د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

ځانمرګي بریدونه، د دیني عالمانو له نظره!

تيمور
07.03.2013

ګرانو هیوادوالو اسلام علیکم،
د اسلامي هیوادونو د دیني عالمانو په دریمه غونډه کې، چې د ترکیې په استانبول کې د اسلامي نړۍ د ګڼو دیني عالمانو او سترو مفتیانو په ګډون جوړه شوې وو، ځانمرګي بریدونه او بیګناه مسلمانان وژل د اسلام د احکامو او شرعي نصوصو خلاف وبلل.
د اسلامي هیوادونو لسګونو دیني عالمانو د خپلې غونډې په پریکړه لیک په افغانستان کې د اسلام په نامه هر ډول تاوتریخوالی ناروأ ګڼلی دي.
د غونډې ګډونوالو په خپل پرېکړه لیک کې ویلي د ځان وژونکو بریدونو او نور تاوتریخوالي لپاره له اسلامي احکامو او شرعي نصوصو څخه ناوړه ګټه اخستل بالکل یو نا مشروع دي.
په داسې حال کې چې پاکستاني دیني عالمانو په افغانستان کې د سولې لپاره په جوړیدونکي غونډه کې له ګډون کولو انکار وکړ، دا لومړۍ ځل دی چې داسلامي نړۍ مخکښ دیني عالمان او ستر مفتیان په دومره صراحت او وضاحت سره په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي غندنه کوي.

والسلام،


حماد زابلی
22.03.2013

دادھغوپلورل شوی درباری علم پوھانوخبرہ دہ چی شپہ اورزدغرب پہ خدمت کی لگیادی ددوئ فتوآی قابل قبول نہ دہ افغانستان اشغال شوئ اودلتہ د۴۸کفری ملکونوفوجان راغلی دی اویوداسی شرعی نظام چی دنن پہ نڑئ کی یی سارئ نشتہ ڑنگ کڑ اوٹولواسلامی مقدساتوتہ یی توھین وکڑاوکوی یی پہ افغانستان کی جھاداواستشھادی بریدونہ روانہ بلکی واجب دی اوسوک چی یی نہ منی اوبیاھم دداسی پلورل شوعلم پوھانوپہ خبرہ باورکوی دابہ ھسی شنی عینکی پرسترگوکول وی.



Mazharee
22.03.2013

ښاغلی تیمور! ځانمرګئ ورهغه چاته ویل کیږی چی ددنیا دژوند څخه بیزاره سوئ وی، او یا په دنیا کی دځینو مشکلاتو سره مخامخ وی نو هغه څوک ځان مړکړی ددی لپاره چی ددی تکالیفو څخه دده په فکر خلاص شم، لکه ځنی ښځی چی ځانونو ته اور اچوی اویا ځان په دار باندی زړوی.
اما کوم استشهادی کارونه چی داسلام اتلان او فدائیان یی کوی، دیته ځانمرګی او یا انتخاری نه ویل کیږی، ځکه دا دیو مقدس هدف، داعلاء کلمة الله او دکفارو دشکست او دمسلمانانو دنجات لپاره ځان په شهادت رسوی.البته ځنی شرایط لری چی باید په نظرکی ونیول شی.
او دغه کار داوس څخه ندی شروع بلکه دتاریخ په اوږدو کی داسی واقعی په مسلمانانو کی ډیری تیری سویدی، چی په فراغت سره به یی بیا په دلیل باندی وڅیړو، نو هیله کوم چی استشهادی ته ځانمرګی مه وایاست.


pattang
22.03.2013

نورالحق مزاري صيب سلامونه!
هيڅوک به هم له ليوني څخه ما سېوا خپل ځان مړ نکړي ، خو په داسې جنګي
حالت کې چې داسلام او کفر جنګي وسلې هيڅ مقايسه کېدای نشي نو هلته
مسلمانان له خپله سره ځخه تېريږي خو دا زما خپل احساساتي فکر دی چې
سړی مجبور شي نو بله چاره نلري .
زه خپله په ديني مسائلو کې وارد نيم او په داسې ځای کې پروت يم چې يواځې
بې دينه عناصر منډې وهي ، نو زماغوښتنه داده که چېرې پر دې موضع
داسلام له نظره پوخ مالومات راکړې منندوی به دې يم !


