang
26.03.2013

[quote:7b7e0fc799]بیا څه وخت او کومې معجزې دي فکر بدل کړ؟[/quote:7b7e0fc799]

نورې معجزي نشته خو ددالرو معجزه شته او ريښتيا هم شته !
افغانۍ لوړه کلداره ټيټه د شهزاده په سرای کی دالر ارځانه د cia
له خوا په افغانويو خرڅېږي او بازار ته وړاندې کېږي ! نرخونه
لوړيږي دغريب کور ګډ يږي ،دالر خواره هر کار کولی شي تر
زنکبازي را نيولې تر بچه بازي پورې !
په افغانستان کې طبعي اقتصادي ، بشري ، فزيکي قوانين نشته هغه
دمځکې په سر د cia يو خاص تجربوي ماډل (موډل) دی٠


طیب زابلی *
26.03.2013

سمسور صیب کرزی دی در دځان که په ټول افغان کی مامنیکه تراوسه دکرزی طرفدار لیدلی یی لکه دمیږیانوښورته چی دی چینجی ور وغورزاوو . ولاچی دبوسوخسی خوترینه جوړکی


Samsor Afghan
27.03.2013

بیا می هم د پسرلی تازه سلامونه ومنی!
لرغونی ورور!
دیته باید هم حیران شی ځکه چی ما په دی لیکنه کی یو حقیقت لیکلی او ستا د پاره د کرزی په اړه حقیقت خوند نه درکوی ځکه مونژ پښتانه همیشه ځان منفی اړخ ته غورځاوو او تر هغه پوری یی مقابله کوو تر څو چی ځان قوم او ژبه پری تباه کړو مونژ پښتانه خپل مارکیټینګ نه کوو ځکه چی ځانونه راته چاپلوس ښکاریژی نو په د سبب مونژ هیڅ وخت د یو تکړه او پر ملت مین رهبر نه شو درلودلی.
ستا په ټکو به وغژیژم
ضمیر یعنی د هر انسان داخلی محکمه چی هیڅ واسطه نه منی زما ضمیر دا خبره کوی چی د پښتنو اصلی دښمن پاکستان او ایران او د هغوی لښکر په افغانستان او پښتونخوا کی احمق طالبان دی چی د پولی دواړو خوا ووته زمونژ مشران د پوهی او فکر نه ډک پښتانه وژنی.
دا لس کاله خو پښتنو خپله پښه ووهله پښتون انجینر او ډاکتر خپل کور ته نشی تلای که ځی هم سپین کفن د ورسره د مخه وړی ځکه چی هلته احق طالبان د حکومت خلاف دی نو په د اساس دښمنی طالبانو کړی او که کرزی؟ کرزی مکتبونه جوړ کړه مختلف پروګرامونه یی د افغان ولس د پاره په کار واچول او سل داسی نور پرمختګونه..................
جهادی رهبران پر ولس مسلط تنزیمونه دی او ولس هم ددوی په لاس کی دی دا یو بلا ده که کرزی یی ورسره ونه نیسی خو حکمتیار غوندی په لګیا ول او خپل وطن به یی وراناوو اوس سمه ده زما او ستا حق به یی خوړلی وی خو مونژ او تاسی د هیواد په دی اساسو کلنو کی د یو ښه راتلونکی په خاطر باید قربانی ورکړو په د دلیل چی مونژ ولس کی اوس داسی یوه قوه نشته چی د دوی له غضب نه ولس خپل ځان خلاص کړی خو دا قوه جوړیدونکی ده په دلیل چی حکومت ورځ په ورځ د دیموکراسی خوا ته روان دی او بل دا چی به راتلونکی شلو کلنو کی به افغان ولس زیاتره د سواد او علم او ټکنالوژی خاوندان شی او ددی لنډغرو جهادی رهبرانو به د مقابله او ددوی لری کولو توان له واک نه ولری.
او بل دا چی که په چا کی عقل وی باید دا خبره ومنی چی د صلاح الدین مشری سیاسی او ډیر پر ځا ټاکنه ده په د دلیل چی اوس په حکومت کی شمالی ټلواله او د جمعیت ګوند ډیر مخکی دی نو جمیعت د ګوند غړی او شمالی ټلواله هیڅ وخت نه غواړی چی طالب حکومت ته راشی او بل دا چی نه غواړی پښتنی سیمی ارامی شی ځکه چی پښتنی سیمی که آرامه شی نو طبعا به پرمختګ کوی نو نو دوی دا نه غواړی خبره به را لنډه کم هغه دا چی په صلاح الدین باندی یی ددوی غلولی نور له صلاح الدین سره کوم واک نشته ټول واک له معصوم ستانیکزی سره ده او هغه یو پښتون دی
کرزی د ریښتیا هم معامله ګر دی خو داسی یو معامله ګر دی چی په هره معامله کی به ولس ته خیر وی نه شر.
هوټل د کرزی نه دی هغه یی د ورور دی او بل دا چی کیدای شی چی یو ورور د امریکی تابعیت واخلی او بل د بریتانیا نو ددوی ټوله کورنی د امریکی تابعیت نه لری
یو ورور به یی د ریښتیا یهوده ښځه کړی وی او ورور به یی هم یهود وی خو ستا دا تور له هغه ملایانو کم نه دی چی بریتانیا په واسطه دوی په غازی امان الله خا ن باندی لګولی وو نور چی څه وشول تاریخ کی شته ویی ولوله.
کرزی باید هم د امریکا خلاف نه شی ځکه چی همدا امریکه وه چی افغانستان پرمختګ وکړ خو زه پری مین نه یم ځکه هغه یو کفری هیواد دی او هیڅ وخت مونژ او تاسی پری باید دایمی باور ونکړو خو له شتون نه یی مونژ اوس ښه ګټه واخیسته او کوښښ باید وشی چی نور هم ددوی شتون په شکل دی ستراتیژیک وساتو.
د نورو سوالونه ځواب دی هم له پورتنی لیکنه واخله خو د خپل ویاړ ارزښت به داسی درته وه وایم:
زما هیواد اوس څه دپاسه ۳۰۰۰۰۰ ملی اردو لری
زما هیواد اوس د ټکنالوژی او علم خوا ته روان دی
زما هغه هیواد چی پاکستانیو په خپلو عسکرو ځپلی وو اوس بیا ډیر رغول شوی دی
زما هر افغان ورور اوس په حقیقت رسیدلی او هرڅوک ډیر ښه پیژنی
زما د ملت نه څه د پاسه لس زه کسان په خارج کی لوړ تحیل ماسټری او دوکتورا کوی او بیرته خپل وطن ته خدمت کوی.
زما په هیواد کی اوس له لس میلیونو نه زیات افغان زده کونکی زده کړی کوی
زما په هیواد کی اوس څه د پاسه ۹.۳ لکه زدکیاړان به تحصیل بوخت دی
زما په هیواد کی اوس په سلګونو رادیو ګانی او ټلویزیونه کار کوی
او بلاخره زما هیواد اوس د ریس جمهور، پارلمان او یو اساسی قانون درلودنکی دی.
ددی خبرو د ثبوت د پاره فقط د ښاغلی کرزی هغه وینا چی په نظامی پوهنتون کی یی زده کیاړانو ته کړی یو ځل واوره ستا د پاره نوری خبری نه اوږدوم.
مننه په ډیر درنښت


pattang
27.03.2013

سمسور سليمانخېله ،يا ډېر کوچنی يې او يا زوړ پرچمی !
په دالري اتڼ کې داسې لاسونه دورې اورې مست غورځوې چې
ان دسرلونګۍ او څپلۍ دې د اندړو پر ځای صليبي اشغالګرو درځخه
پټ کړل او اوس سرلوڅی اوپښې لوڅی کورته روان يې!!

اوس به له کليوالي او امي ډوله ناندريو تېر شم خبرو ته به دې ځواب
درکړم :

[code:1:2feaf3a0cb]کرزی باید هم د امریکا خلاف نه شی ځکه چی همدا امریکه وه چی افغانستان پرمختګ وکړ ......[/code:1:2feaf3a0cb]

کرزی د امريکي په خلاف حرکت نشي کولی ځکه چې د cia اجنټ وو او دی
د جرمني د بن په غونډه کې ستار سيرت ډېرې رايې اخيستې وې خو
امريکايانو په خپل زور سره خپل اجنټ کرزی وټاکه !
دا اوس خبريې داسي دي لکه د کاترۍ سپی چې خوشې نور سپي په جنګ
سره اچوي او دا خپله لکۍ ورته وهي :

[img:2feaf3a0cb]http://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/b/b9/Hamid_Karzai_with_US_Special_Forces_in_2001.jpg[/img:2feaf3a0cb]
American Special Forces and Hamid Karzai during
Operation Enduring Freedom in October 2001

کرزي د CIA اجنټ :

http://en.wikipedia.org/wiki/Hamid_Karzai
Early career:

After obtaining his Master's degree in India, he moved to neighboring Pakistan to work as a fundraiser for the anti-communist mujahideen during the 1980s Soviet war in Afghanistan.[8] The Mujahideen were backed by the United States, Pakistan, Saudi Arabia and Iran, and Karzai was a contractor for the U.S. Central Intelligence Agency (CIA) at the time.[9] While Karzai remained in Pakistan during the Soviet intervention,[10] his siblings emigrated to the United States

http://www.nytimes.com/2009/10/28/world/asia/28intel.html?pagewanted=all&_r=0

[quote:2feaf3a0cb]خو زه پری مین نه یم ځکه هغه یو کفری هیواد دی او هیڅ وخت مونژ او تاسی پری باید دایمی باور ونکړو خو له شتون نه یی مونژ اوس ښه ګټه واخیسته او کوښښ باید وشی چی نور هم ددوی شتون په شکل دی ستراتیژیک وساتو.[/quote:2feaf3a0cb]

داخبره دې ډېره خامه لکه ديوو کوچني هلک داسې ده ، عجبه خبره :
دالر يې خورې ، کلچر يې اخلې ،وړې وزې يې در خراپې کړې او ته لا
وايې چې (مين نه يم ..) دا خو ولاک پښتو او غيرت او اسلام وي خو په
حقيقت کې دروغ وايې ، له داسې عمله په د امان کې باره سود بهتر دی ....

[quote:2feaf3a0cb]د نورو سوالونه ځواب دی هم له پورتنی لیکنه واخله خو د خپل ویاړ
ارزښت به داسی درته وه وایم:[/quote:2feaf3a0cb]

دا دوياړ ارزښت ندی بلکې دا دې بې غيرتي ، لټي او غلامي قباله ده !

[quote:2feaf3a0cb]زما هیواد اوس څه دپاسه ۳۰۰۰۰۰ ملی اردو لری[/quote:2feaf3a0cb]

دا پردۍ اخيستل شوې دالري اردو ده چې دورځې پيسې يې صليبي
اشغالګر ورکوي ، که صليبي حاميان يې نه وي دوی به داسې منډې وهي
لکه کړکې چرګې !

[quote:2feaf3a0cb]زما هیواد اوس د ټکنالوژی او علم خوا ته روان دی [/quote:2feaf3a0cb]

خبرې دې او که خوشې لاپې ! داټول ماشيني چورګوړي دي يو يې هم په
تکنالوژي خبرندی (کانکور ته دې ګوره ..)، تکنالوچي خپل کلتور غواړي
ستاسو لپاره هندی فلم دی اود هندې فلم يوه صحنه دی او بس !

[code:1:2feaf3a0cb]زما هغه هیواد چی پاکستانیو په خپلو عسکرو ځپلی وو اوس بیا ډیر
رغول شوی دی [/code:1:2feaf3a0cb]

واوا دا وړۍ خو د ولاکه شړی شي !
پاکستاني عسکر خو چاندي ليدلي خو مسلمان پښتانه او پنجابي مسلمانان به
چا ليدلي وي ! خو فرق يې دادی چې صليبيانو ستا وطن اشغالکړی ته يې
ځيره خور يې او وړې بوزې يې در ټنډې کړې ! نو ته هم دوياړ او غيرت
خبرې کوې نالت پر داسې پښتو او غيرت !

[quote:2feaf3a0cb]زما هر افغان ورور اوس په حقیقت رسیدلی او هرڅوک ډیر ښه
پیژنی زما د ملت نه څه د پاسه لس زه کسان په خارج کی لوړ تحیل ماسټری
او دوکتورا کوی او بیرته خپل وطن ته خدمت کوی.[/quote:2feaf3a0cb]

اول خو ټول نه درځي او که درهم شي نو تاسو دهغوی لپاره کوم کار لرۍ !
ايا صليبي اشغالګرو کومه فابريکه جوړه کړې، کوم فني کار ګريې درته تربيه
کړی چې کار پکشې وکړي دااوس خو ټولې د cia پيسې دي چې مامورينوته
ته cia ديوو کارت په واسطه کابل بنګ ورکوي ! سليمانخيله خوشې لګيايې
يو هم ستاسو کې په ملي اقتصاد اود هغه په رشد او پلان نه پوهيږی ، خوشې
اپړې دوپړې موجوړېکړې جنګ اوږدوۍ او دالر وهی او بيا به له صليبيانو مخ
کې له دالرو ډک جيبونه خارج ته منډې وهی !

[quote:2feaf3a0cb]زما په هیواد کی اوس له لس میلیونو نه زیات افغان زده کونکی زده
کړی کوی[/quote:2feaf3a0cb]

هو سواد ښه شی دی خو دغه خلک به ستاسي دالر خواره، تنبل ،بېکاره،
رشوتخواره له منځه وړي ، ځکه دوی به بيا کارونه غواړي او يا به
دناامېدۍ شپې اورځې دکار لپاره په خارج کې تېروي!

[quote:2feaf3a0cb]زما په هیواد کی اوس څه د پاسه ۹.۳ لکه زدکیاړان به تحصیل
بوخت دی![/quote:2feaf3a0cb]

دايو بې پلانه دلاسپوڅيو دالر خورو پوچ ريتوريک دی ....

[quote:2feaf3a0cb]زما په هیواد کی اوس په سلګونو رادیو ګانی او ټلویزیونه کار کوی
[/quote:2feaf3a0cb]

سليمانخيل صيب زه پر دا خېرو کې ستاسو پروګرامونه نيسم !
له يوې خوا لودګان ، سياست پوهان ، حقوق پوهان مجلسونه پکشې کوي اوله
بلې خوا د هندي او ترکي ، ايراني فلمونه ترجمه او شکاره کول دي چې له
افغاني کلتوره لرې دي ، او اوس دې ښځې ځانونه سوځې ، نر او ښځې د
کونيانې کيږي او د هم دغه عمده هدف دصليبي اشغالګرودی چې اسلام له
منځه يوسي !!

[quote:2feaf3a0cb]او بلاخره زما هیواد اوس د ریس جمهور، پارلمان او یو اساسی قانون درلودنکی دی. [/quote:2feaf3a0cb]

دشرم ځای دی لانت پر داسې اساسي قانون چې د اشغال او B52 په زور
منځ ته راغلی وي اوهر وخت داشغال خاطره ورسره او داشغال محصول وي
او دافغانستان د desintegration بوی ترې راځي ، ته ورشه ملي سرود
ته دې غوږ ونيسه او بيايې راپه ګوته کړه چې دکوم ملک په ملي سرود کې
دکامونو نومنه ياديږي ! ملي سرود دملت ملي هويت څرګندوي ، نه کامونه!!!

[quote:2feaf3a0cb]ددی خبرو د ثبوت د پاره فقط د ښاغلی کرزی هغه وینا چی په
نظامی پوهنتون کی یی زده کیاړانو ته کړی یو ځل واوره ستا د پاره نوری
خبری نه اوږدوم.
مننه په ډیر درنښت [/quote:2feaf3a0cb]

ديوو مذدور اجنټ خبرې نورو لاسپوڅيو دالر خورو ته ،نودوی خو به هم
خپل زړه خوشالوي !


larghonay laraway
27.03.2013

سلامونه!
سمسور ليکلي:
زما ضمیر دا خبره کوی چی د پښتنو اصلی دښمن پاکستان او ایران او د هغوی لښکر په افغانستان او پښتونخوا کی احمق طالبان دی چی د پولی دواړو خوا ووته زمونژ مشران د پوهی او فکر نه ډک پښتانه وژنی.

ګران سمسور صيب که رښتيا هم ستا ضمير دا خبره کوي چې ايران او پاکستان د افغانستان دښمنان دي نو کرزی په غير قانوني توګه په ديپلومات بکسونو کې له ايران او پاکستان نه ولې پيسې اخلي؟
دا هم له خپل ضميره وپوښته چې کرزی به په بدل کې څه ورکوي؟ وطن، ملت او ناموس!
تاسو ليکلي:
(جهادی رهبران پر ولس مسلط تنزیمونه دی او ولس هم ددوی په لاس کی دی دا یو بلا ده که کرزی یی ورسره ونه نیسی خو حکمتیار غوندی په لګیا ول او خپل وطن به یی وراناوو اوس سمه ده زما او ستا حق به یی خوړلی وی خو مونژ او تاسی د هیواد په دی اساسو کلنو کی د یو ښه راتلونکی په خاطر باید قربانی ورکړو په د دلیل چی مونژ ولس کی اوس داسی یوه قوه نشته چی د دوی له غضب نه ولس خپل ځان خلاص کړی خو دا قوه جوړیدونکی ده په دلیل چی حکومت ورځ په ورځ د دیموکراسی خوا ته روان دی او بل دا چی به راتلونکی شلو کلنو کی به افغان ولس زیاتره د سواد او علم او ټکنالوژی خاوندان شی او ددی لنډغرو جهادی رهبرانو به د مقابله او ددوی لری کولو توان له واک نه ولری.)

کرزي د خپلو مافيايي ګټو لپاره همدا جهادي مشران ساتلي او په ګټو، غلا، فساد او دبړه مارۍ کې ورسره شريک دي. که کرزي نه غوښتلی نو جهادي دبړه ماران خو طالبانو ترکولابه ځغلولي وو امريکا چې طالبان له منځه يوړل نو دوی يې نه شو وړلی؟
خو کرزی په اصل کې يوازې يو هدف لري او هغه د ده مافيايي کابينې، مافيايي کورنۍ او امريکايي لنډه غرانو ته د غلا او فساد لارې چارې هوارول دي!

