د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

پاکستان وايي، افغانستان د مولوي فقیر محمد د ورسپارلو لپاره شرطونه ایښي

میرویس
12.03.2013

ګرانو لوستونکو، اسلام علیکم
ددې لاندې مضمون په برخه کئ ستاسې نظر څه دئ؟
===
پاکستان وايي، افغانستان د مولوي فقیر محمد د ورسپارلو لپاره شرطونه ایښي
| سې شنبه, 12.03.2013, 03:50 AM | (1287 لیدل شوی)

تاند- افغانستان د مولوي فقیر محمد د سپارلو په وړاندې د پاکستان حکومت ته یو لړ شرطونه ایښي دي چې په هغو کې یو دا دی چې پاکستان دې ملا برادر او یو شمېر نور بندي طالبان خوشي او افغانستان ته وسپاري.
افغانستان تر دې پخوا هم څو ځلي د ملابرادر د ورسپارلو غوښتنه کړې وه خو پاکستان نه یوازې دا چې د ملابرادر خوشي کولو ته تیار نه دی حتي افغان چارواکو او پلاوو ته اجازه نه ورکوي چې له نوموړي سره وویني.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت تایید کړې چې افغانستان د مولوي فقیر محمد د خلاصون یا پاکستان ته د هغه د سپارلو په بدل کې شرطونه ایښي دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک وویل چې افغانستان دا شرطونه وروسته له دې اعلان کړل چې پاکستان انټرپول یا نړیوالو پولیسو ته لیک ولېږه او رسماً یې د مولوي فقیرمحمد د ورسپارلو غوښتنه وکړه.
پاکستان انټرپول ته لیکلي چې مولوي فقیر محمد د ګڼ شمېر د بېګناه انسانانو په وژلو او نورو جنایتونو تورن دی ځکه باید د محاکمې لپاره وروسپارل شي.
پاکستان غواړي چې د بهرنیو چارو وزارت له لارې هم له افغانستانه د مولوي فقیرمحمد د ورسپارلو غوښتنه وکړي.


daud
12.03.2013

سلامونه او احترامونه
پاکستان او دافغانستان تپل شوې اداره دواړه دامریکایانو اجنتان او مزدوران او دطالبانو داسلامي تحریک قسم خوړلی دښمنان دي .دواړه پوشالی او اجیری ادارې دطالبانو د محو کولو ماموریت لري ،خو دا خوځښت (طالیان) د اولس دبطن نه زیږیدلي دی او د اولس محو کول نا ممکن دي.

مننه
دازاد او خپلواک افغانستان په هیله


پتوال
16.03.2013

[quote:2713a41301]پاکستان او افغانستان ...دطالبانو داسلامي تحریک قسم خوړلی دښمنان دي ... او دطالبانو د محو کولو ماموریت لري [/quote:2713a41301]

السلام علیکم داود جانه !

دا د پاکستان دوښمني له طالبانو سره له د حالتو نه خالي نه ده : یابه رښتیا وي او یا دروغ . که رښتیاوي لږه خويې طالبانو
ورونو ته هم ثابته کړه، څو هم ځان او هم ملت دپنجابی دولت له شر څخه وژغوري ، ځکه چې وايي:
«که وینې چې یو ړوند کندې ته غورځیږي او ته يې ونه ژغورې ګناهګار یې ».
او که دا ادعا دې رښتیا نه وي نو دروغ به آخر په چا ومنې ؟؟؟ والسلام


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more