د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

وسله واله ډله د سولي د پروسي سره يو ځاى شوه!

مومند
13.03.2013

تاوده سلامونه او نیکی هیلی
کاش د ګران هیواد افغانستان ټول وسله وال ډلی دوی نه پند واخلی او زده کړی او وسلی پر مځکه کیږدی او د وسلو او جګړو پر ځای د هیواد په بیرته ودانولو کی برخه واخلی د ټوپک او پر ځای بیل او کلنګ واخلی او دغه جګړه ځپلی او کړیدلی هیواد بیرته ودان کړی او د ماینونو ښخولو پر ځای ګلان وکری او د هیواد هره سیمه د ګلانو په باغچو بدل کړی، او د وژلو او انتحاری بریدونو پر ځای د خپل د سیمی د خلکو اوښکی پاکی کړی او د وحشت او ویری پر ځای د یو ښکلی او روښانه راتلونکی زیری ولس ته ورکړی.

((د نورګل په مشرۍ وسله واله ډله د سولي د پروسي سره يو ځاى شوه
13 Mar 2013, 12:09
د کنړ ولايت چې د هېواد په ختيځ کې ګاونډي هېواد پاکستان ته څيرمه پروت او د نا امنيو څخه ډک ولايت دى ولي په دي وروستيو کې يې د چارواکو په خبره امنيت سم سوى او ددي ولايت ګڼي سيمي د امنيتي ګواښ څخه وتلي دي.
د کنړ ولايت والي سيد فضل الله وحيدي وايي د نوموړي ولايت د دانګام او اسمارو ولسوالۍ په اړونده سيمو کې يوه وسله واله ډله چې د کورنيو او بهرونيو ځواکونو په وړاندي يې فعاليت کوى د سولي د پروسي سره يو ځاى سوي ده.
د نوموړي د معلوماتو له مخي چې ددي ديارلس کسيزي وسله والي ډلي مشر نورګل د خپلو نورو ملګرو سره يو ځاى وسله پر ځمکه اېښي او جګړي کولو ته يې د پاى ټکى اېښى دى.
د هغه په وينا چې په کنړ ولايت کې د ملي امنيت د رياست له لوري دغه کسان د سولي د پروسي سره يو ځاى سوي دي او وروسته له دي به ددوى د ژمني له مخي وسلي ته لاس نه کړي.
والي څرګندوي چې په دي ولايت کې د سولي د ولايتي شورا د ايجاد را په دي خوا تر دوه سوه تنه زيات کسان د سولي د پروسي سره يو ځاى سوي دي او لا هم هڅي رواني دي.))

په درنښت
مومند


tandar
13.03.2013

داټول داشغالګرو دډالرو دمزدورانو بوټ پاکان دي او دغه پرپاګند ته حرب سرد وايې
څوک چه استقلال غوښتونکي وي هغه دسرپه بيه هم نه اشغالګر ته اونه دهغه نوکر ته تسليميږي
داسياسي پروپاګنده پاليسي اشغالګرو دخپلو نوکرانو له لاري ډيره پخوا روانه کړي خوڅوک پري نه غوليږي ځکه ملت هوښيار شوي دخاوري ازادي غواړي
په ډالرو اخيستلو کسانو ته پګړي وتړي اويوه سياسي شو تري جوړه کړي چه مخالفين تسليم شول :oops:
له چا سره سوله کول ؟
له چاسره يوځاي کيدل ؟
داشغالګر سره اوکه دهغوي دنوکرانو سره ؟
اشغالګردي ووځي ،جنايت کار اودملت قاتلين دي محکمي ته کش شې سوله خپله مينځ ته راتلونکي ده
دcia او isi لاسونه دافغان په وينو سره دي


pattang
14.03.2013

تندر صيب په قلم دبرکت شه!