او بل دا چی که په چا کی عقل وی باید دا خبره ومنی چی د صلاح الدین مشری سیاسی او ډیر پر ځا ټاکنه ده په د دلیل چی اوس په حکومت کی شمالی ټلواله او د جمعیت ګوند ډیر مخکی دی نو جمیعت د ګوند غړی او شمالی ټلواله هیڅ وخت نه غواړی چی طالب حکومت ته راشی او بل دا چی نه غواړی پښتنی سیمی ارامی شی ځکه چی پښتنی سیمی که آرامه شی نو طبعا به پرمختګ کوی نو نو دوی دا نه غواړی خبره به را لنډه کم هغه دا چی په صلاح الدین باندی یی ددوی غلولی نور له صلاح الدین سره کوم واک نشته ټول واک له معصوم ستانیکزی سره ده او هغه یو پښتون دی.
د سولې د عالي شورا لپاره د رباني او بيا د هغه د زوی ټاکل نه عقل مني، نه منطق لري او نه له وطن او خلکو سره وفا ده. بلکې دا له خدای، وطن او ملت سره ستره جفا ده. د سولې شورا يوه ډالري پروژه ده چې په مليونونو ډالر لري او کرزی نه غواړي چې يو وړ څوک يې مشري وکړي. ځکه چې دا په مليونونو ډالر بيا د ده له خولې ووځي؟
صلاح الدين رباني له کرزي سره په غلا کې شريک دی!
بله دا چې که ستاسو خبره سمه وي چې په دې حکومت کې شمالي ټلواله او جمعيت ګوند ډېر مخکې وي نو کرزی بيا د کوم باغ ملۍ ده؟
که کرزی غلام نه وي او رښتيا هم ولسمشر وي نو د شمالي ټلوالې مخکې کېدل يعنې څه؟
خو کرزی اصل کې ضمير نه لري او د وطن جوړول يې هدف نه دی کنه نو د شمالي ټلوالې غلو او جنايتکارانو ته وګوره او د سولې شورا واږي او د حکومت نفوذ ته وګوره!
که په طالب کې چېرته لږ تريخی هم وي او د کرزي له خوا د شمالي ټلوالې په سرلارېتوب د سولې ډالري پروژه يا د کرزي په اصطلاح شورا اعلانونه وګوري چې تشې ښکنځلې دي نو هيڅکله به هم له دې حکومت سره سوله ونه کړي.
زه د طالب او ړانده ، بې سواده او بې هويته ملاعمر پلوي نه کوم خو د سولې شورا د ټلويزيونونو له لارې طالبانو ته سپکې سپورې ښکنځلې کوي او بيا ورته وايي چې سولې ته راشئ؟!
حتی د وحشي، جنايتکاران، او ... الفاظ ورته کاروي نو که څوک انسان وي او عقل لري او ځانته ولسمشر وايي سوله په دې شکل راځي چې د ښکېلې خوا يو لنډغر ورته منځګړی کړي؟
که ته د طالب پر ځای وای او له ټلوالې سره دې دومره وژنې او ځغلونې کړې وای نو د دوی په مشرتابه سولې ته راتلې؟
هغه چې هره شپه اعلانونه کېږي چې طالبان تسليم شول هغه ټول دروغ دي او د جمعيت د ګوند خلکو ته په دې نامه امتيازونه ورکوي.
رښتيا دې ناپړيتې ته وګوره:
د سولې شورا تر نورو ولايتونو پنجشير ته ډېره بوديجه ټاکلې؟
نو ايا په پنجشير کې طالبان يا مخالفين شته؟

سمسور ليکلي:
کرزی د ریښتیا هم معامله ګر دی خو داسی یو معامله ګر دی چی په هره معامله کی به ولس ته خیر وی نه شر.

زه وايم:
د کرزي ټولې معاملې دومره شرموونکې دي چې ولس پرې شرمېږي!
دا ولس دومره احمق هم نه دی لکه ته چې ورته فکر کوې!
ميخکوب محقق او کريم خليلي ته په امتيازاتو ورکولو کې د ولس خير دی؟
د فهیم په ملاتړ او په پښتنو سپرولو کې د ولس خير دی؟
محسني ته دومره ناز ورکول چې له کابله قم جوړ کړي او د خوشحال خان د ليسې ځمکه ورکړي په دې کې د ولس خير دی؟
هر کال په زرګونو هزاره او تاجیک په غير قانوني توګه پوهنتون ته داخلول او پښتانه محرومولو کې د ولس خير دی؟
په هر ولايت کې په لس ګونو زره جريبه ځمکه د کرزي د کورنۍ او لنډه غرانو له خوا غصبولو کې د ولس خير دی؟
د هېواد عامه شتمنيوپه لوټ کې د ولس خير دی
جنرال دوست چې اوس هم پښتانه وژني او له شماله يې شړلي دومره نازولو کې د ولس خير دی؟
داسې کابينه جوړول چې هيڅ کله هم يوه حکومتي ګډه پاليسي او نظر ونه لري په دې کې هم د ولس خير دی؟
د کرزي له خوا پارلمان ته دغلو، قاچاقبرانو او قاتلانو په راوستلو کې د ولس خير دي؟
حکومتي څوکۍ او پوسټونه د قومي مصلحتونو له مخې ورکولو کې د ولس خير دی؟
دا چې کرزی په خپله غل دی، کورنۍ يې غله ده او کابينه او حکومت يې غل دی نو ځکه افغانستان په غلا او فساد کې اول دی ايا په دې کې هم د ولس خير دی؟
ياره که د کرزي بېغيرته او دوستې معاملې درته شمار کړم نو باور وکړه چې کتاب ترې جوړېږي خو نه ارزي چې په يو دبړه مار باندې دومره ځان ستړی کړم!

تاسو ليکلي:
هوټل د کرزی نه دی هغه یی د ورور دی او بل دا چی کیدای شی چی یو ورور د امریکی تابعیت واخلی او بل د بریتانیا نو ددوی ټوله کورنی د امریکی تابعیت نه لری.

زه ورته وايم:
خو تا ليکلي وو چې د کرزي ټوله کورنۍ عقيدوي کلک مسلمانان دي کنه!
دا چې کرزی د امريکې تابعيت نه لري نو د کوم سند له مخې په امريکا کې مېشت ؤ؟
ايا بن ته هم له امريکې رانغلو؟

سمسور ليکلي:
یو ورور به یی د ریښتیا یهوده ښځه کړی وی او ورور به یی هم یهود وی خو ستا دا تور له هغه ملایانو کم نه دی چی بریتانیا په واسطه دوی په غازی امان الله خا ن باندی لګولی وو نور چی څه وشول تاریخ کی شته ویی ولوله.
ګرانه د قيوم کرزي ښځه Pat نومېږي او امريکايي ده په چل يې نه پوهېږم کنه نو تصوير به يې هم درته خپور کړم!
بله دا چې هوټل يې د ورور ؤ يعنې څه؟
د افغانستان ټولنه خو څه د امريکا ټولنه نه ده چې د هرچا سرمايه يوازې په همغه شخص پورې مربوط شي!
که داسې وي نو د احمد ولي کرزي ټوله شتمني ولې محمود او شاولي ته پاتې شوه؟
ولې کوم بل کندهاري ته د عينو غصب شوې مېنې واک ورنه کړل شو؟
ځان مه غلطوه هوټل د کرزي د کورنۍ ؤ او تر ډېره وخته په امريکا کې د هوټل او چرګانو لپاره يو اعلان هم کېده چې هغه کرزيان چې يو ورور يې د افغانستان ولسمشر دی!
هاهاها

سمسور ليکلي:
کرزی باید هم د امریکا خلاف نه شی ځکه چی همدا امریکه وه چی افغانستان پرمختګ وکړ خو زه پری مین نه یم ځکه هغه یو کفری هیواد دی او هیڅ وخت مونژ او تاسی پری باید دایمی باور ونکړو خو له شتون نه یی مونژ اوس ښه ګټه واخیسته او کوښښ باید وشی چی نور هم ددوی شتون په شکل دی ستراتیژیک وساتو.

دا نو بيا د کرزي نه پوښتنه وکړه چې ولې يو غر پر بل ولي؟ ولې کله ځان ورسره مخالف او کله ورته وايي چې استعفی درته کوم؟
سمسوره د کرزي دفاع به درته ډېره سخته شي! ځکه چې کرزی نارمل انسان نه دی بلکې بې سد دی. يوه ورځ له امريکې سره دښمني ښيي او وايي چې طالب هم د امريکا له خوا اکمالېږي او بله ورځ بيا په سپينو سترګو په خپلو تېرو خبرو منکر وي!
يعنې کرزی ګډې وډې ولي!

سمسور ليکلي:
زما هیواد اوس څه دپاسه ۳۰۰۰۰۰ ملی اردو لری

زه وايم:
که نن هم ايران پوله پرانيستله او هلته يې د مزدورۍ بيه لوړه کړه ټوله ورځي!
بله دا چې کرزي له همدې ملي اردو سره ډېر خيانت وکړ چې مشري يې يوازې يو ګوند (جمعيت) ته ورکړه. مړه کېږي چې هغه بېچاره ګان اکثره پښتانه دي خو صاحب منصبان يې جمعيتيان او په ټوليزه کې پنجشيريان او بدخشيان دي. په داسې شکل ملي اردو جوړول له هېواد او خلکو سره خيانت دی او ډېره زر ړنګيدی شي!

سمسورليکلي:
زما هیواد اوس د ټکنالوژی او علم خوا ته روان دی

زه وايم:
دا د هغو بېچاره خلکو شخصي هلې ځلې دي چې د مهاجرت په وخت کې يې په پاکستان او نورو هېوادونو کې په شخصي توګه زده کړې کړې دي. کرزي خو له ښوونځيو او پوهنتونه رشخند جوړ کړی دی.
هر کال نصاب بدلوي او د کال تر نيمايي پورې کتاب نه شي ورته رسيدلی. تر نيمايي ولايتونو کې دا لس کاله ښوونځي بند وو چې دا هم پښتنو ته د کرزي له خوا دسيسه وه!

سمسور ليکلي:
زما هغه هیواد چی پاکستانیو په خپلو عسکرو ځپلی وو اوس بیا ډیر رغول شوی دی

زه وايم:
کوم ځای رغول شوی؟
دا چې لوړ پوړې ودانۍ ګورې دا د خلکو دي او د حکومت بيا رغونه هغه ده چې نيمه روپۍ يې مصرف کړې او سل يې پټې کړې دي. که هرکال د کابل سړکونه ونه رغول شي د يو ژمي هم نه دي ځکه چې د کرزي صيب ټيم په کې ډېره زياته غلا کړې او د ولس دا فرصت يې د خپلو غلاوو قرباني کړ.
هر غل له کرزي سره شريک دی کنه نو کوم وزير تر رسوايۍ وروسته ونيول شو؟

سمسور ليکلي:
زما هر افغان ورور اوس په حقیقت رسیدلی او هرڅوک ډیر ښه پیژنی
بالکل!
کرزی ښه پېژني چې د امريکا ممثل دی او له ملي ګټو څخه شمالي ګټو ته ډېر وفادار دی!

