د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د اسونو او معجزو جنګ

اتل
11.03.2013

محترمو لوستونکو، اسلام علیکم
دا معجزه نه بولي، چې یوه بې پیلوته الوتکه را په هوا شي، او دوه تنه چې په اسونو سپاره وي، د رفتار په حال کې پداسې دقیق ډول وولي چې غیر له اس سپرونه بل هېڅ شئ هم ونه لکیږي او دواړه سړي ووژل شي. دا واقعه د شمالي وزسرستان په داتا خیلو کې شویده
دغه دواړه سړي چې وسله وال وو، اوافراطیان ګڼل کیدل وژل شویدي
بې پیلوټه الوتکو په خپلو حملو کې، پدې علاقه کې په څو تیرو کلونو کې ګڼ شمیرعرب او نور خارجیان چې سیمي ته د تخریب، خود کشه حملو، په ملکي او سرکاري تاسیستاتوباندې د ګذارونو دپاره راغلي وو او په قبایلي علاقو کې پټ شوي دي، او لدې ځای نه په افغانستان کې د ننه هم حملې کوې ديرئ یې ترې ویشتلي او وژلي دي
د بې پیلړټه الوتکو په حملوکې د القاعدې د تیرورستي شبکې شل پنځه ویشت د سر سړي هم وژل شویدي. ددغو دهشت ګرو د مرګ ژوبلې په نتیجه کې ډير
ماشومان او ښځې د مرګ نه بچ شوي او ولس ددغو
ترورستانو د شر نه نجات پیدا کړئ دئ. پخپله القاعدې هم بیابیا اعترافونه کړیدي، چې بي پیلوټه الوتکو د هغوی ګڼ شمیر داسې ترورستي مشران وژلي دي، چې د هغوی د ترورستي کاراواییو د خلا ډکول څه آسانه کار هم ندئ. د بی پیلوټه الوتکو حملو د ترورستانو سره په جګړه کې د مځکنیو قواوو سره مرسته کړيده. دغه ترورستانو د پاکستان د خلکو په تیره بیا د پښون قام دښمنان دي اود پښتون قام ولسونه د آزادۍ، تعلیم، اقتصادي ښیرازۍ، آزاد ګشت او ګذار، آزاد تجارت او پښتنو د عنعنوي ژوند او مذهبي رسم او رواج د حقووقو نه محروموي. دغو ترورستانو د ځان مرګي او نورو ناوړه اعمالو د سرته رسولو له لارې په ولسي خلکو ژوند سره تبۍ ګرزولئ دئ او بې پیلړټه اوتکو، ددغو بدعتي ترورساتو د ځبلو له لارې د پښتنو ولسونو د امن او سلامتیا سره قاطع او نه هیریدونکې مرستې کړیدي. دادې په اسونو باندې په سپرو شکمنو ترورستانو د وروستۍ حملې لنډ بیان
===
د استخباراتي چارواکې د وینا ترمخه ډرون د شمالي وزیرستان په دته خیلو سیمه کې په یو مشکوک وسله وال په داسې مهال حمله کړې چې هغه په اس سور وو او برید کې د وژل شو.
پاکستاني مطبوعات وايي ډرون په دوه اس سوارؤ حمله کړې ده چې په نتیجه کې يي دواړه وژل شوې دي.
امریکائي چارواکي او خپله وسله وال هم ددې تصدیق کوي چې ډرون حملو کې يي یو شمیر اهم غړي وژل شوې دي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more