پتوال
22.03.2013

هېڅ داسې آیت حدیث یا د امت اجماع یا د ورته عمل ثابقه نشته چې د خپل ځان په وژنې سره د کافر دوښمن د وژلو
غوښتنه کوي یا لږ تر لږه دغسې ځانوژنې ته جواز ورکوي!
استشهاد هم شهادتي ته وايي نه ځان وژنې ته، شهادت صرف ددوښمن پواسطه د سړي نصیب کیږي، پخپله سړی ځان وژلی شي خو
شهید کولی یې نشي!
ځان وژونکي بریدونه د لومړي ځل له پاره د کشمیر په جګړه کې د ISI له خوا رامنځته شول ، په هغې کې یط هم د پنجابیانو په
ځای پښتانه قرباني کړل او ځانمرګو بریدنو ته يې واستول . په افغان-شوروي جګړه او لومړني طالب پاڅون کې
ترې ISI کار وانه خیست ولې ددویم ځل پاڅون په روان بهیر کې ترې ښه په مړه خېټه کار اخلي!
هدف يې د یو معیوب معذور شل او شُټ افغانستان پریښودل دي څو په سیخه توګه د پاکستان یا پاکستاني غلامانو غلامۍ ته
تن کیږدي. دا بریدونه طالبان نه تر سره کولی شی او نه يې تر سره کوي، خو د خواشینۍ ځای دی چې د مسولیت
او بدنامۍ منلو ته يې تیار تکړه ناست دي، څو د تر سره کونکی نوم د (ISI) د غړیتوب له رسوایۍ څخه وژغوري . والسلام !
وایی هر شی په خپل ضد او تقیض ککړ وي، داچې طالبان لکه فرښتې د خپل اسلامي هیواد د آزادۍ له پاره د کفارو
پر ضد جهاد کوي، ددې پاکوالي سره د ISI شیطاني لاس هغه ککړ تیا ده چې ددوی په سپینه لمن لکه د ناسور داغ پرته ده!
الله دې طالبان له دې داغ څخه ژر تر ژره خلاص کړي
والسلام


larghonay laraway
23.03.2013

السلام عليکم!
زه خو وايم لومړی بايد د ځانچونې د روا او ناروا پر ځای د دوی هدف معلوم کړو او بيا پرې خبرې وکړو. کله چې د دوی هدف معلوم شو نو روا او ناروا به يې په اسانه بيامومو!
له دې خو هيڅوک هم انکار نه شي کولی چې افغانستان نه دی اشغال شوی، بلکې اشغال دی او کرزی د امريکا ګوډاګی دی!
ولې د طالب په نامه کوم شی چې رامنځته شوی هغوی هم د امريکا له پراخ ملاتړه برخه من دی. بله دا چې د يوې اسلامي ډلې مشري يا د اسلامي امارت دعوه دار چې سوچ بوچ انپړ وي نو بالاخره يو انسان د کوم هدف لپاره خانچاودونه کوي؟

زه خو وايم که لومړی يو پاک سپېڅلی هدف او معلوم الهويه مشر ولرو او بيا هر ډول سرښندونه، مبارزه او جګړه وکړو نو هدف به مو سپېڅلی او مثمر وي.
خو اوس ؟
څټې دې لالا وهي او نومړۍ دې عبدالله وهي
مړه کېږي زمونږ احساساتي او ناپوهه ځوانان ګټه د امريکا او پاکستان ده!
پاکستان اقتصادي ګټه کوي له امريکې په مليونونو ډالر اخلي، کرزی تش په نامه رياست ته جوغدي جوغدي کېږي، د کرزي مافيايي کورنۍ پيسې ګټي او مړه کېږو مونږ نو اخر ولې؟
دلته بيا دوه هوايي ډلې دي چې په نيټ کې يوه د کرزي ګوډاګي ملاتړ کوي او بله د ړانده، معيوب او بې علمه جاهل او انپړ ملاعمر د امارت دعوې ته په پټو سترګو غاړه ږدي.
ملاعمر او کرزی په اصل کې په افغانستان کې د جګړې ستر روزل شوي عوامل دي، دوی اوبه خړوي څو امريکا په کې ماهيان ونيسي!
خواشيني د هغه طالب او د هغه عسکر پر مړينه ده چې د پردويو د اهدافو لپاره مړه کېږي او يا ځانچونې کوي!