سمسور ليکلي:
زما د ملت نه څه د پاسه لس زه کسان په خارج کی لوړ تحیل ماسټری او دوکتورا کوی او بیرته خپل وطن ته خدمت کوی.
دا يو غټ خيانت وشو. ځکه چې ملت ته يو فرصت او چانس ورکړل شوی ؤ خو کرزي د خپل غلط او ناوړه سياست قرباني کړ. په هېواد کې يې نفاق خپور کړ او اکثره سکالرشيپونه په غير قانوني توګه غير پښتنو ته ورکړل شول. خو هغه يو نيم پښتون چې تللی هغه هم په خپلو شخصي هلو ځلو تللی دی. د هزاره او تاجيکو غوندې په مفتو کې نه دی تللی!

سمسور ليکلي:
زما په هیواد کی اوس له لس میلیونو نه زیات افغان زده کونکی زده کړی کوی

زه وايم:
دا شعار دی!
په اکثرو پښتنو سيمو کې ښوونځي بند دي او د معارف رياست يې پرانيستي اعلانوي. ځکه چې مصارف يې ځانته سپموي!
ښوونځي خو د طالبانو په وخت کې هم ټول پرانيستي وو خو چې کيفيت يې نه ؤ نو څه؟ اوس چې د نړۍ ډالر راخوشې دي بيا هم بې کيفيته دي!

سمسور ليکلي:
زما په هیواد کی اوس په سلګونو رادیو ګانی او ټلویزیونه کار کوی

زه وايم:
يعنې څه؟
کرزی دا سنجش هم نه شي کولی چې ايا د دې هېواد لومړيتوب سلګونه راډيوګانې او ټلويزيونونه دي چې ټوله ورځ سندرې واوري؟

سمسور ليکلي:
او بلاخره زما هیواد اوس د ریس جمهور، پارلمان او یو اساسی قانون درلودنکی دی.

زه وايم:
د حکومت له دريځه چې څوک دا خبره کوي نو شرم ورته په کار دی!
ځکه چې رييس جمهور په سلو کې دوه پنځوس رايې پوره نه کړې، غلاوې او درغلۍ يې ثابتې شوې خو بيا هم د امريکې په کم او کرم ولسمشر شو نه د ولس په رايو!
پارلمان تر اوسه د قانون له مخې مشروعيت نه لري. ځکه چې کرزي خلکو ته د فساد او درغلۍ زمينه برابره کړې وه او بيا يې د ګڼو پارلمانيانو ليست هم خپور کړ چې په غيري قانوني توګه راغلي بايد ووځي خو بيا هم په پارلمان کې دي او د کرزي سره معاملې کوي!
تاسو اساسي قانون ياد کړی
هاهاها
همغه اساسي قانون چې تر هرچا لومړی يې ولسمشر تر پښو لاندې کوي؟
د قانون د جوړېدو پر وخت ډېرې ناندرۍ ووهل شوې خو مسعود ملي اتل نه شو ولې هر کال کرزی قانون تر پښو لاندې کوي او د خپل يو بيغيرته فرمان له مخې مسعود ته ملي اتل وايي او ورځ يې لمانځي؟!
جنرال دوستم ارګ ته په څو مترۍ کې په يو شخص جنسي تيری وکړ خو کرزی وايي قانون نه منم بلکې مصلت منم.
د افغانستان په حکومت کې غلا کول دود ګرځيدلی ځکه چې د ولسمشر کابينه او کورنۍ غله ده. خو د قانون له مخې تر دې دمه هيڅ غل ته هم قانوني جزا ورنه کړل شوه نو کوم قانون؟
په قانون کې راغلي چې وزيران بايد دوه ګوني تابعيتونه ونه لري خو کرزی چې خپله پردی دی نو څه عمل به پرې وکړي؟ کوم قانون؟
په قانون کې راغلي چې د هېواد د اتباعو تر منځ برتري او توپير ممنوع دی خو کرزی پښتانه وژني او هزاره ګان په اوږو سوروي ځکه چې مور يې شيعه ګڼه ده کوم قانون؟
کوم نظامي پوهنتون؟
بس خو
که غلامان درته په شمار کړم
يو يې کرزی او سل به نور دروښيمه[/quote]


pattang
27.03.2013

لاروي صيب ښه ليکنه دې کړې خو د سليمان خيل خبروته د بايد بل رنګ ورکړی وی ، ترڅو چې په وضاحت سره ولوستل شي او جزبندي شي !

که څه هم د انپړ خپرو دې مازغه راخراپه کړل خو نور دې ډېر واقعتونه
ليکلي دي او ځان ته مې اجازه ورکړه په وېزوول شکل مې يو څه لاس پکشې
وواهه چې واضح حقايق او غيرې حقايق سره جدا شي !!


pattang
27.03.2013

[color=green:33cefe7f21]دلاروي صيب دليکنې تکرار ![/color:33cefe7f21]

سلامونه!
[quote:33cefe7f21]
سمسور ليکلي:
زما ضمیر دا خبره کوی چی د پښتنو اصلی دښمن پاکستان او ایران او د هغوی لښکر په افغانستان او پښتونخوا کی احمق طالبان دی چی د پولی دواړو خوا ووته زمونژ مشران د پوهی او فکر نه ډک پښتانه وژنی. [/quote:33cefe7f21]

ګران سمسور صيب که رښتيا هم ستا ضمير دا خبره کوي چې ايران او پاکستان د افغانستان دښمنان دي نو کرزی په غير قانوني توګه په ديپلومات بکسونو کې له ايران او پاکستان نه ولې پيسې اخلي؟
دا هم له خپل ضميره وپوښته چې کرزی به په بدل کې څه ورکوي؟ وطن، ملت او ناموس!

[quote:33cefe7f21]تاسو ليکلي:
(جهادی رهبران پر ولس مسلط تنزیمونه دی او ولس هم ددوی په لاس کی دی دا یو بلا ده که کرزی یی ورسره ونه نیسی خو حکمتیار غوندی په لګیا ول او خپل وطن به یی وراناوو اوس سمه ده زما او ستا حق به یی خوړلی وی خو مونژ او تاسی د هیواد په دی اساسو کلنو کی د یو ښه راتلونکی په خاطر باید قربانی ورکړو په د دلیل چی مونژ ولس کی اوس داسی یوه قوه نشته چی د دوی له غضب نه ولس خپل ځان خلاص کړی خو دا قوه جوړیدونکی ده په دلیل چی حکومت ورځ په ورځ د دیموکراسی خوا ته روان دی او بل دا چی به راتلونکی شلو کلنو کی به افغان ولس زیاتره د سواد او علم او ټکنالوژی خاوندان شی او ددی لنډغرو جهادی رهبرانو به د مقابله او ددوی لری کولو توان له واک نه ولری.) [/quote:33cefe7f21]

کرزي د خپلو مافيايي ګټو لپاره همدا جهادي مشران ساتلي او په ګټو، غلا، فساد او دبړه مارۍ کې ورسره شريک دي. که کرزي نه غوښتلی نو جهادي دبړه ماران خو طالبانو ترکولابه ځغلولي وو امريکا چې طالبان له منځه يوړل نو دوی يې نه شو وړلی؟
خو کرزی په اصل کې يوازې يو هدف لري او هغه د ده مافيايي کابينې، مافيايي کورنۍ او امريکايي لنډه غرانو ته د غلا او فساد لارې چارې هوارول دي!

همدا راز تاسو ليکلي:
[quote:33cefe7f21]
او بل دا چی که په چا کی عقل وی باید دا خبره ومنی چی د صلاح الدین مشری سیاسی او ډیر پر ځا ټاکنه ده په د دلیل چی اوس په حکومت کی شمالی ټلواله او د جمعیت ګوند ډیر مخکی دی نو جمیعت د ګوند غړی او شمالی ټلواله هیڅ وخت نه غواړی چی طالب حکومت ته راشی او بل دا چی نه غواړی پښتنی سیمی ارامی شی ځکه چی پښتنی سیمی که آرامه شی نو طبعا به پرمختګ کوی نو نو دوی دا نه غواړی خبره به را لنډه کم هغه دا چی په صلاح الدین باندی یی ددوی غلولی نور له صلاح الدین سره کوم واک نشته ټول واک له معصوم ستانیکزی سره ده او هغه یو پښتون دی. [/quote:33cefe7f21]

