اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
ولې موږ تقلید کوو؟
Ghani
15.03.2013
سلام اعلیکم و رحمة الله،
مونږ ترټولو ښه امت يو، (الحمدُ لله) ولی هغوې زمونږ تقليد نه کوې او مونږ د هغوې کوو؟
آيا پدې پوهيږۍ چې استقامت څه شې ته وايې؟
استقامت د مستقيمی لارې اختيارول او دمستقيمی لاري په سلوکو ځان برابرول دي، استقامت دین دی، په دې کې ټول عبادات شامل دي، ظاهري او باطني، او د منع شويو شيانو څخه ځان ساتنه ده، استقامت د منځنئ لارې اختيارول دي، له افراط او تفريط څخه ځان ژغورنه ده.
اوس چې دې استقامت و پيژانده، دا ړوند تقليد پريږده، او خپله پخپله فکر وکړه او ځان له تقليد څخه وساته.
مګر مخکې تردې چې مونږ هم د هغوې په څير پرمخ ولاړ شو لمړی بايد خدای (جل جلاله) ته د استقامت له لارې مخه کړو.
کله چې په ځان کې د استقامت لاره غوره کړه، حتماً به پرمخ ځو او خدای به مو مرسته کوي.
الله تعالی فرمايی: (( فآستقم كما أمرت ومن تاب معك )) سورة هود : آية (112
الله تعالی خپلو انبياو ته هم په استقامت باندی امر کړی، موسی او هارون عليهما السلام ته الله تعالی فرمايی: (( قال قد أجيبت دعوتكما فاُستقيما )) سورة يونس – آية {89)
نبی کريم صلی الله عليه وسلم هم په استقامت امر کوی، په يوه حديث کی فرمايي: ((سددو و قاربو)) د سددو معنی دلته د استقامت حقيقت ته ځان رسول دی.
او د قاربو معنی اجتهاد د سداد لاری ته کول دي.
وروسته له دې چې مسلمان ځان کې پورتنې کمال پيدا کړې بيا ويلی شو چې د مسلمانانو پرمختګ او دهغوی د تقليد څخه ځان ليری کول ممکن دي. بيا کولی شو د غرب منفې تقليد پريږدو او مثبت تقليد يې ونيسو.
مسلمانه وروره! که څوک ځان کې استقامت پيدا نکړي، د علم لاسته راوړل ورته ناممکن کيږي، په غرب کې پوهه شته خو استقامت نشته که چيرته مسلمان ځان کې پوهه او استقامت دواړه پيدا کړي بيا به ترټولو مخکې وي (انشأ الله).
مننه،
Re: ولې موږ تقلید کوو؟
پتوال
15.03.2013
[quote:981b3e3843]سلام اعلیکم و رحمة الله،
مونږ ترټولو ښه امت يو، (الحمدُ لله) ولی هغوې زمونږ تقليد نه کوې او مونږ د هغوې کوو؟[/quote:981b3e3843]
وعلیکم السلام و رحمة الله و برکاته !
امت په دین تعریفیږي، لویدیځوالو خو دین له لاسه ورکړی دی او د هغوی دینونه منسوخ اوعملا یې اغیز او
مسلمانان يې شکر تقلید نه کوي. کوم تقلید چې تاسو ورته ګوته نیسۍ هغه د هغوی عصري ژوند دی چې په پانګوالۍ ،
دنیوي علم پوهه او
یو لړ امپریالستي جنایاتو يې تر لاسه کړی دی . د مسلمانانو ستونزې ډیرې دي :
۱- پانګوالي نه لري او دا باید رامنځته کړي خو دین د غربیانو غوندې له لاسه ورنکړي، بلکې نور یې هم ځواکمن او غښتلی کړي!
۲- دنیاوي پوهه( ساینس) نه لري ، دا هم باید تر لاسه کړي خو اخروی پوهه او دین وساتي او له لاسه يې ورنکړي!
۳- دا دواړه مادې د لویدیځوالو سره د دوښمنۍ له لارې نشي پلي کېدای، که نه نو مخکې له مخکې دې له منځه وړي، نو
سیاسی پوهه او اصولي ظریفه دیپلوماسي ته هم اړمن یو، څو خبله آزادي او خپلواکي وساتو اوخپل پرمخ یون او ترقي چټکه کړو
او د یو ملي اتومي ځواک خاوندان شو !
۴- قدرت باید په سیاست پوهو دیني مولیانو په لاس کې وي، که نه نو د دنیا يې پرمختګ سره به برګشت نابذی په دینی او اخروي
به شا تګ اخته شو نعوذ بالله من هذا !
[quote:981b3e3843]مسلمانه وروره! که څوک ځان کې استقامت پيدا نکړي، د علم لاسته راوړل ورته ناممکن کيږي، په غرب کې پوهه شته خو استقامت نشته که چيرته مسلمان ځان کې پوهه او استقامت دواړه پيدا کړي بيا به ترټولو مخکې وي (انشأ الله).[/quote:981b3e3843]
دا جمله په خپل ذات کې ضد او نقیض لری :
له یوېخوا وایاست :
که څوک ځان کې استقامت پيدا نکړي، د علم لاسته راوړل ورته ناممکن کيږي،
خو له بلې خوا مو فکر نه دی چې لیکئ چې په غرب کې استقامت نشته خو علم پوهه په کې شته(!!) :roll: :lol: