د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

کرزی د ناهيلۍ او مايوسۍ په ګرداب کې !

pattang
20.03.2013

سياسي تبصره چې داسلامی امارت رسمی نظر څرګندوي:

په کابل کې دګوډاګۍ ادارې تش په نامه مشر حامد کرزي دتیرې یکشنبې او سې شنبې په ورځو چې د (۱۰ او ۱۲ مارچ-13 ۲۰م) نیټو سره سمون خوري یو لړ بې بنیاده څرګندونې وکړې، هغه په داسې حال کې چې له ورایه عصبي او ناهیلی ښکاریده دعوه وکړه چې: امریکا او اسلامي امارت په ښکاره یو له بل سره جګړه کوي، خو د پردې تر شا هره ورځ په خلیجي او اروپايي هیوادونو کې د معاملو تر سره کولو لپاره له یوه بل سره خبرې کوي... هغه د خپلو خبرو د کره والي لپاره زیاته کړه چې: هم پخپله بهرنیانو.. هم هیواد دوستو طالبانو په دې هکله ده ته د (خبردار اوسئ ) پیغام لیږلی دی.

داسې ښکاري چې کرزی په دې ورځو کې د کمترۍ احساس ډېر سخت را ګیر کړی، د خپلو افغان او نړيوالو ملګرو په وړاندې خړمخی او سپک شوی دی، هغه سمبولیک ریاست او تش په نامه ملي حاکمیت چې دی یي کله کله یادوي هغه هم اوس تر پوښتنو لاندې راغلی دی، امریکایان د بګرام د زندان په ورسپارلو کې ضد او نقیض خبرې کوي، د وردګو په ولایت کې یې ورکړل شوي ضرب الأجل هسې یوه ډرامه وګڼله! د خود سرانه تلاشیو او د شپنیو عملیاتو دبندولو په هکله یې د خپل ګوډاګي رئیس جمهور خبرداری په ټوکو او خنداوو بدرګه کړ.

ټول پوهیږي چې کرزی څه رنګه کابل ته راوستل شو، څه رنګه د شاه شجاع پر بي واکه تخت کښېنول شو، یوازې د ارګ څه برخه په واک کې ورکړل شوه! او د رئیس جمهور لقب ورته ډالۍ شو! نو دا خبره دتعجب وړ نده چې امریکایې پوځیان ورباندې ملنډې وهي، او پر مخ څاپیړې ورکوي؛ ځکه دا دښیکلاک فلسفه ده چې په پای کې خپل لاسپوڅي رټي، آن چې دانسان په سترګه نه ورته ګوري! په دې توګه یوه رنګه د غلامۍ سزا ور کوي!

دا چې کرزی له امریکایي ناخوالو څخه سر ټکوي یا یرغلګر ګرم بولي سمه ده، ځکه نوموړی مظلوم دی! بندي دی! حق لري چې شکایت وکړي، دهغوی په ضد عصباني څرګندونې وکړي! او یا خود کشي وکړي، مګر د حیرانتیا خبره داده چې پر هغو زړورو مجاهدینو تهمتونه لګوي چې هدف یې د ده په شمول دولس آزادي او دافغانستان داستقلال اعاده ده، دا د هر افغان ارمان او غوښتنه ده، ځکه ټول پوهیږي چې زموږ پر هیواد دپردیو لخوا تیری شوی، او تاریخي تجربو ثابته کړې چې استقلال او آزادي په زاریو، ژړاوو او عصبانیت نه، بلکې په عملي سرښندنو او قربانیو ګټل کیږي.

دا چې دی وایي: "امریکا او طالبان.. د پردې تر شا هره ورځ په خلیجي او اروپايي هیوادونو کې د معاملو تر سره کولو لپاره له یوه بل سره خبرې کوي" هيڅ حقیقت نلري، دتیر ۲۰۱۲ز کال دمارچ له میاشتې راهیسې چې اسلامي امارت دامریکا سره دخبرو دځنډولو اعلان کړی دی بیا تر نن تاریخ پورې له هغوی سره هیڅ ډ*ول خبرې نه دي شوې، د کرزي دغه خبره امریکایي چارواکو هم په زغرده رد کړه، چې خبرې نه دي تر سره شوي نو د معاملو دتر سره کولو خو هیڅ ځای نشته او نه اسلامي امارت له چا سره دپټو معاملو سابقه لري، وایي چې: په ځان کې ویني په جهان کي ویني!

اسلامي امارت د امریکایي یرغل له لومړۍ ورځې نه بیا تر نن تاریخ پورې پر خپل ثابت او غښتلی دریځ ولاړ دی، هیڅکله هم له خپل دريځ څخه نه دی پرشا شوی، نه به پرشا شي او نه به هیڅ وخت داشغال منلو ته تیار شي، بلکې مقدس جهاد ته به تر هغه پوري دوام ورکوي تر څو چې اشغال پای ته ورسېږي، او په ګران هیواد کي د ولس له خوښې سره سم خپلواک اسلامي نظام قائم شي.

دیادولو ده چې اسلامي امارت په نړیواله سطحه یو منل شوی حقیقت دی، له اسلامي او غیر اسلامي آزادو هیوادو سره د اسلامي اصولو په رڼا کي د خپل هیواد دملي ګټو پر بنا او د متقابل احترام په چوکاټ کې مساویانه اړیکې غواړي او لري یې او باید ويې لري.

الاماره سایټ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more