د سولې د عالي شورا لپاره د رباني او بيا د هغه د زوی ټاکل نه عقل مني، نه منطق لري او نه له وطن او خلکو سره وفا ده. بلکې دا له خدای، وطن او ملت سره ستره جفا ده. د سولې شورا يوه ډالري پروژه ده چې په مليونونو ډالر لري او کرزی نه غواړي چې يو وړ څوک يې مشري وکړي. ځکه چې دا په مليونونو ډالر بيا د ده له خولې ووځي؟
صلاح الدين رباني له کرزي سره په غلا کې شريک دی!
بله دا چې که ستاسو خبره سمه وي چې په دې حکومت کې شمالي ټلواله او جمعيت ګوند ډېر مخکې وي نو کرزی بيا د کوم باغ ملۍ ده؟
که کرزی غلام نه وي او رښتيا هم ولسمشر وي نو د شمالي ټلوالې مخکې کېدل يعنې څه؟
خو کرزی اصل کې ضمير نه لري او د وطن جوړول يې هدف نه دی کنه نو د شمالي ټلوالې غلو او جنايتکارانو ته وګوره او د سولې شورا واږي او د حکومت نفوذ ته وګوره!
که په طالب کې چېرته لږ تريخی هم وي او د کرزي له خوا د شمالي ټلوالې په سرلارېتوب د سولې ډالري پروژه يا د کرزي په اصطلاح شورا اعلانونه وګوري چې تشې ښکنځلې دي نو هيڅکله به هم له دې حکومت سره سوله ونه کړي.
د سولې شورا د ټلويزيونونو له لارې طالبانو ته سپکې سپورې ښکنځلې کوي او بيا ورته وايي چې سولې ته راشئ؟!
حتی د وحشي، جنايتکاران، او ... الفاظ ورته کاروي نو که څوک انسان وي او عقل لري او ځانته ولسمشر وايي سوله په دې شکل راځي چې د ښکېلې خوا يو لنډغر ورته منځګړی کړي؟
که ته د طالب پر ځای وای او له ټلوالې سره دې دومره وژنې او ځغلونې کړې وای نو د دوی په مشرتابه سولې ته راتلې؟
هغه چې هره شپه اعلانونه کېږي چې طالبان تسليم شول هغه ټول دروغ دي او د جمعيت د ګوند خلکو ته په دې نامه امتيازونه ورکوي.
رښتيا دې ناپړيتې ته وګوره:
د سولې شورا تر نورو ولايتونو پنجشير ته ډېره بوديجه ټاکلې؟
نو ايا په پنجشير کې طالبان يا مخالفين شته؟

[quote:33cefe7f21]سمسور ليکلي:
کرزی د ریښتیا هم معامله ګر دی خو داسی یو معامله ګر دی چی په هره معامله کی به ولس ته خیر وی نه شر. [/quote:33cefe7f21]

زه وايم:
د کرزي ټولې معاملې دومره شرموونکې دي چې ولس پرې شرمېږي!
دا ولس دومره احمق هم نه دی لکه ته چې ورته فکر کوې!
ميخکوب محقق او کريم خليلي ته په امتيازاتو ورکولو کې د ولس خير دی؟
د فهیم په ملاتړ او په پښتنو سپرولو کې د ولس خير دی؟
محسني ته دومره ناز ورکول چې له کابله قم جوړ کړي او د خوشحال خان د ليسې ځمکه ورکړي په دې کې د ولس خير دی؟
هر کال په زرګونو هزاره او تاجیک په غير قانوني توګه پوهنتون ته داخلول او پښتانه محرومولو کې د ولس خير دی؟
په هر ولايت کې په لس ګونو زره جريبه ځمکه د کرزي د کورنۍ او لنډه غرانو له خوا غصبولو کې د ولس خير دی؟
د هېواد عامه شتمنيوپه لوټ کې د ولس خير دی
جنرال دوست چې اوس هم پښتانه وژني او له شماله يې شړلي دومره نازولو کې د ولس خير دی؟
داسې کابينه جوړول چې هيڅ کله هم يوه حکومتي ګډه پاليسي او نظر ونه لري په دې کې هم د ولس خير دی؟
د کرزي له خوا پارلمان ته دغلو، قاچاقبرانو او قاتلانو په راوستلو کې د ولس خير دي؟
حکومتي څوکۍ او پوسټونه د قومي مصلحتونو له مخې ورکولو کې د ولس خير دی؟
دا چې کرزی په خپله غل دی، کورنۍ يې غله ده او کابينه او حکومت يې غل دی نو ځکه افغانستان په غلا او فساد کې اول دی ايا په دې کې هم د ولس خير دی؟
ياره که د کرزي بېغيرته او دوستې معاملې درته شمار کړم نو باور وکړه چې کتاب ترې جوړېږي خو نه ارزي چې په يو دبړه مار باندې دومره ځان ستړی کړم!

[quote:33cefe7f21]
تاسو ليکلي:
هوټل د کرزی نه دی هغه یی د ورور دی او بل دا چی کیدای شی چی یو ورور د امریکی تابعیت واخلی او بل د بریتانیا نو ددوی ټوله کورنی د امریکی تابعیت نه لری. [/quote:33cefe7f21]

زه ورته وايم:
خو تا ليکلي وو چې د کرزي ټوله کورنۍ عقيدوي کلک مسلمانان دي کنه!
دا چې کرزی د امريکې تابعيت نه لري نو د کوم سند له مخې په امريکا کې مېشت ؤ؟
ايا بن ته هم له امريکې رانغلو؟

[quote:33cefe7f21]سمسور ليکلي:
یو ورور به یی د ریښتیا یهوده ښځه کړی وی او ورور به یی هم یهود وی خو ستا دا تور له هغه ملایانو کم نه دی چی بریتانیا په واسطه دوی په غازی امان الله خا ن باندی لګولی وو نور چی څه وشول تاریخ کی شته ویی ولوله[/quote:33cefe7f21].

ګرانه د قيوم کرزي ښځه Pat نومېږي او امريکايي ده په چل يې نه پوهېږم کنه نو تصوير به يې هم درته خپور کړم!
بله دا چې هوټل يې د ورور ؤ يعنې څه؟
د افغانستان ټولنه خو څه د امريکا ټولنه نه ده چې د هرچا سرمايه يوازې په همغه شخص پورې مربوط شي!
که داسې وي نو د احمد ولي کرزي ټوله شتمني ولې محمود او شاولي ته پاتې شوه؟
ولې کوم بل کندهاري ته د عينو غصب شوې مېنې واک ورنه کړل شو؟
ځان مه غلطوه هوټل د کرزي د کورنۍ ؤ او تر ډېره وخته په امريکا کې د هوټل او چرګانو لپاره يو اعلان هم کېده چې هغه کرزيان چې يو ورور يې د افغانستان ولسمشر دی!
هاهاها

[quote:33cefe7f21]سمسور ليکلي:
کرزی باید هم د امریکا خلاف نه شی ځکه چی همدا امریکه وه چی افغانستان پرمختګ وکړ خو زه پری مین نه یم ځکه هغه یو کفری هیواد دی او هیڅ وخت مونژ او تاسی پری باید دایمی باور ونکړو خو له شتون نه یی مونژ اوس ښه ګټه واخیسته او کوښښ باید وشی چی نور هم ددوی شتون په شکل دی ستراتیژیک وساتو.[/quote:33cefe7f21]

دا نو بيا د کرزي نه پوښتنه وکړه چې ولې يو غر پر بل ولي؟ ولې کله ځان ورسره مخالف او کله ورته وايي چې استعفی درته کوم؟
سمسوره د کرزي دفاع به درته ډېره سخته شي! ځکه چې کرزی نارمل انسان نه دی بلکې بې سد دی. يوه ورځ له امريکې سره دښمني ښيي او وايي چې طالب هم د امريکا له خوا اکمالېږي او بله ورځ بيا په سپينو سترګو په خپلو تېرو خبرو منکر وي!
يعنې کرزی ګډې وډې ولي!

[quote:33cefe7f21]سمسور ليکلي:
زما هیواد اوس څه دپاسه ۳۰۰۰۰۰ ملی اردو لری [/quote:33cefe7f21]

زه وايم:
که نن هم ايران پوله پرانيستله او هلته يې د مزدورۍ بيه لوړه کړه ټوله ورځي!
بله دا چې کرزي له همدې ملي اردو سره ډېر خيانت وکړ چې مشري يې يوازې يو ګوند (جمعيت) ته ورکړه. مړه کېږي چې هغه بېچاره ګان اکثره پښتانه دي خو صاحب منصبان يې جمعيتيان او په ټوليزه کې پنجشيريان او بدخشيان دي. په داسې شکل ملي اردو جوړول له هېواد او خلکو سره خيانت دی او ډېره زر ړنګيدی شي!

[quote:33cefe7f21]سمسورليکلي:
زما هیواد اوس د ټکنالوژی او علم خوا ته روان دی [/quote:33cefe7f21]

زه وايم:
دا د هغو بېچاره خلکو شخصي هلې ځلې دي چې د مهاجرت په وخت کې يې په پاکستان او نورو هېوادونو کې په شخصي توګه زده کړې کړې دي. کرزي خو له ښوونځيو او پوهنتونه رشخند جوړ کړی دی.
هر کال نصاب بدلوي او د کال تر نيمايي پورې کتاب نه شي ورته رسيدلی. تر نيمايي ولايتونو کې دا لس کاله ښوونځي بند وو چې دا هم پښتنو ته د کرزي له خوا دسيسه وه!

[quote:33cefe7f21]سمسور ليکلي:
زما هغه هیواد چی پاکستانیو په خپلو عسکرو ځپلی وو اوس بیا ډیر رغول شوی دی [/quote:33cefe7f21]

زه وايم:
کوم ځای رغول شوی؟
دا چې لوړ پوړې ودانۍ ګورې دا د خلکو دي او د حکومت بيا رغونه هغه ده چې نيمه روپۍ يې مصرف کړې او سل يې پټې کړې دي. که هرکال د کابل سړکونه ونه رغول شي د يو ژمي هم نه دي ځکه چې د کرزي صيب ټيم په کې ډېره زياته غلا کړې او د ولس دا فرصت يې د خپلو غلاوو قرباني کړ.
هر غل له کرزي سره شريک دی کنه نو کوم وزير تر رسوايۍ وروسته ونيول شو؟

[quote:33cefe7f21]سمسور ليکلي:
زما هر افغان ورور اوس په حقیقت رسیدلی او هرڅوک ډیر ښه پیژنی[/quote:33cefe7f21]

بالکل!
کرزی ښه پېژني چې د امريکا ممثل دی او له ملي ګټو څخه شمالي ګټو ته ډېر وفادار دی!

[quote:33cefe7f21]سمسور ليکلي:
زما د ملت نه څه د پاسه لس زه کسان په خارج کی لوړ تحیل ماسټری او دوکتورا کوی او بیرته خپل وطن ته خدمت کوی[/quote:33cefe7f21].

دا يو غټ خيانت وشو. ځکه چې ملت ته يو فرصت او چانس ورکړل شوی ؤ خو کرزي د خپل غلط او ناوړه سياست قرباني کړ. په هېواد کې يې نفاق خپور کړ او اکثره سکالرشيپونه په غير قانوني توګه غير پښتنو ته ورکړل شول. خو هغه يو نيم پښتون چې تللی هغه هم په خپلو شخصي هلو ځلو تللی دی. د هزاره او تاجيکو غوندې په مفتو کې نه دی تللی!

[quote:33cefe7f21]سمسور ليکلي:
زما په هیواد کی اوس له لس میلیونو نه زیات افغان زده کونکی زده کړی کوی [/quote:33cefe7f21]

زه وايم:
دا شعار دی!
په اکثرو پښتنو سيمو کې ښوونځي بند دي او د معارف رياست يې پرانيستي اعلانوي. ځکه چې مصارف يې ځانته سپموي!
ښوونځي خو د طالبانو په وخت کې هم ټول پرانيستي وو خو چې کيفيت يې نه ؤ نو څه؟ اوس چې د نړۍ ډالر راخوشې دي بيا هم بې کيفيته دي!

[quote:33cefe7f21]سمسور ليکلي:
زما په هیواد کی اوس په سلګونو رادیو ګانی او ټلویزیونه کار کوی
[/quote:33cefe7f21]

زه وايم:
يعنې څه؟
کرزی دا سنجش هم نه شي کولی چې ايا د دې هېواد لومړيتوب سلګونه راډيوګانې او ټلويزيونونه دي چې ټوله ورځ سندرې واوري؟

[quote:33cefe7f21]سمسور ليکلي:
او بلاخره زما هیواد اوس د ریس جمهور، پارلمان او یو اساسی قانون درلودنکی دی. [/quote:33cefe7f21]

زه وايم:
د حکومت له دريځه چې څوک دا خبره کوي نو شرم ورته په کار دی!
ځکه چې رييس جمهور په سلو کې دوه پنځوس رايې پوره نه کړې، غلاوې او درغلۍ يې ثابتې شوې خو بيا هم د امريکې په کم او کرم ولسمشر شو نه د ولس په رايو!
پارلمان تر اوسه د قانون له مخې مشروعيت نه لري. ځکه چې کرزي خلکو ته د فساد او درغلۍ زمينه برابره کړې وه او بيا يې د ګڼو پارلمانيانو ليست هم خپور کړ چې په غيري قانوني توګه راغلي بايد ووځي خو بيا هم په پارلمان کې دي او د کرزي سره معاملې کوي!
تاسو اساسي قانون ياد کړی
هاهاها
همغه اساسي قانون چې تر هرچا لومړی يې ولسمشر تر پښو لاندې کوي؟
د قانون د جوړېدو پر وخت ډېرې ناندرۍ ووهل شوې خو مسعود ملي اتل نه شو ولې هر کال کرزی قانون تر پښو لاندې کوي او د خپل يو بيغيرته فرمان له مخې مسعود ته ملي اتل وايي او ورځ يې لمانځي؟!
جنرال دوستم ارګ ته په څو مترۍ کې په يو شخص جنسي تيری وکړ خو کرزی وايي قانون نه منم بلکې مصلت منم.
د افغانستان په حکومت کې غلا کول دود ګرځيدلی ځکه چې د ولسمشر کابينه او کورنۍ غله ده. خو د قانون له مخې تر دې دمه هيڅ غل ته هم قانوني جزا ورنه کړل شوه نو کوم قانون؟
په قانون کې راغلي چې وزيران بايد دوه ګوني تابعيتونه ونه لري خو کرزی چې خپله پردی دی نو څه عمل به پرې وکړي؟ کوم قانون؟
په قانون کې راغلي چې د هېواد د اتباعو تر منځ برتري او توپير ممنوع دی خو کرزی پښتانه وژني او هزاره ګان په اوږو سوروي ځکه چې مور يې شيعه ګڼه ده کوم قانون؟
کوم نظامي پوهنتون؟

بس خو
که غلامان درته په شمار کړم
يو يې کرزی او سل به نور دروښيمه

بېرته سر ته


حمید هڅــاند
27.03.2013

خبره ستاسې ترمینځ ده، زه پکې مداخله نه کوم. البته یواځې د زده کړې پر کیفیت څه خبره کول غواړم:
ما تل ویلي دي چې په افغان پوهنتونونو او ښوونځیو کې علم نه ښوول کېږي بلکې علم ته توهین پیل شوی دی!.
زه هغه فارغ څه کړم چې یو خو یې د عمر نژدي نیمی ضایع کړي او بیا هیڅ هم زده نه کړي، حد اقل دا وخت خو یې باید ضایع نه شي!. ایا دا ستره جفا نه ده چې لا مو هم ډنډوره پیل کړې ده چې میلیون محصلین لرو؟ زموږ فارغینو ته اول خو کاري زمینه نشته، بیا چې وي هم، دوی یې قابل نه دي.....موږ ته تر کمیت، کیفیت مانا لرونکی دی!! هیله ده دا بې مفهومه ارقام نور راته کتار نه کړئ!!!

او لاروي صیب څه ښه لیکلي دي:
[quote:34122252c5]سمسور ليکلي:
زما هیواد اوس څه دپاسه ۳۰۰۰۰۰ ملی اردو لری

زه وايم:
که نن هم ايران پوله پرانيستله او هلته يې د مزدورۍ بيه لوړه کړه ټوله ورځي! [/quote:34122252c5]

درنښت


Samsor Afghan
28.03.2013

بیا می هم سلامونه ومنی!
وروڼو بحث چی کوی لژ مو خیال خپل ټکو ته نیسی تاسو تر اوسه پوری ما ته دا لاندینی خبری کړی:
یو راته وایی سود خور یی! دا څه معنی؟ فقط کنځل دی
بل راته وایی چی تا به له اتڼ او سود نه څه زده کړی وی!!!!!!!!!!!!؟
بل راته د ضمیر او شرم خبره کوی؟

لژ بحث په حوصله او آرامه کوی خیر که نیژدی وی درته یوه څپیړه به مو هم ویلی وم خو له الفاضو سره مو لژ احتیاط کوی.
ما ستاسو لیکنی ولوستلی بحث ډیر جدی کوی او داسی غوښتنی لری چی کرزی باید لکه د اروپایی ملکونو پیشرفت وکړی دا هسی یو خیال دی دا امکان نه لری زمنژ هیواد ډیر ورسته پاتی دی په یو ځل هر څه جوړول ډیر ناممکن دی.
زه دا منم چی لس دولس کاله وتلی خو دا فکر هم وکړی چی زمونژ هیواد په څه حالت کی څه کړاوونه یی تیر کړه څومره وخت یی په جګړو تیر شو ډیر ملکونه دی اوس هم په خپلو پښو نه دی ولاړ خو زمونژ په هیواد کی د بیان ازادی راغله، اساسی قانون کی یی تاسی ناسم هم بولی خو جوړ شو، د انتخاباتو فرهنګ راغی چی دا تر ټولو ډیر مهم کار دی زمونژ ولس همیشه په قدرت نه دی سره جوړشوی.
افغانستان په ځمکه پروت وو فکر وکړی کرزی فقط لژ له ځمکی جګ کړ خو لاره یی د راتلونکی د پاره هواره کړه.
تاسو داسی فیصلی کوی ته وا چی کرزی ته یو حکومت ورپاتی شوی وی کرزی ته فقط د افغانستان ورانی ورپاتی شوی او بس.
تاسو داسی یو قضاوت کوی چی د تلی یوی خوا ته من ګدی او بلی خوا ته هیڅ؟

خو یوه خبره بیا هم په فکر کی وساتی هغه دا چی زمونژ پښتانه ولسونه حکومت نه دی ځپلی فقط او فقط طالبانو او د پاکستان او ایران مزدورانو وځپل خلکو ته یی د جهاد په نامه سیاسی جګړه په غاړه کی ور اچولی که تاسی ځان ډیر جهادیان او ملت پاله بولی د ورشی د هغه مفتی خبری او فتوا وی وګوری چی تیرو ورځو کی په سوریه کی ووژل شول.
خبری نه اوژدوم خو تاسو ته یو پیغام لرم هغه دا چی:
کرزی خپلی هڅی کړی بل ریس جمهور به تر ده نه زیات وکړی
کرزی یوه لاره جوړه کړی یو اسکلیټ یی برابر کړی رګونه ، وینی او غوښی به راتلونکی ریس جمهوران ورکړی.
د جهاد به نامه نور ځان وژنه بس ده او خلک مه تشویقوی.
په پای به د کرزی یوه خبره درته ولیکم هغه داسی وایی چی:
زمونژ په هیواد باندی توفان راغلی اومونژ خپل هیواد په یو توفان کی جوړوو.
په درناوی
سمسور سلیمان خیل
خړ کابل


larghonay laraway
28.03.2013

سلامونه!
سمسور صيب دا چې تاسو د يو داسې شخص دفاع کوئ چې افغانستان يې له تباهۍ سره مخ کړی او پښتانه خو يې د تباهۍ کندې ته ورغورځولي او د خپل هوس قرباني کړي نو هره نادوده او سپکه سپوره به خامخا زغمۍ!