مومند
14.03.2013

تاوده سلامونه او نیکی هیلی تندر صیب
تاسو لیکلی دی چی ((دا د اشغالګرو او بوټ پاکانو تبلیغات او حرب سرد دی)). نو کله چی طالبان د ملی اردو او یا ملی پولیس غړو په هکله خبر خپروی چی دوی سره یو ځای شوی دی هغه ته هم تاسو تبلیغات او حرب سرد وایست او که نه؟ که تبلیغات او حرب سرد وی نو د دواړو خواو څخه به وی او که تاسو یواځی یو اړخیزه قضاوت کوئ او څه چی طالبان وایی هغه ته تاسو تل رښتیا وایست او که د بلی خوا خبر وی نو هغه ته تبلیغات؟
دا د تسلیمیدو خبر نه بلکی دا ښکاره کوی چی افغانان د جنګونو او جګړو نه ستړی او ستومانه شوی دی او نور نه غواړی چی خپل افغان ورونو باندی ټوپک پورته کړی او یا یی ووژنی او یا خپل هیواد وران کړی.
بلی هو! ملت هوشیار شوی دی او نور نغواړی چی د څو ډلو د سیاسی او قدرت طلبی قربانیان شی او دغه له کبله خو وسله پر ځمکه ایږدی او غواړی چی په سوله ژوند تیر کړی.
د افغان ملت سره سوله، افغان ولس سره پخلاینه.
له خپلو بی بس او بی وزلی قوم او خلکو سره یو ځای کیدل
نه د اشغالګرو سره او نه هم د دوی نوکرانو سره، که څوک جګړه نه لاس واخلی او وسله پر مځکه کیږدی دا معنی نلری چی د اشغالګرو سره او یا د کوم بلی ډلی سره یو ځای شوی دی او یا کیږی.
افغانان د دغه حق لری چی جنګ او جګړه بس او هیواد ته سوله راوړی، او که ستاسو په نظر دغه عمل غلط او ستاسو د باور وړ ندی؟
آیا ستاسو په نظر د افغانستان ټول وګړی یا باید چی طالبانو سره وی او یا اشغالګرو سره؟ کومه مینځنی لاره وجود نلری؟ دا امکان نلری چی یو افغان پرته له دا نه چی کومی ډلی سره اړیکی ولری خپل د ژوند او د هیواد راتلونکی لپاره څه وکړی؟
نن ورځ اشغالګران هم خو د وتلو په حال کی دی او که تاسو د ملت د قاتلینو په هکله خبری کوئ نو د محترمو طالبانو ځنی غړی په د صف په اول کی وی چی باید محکمه شی.
سوله خپله مینځ ته نه راځی، زمونږ په هیواد کی د سولی راوستو لپاره باید چی ډیری هڅی او کارونه وشی، که زمونږ خلک سره یو ځای نشی او د هیواد ټول قومونه او ټول فرقی سره په ګډه کار ونکړی نو سوله به د کومه راځی؟ په افغانستان کی پرته له یو والی او ورورولی او د ټولو ډلو بی وسلی کولو نه سوله راتلای نشی. او تر هغه وخته پوری چی د سولی د لفظ سره دغه حساسیت چی تاسو په شان خلکو په ذهنونو کی ځای نیولی دی له مینځه لاړ نشی سوله هم راتلای نشی. ځنی وختونه داسی ښکاری چی د ځنی خلک جنګ او جګړی سره داسی مینه او عادت پیدا کړی دی چی حتی د سولی د لفظ اوریدو سره هم په قهر کیږی او حساسیت ښکاره کوی.
په درنښت
مومند


مومند
14.03.2013

تاوده سلامونه پتنګ وروره
څنګه یی؟ چیرته یی چی بلکل نه معلوکیږی. د الله شکر چی په خیر یی. هیله ده چی روغ او جوړ واوسی.

