د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

زمونږ دبي اتفاقي او قتل اوقتال عاملين څوک دي ؟

tandar
04.03.2013

په افغانستان اوپاکستان کي چه هره ورځ عوام شهيدان کيږي اوټوله نړي يې ويني
دادچا کاردي اودغه حالت چامينځ ته راوړو ؟
دcia او isi لاسونه دافغان په وينو سره دي


تيمور
04.03.2013

په افغانستان اوپاکستان کي چه هره ورځ عوام شهيدان کيږي اوټوله نړي يې ويني
دادچا کاردي اودغه حالت چامينځ ته راوړو؟

تندر صیب هیله ده چې زما سلامونه او ښې چارې ومنې، زمونږ د مظلوم او بې ګناه ولس اصلی دښمنان او قاتلان د مولانا طاهر اشرفي غوندې منافقان دي، چې دغسې بی اساسه فتواګانې ورکوي.
مونږ باید خپلو ځوانانو ته د علم او ټکنالوجې درسونه ورکړو، نه د ځانوژنې درسونه.
آیا زمونږ د بې ګناه خلکو وژل (په افغانستان او پاکستان) اسلامي عمل دي او که غیر اسلامي؟
زما تړلی لاس وه ستا درنې درنې څپېړې
یو وخت خو به آشنا داهم حساب کې راولم


پتوال
04.03.2013

[quote:4e7a388251]زما تړلی لاس وه ستا درنې درنې څپېړې
یو وخت خو به آشنا داهم حساب کې راولم[/quote:4e7a388251]

زما کور تر اټکه او ستا درانه درانه بمونه
یو وخت به پنجابیه دا حساب کې راولم

بمونه د ینکیانو په ما اوس هم لا وریږي
ښه پوه شه ګوډاګیه دا کتاب کې راولم

قیامت به په تا جوړ کم دجهاد ، د بل غلامه
فهیم دوستم کرزیه دا ثواب کې راولم !!!


larghonay laraway
05.03.2013

السلام عليکم
زما په نظر خو زمونږ د عوامو قاتلين د افغانستان او پاکستان ګوډاګي حکومتونه دي.
دا د امريکا له خوا هدفي او پلان شوې وژنې دي چې دا دواړه حکومتونه ترې خبر دي او په کې شريک دي خو د قدرت او مافيايي پانګې زياتونې په خاطر دا هرڅه ويني او زغمي
مننه
ستاسو لاروی


اتل
06.03.2013

پښتنو وروڼو، اسلام علیکم
ددې خبري په ثبوتولو به ډیر بحثونه شوي وي، او وبه شي چې پر موږ باندې دا کانې څوک کوي؟ بلي پردیو د تاریخ په اوږدو کې موږ ډیر لوبولي یو، خو زه وایم چې آیا چا دا پوښتنه کړې ده چې ولې موږ هر ځلې غولیږو؟ د جنګ میدان چې یو منفي شئ دئ، ګټو او حکومتداري، سیاست او مردم داري نشو کولای. آیا څوک داسئ فکر نشي کولای چې تل خپلې واورې د پردیو پر بامونه اچوو. ولې نه وایو چې اصلي ګناه په موږ کې ده چې پردی دیته پریږدو چې موږ څرخنې غوندې و څرخوي، ومو ګډوي، ګنګس مو کړي او بیا لاره رانه ورکه شي، نه خپل پیژنو او نه پردئ؟


مومند
11.03.2013

تاوده سلامونه او نیکی هیلی
د افغانانو د بد مرغیو او ټولو خواریو لومړی او ټولو نه ستر دلیل نا پوهی ده.
له بده مرغه د افغانانو د خپلو ناپوهی او بې اتفاقی له کبله او په پیسو رانیول شوی منافقو عالمانو غلطی فتواګانی له کبله چی انتحاری ناروا او غیر اسلامی بریدونو او د بیګناه انسانانو وژلو په هکله یی ورکوی زمونږ د ټولنو دغه حال دی. تر هغه وخت پوری چی افغانان د پوه او زده کړو په رڼا اصلی اسلامی احکامو باندی خپل ځانونه پوه نکړی همدا حال به وی او همدغه احوال.

د پښتون حال
ناپوهي خواره خواري ده او پښتون دی
کور يې وران کار يې ګډوډ او بې ترتيبه