تاسو ليکلي
[quote:e064b83943]
داسی غوښتنی لری چی کرزی باید لکه د اروپایی ملکونو پیشرفت وکړی دا هسی یو خیال دی دا امکان نه لری زمنژ هیواد ډیر ورسته پاتی دی په یو ځل هر څه جوړول ډیر ناممکن دی.
زه دا منم چی لس دولس کاله وتلی خو دا فکر هم وکړی چی زمونژ هیواد په څه حالت کی څه کړاوونه یی تیر کړه څومره وخت یی په جګړو تیر شو ډیر ملکونه دی اوس هم په خپلو پښو نه دی ولاړ خو زمونژ په هیواد کی د بیان ازادی راغله، اساسی قانون کی یی تاسی ناسم هم بولی خو جوړ شو، د انتخاباتو فرهنګ راغی چی دا تر ټولو ډیر مهم کار دی زمونژ ولس همیشه په قدرت نه دی سره جوړشوی. [/quote:e064b83943]

زه وايم:
کرزي دې زمونږ وطن نه جوړولی خو لږ تر لږه ورانولی دې هم نه!
کرزي دومره مردارې وکرلې چې د بل حکومت پلار به يې هم پاکې نه کړي!
يوازې د کابل د ځمکو او غونډيو غصبول د هيڅ بل راتلونکي حکومت په وس پوره نه دي چې له غاصبينو يې بېرته واخلي.
همدا راز څوکۍ او وزارتونه په قومونو وېشل او د قومونو تر منځ دښمنۍ پيدا کول د کرزي ډالۍ ده چې دا دود له منځه وړل اوس ناشوني شول!
کرزي به کار نه کولو خو فساد به يې هم نه دودولو. اوس خو د ده له برکته فساد په کلتور بدل شو چې له منځه وړل يې ناشونې دي!
کرزي چې په کابل کې د جنګ سالارانو، جګړه مارانو، جنايتکارانو او متعصبينو په نامه څومره واټونه نومولي او څلي يې جوړ کړي دا به څوک وران کړي؟
ایا د کرزي هغه فرمانونه چې د مسعود او مزاري په ستاينو کې يې وړاندې کړي ته پاکولی شې؟
کرزي غلو او قاچاقبرانو ته دومره جرات او برائت ورکړ چې له انسان سره نه ښايي!
بيا هم وايم چې د کرزي د ناوړه، پليت او غلط سياست نادودې، چټلۍ او مردارۍ شمېرل زما له وسه پورته خبره ده خو په لنډه به يې ووايم چې که پخوانيو حکومتونو کار نه ؤ کړی هيڅ خبره نه وه ځکه چې وطن وورسته پاتې ؤ خو کرزي دومره غلط بنيادونه کېښودل چې هيڅوک يې هم ړنګولی او سمولی نه شي!
د بيان ازادي يعنې څه؟
ته خو که نر وې د فهيم په اړه د کابل په کوم اخبار کې خوره چوله کړه چې درباندې ماتوي يې او کنه؟
دا چې کرزی په انتقاد چاته څه نه وايي دا خو د بيان ازادي نه ده بلکې د کرزي بې کفايتي ده؟
د بيان ازادي دې ته نه وايي چې هزاره ګان او تاجکان دې د ملي ګټو پر خلاف خولې وشکوي. څوک دې وطن ټوټه کول غواړي، څوک په ډاګه ډيورنډ لين منل غواړي او څوک نور ملي ضد غوښتنې کوي!
د بيان ازادي دا ده چې يو څوک په حقه انتقاد وکړای شي او حکومت يې واوري او ځواب يې ورکړي!
اوس خو کرزي يو غوږ لمڅی او بل بړستن کړی نه په انتقاد شرمېږي، نه ځورېږي او نه يې اوري!!!!

تاسو ليکلي:[quote:e064b83943]
افغانستان په ځمکه پروت وو فکر وکړی کرزی فقط لژ له ځمکی جګ کړ خو لاره یی د راتلونکی د پاره هواره کړه.
تاسو داسی فیصلی کوی ته وا چی کرزی ته یو حکومت ورپاتی شوی وی کرزی ته فقط د افغانستان ورانی ورپاتی شوی او بس.
تاسو داسی یو قضاوت کوی چی د تلی یوی خوا ته من ګدی او بلی خوا ته هیڅ؟ [/quote:e064b83943]

ګرانه زه بيا هم درته وايم چې (له موزي ښادي حرامه ده) له کرزي مونږ دا تمه نه لرله چې وطن دې جوړ کړي او وطن ته د بهرنيانو د ډالرو له راروان سيلابه دې ښه ګټه واخلي! بلکې مونږ ترې لږ ترلږه دا غوښتنه کوله چې داسې چټلي دې نه کوي چې بيا د پاکولو نه وي!
داسې غلط بنيادونه به يې نه کېښودل چې يو ځل بيا له سره ورانول وغواړي!
د انتخاباتو له درغلۍ او فساد ډک فرهنګ يې رامنځته کړ! فساد او درغلي په ټوله نړۍ کې شته خو ده په فرهنګ بدله کړه.
قاچاق يې د خلکو دود او کلتور کړل.
فساد يې يوه داسې سپېڅلی معرفي کړ چې اوس چارواکي په فساد کې سره په ښکاره رقابت کوي!

تاسو ليکلي: [quote:e064b83943]
خو یوه خبره بیا هم په فکر کی وساتی هغه دا چی زمونژ پښتانه ولسونه حکومت نه دی ځپلی فقط او فقط طالبانو او د پاکستان او ایران مزدورانو وځپل خلکو ته یی د جهاد په نامه سیاسی جګړه په غاړه کی ور اچولی که تاسی ځان ډیر جهادیان او ملت پاله بولی د ورشی د هغه مفتی خبری او فتوا وی وګوری چی تیرو ورځو کی په سوریه کی ووژل شول. [/quote:e064b83943]

سمسوره
بيا هم درته وايم چې کرزی د هېواد پر سر د يو دلال په څېر معامله کوي.
کرزی د دولتي اکاونټ او مرستې پر ځای د شخصي ګټو لپاره له ايران او پاکستانه په ديپلومات بکسونو کې پيسې اخلي معامله کوي او طالب هم له ايران او پاکستانه پيسې اخلي نو فرق يې څه شو؟
احمدي نژاد په ارګ کې افغانستان او کرزي ته ښکنځلې کوي او په ډاګه وايي چې افغانستان اشغال دی خو دا چې د کرزي سترګې ورته ټيټې دي نو څټ ګروي!
په پاکستان کې خو د کرزي ريکارډ پروت دی او حتی ويل کېږي چې د خپل پلار په وژنه کې هم لاس لري او د ISI تاليڅټي دی!
د کرزي بې کفايتۍ او کم اصل توب ته وګوره چې په پاکستان کې د ISI له دوو سپکو ورکو ملايانو (فضل رحمن او سميع الحق) سره پټې ليدنې او کتنې کوي چې داسې ليدنې حتی له يو ولسوال سره هم سپکې برېښي او نه ښايي!

سمسور خان ليکلي:[quote:e064b83943]
خبری نه اوژدوم خو تاسو ته یو پیغام لرم هغه دا چی:
کرزی خپلی هڅی کړی بل ریس جمهور به تر ده نه زیات وکړی
کرزی یوه لاره جوړه کړی یو اسکلیټ یی برابر کړی رګونه ، وینی او غوښی به راتلونکی ریس جمهوران ورکړی. [/quote:e064b83943]

سمسوره ګله:
کرزي له هېواده داسې يو مردار ډنډ جوړ کړ چې پاکول يې په راتلونکې پيړۍ کې ناشونی کار دی.
کرزي د هېواد اسکليټ وران کړ!
پخواني هغه بنيادونه چې د ښارونو پلانونه وو هغه يې له منځه يوړل، فابريکې يې په خپلې مافيايي ډلې خرڅې او چور کړې، بندونه يې د خپلو شخصي ګټو قرباني کړل او مؤقته بريښنا يې راوسته چې په يوه بټن بنديدی شي، د ملي اردو بنسټ يې ړنګ کړ او ماشيني اردو يې جوړه کړه، رهدارونه يې په امريکايانو بمبارد کړل، هوايي ځواک يې د امريکا قرباني کړ، د مسلکي پوليسو پر ځای يې د قومي پوليسو بنسټ کېښود او د پنجشير له چرسيانو يې پوليس جوړ کړل، غلو قاتلينو او لنډه غرانو ته يې د غازيانو مډالونه ورکړل، پوهنتونونه يې د جنايتکارانو په نومونو ونومول، هغه غله چې يوازې ټوپکسالاران وو ده قانوني برائت ورکړ او ډالر سالاران يې کړل نو نور څه درته ووايم
بيا هم درته وايم چې (له موزي ښادي حرامه ده) !

سمسور ليکلي: [quote:e064b83943]

د جهاد به نامه نور ځان وژنه بس ده او خلک مه تشویقوی. [/quote:e064b83943]

دا خبره ولې کرزي ته نه کوې؟
کرزي ته چې کله امريکا د زرګري جنګ تمثيل ورکړي نو کرزی يې په ډېره ښه شکل تمثيلوي او وايي: ( به مردم خود میګویم که به کوه ها بالاشود و همرای شما جهاد شروع کند!)
له کرزي وپوښته چې د جهاد په نامه جنايتکاران يې ولې له ځانه راتاو کړي او ولې يې د غلاوو او فساد شريکباڼي دي؟

سمسور وايي: [quote:e064b83943]
په پای به د کرزی یوه خبره درته ولیکم هغه داسی وایی چی:
زمونژ په هیواد باندی توفان راغلی اومونژ خپل هیواد په یو توفان کی جوړوو. [/quote:e064b83943]

سمسوره بيا هم درته وايم چې توپان د کرزي بادارې امريکې او د کرزي د غلا او چور چپاول او قاچاق مافيايي بانډ ( د ده کورنۍ او شمالي ټلوالې راوستی دی)
نو دا چې کرزی وايي وطن جوړوم دروغ ده. يوازې لوټه په اوبو کې ږدي او د غلا له پنډ سره پرې تېرېږي !