larghonay laraway
23.03.2013

السلام عليکم!
زه خو وايم لومړی بايد د ځانچونې د روا او ناروا پر ځای د دوی هدف معلوم کړو او بيا پرې خبرې وکړو. کله چې د دوی هدف معلوم شو نو روا او ناروا به يې په اسانه بيامومو!
له دې خو هيڅوک هم انکار نه شي کولی چې افغانستان نه دی اشغال شوی، بلکې اشغال دی او کرزی د امريکا ګوډاګی دی!
ولې د طالب په نامه کوم شی چې رامنځته شوی هغوی هم د امريکا له پراخ ملاتړه برخه من دی. بله دا چې د يوې اسلامي ډلې مشري يا د اسلامي امارت دعوه دار چې سوچ بوچ انپړ وي نو بالاخره يو انسان د کوم هدف لپاره خانچاودونه کوي؟

زه خو وايم که لومړی يو پاک سپېڅلی هدف او معلوم الهويه مشر ولرو او بيا هر ډول سرښندونه، مبارزه او جګړه وکړو نو هدف به مو سپېڅلی او مثمر وي.
خو اوس ؟
څټې دې لالا وهي او نومړۍ دې عبدالله وهي
مړه کېږي زمونږ احساساتي او ناپوهه ځوانان ګټه د امريکا او پاکستان ده!
پاکستان اقتصادي ګټه کوي له امريکې په مليونونو ډالر اخلي، کرزی تش په نامه رياست ته جوغدي جوغدي کېږي، د کرزي مافيايي کورنۍ پيسې ګټي او مړه کېږو مونږ نو اخر ولې؟
دلته بيا دوه هوايي ډلې دي چې په نيټ کې يوه د کرزي ګوډاګي ملاتړ کوي او بله د ړانده، معيوب او بې علمه جاهل او انپړ ملاعمر د امارت دعوې ته په پټو سترګو غاړه ږدي.
ملاعمر او کرزی په اصل کې په افغانستان کې د جګړې ستر روزل شوي عوامل دي، دوی اوبه خړوي څو امريکا په کې ماهيان ونيسي!
خواشيني د هغه طالب او د هغه عسکر پر مړينه ده چې د پردويو د اهدافو لپاره مړه کېږي او يا ځانچونې کوي!


تيمور
25.03.2013

ګران او محترم ورور لاروئ صیب هیله ده چې زما سلامونه او نېکې هیلې ومنې،
زه او د افغانستان اکثر (اصیل بچییان) کاملاً تاسو سره موافق او همنظریو، او د یو مسلمان افغان په صفت دا عرض کوم چې راځې د ورور وژنې نه لاس واخلو.
بیا د ځانمرګو حملو په اړه دینی عالمان ټول اتفاق لري، لکه چې د اسلامي نړئ ډیر نامتو او محترم شخص د سعودي عربستان لوی مفتی شیخ عبدالعزیز بن شیخ چې د اسلامي نړې پېږندل شوي عالم دي، د عرفاتو په سپېڅلو مراسمو کې چې د نړئ تر دوه ملیونو زیاتو مؤمنان پکې برخه درلوده پخپله موعظه کې د اسلام له مبارکو ارشاداتو له نظره ځانمرګي بریدونه بالکل حرام وبلل او زیاته یي کړه چې په اسلام کې دغه شان اعمال (ځانمرګي) بریدونه کاملاً مشروعیت او اساس نلري. هغه محترم زیاته کړه چې ځانمرګیان جنت ننوتل نلري.
نوموړي زیاته کړه چې د اسلام او تشدد ترمنځ هیڅ تړاو نشته، اسلام د سولې او ورورولئ دین دي او هغه کسان چې بیګناه مسلمانان وژني د خدای (ج) لخوا نه بښل کېږي.
د یو آزاد، آرام او پرمختللي افغانستان په هیله،


حمید هڅــاند
26.03.2013

په دې کې شک نشته چې یوه ډله په اصطلاح عالمان د ځانمرګو جواز ورکوي او بله ډله یې بیا رد؛ ایا چا یې د روابولو عالمانو نه پوښتنه وکړه چې په کوم دلیل؟
ځانډزي او استشهادیان ځمکه اسمان فرق لري. استشهادیان هغه دي چې د جهاد په دوران کې د دوښمن په وسله شهید شي، اما زموږ اوسني تېرایستل شوي استشهادیان خو پخپله وسله ځانونو ته درز ورکړي، نو ایا ځاندرزي نه شول؟.
مظهري صیب ممکن کوم بل نظر ولري، هیله ده روښانه یې کړي.

درنښت


larghonay laraway
27.03.2013

السلام عليکم!
ياره هڅاند صيب دا ځاندرزي دې ورته عجيب لغت موندلی دی!
باور وکړه د لوستلو په وخت کې سم کمپيوتر رانه ودرزيدو!



