نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د غزني د اکثرو ولسوالیو حقوقي لانجې طالبان هواروي
pattang
22.02.2013
د غزني د اکثرو ولسوالیو حقوقي لانجې طالبان هواروي
| پنجشنبه, 21.02.2013, 06:51 PM | (753 لیدل شوی)
[img:add88f4f5d]http://www.taand.com/images/article/2013_02/38502/u26_1.jpg[/img:add88f4f5d]
میرویس جلالزی - د غزني ولایت په ۱۸ ولسوالیو کې د ۱۴ او حتی مرکز حقوقي او قضايي لانجې طالبان هواروي.
د غزني خلک او د ولایتي شورا غړي وایي حکومتي ادارې په فساد کې ډوبې دي او خلک دا غوره بولي چې په کم وخت کې له بډې پرته یې لانجې د طالبانو په شوراګانو کې هواري شي.
د غزني د والي مرستیال محمد علي احمدي هم په دې مسله اعتراف کوي
نوموړی وایي په ډیرو ولسوالیوکې حکومتي اورګانونه کمزوري دي او یا هم حکومت پرې واک نه لري نوځکه خلک غوره بولي چې طالبانو ته ورشي او خپلې لانجې پرې هواري کړي.
نوموړی وایي د دولت مخالفین له دغه خلا څخه چې په ولسوالیو کې حکومتي قضایي اورګانونه نشته د ځان په ګټه کار اخلي او ولسي خلک د ځان په لوري ورماتوي .
د احمدي په خبره حکومت په دې لټه کې دی چې په ولسوالیو کې هر څه تر خپل واک لاندی راولي څو خلک د خپلو حقوقي لانجو د حل لپاره حکومتي محاکمو ته مراجعه وکړي.
د غزني د ولایتي شورا غړی حمیدالله دانش وایي یوازي په جاغوریو، مالستان، ناور او یوه برخه قره باغ کې عدلي او قضايي اورګانونه شته او د غزني له پاتې ۱۴ ولسوالیوڅخه په یوه کې هم قضايي ادارې نه شته اوپولیس سرتیري له تش په نامه ولسوالۍ څخه د یوې پوستې په څير ساتنه کوي.
غزني ښار ته نږدې د سولې د ښارګوټي یو چارواکي محمد نسیم ویلي دوی ۱۱۰۰ جریبه ځمکه چې د ښار په دوه کیلومترۍ کې پرته ده د قلاتي سیمې له اوسیدونکواخیستي وه چې وروسته پرې د زرګرو سیمي اوسیدونکو دعوه وکړ چې پکې مرګ ژوبلي هم وشوې، حکومت ونه توانید دا لانجه هواره کړي چې بلاخره دواړو لورو طالبانوته مراجعه وکړه او هغوی دې لانجې ته د پای ټکی کیښود.
ویل کیږي چې که کوم لوری طالبانو ته د حل او فصل لپاره خپله لانجه وړاندي کړي او وروسته د طالبانو د محکمې فیصله ونه مني نو بیا یې د طالبانو له لوري وهل کیږي یا جریمه کیږي او یا هم په وروستي پړاوکې له مینځه وړل کیږي.
دا په داسي حال کې ده چې تیره ورځ د شفافیت د څار ډلې هم وویل چې ۲۵ سلنه لانجې خلک په حکومتي ادارو کې نه حل کوي او یا په دودیزه توګه په جرګو - مرکو او یا یې هم د طالبانوپه محکمو کې د هوارولو لارې چارې لټوي.