Samsor Afghan
29.03.2013

بیا هم سلامونه ټوله وروڼو ته!
لرغونی ورور
ته هری موضوع ته داسی اشاری کوی لکه چی ریشتیا حقیقت وی خو داسی نه ده ملی اردو زمونژه په پښو ولاړه ملی اردو ده دا چی زمونژ هیواد یی معاش او مصارف نشی پوره کولی دا بیله موضوع ده.
زمونژ حکومت خصوصا حامد کرزی له همسایه هیوادونو سره شی اړیکی غواړی سمه ده له ایران نه به پیسی ورته راځی او اخلی به یی خو کیدلای شی هغه به هم په اساس د کوم مجبوریت وی خو داسی معامله نه لکه تا چی یاده کړی کرزی نه خپل ناموس خرڅوی او نه کومه بله ملی ګټه.
لرغونی ورور زمونژ حکومت او خصوصا حامد کرزی چی له هر ملک سره هر نوع معامله کوی هغه به له مجبوریت نه کوی ځکه چی افغانستان د تاریخ په ډیره حساسه کلنو کی ده دا کلونه باید یو داسی سیاست مدار ولوبوی چی ټارګيټ ته پری ورسیژی په افغانستان له هری خوا فرهنګی، اجتماعی او حتی نظامی حملي کیژی زمونژ هیواد کاشکی په داسی یو حالت کی وای چی ددوی مقابله یی کولای شوای بیا به هر څه ما هم درسره منلی وو.
زمونژ په هیواد کی هر څه کیژی ستا له حقایقو نه هم زیات خو د یو سوکاله او ښی راتلونکی په خاطر دا کړاونه شاید هر هیواد تیر کړی وی.
قضاوت داسی آسانه نه ده هرڅوک چی پر یو چا قضاوت کوی یو ځل د خپل ځان د هغه شخص په ځای تصور کړی په خپل ځان د فیصله وکړی او د حل لاری د ورته وګوری بیا به یی قضاوت سم کړی وی.
تیره ورځ زمونژ په ولایت کی په سیجاوند کلی کی اردوی ملی یو څه عملیات وکړل په ترڅ کی یی ډیر طالبان ووژل شول ډیر یی زخمیان کړل او ډير یی هم ونیول خو د خلکو قضاوت دا وو چی حکومت پر مونژه ظلم کړی مونژ یی وژلی یو خو دوی دا قضاوت نه کاوو چی طالبانو د ملی اردو دوه تنه عسکر نیولی وو او غوښتل یی چی په سبا ورځ د عام ولس په مخ کی ددوی لاس پښی او اندامونه پری کړی آیا تر دی زیات ظلم کیدای شی؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
زما او ستا دومره فرق دی چی زه نن کرزی شه یادوم او ته به یی حتما سبا ملی شخصیت او ښه سړی یادوی ځکه مونژ افغانان داسی یو خصلت لرو کله چی یو شخصیت تورو خاورو ته لاړ شی بیا یی ډیر ښه یادوو.
تاسو ما ته داسی وه وایاست چی که تاسو د کرزی پر ځای وای څه به مو کړی وو؟
په داسی حال کی چی:
اقتصاد د په صفر کی ضرب وی
په هیواد دی فرهنګی او نظامی حملی روانی وی
په عین حال کی ښی اړیکی له همسایه هیوادونو سره هم غواړی
د هیوا په دننه کی درته لس شل لوی ښاماران هم درته پراته وی
هیواد دی دربدره وی څوک یی نوم هم ونه پيژنی
ولس د هم جاهل وی
چی پر هر چا باور وکړی هغه غل درته ثابت شی
ملایان د د کفر فتوا هم ورکړی
د ملی اردو د لاسونه پښی په عام محضر کی پری کیژی
ملی اردو ته د د همسایه له ډاره درنی او عصری اصلحی هم نه شی اخیستلای
هیواد د له بحر سره هم وصل نه وی
او ډیر مهم (په عین حال ملی یوالی هم غواړی )
او سل داسی نور مشکلات
په درناوی
:?:


larghonay laraway
31.03.2013

ښه شوه چې سليمانخېل په لنډو ټکو کې دوه خبرې ليکلي:
يوه دا چې کرزی مجبور دی!
نو زه وايم د هر غلام او ګوډاګي تاليڅټي به وايي چې پلانی مجبور ؤ ځکه يې وطن خرڅ کړ. د شاشجاع، کارمل او د نړۍ د نورو ګوډاګيانو پلويان به هم وايي چې هغوی مجبور وو خو هر مجبوريت د بښنې او منلو وړ دی ولې وطن خرڅول، خلک وژل ، قومي تعصب رامنځته کول او په وطن او ناموس معامله کول هيڅ مجبوريت نه دی!

سليمان خېل همدا راز ليکلي دي:
که ته د کرزي په ځای وې څه دې کول:

زه وايم:
که زه د کرزي په ځای وی او دومره سپک شوی وای چې د خپل بادار ميډيا راته د ولسمشر پر ځای د (ښاروال) لقب راکړی وی
که زما د قدرت په وخت کې پښتانه دومره ځپل شوي، وهل شوي، شړل شوي او رټل شوي وی
که زما د قدرت په وخت کې په ملت کې قومي، قبيلوي، ژبني او سمتي تعصب ته دومره پراخ کار شوی وی
که زما د قدرت په وخت کې زما هېواد په غلا او فساد کې اول شوی وی
که زما د قدرت په وخت کې زما وروڼو، کابينې او کورنۍ دومره په سپينو سترګو غلاوې کړې وی
که زما د کورنۍ نوم له مافيا سره تړل شوی وی
که زه دومره ناپوه او بې شعوره وی چې کابينه مې د وړتيا پر ځای په قومي او تنظيمي مصلحت جوړه کړې وی
که زه ولس نه غوښتی او په غلا مې رايې اخيستې وی
نو نو نو نو نو
ما به لومړی ځان وژلو او کنه نو
پاچاهي مې پرېښوده او بېرته خپل هوتل ته تلم


pattang
31.03.2013

افرين لرغونيه!
دا فاسد ازري قزل باش چې په پښتنو يې ځان تپلی دی کله
دومره غيرت لري ، دهغه شخصت له کوچنيوالي ضربه ميندلې ده !


Re: کرزی یو قوی سیاست مدار که یوملی شخصیت؟

monir
01.04.2013

[quote:35a519b3df="Samsor Slimankhil"]د ټول افغان ویب پاڼی ټولو ملګرو ته سلام!

درنو ملګرو ما د ښاغلی حامد کرزی په شخیت او کړنو دا څه د پاسه لس کاله د مطبوعاتو له خوا ډیری څیړنی او شننی واوریدلی خو زما له نظره دا ټولی شننی او څیړنی د وخت په تیریدو سره نا سمی او یا په بل عبارت غلطی وبریښدلی.
سمسور سلیمانخیل
کابل - افغانستان [u:35a519b3df][/u:35a519b3df][/quote:35a519b3df]
سلامونه اوښې چارې ! سلیمانخیل صاحب ستاسو مباحثه دې سوچه پښتنو سره هغه کیسه را په یاد کړه چې د کوم چانه چا وپوښتل چې څو کلن یې هغه ځواب ورکړ چې ۳۰ کلن. دو کاله وروسته یې بیا له دغه سړي نه و پوښتل چې څو کلن یې هغه بیا ځواب ورکړ چې ۳۰ کلن. کله چې درې کاله وروسته دغه سړي د همدې سوال په ځواب کې بیا وویل چې ۳۰ کلن دی ورنه یې وپوښتل چې تا ۵ کاله د مخه هم وویل چې ۳۰ کلن یې او نن هم وایې چې ۳۰ کلن یې نو دا څه چل دئ؟ هغه سړي په ځواب کې وویل چې زه غیرتی پښتون یم که ۱۰ کاله وروسته هم زمانه همدا پوښتنه وکړې زما همدا یوه خبره ده چې ۳۰ کلن یم ! دا عزیزان هم د کرزي په اړه خپله پریکړه کړې ده . دوی یواځې دکرزی د دورې منفی اړخونو پسې ګرځي! یوه ته کرزی له پیله قذلباش و او بل هر کار چې وکړي ارزښت نلري او بل ته بل څه او داسې نور !

والسلام


Samsor Afghan
01.04.2013

سلامونه او نیکلی هیلی!
یاره منیر وروره مننه کور ودان سخته سمه ګوته د ورته ونیوله!
واقعیت واقعیت دی او منفی خبری او تهمت ډیر آسان کار دی زه هم په کرزی صیب کی دوه زره مشکلات پیدا کولی شم خو تحلیل یی باید د وخت او سیاسی وضعی په اساس وشی نه داسی چی دده یو منفی کار دده ټول مثبت کارونه تر پوښتنو لاندی راولی.

مثلا د پاکستان او افغانستان مسله
پاکستان هره ورځ ۱۰ تر ۴۰ راکټونه کنړ ته را فیر کوی خو که افغانستان جوابی ډزی وکړی نو دا خو سمه جګړه شو او زمونژ هیواد د پاکستان د نظامی قدرت انډول کیدلی نشی.
همداسی یی هره مثله قیاس کړه

یو ورور یی قذل باش بولی بل یی هزاره بولی بل یی پاکستانی بولی بل یی ایرانی بولی او بل یی امریکایی سړی هیران شی چی ستاسو یی پری څه اوس خو دی افغان دی او افغانستان ته خدمت کوی.
دوی داسی وایی چی کرزی د استعفا ورکړی
شه داده کرزی استعفا ورکړه
څوک باید ریس جمهور شی؟
زه خو ولا که د کرزی بدیل وینم چی دومره قوی دیپلوماسی د ولری
هسی یو ځل یی منلی چی زه دیرش کلن یم
په درناوی
سمسور سلیمان خیل
کابل-افغانستان


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more