د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

قرآن او آبيات ( Hydorology ) ـ

حمید هڅــاند
01.03.2013

http://www.samonline.com/indx.php/category-/516-hydorology

[color=darkblue:e4beb83a45]داوبوچرخ :- 
برنارډپیلســي هغه لومړنــی شخص ؤچــي هغه پـه ( ۱۵۸۰ م ) کي داوبـو د چرخ په اړه داوسني دور نظريه وړاندي کړه . هغه وويــل لکه څرنګــه چي اوبــه د سمندرونــو له سطحــې د بخاراتو په شکــل پورتــه کيــږي او بيــا تر يخېدو وروسته د ورېځو شکل غــوره کــوي . ورېځـي بيا وچې ته مخ کوي چي هلته راپورته کيــږي او له اوبوڅخــه په درنېــدو ( د تکثيـــف دعمليې په پایله کي ) باران اوروي . دا اوبه بيـا د جهيلـو او مندو بڼه غــوره کوي بهيږي او بالاخره د سمنـــدرپه غــيږکــي تــوييــږي چــي پــه دې ډول پرله پســې يوچــرخ روان وي .
تر مېــلاد وړانــدي پــه ۷ پېــړۍ کــي يونـاني فيلســوف تهــلس ( Thales  ) چــي د( Miletus ) ښـــاراوسېــدونکــی ؤ دا مفکـــــوره وړاندي کړه چي د سمندر لــه سطحې د پورته کېدونکو اوبو څاڅکي هوا په ټيل وهلو وچې ته وړي چي هلتــه د باران په بڼه اورېږي .
په پخوا وختونو کي خلګ ترځمکې لاندي اوبو په سرچينو نه ؤخبــر د هغوئ ګومــان ؤچي د سمندر اوبه د هواؤ د پشـار په نتېجه کي په ځمکه ننـــوزي ، هغوئ دا هم ويــل چي دا اوبـه د يــوې پټې لارې په وسيله له سمندره ځمکې تــه راځــي ، دې خفيې يا پټــې لارې تــه د افلاطــون له وختـه تاټرس ويـل کېده . تردې چي د( ۱۸ ) پېړۍ وتــلي مفکــر ډیســکارهــم د دې مفکورې په پنجوکي ګير ؤ.
تر (۱۹ ) پېړۍ په دې اړه دارسطونظريه منل شوې وه . هغه دا چي دغرونوپه يخوغارونوکي اوبــه جمع کيږي له هغـوڅخه ترځمکې لانــدي جهيلونــه جوړيــږي اوله همدې څخه چینې سرچينه اخــلي . خونــن موږته معلومــه ده چي دباران داوبو عرق يانيچــوړدځمکې په خلاؤکي ننوزی اوهمداترځمکـې لاندي داوبودزېرمه کېدوذريعه ده .
قرآن کريم داحقيقت په دې ټکوکي څرګندکړی دی :
أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ أَنزَلَ مِنَ السَّمَاء مَاء فَسَلَكَهُ يَنَابِيعَ فِي الأَرْضِ ثُمَّ يُخْرِجُ بِهِ زَرْعًا مُّخْتَلِفًا أَلْوَانُهُ ( الزمر : ۲۱ )
ژباړه : ايا تا ونه ليدل چي الله له اسمانه اوبه واورولې هغه يې دچينواوسيندونوپه بڼه کي په ځمکه ننويستې ، بيا هغه د همدغو اوبو پــه وسيلــه ډول - ډول کښتـــونه زرغـونوي چي بېلابېلي نوعې لري . 
وَيُنَزِّلُ مِنَ السَّمَاء مَاء فَيُحْيِي بِهِ الأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَعْقِلُونَ ( الروم : ۲۴ )
ژباړه : هغــه له اسمانه اوبه اوروي په هغــو تر مړينــې وروستــه ځمکــه ژوندۍ کــوي ، بې شکــه په دې کــي د هغو خلګو لپاره لويي نښې دي چي له عقله کاراخلي.
وَأَنزَلْنَا مِنَ السَّمَاء مَاء بِقَدَرٍ فَأَسْكَنَّاهُ فِي الأَرْضِ وَإِنَّا عَلَى ذَهَابٍ بِهِ لَقَادِرُونَ ( المؤمنون : ۱۸ )
ژباړه : اوله اسمــانه موږ په معلومــه اندازه اوبه نازلې کړې هغه مــو په ځمکــه کي تم کړې ، موږچــي څرنګه وغواړو هغه غايبولای شو.
( ۱۴ ) سوه کالــه وړاندي کوم داسي کتــاب دی چي په دومره تفصیل او دقت د اوبو د دې چرخ وضاحت کوي؟.
دتبخيرعمل :-
( د تبخير له عمله مراد د سمندرونو او سيندونو له سطحې د لمر د حــرارت په وسيله پورته کېدونکي بخارات دي چي پورتــه طبقو ته په تلو ورېــځ شي اوبـــاران اوروي ) په قرآن کريم کي الهي لارښوونه ده :
وَالسَّمَاء ذَاتِ الرَّجْعِ ( الطارق : ۱۱ )
ژباړه : قسم په هغه اسمان چي باران اوروي .
ورېځي برالبؤنکي بادونه :- 
الله تعالی په قرآن کي فرمايي :
وَأَرْسَلْنَا الرِّيَاحَ لَوَاقِحَ فَأَنزَلْنَا مِنَ السَّمَاء مَاء فَأَسْقَيْنَاكُمُوهُ ( الحجر : ۲۲ )