Mazharee
01.04.2013

د" استشهادی" عملیاتوپه هکله د مصری دارالافتاء دفتوی ژباړه :
پوښتنه:
الحمدلله والصلاة والسلام علی رسول الله وعلی آله وصحبه، اما بعد:
ځینو علماؤ ویلی دی : چی استشهادی عملیات دځان وژنه ده په اسلام کی هیڅ اصل او بنیاد نلری هیله ده چی پدی مسئله کی مو په حق اوصواب باندی خبرکړئ!
او کچیری داسی شی نو دهغو خلګو څه حکم دئ چی مخکی یی دغه کارکړئ دئ آیا هغوی شهیدان نه شمیرل کیږی؟
جواب:
الحمدلله والصلاة والسلام علی رسول الله وعلی آله وصحبه ومن والاه.
وروسته : پدی مسئله کی معاصرو علماؤ اختلاف کړئ دئ، ځینو حرام ګڼلی او هغه یی انتحار ( ځان وژنه ) بللی ده او پدی آیت باندی یی دلیل نیولئ دئ« ولا تقتلوا انفسکم ان الله بکم رحیما » [ النساء 19]
ژباړه : ځانونه مه وژنئ یقینا الله پرتاسو باندی مهربان دئ.
او ځینو علماؤ داعمل مشروع او دالله په لاره کی جهاد بللئ دئ ، او ددی عمل کوونکئ یی شهید او دلوړو مرتبو خاوند ګڼلئ دئ، او پردی باندی یی ډیر دلائل ویلی دی:
1. په جهاد کی دمرګ په خطر کی دځان اچول اوغورځول په اتفاق سره د اهل علم روا دئ، او دا دجهادی وسایلو څخه یوه فعاله وسیله ده چی پرضد ددښمنانوددین تری استفاده کیږی او همدغه کار دئ چی داسلام دښمنانو دوارخطایی اوشکست سره مخامخ کوی، نوددی( استشهاد) عمل کوونکئ دالله پاک پدی کلام کی داخل دئ:« وَمِنَ ٱلنَّاسِ مَن يَشْرِي نَفْسَهُ ٱبْتِغَآءَ مَرْضَاتِ ٱللَّهِ وَٱللَّهُ رَؤُوفٌ بِٱلْعِبَادِ» [ البقره 207].
ژباړه: ځینی دخلګو څخه هغه څوک دی چی ځان دالله درضا دحاصلولو لپاره خرڅوی(قربانوی)، او الله پرخپلو بندګانو باندی ډیرمهربانه دئ.
2. او دجملی څخه د دلایلو یوه هغه د ماشوم قیصه ده چی په تفسیر کی د " اصحاب الاخدود" په سورة البروج کی راغلیده. چی هلته هغه ماشوم دهغه وقت حاکم ته دخپل ځان دوژلو طریقه اولاره ورښیی او هغه یی وژنی او دا انتحار(ځان وژنه) ندئ بلل شوئ بلکه دالله په لاره کی دځان مصرفول او قربانول دی، چی په متن کی دحدیث یی دهغه هلک قول داسی نقل کړئ دئ: « قال الغلام للملك الكافر: "خذ سهماً من كنانتي، ثم ضع السهم في كبد القوس، ثم قل: بسم الله رب الغلام، ثم ارمني؛ فإنك إذا فعلت ذلك، قتلتني"؛ (رواه مسلم) »
ژباړه: هلک وکافر باچاته وویل: یوه غشی ځما د خلطی څخه واخله بیایی په لندۍ کی کښیږده، بیا ووایه : شروع کوم په نامه د رب ددی هلک، بیانو وروسته ما پری ووله، نو چی کله دی داسی وکړل، نو کولای شی چی ما مړکړی.
ددی قیصی ارتباط دموضوع داسی دئ: چی دلته یقینا دغه مجاهد هلک داسلام دحفاظت او مسلمانانو دمصلحت لپاره خپل ژوند په هلاکت او ځان یی یقینا مرګ ته وړاندی کړئ او دخپل مرګ سبب خپله دئ جوړشوئ، ځکه کافرانو دئ نشو وژلای مګر په دغه طریقی سره کومه چی ده ورته په ګوته کړه ، اوداکار دده څخه جهادی عذر وبلل شو، همدغه ته ورته مسئله داوسنی استشهادی هم ده ، ځکه دئ خپله سبب دخپل مرګ کیږی دپاره دمصلحت داسلام او مسلمانانو ( نولکه چی هغه هلک شهید شمیرل شوئ دئ، دغه استشهادی هم شهید شمیرل کیږی او یقینا شهید دئ). دپورته قیصه په ادامه کی شیخ الاسلام رحمه الله ویلی دی: پدی قیصی کی ډیره ګڼه مسلمانانو ته حاصله شویده.
3. حافظ ابن حجر په " فتح الباری " او ابن النحاس په " مشاریع الاشواق " کی دمهلب څخه نقل کړئ دئ هرڅوک چی ځان په طاعت کی دالله هلاک کړی هغه ظالم اوتیرئ کوونکئ ندئ.
اوعلماؤ پردی اتفاق کړئ دئ چی په جهاد کی دمرګ ځای ته ځان غورځول اورسول جواز لری. امام غزالی رحمه الله ویلی دی: که څوک ووایی: چی ددی قول دالله معنی نو څشئ ده «وَلاَ تُلْقُواْ بِأَيْدِيكُمْ إِلَى التَّهْلُكَةِ» [ البقرة 195].
ژباړه: په خپلو لاسو ځانونه هلاکت ته مه اچوئ.
