د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

دسلام خان منافقت دصليبيانو او شورای نظارپه ګټه!

pattang
03.03.2013

دسلام خان منافقت دصليبيانو او شورای نظارپه ګټه!
د پاکستان د علماوو فتوا شرعي بڼه نه لري

سلام خان02.03.2013 23:38

افغانستان د عالمانو او سولي عالي شورا چارواکي وايي، چي د اسلامي نړۍ د عالمانو، مخکښو ملايانو او مفتيانو نړيوال کنفرانس کيدای سي په سعودي عرستان کي جوړ سي. افغان دولت له دغي غونډي تمه لري چې د علماوو له خولې د ځانمرګو بریدونو د ممنوعیت او همدا راز د طالبانو د رواني جګړې پر ضد فتواوي صادري کړي.
د افغانستان د سولي عالي شورا د بهرنیو اړیکو د جرګه ګۍ مشر اسماعیل قاسم یارد (۲۰۱۳ کال د فيبرورۍ ۲۸) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د اسلامي ملکونو د همکارۍ شورا او همدا راز اسلامي کنفرانس له دوی سره د دغي غونډي د جوړولو د مرستي ژمنه کړې ده،افغانستان څو واري هڅه کړې ده چې د ځانمرګو بریدونو او د خپل نظام پر ضد د یاغیانو د يرغلونو د مخنيوي له پاره له نړیوالو اسلامي عالمانو او دیني مشرانو ګټه واخلي.
خو څه موده دمخه د پاکستان عالمانو یو وار بیا د افغان دولت دغه غوښتنه و نه منله. د پاکستاني د علماوو مشر په يوه ليک کې هغه غونډه چې په کابل کې جوړیدونکې وه تحریم کړه.
د پاکستان د ديني عالمانو شورا مشر ویلی دی چې په افغانستان، فلسطين او کشمير کې ځانمرګي بريدونو جواز لري او دوی ځکه د پاک - افغان ديني عالمانو له ګډ کنفرانس سره پرېکون کړی، چې په کنفرانس کې طالبانو ته بلنه نه ده ورکړل شوې. ده همداراز وويلی دی چې په کنفرانس کې د نه ګډون يو بل لامل دا دی چې د دواړو هېوادونو له ديني عالمانو سره د افغانستان د مسألې په اړه کوم ځانګړې د حل لاره نشته.د پاکستان د علماوو شورا رييس مولوي طاهر اشرفي په افغانستان، فلسطين او کشمير کې ځانمرګو بريدونو ته په دی خاطرجواز ورکړی دی چی نوموړی ویلی دی، چې افغانستان، فلسطين او کشمير د امريکا، اسراييلو او هندوستان له خوا اشغال شوي، نو له همدې امله په دغو هېوادونو کې ځانمرګي بريدونه روا دي هغه همدارنګه په خپلو تازه څرګندونو کې دا هم ويلي دی، چې د پاکستان د علماوو شورا به هېڅکله هم د طالبانو پر ضد ديني فتوا صادره نه کړي؛ ځکه چې په افغانستان کې د هغوی ځانمرګي بريدونه ديني جواز لري،دبله لوری اشرفي په پاکستان کې ځانمرګي بريدونه او د هزاره ګانو په نښه کول غندلي او وايي، په پاکستان کې د ځانمرګو بريدونو دليل له امريکا سره د پاکستان همکاري، خو په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو له خوا د دغه هېواد "اشغال" دی.دا په داسې حال کې ده، چې د سعودي عربستان سترمفتي شيخ عبدالعزيز بن عبدالله سږ کال د لوی اختر په مراسمو کې ځانمرګي بريدونه حرام وبلل او اعلان يې وکړ، چې د دغو بريدونو عاملان به د سخت عذاب مستحق وي، تر ابده به د دوزخ په اور کې سوځي او توبه يې هم نه قبلېږي
د افغانستان د علماوو شورا او د چارو ځينې شنونکي د پاکستان د علماوو شورا د رييس دا څرګندونې، چې په افغانستان کې ځانمرګي بريدونه روا دي، په کلکه ردوي او دا يوه استخباراتي فتوا ګڼي او وایی چی دپاکستان دعلماوو دشورا دریس فتوا شرعی بڼه نه لری، دغه فتوا د قران او سنتو له مخې کوم اصل او بنسټ نلري، بلکې سياسي او استخباراتي تبليغ او هڅونې دي، چې هېڅ ستونزه ورباندې نه يواځې هوارېداى نه شي، بلکې د مسلمانانو په منځ کې لا نورې ستونزې او فتنې هم راولاړوي،د سرچينې په وينا: "له بده مرغه پاکستاني لوري د قران کريم او نبوي احاديثو د قطعي نصوصو په خلاف ويلي، چې په پاکستان کې ځانمرګي ناروا او په افغانستان کې جايز دي دا په داسې حال کې ده ،چې په افغانستان کې ديني شعاير پرځاى او په محاکمو کې د اسلامي شريعت پربنسټ پرېکړې کېږي او