ژباړه :  او موږ ورېځ حاملـؤنکې بادونه چلــؤ، بيا له اسمانه اوبه اوروو او تاسو پرې اوبوو.
د لته د حمـل کېدو لپاره د ( لواقح ) لفظ استعمال شوی دی چي دلاقح جمع ده ، د هغه معنا ده حمل داره کؤنکی ( يو شـی د ګل او ميــوې وړ ګــرزؤنکــی ) دلتــه یــې توضیــح داده چــي بادونه په ټېل وهلو ورېځي يــوې بلې ته نژدې کوي چــي په دې ســره د تکثيــف (Condensation) عمليــه تقويه کيــږي چي  په نتېجه کي یې برېښنا کېږي او تنا را منځ ته کيږي او بيا باران اوري په دې اړه دقرآن کريم يوبل فرمان وګورئ ! :
أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ يُزْجِي سَحَابًا ثُمَّ يُؤَلِّفُ بَيْنَهُ ثُمَّ يَجْعَلُهُ رُكَامًا فَتَرَى الْوَدْقَ يَخْرُجُ مِنْ خِلاَلِهِ وَيُنَزِّلُ مِنَ السَّمَاء مِن جِبَالٍ فِيهَا مِن بَرَدٍ فَيُصِيبُ بِهِ مَن يَشَاء وَيَصْرِفُهُ عَن مَّن يَشَاء يَكَادُ سَنَا بَرْقِهِ يَذْهَبُ بِالأَبْصَارِ ( النور : ۴۳ )
ژباړه : آياته نه ګورې چي الله ورېځ ورو - وروچلوي بيادهغې ټوټــې سره يو ځــای کـــوي بيا هغه يوځــای کوي ، کثیف اوره ترې جوړوي تاسو هغــه وينئ چــي له منفذو  يې د باران څاڅکي راوزي او هغــه له اسمــانه ديخې هغـو غرونو په مټ چــي په هغـــه کي دي بـاران اوروي نو چي چا ته وغواړي زيان ور رســوي او چي چاته وغـــواړي ورڅخه ژغوري یې، نژدې ده چي د هغه د برېښنا ځلا سترګې ورڅخه يوسي .
په يو بل ځای کي وايي :
اللَّهُ الَّذِي يُرْسِلُ الرِّيَاحَ فَتُثِيرُ سَحَابًا فَيَبْسُطُهُ فِي السَّمَاء كَيْفَ يَشَاء وَيَجْعَلُهُ كِسَفًا فَتَرَى الْوَدْقَ يَخْرُجُ مِنْ خِلاَلِهِ فَإِذَا أَصَابَ بِهِ مَن يَشَاء مِنْ عِبَادِهِ إِذَا هُمْ يَسْتَبْشِرُونَ ( الروم : ۴۸ )
ژباړه : الله هماغه دی چي بـــادونه را الوزوي ، هغه اوريځي لېږدوي بياهغـــه وريځي په اسمان کــي خپروي چي څرنګــه وغــواړي هغــه پر ټوټــو ويشــي بيا تـاســو وينئ چــي دبــاران څاڅکي له اوريځي څخه رااوريــږي . کلـــه چي الله  دا اوبــه چي الله له خپلــو بندګــانو  وهغـــه چا تــه چي غواړي ورسوي نوهغوئ خوشالۍ اوخوښۍ کوي . 
يــادونه :-  په قــرآن کريم کي څو نور ځــايونه په ډېرتفصيــل سره ددې آبي چرخ يادونه شوې ده مثلاً :
وَهُوَ الَّذِي يُرْسِلُ الرِّيَاحَ بُشْرًا بَيْنَ يَدَيْ رَحْمَتِهِ حَتَّى إِذَا أَقَلَّتْ سَحَابًا ثِقَالاً سُقْنَاهُ لِبَلَدٍ مَّيِّتٍ فَأَنزَلْنَا بِهِ الْمَاء فَأَخْرَجْنَا بِهِ مِن كُلِّ الثَّمَرَاتِ ( الأعراف : ۵۷ )
ژباړه : اوهغه ، هغه الله دی چي بادونه تر خپل رحمت وړاندي  زېــر کؤنکي راليــږي بيا چي کلــه هغــه لــه اوبـــو ډکــې شــوې وريځي شړي نو د يوې شاړې ځمکـې په لور خوځېږي او هلته د بــاران په اورولو( له هغې شـــاړې ځمکــې ) ډول - ډول ميوې راباسي . 
وَأَنزَلْنَا مِنَ السَّمَاء مَاء طَهُورًا * لِنُحْيِيَ بِهِ بَلْدَةً مَّيْتًا ( الفرقان : ۴۸ ، ۴۹ )
ژباړه : بياله اسمــان څخه پاکي اوبه نازلؤترڅــودهغوپه وسېلـه شاړه سیمه اباده شي .
وَاللَّهُ الَّذِي أَرْسَلَ الرِّيَاحَ فَتُثِيرُ سَحَابًا فَسُقْنَاهُ إِلَى بَلَدٍ مَّيِّتٍ فَأَحْيَيْنَا بِهِ الأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا كَذَلِكَ النُّشُورُ  ( فاطر : ۹ )
ژباړه : هغه خو هغه الله دی چي بادونــه راالوزوي ورېځ شړي بيا موږ هغــه د يوې شاړې سيمــې پر لور بیايو او شـاړه ځمکه پرې زرغونوو.
لــه دې ســـــربيــــره پــه ( ۵۰ : ۹ ــ ۱۱ ) ( ۵۶ : ۶۸ ــ ۷۰ ) او ( ۶۷ : ۳۰ ) سورتونو کي هم همدامضمون څېړل شـوی دی . داوس وخت دسائنسـي څېړنې اودقرآن کـــريم د( ۱۴ ) ســـوه کالـــه وړانـــدي بيانونو تــر منځ حيرانؤنکــی ورته والی دقرآن پرتصديق يــو مهر او ټاپه ده .[/color:e4beb83a45]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more