نومونږ یی په ځواب کی ورته وایو: چی پدی کی هیڅ اختلاف نشته چی دیوه مسلمان لپاره رواکیږی چی دکافرانو پرصفونو باندی حمله وکړی اوهغوی ووژنی کڅه هم دده یقین وی چی زه مړ کیږم، خوداچی ځینی خلګ داسی فکر کوی چی دمجاهد دغه عمل دپورتنی آیت څخه خلاف اودهغه دحکم څخه سرغړونه ده نو داخبره یی صحیح نده، ځکه عبدالله ابن عباس رضی الله تعالی عنه فرمایی: هلاکت داندئ چی مجاهد په جنګ کی ځان مرګ ته وړاندی کوی بلکه هلاکت دادئ چی څوک دالله په لاره کی مال نه مصرفوی. ( ځکه دآیت دسباق اوسیاق څخه هم دغسی معلومیږی ) اوبراء بن عازب ویلی دی: هلاکت دادئ چی څوک ګناه وکړی بیاوایی چی ځما توبه نه قبلیږی.
او امام نووی په " شرح مسلم " کی ویلی دی: علماؤ اتفاق کړئ دئ پرجواز دغورځولو دځان په هلاکت کی په جهاد کی.
او قرطبی په خپل تفسیرکی ویلی دی: امام محمدبن حسن الشیبانی ویلی دی: که یومسلمان کس پرزرو کافرانو باندی په یواځی باندی حمله وکړی هیڅ پروا نلری، خو چی دده دنجات اویا دښمن ته دتلفاتو احتمال وی، او کچیری دده دنجات او دښمن ته دتلفاتو احتمال نوی ، نوبیا داکار مکروه دئ، ځکه چی پدی کښی دځان تلف کول بیله دی چی مسلمانانو ته یی کومه ګټه ورسیږی.
خوداچی ځنی خلګ شهادت غوښتونکی عملیات، ځانوژنه ( انتحار) بولی، نودا صحیح کارندئ، ځکه د"استشهادی" او "ځانمرګی" ترمینځ ډیر ښکاره توفیر شته او هغه داچی " ځانمرګی " ځان وژنه ددی لپاره کوی چی یاخو دالله درحمت څخه نا امیدشی دالله په قضاء اوقدر باندی خوشحال نوی، اویاهم دیوی خواڅخه ورباندی ویره راغلی وی، اویاهم پدی ګمان چی ګوندی ددنیوی تکلیفونو څخه خلاص شم.
خو" استشهادی " داسی ندئ، ځکه هغه هم صبر لری هم دالله څخه دمزدوری غوښتونکئ وی او هم یی دالله په قضاء اوقدر باندی یقین اوباوروی، او هم یی په الله باندی ګمان نیک وی، په همدی خاطر دئ چی ځان دالله په لاره کی، مسلمانانوته دنصرت په امید، او دښمن ته دشکست په طمعه، اودکفارو په صفونو کی د تزلزل او وارخطایی دایجادولو پخاطر ځان قربانی اوفدایی کړی.
همدا راز علامه شیخ البانی هم دهغه خلګو خبره رد کړیده کوم چی واستشهادی عملیاتو ته انتحار وایی. اوداسی یی فرمایلی دی: استشهادی عملیاتو ته انتحار نشی ویل کیدلای، ځکه انتحار خو هغه وی چی څوک ځان ددنیا دتنګ ژوند څخه دخلاصولو په موخه ووژنی.
خوکوم صورت چی په سوال کی مطرح شوئ دئ، هغه ځان وژنه نه بلکه دالله په لاره کی رښتینئ جهاد دئ، خودلته یوه یادونه شته چی هغه باید پدی ځای کی په نظرکی ونیول شی، اوهغه داچی داعمل باید انفرادی او خپل سرئ نوی، بلکه باید په امر دامیر او یادلښکر دمشروی، که امیر ددی فدایی په قربانی کی دمسلمانانو لپاره منفعت او ګټه اوددښمن لپاره پکی شکست اوناکامی وینی او دهغه اجازه ورکړی نو دامیر اطاعت دی وکړی او داعمل دی سرته ورسوی ( خوکه دامیر امر او اجازه نوی نوبیادی دغه کارنکوی).
پاتی شوه دځان وژنی خبره نوهغه دلویو محرماتو او ګناهونه څخه ده، کوونکئ یی الله ته په خښم او په قضاء یی ناراضه دئ، خواستشهادی عمل داسی ندئ، لکه چی صحابه هم داسی کول چی یوه نفر به په صبر اوډیرشوق سره پربسته ټولی سپاروکفارو حمله وکړه، ترهغه وخته به جنګیدئ، ترڅوچی په شهادت رسیدئ، ځکه دئ پوهیدئ چی زه جنت ته ځم نوپدی جهادی طریقه( استشهاد) باندی دځان قربانول او دانتحار ترمینځ ډیر تفاوت دئ.
همدا راز ددی عملیات دجواز فتوی د " مجمع الفقه الاسلامی " له خوا چی په څوارلسمه دوره کی په قطر کی دایره شویوه ورکړل شوئ دئ، چی پدی ډلی کی دمصر پخوانی مفتی شیخ نصر فرید واصل هم شامل دئ.
نو په ظاهره اویقین باندی دغه استشهادی عملیات جایز دی اوهیڅ مشکل پکی نشته، کله چی په کولو کی یی په غالبه ګمان مسلمانانو ته ګټه او برئ او کفاروته شکست اوناکامی وی، بیا په خاصه توګه کوم وقت چی ددښمن سره بغیر لدی څخه بله لاره او وسیله نوی.
او دیادونی وړده ، چی په ځینو ځایونو او وختونو کی مرګ ته دځان ورکول انتحار نه بلل کیږی، لکه چی علماؤ ویلی دی: که یوڅه خلګ په کیښتۍ کی وی او کیښتی غرقیږی، خو دیوه سړی په ځان وراچولوسره ټول نجات پیداکوی، نوکه یوسړی دنورو خلګو دنجات لپاره ځان بحر ته ورواچوی دته ځانمرګئ نه ویل کیږی بلکه خدای پاک دته ثواب او مزدوری ورکوی إن شاء الله ځکه ده دځان په غرقولو باندی نور ډیرئ وژغورل ، نو داوسنی استشهادی او فدایی هم دغه حکم دئ. .والله اعلم

