د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د کاکو سړه تبه او رواني مريضي !

pattang
15.03.2013

د کاکو سړه تبه او رواني مريضي !

[img:68ad503b23]http://nunn.s3.amazonaws.com/officials/karzai_in_car.jpg[/img:68ad503b23]

مهم او عاجل خبر!

تفصيل بـــــرخه: طنــزونه
13Mar2013.
لیکوال: زلمی هېوادوال كـــتني: 753 .

په خورا خواشينۍ، دردمن زړه او اوښلنو سترګو مو له موثقو منابعو نه خبر تر لاسه کړ چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جلالت مآب رئیس جمهور ښاغلی حامد کرزی صیب کله چې د امریکا ددفاع وزیر له ملاقات نه فارغ شو په سخته رواني ناروغۍ اخته شوی. په لومړي سر کې دغه ناروغي یو څه کمزورې وه، مګر اوس ورو ورو مخ په زیاتېدو ده، تر دې چې اوس د ښاغلي رئیس جمهور صیب لاس او پښې په پلاستیکې امریکايي پړو داسې تړل شوي چې څومره یې خوځي را خوځي په همغه کچه پړې نور هم ور سره تنګیږي!

له جمهوري ریاست نه یو کس د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې ښاغلی جمهور رئیس د امریکايي رواني متخصصینو تر ځانګړې او جدي څارنې لاندې په یوه ځانګړې خونه کې پروت دی، که یې دلته علاج ونه شو، نو سمدستي به بهر ته ولېږل شي، همدا اوس یوه امبولانس الوتکه تیاره د همده لپاره ولاړه ده!

نوموړي کس زیاته کړه: کومې خبرې چې ښاغلي کرزي صیب وړمه ورځ وکولې هغه یې په غیر نورمال حالت کې کړې وې، کله چې پرې د ده خواخوږي پرې پوه شول سمدستي یې د علاج لپاره لاس په کار شول.

کارپوهان د نوموړي د ناروغۍ لامل دا ښيي چې ښاغلی کرزی صیب له ډېر رواني فشار نه دې حالت ته رسېدلی، ځکه دغه لس کاله دی د ریاست جمهورۍ په پوست پاتې شو، اوس چې یې ددغه لوړې او ښاغلې دندې وخت په پوره کېدو دی، نو نوموړي له هرې خوا نه هڅې کولې چې بیا هم په دغه پوست باندې پاتې شي.

دهمدې لپاره یې دغه یوولس کاله له امریکایانو سره ډېر څه وکول، پرته له دې چې د عام افغان ولس د وژلو، بمبارولو او زنداني کولو، د شپې په کورونو چاپې وهلو اجازه یې ورته ور کړې وه، په دې وروستیو کې واشنټن ته ورغی، هلته یې په سپیڼه ماڼۍ کې امریکې ته دعجز او سوال لمن وغوړوله، تر څو زر تر زره له ده سره ستراتيژیک تړون لاسلیک، په ځانګړي ډول دنوموړی د حفاظت لپاره د خپلو نورو څو زره پوځیانو ویني وبهوي!

مګر امریکا دا خبره ور سره ونه منله، هغې ورته وویل چې دغه یوولس کاله مو چې کوم لیونتوب وکړ همدا بس و، نور مونږ نه غواړو چې ستا او ستا د ټیم دخرمستیو لپاره د خپل ولس د بچیانو وینې وبهوو! مونږ خو فکر کولو چې تاسو به یو سم حکومت راولئ، مګر تاسو داسې څه وکړل چې مونږ مو په نړیواله کچه وشرمولو، زمونږ د ملیاردونو ډالرو لګولو او دزرهاوو پوځیانو د وینو بهولو پایله دا شوه چې زمونږ ددغو قربانیو په نتیجه کې جوړ شوی حکومت په نړیواله کچه په درغلۍ کې لومړی مقام تر لاسه کړي!

تا خو هسې لمن په سر اړولې ده، مونږ دې هم ټولې نړۍ، بلکې تاریخ ته رسوا رسوا کړو، نور مونږ نه غواړو چې ستا او ستا دبانډ لپاره یا خو ډالر مصرف کړو او یا وینې وبهوو!