په درنښت
مومند


tandar
14.03.2013

سلامونه
وروره خپلي پوښتني دي خپله ځواب کړي چه يوالي مينځ ته رانشي سوله خوب اوخيال دي
خو دجنګسالارانو سره لکه دوستم ، فهيم ، مسعود خيل ، نور، محقق اوداسي نورو سره څه رقم سوله وشي ؟
داشغالګرو په زوردي هم وهي او دخرڅ شو زمردو او دغلا شوو ډالرو په زور يې درته داخلي جنګي سپي هم حاضر باش ودرولي
له دوي سره سوله تسليمدل معني ورکوي
اول بايد جنګسالاران ژوندي په قفسو کي هغه هم دارګ په مخ کي وچ شي
١، دافغان دغيرت تاريخ به هم ژوندي شي
٢، داخلي او خارجي دشمن ته به عبرت وګرځي چه بيا يې اولاده هم دافغان په خاوره او ملت تعرض ونه کړي
ديوه ازاد هيواد په هيله


آمین، آمین، آمین!!!

تيمور
14.03.2013

مومند صیب هیله ده چې زما سلامونه هم و منې،

یا رب ته عشق محبت وصفا راکړه که ستابـلــه رضاوي بیاهمداراکړه
کـیـنه بغض وعداوت نه موتل ساته تیارو زړونوتـه پوهه اورڼا راکړه

زه یوازې دومره وایم چې ای الله (ج) ته به مو کله دعا او زاري قبلوې؟


Samsor Afghan
29.03.2013

سلامونه او نیکی هیلی!

د طالبانو ډلی که چیری ریشتیا د اسلام د پاره جهاد کولی دوی به په جوماتونو او هغه ادارو کی چی مسلمانان پکی کار کوی انتحاری (ځان مرادری) نه کولی د طالبانو هر نوع حرکت د امریکی نظامی حضور په افغانستان کی اوژدوی.
طالبان نه یوازی اسلام ته خدمت نه کوی بلکی په ډیره بی غیرتی ټول پروګرام له پاکیستانه ورته برابریژی.

زمونژ یو ورور شعار ورکوی چی د ISI او CIA لاسونه د افغان په وینو سره دی بیا هلته ورته لیکی چی سوله له چا سره؟ د اشغالګرو د غلامانو سره؟

په دی خبره باید خپل سر خلاص کړو چی اوسنی طالبان چی کومه جګړه روانه کړی دا جهاد نه دی دا فقط قتال دی او طالبان یعنی تروریستان د همدی یاد شویو استخباراتو فوځ او محصول دی.
په درناوی


pattang
29.03.2013

سليمانخيله ته مونږ ته دلود ګانو ګمان کوې ، مونږدومره
لودګان نه يو چې په سود او سلم فکري پوهه او تحليل له
تا څخه اوياله نورو کرزي خيلو دالر خورو څخه واخلو!
اوس به راشو عادي تجزيې ته:
مونږته او ټولې نړۍته په خوا هم او اوس هم مالومه ده
چې طالبان پاک مسلمانان دي او داسلام لاره يې په کلکه
نيولې ده ٠ خويو ډول اختلافونه چې نړیوالو اوځنې افغانانو
له دوی سره لرل ، هغه دښځو دحقوقو مسائل ، اقصادي
او ځينې نورې سياسي مسائل اوچارې وې !
په اسلام کې بې ګناه مرګ او وژنه لويه ګناه او شرعي
قانون پرې تطبيق کېږي ! پر دې خبره خوبه راسره موافق
يې او هيڅوک هم سترګې نشي ترې غړوی .
- نو که طالبان بې ګناه خلک ووژني خو په اولس کې
محبوبيت له لاسه ورکوي او خلک نفرت ترې کوي اوټوله
لاره يې د شيطان لاره ګرزي اود الهي له احکاموسرغړونه
کوي !
خو داچې درسواکېدو ،بد نامي ، شيطانت دغه بهترينه لاره
ده نو دغه وظيفه cia او دهغې ملګريو دشمال غلو ، فاسد
اسدالله خالد په لاس کې اخيستې ده تر څو چې طالبان بد
نامه کړي ٠ زما په کلي کې طالبانو زمونږ تربور مردار
که چې امريکايانو ته به يې مخبري کوله خو طالبانو درې
ځله هغه ته احوال ورکه او خطونه يې ورته وليکل خو
دشېرکي زوی به خپله امريکايانو ورکړې ماشينګڼه ګډوله
او دچا خبره به يې نه اورېده تر څو چې طالانو دی
مرارکه او جنازي ته يې هم څوک نه ورغلل ، اوس يې
اشغالګر صلبيان دو ښڅوا و پنځو او لادونوته معاش
ورکوي ! داچې طا لبان دکلي خلک او واقعي مسلمانان
دي نو ريکاټ دې نه چليږي بدل يې کړه !!!!!