اساسي قانون هم په دې صراحت لري ،د اساسي قانون په درېيمه ماده کې راغلي: "په افغانستان کې هېڅ قانون نه شي کولى چې د اسلام د سپېڅلې دين د معتقداتو او احکامو مخالف وي خو د سرچينې په وينا، په پاکستان کې د نفاذ شريعت لپاره ناکامې چيغې پورته کېږي، چې تراوسه يې دا هيله نه ده ترسره شوې، د ځانمرګو بريدونو په اړه شرعي نصوص شتون نه لري، ان په اسلام کې انسانانو ته اجازه نه شته چې ځانوژنه وکړي؛ نو په دې اساس ځانمرګي بريدونه هم ځانوژنه ده او په اسلام کې جواز نه لري ،خدای تعالی په قرانکريم کې په صراحت سره فرمايلي دي، چې ځانوژنه مه کوﺉ، د پيغمر صلی الله عليه وسلم په احاديثو کې هم راغلی دي، چې: "هر چا چې خپل نفس په څه سره وواژه، د قيامت په ورځ به هماغسې جزا ورکول کېږي او په هماغه ډول به د قيامت په ورځ هم وژل کېږي ،د افغانستان د علماوو شورا په خپل بیان کی ویلی دی چی: "دپاکستان د عالمانو شورا دغه وينا، چې په دې وروستيو کې يې کړې او په افغانستان کې يې ځانمرګي بريدونه روا بللي، يوه ديني مسئله نه، بلکې يوه استخباراتي فتوا ده هغه په دی خاطر چی داسلام سپیځلی دین یواځی پاکستان او یاهم یوی ځانګړی قبیلی ته نه دی راغلی په پاکستان کې هم داسې عالمان شته، چې ځانمرګي بريدونه حرام ګڼي؛ ځکه چې په افغانستان کې په ځانمرګو بريدونو کې ډېری ملکي وګړي، ديني عالمان او ملا امامان وژل کېږي..
په عین وخت کی د پاکستان د نیوز ورځپاڼې د راپور له مخې دغه هیواد د لومړي ځل لپاره رسماً اعلان وکړ چې په افغانستان کې یې له خپلو تېرو تېروتنو زده کړه کړې او نورو هیوادونو ته خبرداری ورکوي چې د پاکستان تېروتنې تکرار نه کړي د جرمني لپاره د پاکستان سفير په هغه غونډه کې چې د جرمني د يوه تېنک ټنک (فکري بنسټ) له خوا جوړه شوې وه او د جرمني د پارلمان غړو او د بهرنيو چارو وزارت کارکوونکو ګډون په کې کړی وو، وويل چې پاکستان د افغانستان په اړه سهوې کړې دي او اوس يې له دغو اشتباهاتو څخه زده کړه کړې ده. پاکستاني سفير عبدالباسط نورو هېوادونو ته هم خبرداری ورکړ، چې کله افغانستان ته ځي د دوی اشتباهات تکرار نه کړي. ده وويل چې پاکستان ته د افغانستان له بې ثباتۍ څخه ډېر زيانونه اوښتي او تر څو چې په افغانستان کې ثبات نه وي راغلی، دوی نه شي کولای خپلې کورنۍ ستونزې حل کړي. عبدالباسط ټينګار وکړ، چې پاکستان اوس په افغانستان کې د سولې او پخلاينې پروسې ته ژمن دی په جرمني کې د پاکستان سفیر عبدالباسط وویل لازمه ده چې نور هیوادونه د پاکستان له تېروتنو څخه الهام واخلي او په افغانستان کې سولې او ثبات ته ځانونه ژمن کړي.
په دې غونډه کې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت، پارلمان او د سوسیال دیموکرات ګوند ګڼو غړیو او دغه راز د جرمني یو شمېر کارپوهانو ګډون کړی وو په جرمني کې د پاکستان سفیر همداراز وویل:«پاکستان د افغانستان د بې ثباتۍ له کبله له کړاوونو سره مخامخ دی او تر څو چې په افغانستان کې حالات سم شوي نه وي د پاکستان ستونزې به دوام لري او پاکستان ته به ګرانه وي چې په مختلفو برخو کې خپلې کورنۍ ستونزې کنټرول کړي ده ویلی دی چی پاکستان له همدی کبله دځرګند هدف لپاره په افغانستان کی دسولی دپروسی ملا تړ کوی عبدالباسط دا هم ویلی دی چې پکار ده نور ذي نفوذې خواوې هم په افغانستان کې د سولې او ثبات په برخه کې د پاکستان په شان څرګند دریځ او ژمنې ولري په برلین کې د پاکستان سفیر په اخر کی په دی ټینګار کړی دی چې باید په هر حالت کې په افغانستان کې د ۱۹۸۹ کال د حالاتو د تکرارېدو مخه ونیول شي د افغانستان او پاکستان په اړه په جرمني کې د سوسیال دیموکرات ګوند او د دغه هیواد د پارلمان د یو شمېر غړیو په غونډه کې د پاکستان استازي ومنله چې هیواد یې په افغانستان کې تېروتنې کړي او نور نه غواړي چې تېرې تېروتنې تکرار کړي.پای