[u:b0a4e7903c]من فتاوی زوار موقع طریق الاسلام[/u:b0a4e7903c]



ع کريم حليمي
11.04.2013

[quote:de34221992] او دیادونی وړده ، چی په ځینو ځایونو او وختونو کی مرګ ته دځان ورکول انتحار نه بلل کیږی، لکه چی علماؤ ویلی دی: که یوڅه خلګ په کیښتۍ کی وی او کیښتی غرقیږی، خو دیوه سړی په ځان وراچولوسره ټول نجات پیداکوی، نوکه یوسړی دنورو خلګو دنجات لپاره ځان بحر ته ورواچوی دته ځانمرګئ نه ویل کیږی بلکه خدای پاک دته ثواب او مزدوری ورکوی إن شاء الله ځکه ده دځان په غرقولو باندی نور ډیرئ وژغورل ، نو داوسنی استشهادی او فدایی هم دغه حکم دئ. .والله اعلم
[/quote:de34221992]

تاسی ټولو ته سلامونه او احترام
د دغه پورته لیکني په مطلب نه پوهېږم ، دا به څرنګه او څنګه ممکن وي چه یو سړی ځان بحر ته وغورځوي او دا نور سورلۍ دي نجات پیدا کړي ؟؟؟


تخاري
12.04.2013

استشهادیان خو ځکه نن سبا ډیر غندل کیژي چی د غربي استعمار د نړیوال تغييييييييييييييييييييييييييييييييييييييييييييييير نه په شا کیدونکې څپې یی په ګران او تاریخي افغانستان کی اجباري u-turn ته اړ ویستلی .