Samsor Afghan
30.03.2013

سلامونه
پتنګ وروره ته داسی خبری کوی چی د چا خندا در ته راځی
طالبان د امریکی او د پاکستان نوکران دی ټول پروګرام ورته له کوټی ورکول کیژی پیسی پاکستان ورکوی او ورانوی خپل هیواد.
دا څوک وایی چی طالبان پاک مسلمانان دی که چیری دوی پاک مسلمانان وای دا ځان مرداری به یی نه کول هغه هم په جوماتونو کی یا په عامه ګڼه ګونه کی.
د طالبانو به یو څو مشران عالمان وی نور ټول بیسواده او حتی خپله کلیمه او لمونځ یی نه ده زده او بل دا چی دوی حد بیخی نه پیژنی دومره خلک یی ووژل چی بیخی یی حساب نه کیژی.
طالب مکتبونه سوځوی، عامالمنفعه ځایونه ورانوی، او خپل وروڼه وژنی بله کومه وظیفه نه لری.

هر چیری چی جګړه ده هغه امریکی په ډیره هوښیاری روانه کړی ده
په افغانستان کی طالبان د ISI په واسطه
په فلسطین که د اسرایلو په واسطه
په سوریه کی د امریکایی شورشیانو په واسطه ا داسی نور.............
که هر څوک چی د سوریی جګړی ته جهاد وای هغه اصلا د جهاد په معنی او اصولو نه پوهیژی :P
په درناوی ( د سود په خبره به نه غژیژم )


pattang
30.03.2013

[quote:565ce71476]سلامونه
پتنګ وروره ته داسی خبری کوی چی د چا خندا در ته راځی [/quote:565ce71476]
دا اول وار نده ، په ښوونځي او پوهنتون کې به هم ( خ٠
اوپ.) ماته داسې خبرې کولې ! خو دالله په فضل تراوسه
پورې حق په جانب وختم څکه چې ز ما لاره هميشه اولسي
لاره او دهغوی زړونه له ماسره تړلي وو اودي٠

[quote:565ce71476]طالبان د امریکی او د پاکستان نوکران دی ټول پروګرام ورته له کوټی ورکول کیژی پیسی پاکستان ورکوی او ورانوی خپل هیواد.[/quote:565ce71476]

دلته اوس څه وايې ? او پخوا دې څه ليکلي دي !
نوستاکرزی خو د cia اجنټ او شمالي ټلوال دې دامريکې
حلقه په غوږ غلا مان دي ، نو که ستا د امريکيې له غلامي
څخه بد راځي نو بيا ولې دملي او اولسي قيام په قطارکې
نه درېږې چې په يوو پورې هم ندی تړلی !!!!!!!!!!!

[quote:565ce71476]دا څوک وایی چی طالبان پاک مسلمانان دی که چیری دوی پاک مسلمانان وای دا ځان مرداری به یی نه کول هغه هم په جوماتونو کی یا په عامه ګڼه ګونه کی. [/quote:565ce71476]

داخبرې او دا کارونه د طالب ندي هغوی خپل امتحان
ورکړی اودا د cia پاړ سنګی دی !