حمید هڅــاند
03.03.2013

پتنګ صیب! دلته دوې جلا خبرې مطرح شوې:

۱).. په افغانستان کې جهاد شته که نشته...
۲).. ځانمرګي روا دي که ناروا...

نو په دا دویمه خبره کې به زموږ دریځ څه وي،،،یانې ځانمرګي رواه دي که ناروا؟؟
دې ته خو باید دیني کره دلیل ولرو، نه فتواګانې...
نظر مو څه دی؟

درنښت


pattang
03.03.2013

هو :
** جهاد په هر افغانانو فرض د ی او جهادشته ځکه چې
دولت دصليبيانو دباغ مېوه اوانتي اسلامي د ه !

**ځان وژنه په اسلام کې بنده ده خوداسې شرائط په هغه
وخت کې نوو ، يادپياده اويا داس سپرو جنګونه وو!
داسې تيرورلکه صليبياني يې چې نن په درونو اونورو
موډرنواصلحو کوي ، اسلام يې په مخ کې دفاعي سيستم
نلري، دا يونوي ابعاد د جنګ دي ، مظلوم به د هر
کاراوعمل په زريعه سره له خپل دين اوناموس څخه
دفاع کوي.

[color=darkred:761826a2f3]د cia فتواګانې ټولې نمايشي او اخيستل
شوي منافقتونه دي[/color:761826a2f3] !

###ولې داسې فتوا نه کيږي چې افغانستان دې صليبي
اشغالګر پرېږدي او بين الافغاني اسلامي يومترقي دولت
دې جوړشي او اشغالګر صليبيان دې بيا اقتصادي مرستې
ورسره وکړي چې هم حضرت عيسی (ع)خو شاله شي ، هم
بشريت اوهم اسلاميت ??

### [color=red:761826a2f3]نه[/color:761826a2f3] وروڼو اشغالګرد خپلي
خوشې اسلام غواړي اود جنرال خاټول محممدز ايې غوندي
ملاقي کوترې روزي، د حقيت اوعدالت پرځای ظلم، ناروا
،تېری ، بد اخلاقي او اسلام بدبينه روحيه پالی چې مسالونه
يې په سترګو وينو!

###
په دوهم جهاني جنګ کې روسانواو چاپانيانو هم داسي ډېر
څان مرګي کارونه کړي دي او عاملين يې ملي اتلان ياديږي٠


پتوال
06.03.2013

هیله ده دلته د فوتو لاندې برخه کې په سپین خط
کلیک کولو نه وروسته 0pen کلیک او فوتو ستر کړئ او بیا ترې لاندې لیکلې کرښې ولولئ!

http://sn125w.snt125.mail.live.com/default.aspx#n=1247176764&fid=1&pdir=NextPage&paid=ae2e5bfd-73fd-11e2-8cc1-00237de4af18&pad=2013-02-11T03%3A47%3A01.540Z&pidx=2&fav=1&mid=0def14c8-6b4c-11e2-8a73-002264c24838&fv=1


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more