کرزي بله غوښتنه دا ترېنه وکړه چې نو دا خو را سره وکوئ چې د بګرام زندان را وسپارئ که څه هم چې دا غوښتنه یې څو څو ځله مخکې هم ترېنه کړې وه، امریکې هسې ددې لپاره چې کرزی صیب په سپینه ماڼۍ کې سکته قلب ونه کوي ظاهرا یې ورته وویل چې ځه په دې غوښتنه به دې غور وکوو!

کرزی او ور سره هیئت یې له دې سره ډېر خوښ شول، هماغه وو څنګه چې د کابل په هوايي ډګر کې ښکته شو نو سمدستي یې د بګرام د زندان ور سپارلو لاسته راوړنه یاده کړه، او سمدستي یې په افغانستان کې میشتو امریکایانو ته وویل چې د بګرام زندان را کړئ! هغوی هم یو څه وخت ها خوا دېخوا لږ لږ دلاسا کولو تر دې چې وړمه ورځ یې په ښکاره ورته وویل چې د بګرام زندان نه درته سپارو!

کارپوهان وايي چې: دا بل هغه لوی لامل و چې دکرزي صیب په رواني ناروغۍ کې یې ستر رول ولوبلو، ددې ترڅنګ جناب کرزي صیب طالبانو ته هم وخت پر وخت له ګڼو لارو نه وړاندیزونه کول چې راشئ یو روغه جوړه سره وکړو، څه یې زما او څه یې ستاسو خبره به سره جوړه کړو!

مګر داسې ښکاري چې طالبانو هم د نوموړي غوښتنو ته کوم مثبت ځواب ور نه کړ، ځکه خو له دې لوري هم سخت د نامرادې ناهیلۍ ښکار شو، او دا بل هغه لوی لامل و چې جلالت مآب رئیس جمهور صیب یې په دغه رواني ناروغۍ اخته کړ!
همغه و چې جناب رئیس جمهور صیب: خپلو ولی نعمتانو ته سخت په غوصه شو، هغوی چې دی یې راوستلو، ارګ ته یې د ننه کړ، قرقل او چپنه یې ورته راونیوله! دغه یوولس کاله یې د خوراک او څښاک ټول مصارف ور کول، او او س یې هم ورکوي! کله کله به یې بهر ته د یو یو چکر اجازه هم ورکړه! له دې ټولو سره سره رئیس جمهور صیب داسې په غوصه شو چې د سپینې ماڼۍ په کاسه کې یې په ولاړو... ورته وکړې!

اوس نو د پای خبره دا ده چې په هېواد دننه او بهر ټول افغانان دې په پنځه وخته لمانځه کې لاسونه پورته کړي تر څو الله جل جلاله ښاغلی جلالت مآب رئیس جمهور صیب له دغه ناوړې ناروغۍ نه زر تر زره روغ، دده او ور سره بانډ سپیره ورمیږونه یې له خیره سره ور لاندې کړي! تر څو ولس له ده نه، او دی له ولس نه بې غمه شي! آمین

زلمی هېوادوال


tandar
16.03.2013

امريکايان دکابل داودخيلو دخلکو خواص لري :oops:
اودخيل هم په خپلو خرو ترهغي خښتي وړي چه زاړه شول بيا يې عمومي سرک ته راوباسي او رواني لاري ته يې ورټيله کړي چه وروستي پيسي هم پري وګټي :oops: :oops:
نوامريکايان هم په کرزي داودخيلو دخره قيصه کوي :oops:
لکه صدام حسين ېې چه وکړه
سياست دوست نه لري
د cia او isi لاسونه دافغان په وينو سره دي


larghonay laraway
16.03.2013

السلام عليکم
د کرزي په مکر به نه غولېږئ زما په نظر خو د کرزي اوسنۍ خبرې ده ته ورکړل شوی ډيالوګ دی چې دی يې تمثيل کوي. ده دا لس کاله ښه تمثيل وکړ او په تمثيل کې ښه ماهر دی.
د کرزي اوسنۍ غوښتنې په اصل کې د امريکايانو د پلان يوه برخه ده.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more