لاس يې يو ځای، پښه يې بل ځای، سر يې بل ځای
پښتانه ټوټې ټوټې دي بې ترکيبه

نه ډوډۍ لری ، نه پوهه نه تعليم څه
بې له تورې بل له هر څه بې نصيبه

په درنښت

مومند


Hashmat Kahn
22.03.2013

ښاغلی لاروی
اجازه راکړی چې ډاد درکړم چې امریکا شپه او ورځ کوښښ کوي چې صوله او امنیت سیمه ته راولي. حقیقت خو دادي چې په دواړو هیوادو افغانستان او پاکستان کې تروریستی شبکي بی امنیو ته لمن وهۍ او بیګناه خلک وژنۍ. او د ملګروملتونو یو راپور چې د انګلستان په یوي وتلې ورځپاڼي ګاردین کې خپور شوي لیکی له 2001 کال راپدی خوا ډیری افغانان په خپل ملک کی د مخالفو وسله والو ډلو لخوا شهیدان کیږی. د طالبانو خالی له تبعیض څخه انتحاری حملی او د سړکونو د مینونو له کبله ډیري ملکی وګړی خپل ژوند له لاسه ورکوي. که غواړي چي د ملګرو ملتونو پوره راپور ولولۍ نو په دي لینک کلیک وکړي.
http://www.independent.co.uk/news/world/asia/taliban-killing-thousands-of-civilians-1867267.html
له بله کبله په زرګونو بی ګناه وګړی دتروریستی شبکو لخوا لکه تحریک طالبان پاکستان او لشکر جنګوي هره ورځ شهیدان کیږي. او له بده مرغه دوی تل په دي وژنو دیر ویاړي او په منظم ډول ددغو قتلونو او لوي جرمونو اقرار هم کوي او برسیره پر دي دپاکستان دولت ته ګواښونه هم ورکوي. زه فکر نکوم چې دا به د دواړو ملکونو په ګټه وي چې دغه مجرمین بي له سزا ورکولو همداسی پریښول شي. یو څو اونۍ مخکي تحریک طالبان پاکستان په وزیرستان کښې شپږ پاکستانی سرتیري په ډیر بي رحمی سرونه غوڅ کړل او دهغوی ویډیویي هم خپره کړه. تاسی کولی شي چې ددغو راپور په اړه نور په دغه لینک کي ولولي.
http://www.independent.co.uk/news/world/asia/taliban-killing-thousands-of-civilians-1867267.html
په درنښت
حشمت
دامریکا متحده ایالاتودعمومي قوماندانی دبریښنایې خبرواترو تیم
Digital Engagement Team - USCENTCOM
www.centcom.mil
https://www.facebook.com/CENTCOMDari?ref=hl


larghonay laraway
23.03.2013

حشمت صيب پښتو متل دی وايي ( که شپه تياره ده مڼې په شمار دي)
دا که تاسو ته امريکايان هرڅه وايي او تاسو يې تبليغوئ هغه بېله خبره ده خو اوس ښه ښکاره ده چې د پاکستان او افغانستان حکومتونه د امريکا ګوډاګيان دي او د دوی هره کړنه د امريکا په خوښه او ګټه ده!

که امريکا په رښتيا غواړي چې په افغانستان کې امنيت راشي نو ولې د کرزي ملاتړ کوي؟
ايا امريکايان نه پوهېږي چې د کرزي مافيايي کابينه او مافيايي کورنۍ د روانې جګړې په تودولو او تېزولو کې ډېر زيات رول لري؟
بله دا که ستاسو خبره رښتيا وي چې په پاکستان کې د مخالفو وسله والو شبکه ډېره قوي ده او د پاکستان د حکومت هم دښمنه ده نو د پاکستان په عامو جوماتونو کې ولې د طالبانو او القاعدې لپاره چندې ټولېږي او پاکستان يې مخه نه نيسي؟
د پاکستان په پارلمان کې ولې د القاعده او طالبانو ښکاره طرفداري کېږي ؟
امريکا ولې په پاکستان ريښتونی فشار نه راوړي ؟
بس ګرانه دا ټول چلونه دي او هغه چلونه چې افغانان بايد په کې قرباني شي او امريکا خپلو ناوليو هدفونو ته ورسېږي!
مننه


Samsor Afghan
23.03.2013

حشمت خان او لرغونی وروڼو!
موضوع دوه اړخه لری
یو د امریکی غوښتی له منطقی څخه او بل زمونژ نا پوه ولس!
د امریکی غوښتنه داده چی دوی به باید خپل اقتصاد ته وده ورکړه او په یوپاورفول حالت کی یی وساتی معنی دا چی امریکه اوس یو پیشرفته مملکت دی او زمونژ د منطقی هیوادونه په پیشرفت کی دی نو امریکه هیڅ وخت نه غواړی چی دده صنعت شوی توکی څوک ورنه وا نخلی او بل دا چی بل څوک دده په څیر پرمختګ و کړی نو ددی په خاطر دا د امریکی اقتصادی او نظامی سیاست دی چی:
امریکه له جنګه لری وساتی او نورو ملکو کی باید یو کړکیچ پروت وی.
خپل نژدی هیوادونه یعنی کاناډا او سوټ امریکی ته پراته واړه ملکونه تر اقتصادی او ټکنالوژی فشارونو لاندی وساتی او همدا راز اروپا کی هم.
به افریقا او آسیا کی خپل د خوښی کارونه تر سره کړی ددی به خاطر دوی د اسلامی نظامونو سیستم نه خوښوی باید دیموکراسی راشی تر څو دوی خپل لاڅپوڅی مخ ته کړی او دوی ته کار وکړی.غواړی او بس
او زمونژ د ملت څومره وینی چی تویژی دا خاص د دوی په لاس او د دوی د اهدافو په خاطر دی د افغانستان په حکومت کی خو زه او ته یو خو مونژ ته یی داسی یوه بلا را پیداکړی چی هغه ستا د مذهب او دین څخه په استفادی زما او ستا هغه وروڼه چی یو څه کولای له منځی یوسی تر څو زمونژ ملت هیڅ وخت په پښو ونه دریژی او تل دوی ته محتاج پاتی شو.
مننه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more