سلفي اتحادیان او غربي مشربه مسلمانان دی نور د استشهادیانو د غندلو پر ځای د غرب تاریخی شرم وژاړی

و من الله التوفیق


طیب زابلی *
12.04.2013

السلام علیکم
تخاری صیب رښتیاهمداسی خبره ده دوخت دفرعونی لښکردماتی سبب همدا سرتیری فدایان شول خودښمن ددې په مقابل کی هرقسم نیظامی اوتبلیغاتی حربی وکارولی اوهغه بی نتیجی سوی،طالبان خپل اعتمادی علماء لری هغه فتواوی ورکوی نه دهر چافتوا ته ضرورت لری نه یی پروالری نه طالبان ددې ضرورت لری چی هرچاته قناعت ورکړی نه د هرخوانده و ناخوانده په اوتو بوتو پسی سرګرزوی.



ع کريم حليمي
12.04.2013

سلام علیکم ، او احترام
ګرانو تاسو بعضي وخت بې سر او پښو بحث کوۍ ،‌ ګرانو زه هیڅ کله
استشهادیان نه غندم ، او هر مسلمان باید په زړه کي د شهادت هیله ولري .

او پاته سوه هغه چه د خپل مرګ سویچ په خپل لاس کي اخلی او ځان
وژني یعني‌ انتحار ، استشهادیان او انتحاریان دوه جلا جلا خلګ دي
یو يې لوړی درجې لری او بل بیا کښته ترینی درجې بې منفعته، ته ئې استوي
الله اعلم
درنښت


tandar
12.04.2013

سلامونه
چه انتحار ونه کړي خير لاسونه پورته اواشغالګر ته ځان تسليم کړي
ځکه دوي خو نه بي پيلوټه طياري اونه کوم ټانګ لري خيرڅه وکړي ؟
د اشغالګرو تور سخوندر او دانګريز سره حرموني شاديان چه درته دکور په خوله کي غويمنډ شروع کړي دځان او دبل په وژلو صرفه نه کوي دغو ځناورو ته کوم نوم ورکوي ؟
دااشغالګر ولي په پردي خاوره له سره تيريږي او افغان ځانته لکه غلام تسليموي ؟
ددغسو وحشيانو په مقابل کي له وطنه او ناموس نه د دفاع په خاطر هر نوع عمل د هر افغان ډنډه ګڼم
دcia او isi لاسونه دافغان په وينو سره دي


pattang
12.04.2013

[quote:5630696524]سلام علیکم ، او احترام
ګرانو تاسو بعضي وخت بې سر او پښو بحث کوۍ ،‌ ګرانو زه هیڅ کله
استشهادیان نه غندم ، او هر مسلمان باید په زړه کي د شهادت هیله ولري .
او پاته سوه هغه چه د خپل مرګ سویچ په خپل لاس کي اخلی او ځان وژني یعني‌ انتحار ، استشهادیان او انتحاریان دوه جلا جلا خلګ دي یو يې لوړی درجې لری او بل بیا کښته ترینی درجې بې منفعته، ته ئې استوي
الله اعلم
درنښت
_________________
سمعت أبا علي الدقاق يقول : من سكت عن الحق فهو شيطان أخرس
skype name , k.halimi[/quote:5630696524]

ياره حليمي صيب ژوندی اوسې ستاسو خبره پردې برخه
کې ديوو مشر ديني پښتون عالم په دود مونږ ټولوپښتنو ته
دازادي اوخپلواکي لويه انر جي را کوي !
اوس دې خپل اسلامي فتوا/نظر اواوزماپه اند خپله کاکړي
پښتو په خاص ډول ښکاره کړل ، الله پاک دې اجرونه
درکړي ژوندی اوسې او ټولې تېرې کندې دې ماله کړې!!