[quote:565ce71476]
د طالبانو به یو څو مشران عالمان وی نور ټول بیسواده او حتی خپله کلیمه او لمونځ یی نه ده زده او بل دا چی دوی حد بیخی نه پیژنی دومره خلک یی ووژل چی بیخی یی حساب نه کیژی. [/quote:565ce71476]

اول طالبانو دا ازموينه د اسلامي امارت په وخت کې
ورکړې هغوی اولس ته بېرته خپل ناموس ورکړاوداسې
سوله يې راوسته چې ساری نلري !! اوايا کرزخيل لنډغر
عالمان دي?

[quote:565ce71476]طالب مکتبونه سوځوی، عامالمنفعه ځایونه ورانوی، او خپل وروڼه وژنی بله کومه وظیفه نه لری. [/quote:565ce71476]
انډيواله cia او دشمال لنډغر دا پرو پاګنده کوي !

[quote:565ce71476]هر چیری چی جګړه ده هغه امریکی په ډیره هوښیاری روانه کړی ده [/quote:565ce71476]

ته خو دکرزي او دامريکايې دالرو په پټو ستر ګو انډيوال
يې !

[quote:565ce71476]په افغانستان کی طالبان د ISI په واسطه
په فلسطین که د اسرایلو په واسطه [/quote:565ce71476]

طالبان له اسمانه اصلحه او مرسته واخلي ??
يانې امريکا دا کار کوي ! نوچې داسې دی خو امريکاته
څټ کړه خپل اولس ته مخ !!

[quote:565ce71476]په سوریه کی د امریکایی شورشیانو په واسطه ا داسی نور.............
که هر څوک چی د سوریی جګړی ته جهاد وای هغه اصلا د جهاد په معنی او اصولو نه پوهیژی
[/quote:565ce71476]

په سوره کې دسني او شويه دقدرت جنګ دی ، څوک يې
جهاد نه بولي !


Samsor Afghan
01.04.2013

سلامونه می بیا هم ومنی!
پتنګه وروره
ته هلته جرمنی کی ناست یی او مونژ دلته کابل کی
زما او ستا تحلیل فرق کوی ته اوری او زه یی عملا وینم

د امریکی نه استفاده یو مفهوم لری
او
د امریکی او پاکستان په لاس حمایت او استعمالیدل بل مفهوم لری
طالب پسی چا پروپاګند نه دی کړی په خپلی ګناهګارو سترګو می لیدلی چی مکتب یی سوځولی او د پاکستانی علماوو وعظ می اوریدلی چی زمونژ طالبانو ته یی نصحت کاوو چی ټول فساد د سکول په کونه کی دی فقط مکتبونه ورانوی او خلک مه پریژدی چی سکول ته لاړ شی.
طالب امنیت په داسی یو قسم راوستل شوی وو چی خلک یی ډارول وژل یی او یو د دوو چړیانو په واسط به یی له خلکو په زوره عشر اخیست او له پاکستان او عربستان نه ورته ډکی ډکی بوجی پیسی راتلی.
او بل دا دی چی تاسو ویلی چی زه مردمی یم
خلک خو ولس دی نه طالب قسم می د په خدای وی چی خلک له طالب نه ونه ډاریژی مخامخ ورته جواب ورکوی چی خدای د ژر تر ژره ورک کړه د پاکستان غلامه.........
زمونژ حکومت له امریکی نه استفاده کوی او خپل ولس ته په یو توفان کی خدمت کوی او مخ یی هم ولس ته دی ځکه چی ملی اردو هیواد ته کار کوی نه طالب ته ځکه هغه د پاکستان غلامان دی او پاکستان هیڅ وخت د افغانستان په ګټه کار نه کوی.
او ته
فقط قومی جنجالو ته کوښښ کوی چی لمن ووهی زمونژ ولس ته دا نده پکار چی بیا خپل منځی جګړی شروع کړی مونژ ته لازمه ده چی اوس خپل هیواد د پاره کار وکړو او د دښمنانو له هر نوع تهدید نه ځآن وژغوروو.
سمسور سلیمانخیل
خړ کابل-افغانستان


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more