السلام علیکم

Nasirahmadhashemi
14.04.2013

ځانمرګی برید خو زه وایم چی حرام ده که سیاف هم وای او که نور مفتیان هم وای خو رشتیا وای حرام خو ده
ځانمرګی تعریف دارنګه ده .. چی یو څوک به خپل ژوند نه پتنګ را غلی او ځان وژنه کوی دا په اسلام کی حرام دی ..
زیاتره خلک په خارج کی چی حیوانی ژوند لری د اسلام په نامه سه شی نه پیژنی او نه مینه محبت لری نو ځان وژنه کوی دی ته ځانمرګی وای

او دوهم اصل موضوع باید یادور شم هغه داده . چی دوی پوهیږی چی فیدای عملیات صحیح ده نو دا خبره دوی کولای نشی ځکه دوی پیسه خواره دی او که دا حقیقت ووای نو پيسه به ورباندی بند او ژوند به یی توره تیاره شی ځکه چی دوی خو په پيسه ایمان راوړی

نو دوی فیدای عملیات نه وای ځانمرګی ورته خطاب کوی



ع کريم حليمي
15.04.2013

السلام علیکم و رحمة الله
د بحث ګرانو ملګرو ، د خدای له درباره مو جوړ او روغ او رمت د اوږده عمره سره !

ستاسو دا بېلاس او بې پښو تعریفاتو ته تاسو را دعوتوم
یو همکار مو د علماء په حواله داسي لیکي چه :
[code:1:248d965445] او دیادونی وړده ، چی په ځینو ځایونو او وختونو کی مرګ ته دځان ورکول انتحار نه بلل کیږی، لکه چی علماؤ ویلی دی: که یوڅه خلګ په کیښتۍ کی وی او کیښتی غرقیږی، خو دیوه سړی په ځان وراچولوسره ټول نجات پیداکوی، نوکه یوسړی دنورو خلګو دنجات لپاره ځان بحر ته ورواچوی دته ځانمرګئ نه ویل کیږی بلکه خدای پاک دته ثواب او مزدوری ورکوی إن شاء الله ځکه ده دځان په غرقولو باندی نور ډیرئ وژغورل ، نو داوسنی استشهادی او فدایی هم دغه حکم دئ. .والله اعلم [/code:1:248d965445]

او یو بل همکار مو بیا داسي لیکی چه :
[code:1:248d965445] ځانمرګی برید خو زه وایم چی حرام ده که سیاف هم وای او که نور مفتیان هم وای خو رشتیا وای حرام خو ده
ځانمرګی تعریف دارنګه ده .. چی یو څوک به خپل ژوند نه پتنګ را غلی او ځان وژنه کوی دا په اسلام کی حرام دی [/code:1:248d965445]

تاسو فکر کوئ چه په دا جهاني جال کي به یو څوک مغشوش کړئ او داستاسو د تعریفاتو په سبب به څوک په اشتباه کښي واچوئ ؟!
نه ،نده ،ممکنه!

زه ډېر غني یم ، محقیق هم یم ، ستاسو له 'قل ' او بې 'دل' بیان څه دا سي راته معلومیږي چه : غنی نه یاست ، نو بیا واضح او هویدا ده چه تحقیق هم نه سئ کولی ، یعني ( غني خلګ چه خوله خلاصه کي نو خبره ئې    'قل و دل ' وي

استشهادی یعني څه ؟ او انتحار یعني څه شي ؟

استشهادی : هغه فرد چه د مقاتلین سره مل وي ، او د اعلاء کلمة الله له پاره تر خپل روح هم تېر وي یعني شهادت ته حاضر !!!!!

انتحاري : هغه کس ته ویل کیږي چه په خپله اراده او په خپله ګولۍ ، او په خپله اراده د مرګ لحظه او مکان وټاکي

وما تدري نفس بأي أرض تموت
او له دغه آیت کریمه څخه دا زده کوو ، چه موږ باید د خپل مړګ ځاي په خپله تعین نه کړي ، او بیا فرمائي چه :و لا تقتلو انفسكم ( او ځان مه وژنئ)

جهاد د اعلاء کلمة الله له پاره فرض دي ، او د نفس ساتل هم فرض دي
نو په جنګ کښي به له څرنکه اخلاقو کار اخلې ؟ وكان بين ذلك قواما!!!
قوله تعالى والذين إذا أنفقوا لم يسرفوا ولم يقتروا وكان بين ذلك قواما!!

هغه كسان چې كله لګښت كوي نو نه بېځايه لګښت كوي او نه بخيلي بلكه د هغو لګښت د دغو دواړو سرحدونو په مينځ كښې په ميانه روۍ ولاړ وي

دغه لاندي درې خبري په غوږ کی ونیسئ ، نو بیا بحث کوئ

خير الكلام ما قل ودل ، خير الكلام ما قل ودل ، خير الكلام ما قل ودل


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more