د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

سږ په افغانستان کې د بي پیلوټه الوتکو حملې دوه چنده شوې

اتل
20.02.2013

قدرمنو لوستونکو، اسلام علیکم
د ملګرو ملتړنو د ادارې یو رپوټ وایي چې سږکال په افغانستان کې د بې پیلوټه الوتکو حملات، د تیر کال پر تله دوه چنده شویدي. دا چې دغه حملات دوه چنده شویدي، آیا علت یې دادئ چې د پاکستان پر نسبت اوس د القاعدې مشران هلته زیات شوي، که دا حملې یوازې په هغو علاقو کې زیاتې شویدي، چې امنیت یې افغان قواووته سپارل شویدئ او که نور وجوهات لري؟
قدرمنو لوستونک، تاسې هم پدې برخه کې نظر ورکولای شئ، خو ملګرو ملتونو په خپل رپوټ کې دا لاندې دلایل ورکړي دي
===
په افغانستان کې د بې پيلوټه الوتکو حملې د تیر په پرتله دوه برابره شوي

02.12.1391
د ملګرو ملتونو د سازمان د یوه نوي رپوټ له مخې ویل کېږي، چې په افغانستان کې د بې پيلوټه الوتکو حملې د تیر کال په پرتله دوه برابره زیاتې شوې دي.
دا رپوټ د سې شنبې په ورځ خپور شوی دی
د ملګرو ملتونو سازمان وايي،
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان د مرستندویه ماموریت (یوناما ) وايي، چې په تیر میلادي کال (۲۰۱۲) کې بې پيلوټه الوتکو په دې هیواد کې لږ تر لږه ۵۰۶ توغندي توغولي، خو تر دې یوکال وړاندې یې شمیر ۲۴۹ وو
د څارونکو په باور امریکايي ځواکونه له افغانستانه د وتلو په حال کې دي او د بې پيلوټه الوتکو د حملو زیاتوالی څرګندوي، چې له تروریزم سره په جګړه کې د دې الوتکو رول زیاتیږي

رپوټونه وايي، چې دا حملې د وسله والو پر ضد د ځمکنیو عملیاتو پر مهال د افغان او نړېوالو ځواکونو د ملاتړ لپاره کېږي. دا امکان ډير دي، چې امریکايي ځواکونه به له افغانستانه تر وتلو وروسته د القاعده سره په مبارزه کې پر بې پیلوټه الوتکو اتکا زیاته کړي


Re: سږ په افغانستان کې د بي پیلوټه الوتکو حملې دوه چنده شوې

pattang
27.02.2013

[quote:eae9d0b24c="اتل"]قدرمنو لوستونکو، اسلام علیکم
د ملګرو ملتړنو د ادارې یو رپوټ وایي چې سږکال په افغانستان کې د بې پیلوټه الوتکو حملات، د تیر کال پر تله دوه چنده شویدي. دا چې دغه حملات دوه چنده شویدي، آیا علت یې دادئ چې د پاکستان پر نسبت اوس د القاعدې مشران هلته زیات شوي، که دا حملې یوازې په هغو علاقو کې زیاتې شویدي، چې امنیت یې افغان قواووته سپارل شویدئ او که نور وجوهات لري؟
قدرمنو لوستونک، تاسې هم پدې برخه کې نظر ورکولای شئ، خو ملګرو
ملتونو په خپل رپوټ کې دا لاندې دلایل ورکړي دي
===
په افغانستان کې د بې پيلوټه الوتکو حملې د تیر په پرتله دوه برابره شوي

02.12.1391
د ملګرو ملتونو د سازمان د یوه نوي رپوټ له مخې ویل کېږي، چې په افغانستان کې د بې پيلوټه الوتکو حملې د تیر کال په پرتله دوه برابره زیاتې شوې دي.
دا رپوټ د سې شنبې په ورځ خپور شوی دی
د ملګرو ملتونو سازمان وايي،
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان د مرستندویه ماموریت (یوناما ) وايي، چې په تیر میلادي کال (۲۰۱۲) کې بې پيلوټه الوتکو په دې هیواد کې لږ تر لږه ۵۰۶ توغندي توغولي، خو تر دې یوکال وړاندې یې شمیر ۲۴۹ وو
د څارونکو په باور امریکايي ځواکونه له افغانستانه د وتلو په حال کې دي او د بې پيلوټه الوتکو د حملو زیاتوالی څرګندوي، چې له تروریزم سره په جګړه کې د دې الوتکو رول زیاتیږي

رپوټونه وايي، چې دا حملې د وسله والو پر ضد د ځمکنیو عملیاتو پر مهال د افغان او نړېوالو ځواکونو د ملاتړ لپاره کېږي. دا امکان ډير دي، چې امریکايي ځواکونه به له افغانستانه تر وتلو وروسته د القاعده سره په مبارزه کې پر بې پیلوټه الوتکو اتکا زیاته کړي[/quote:eae9d0b24c]

داسې حالات خو اوس په مسلمانانو نوي ندي !

په منځنويو پېړويو کې دصليبي جنګونو وخت ، دهسپايې د کاتوليکانو دوخت
انکوازيڅيون ټول هغه نوړه انساني کارونه دي چې په تاريخ کې ساری نلري !
دکالونيزاڅيون وختونه او دورې دعراق ، فلسطين ،مصر،ليبيا ، تونيزيا ،
سورې او افغانستان اشغال دصليبي سپرو اساسي پخواني غچونه دي٠
په (درونو) خپل تمرين او ټيست کوي د ټيست نفر يې اسلامي ښځې ،واړه
اوزاړه دي٠

نالت پر هغوی چې له دغو بشري اوږدوجنايتکارانو سره په يوه لاره ځي!
دالر خواږه که ايمان سست وي ، دالر ترخه چې ايمان کلک وي !


حمید هڅــاند
01.03.2013

ښاغلی اتل! ډرون الوتکه اوس څومره چې په یینو لړلې او ویره ناکه ده هغومره د ټوکو سرلیک ده. کلیوال ورته نه خو ډرون وایي نه بې پیلوټه، دوی ډېر په زړه پوري نوم ورته استمالوي-بُنګنه...ځکه غورا یې بُنګااااااا وي.
کلیوال په ټوکو کې د سکارکازم یا سوخر په ډول وایي: ته خو څه بنګنه نه جوړې چې خبره دې ومنو! یا داچې: ستا پلار خو څه د بنګنو کارخانه نه لري!
خیر،،،
بنګنې د امریکایي عملیاتو تر ټولو اعتباري وسله ده...زما په اند د جنګیالیو ضد اتیا سلنه ځوابي بریدونه دوی یا مخامخ له بنګنې کوي او یا د بنګنې په ملګرتوب.

درنښت


اتل
13.06.2013

حمید هڅاند صاحب. اسلام علیکم
وروره ستاسې خبره بالکل درسته ده، چې ستاسې په اصطلاح د امریکایي بې پیلوټه الوتکو یا بنګنو عملیات د ترورستانو او قاتلانو پر خلاف ډیر مؤثر ثابت شویدي. په تیره لنډه موده کې دبنګنو په بمبارۍ کې د پاکستاني طالبانو د ټي ټي پي د تحریک دویم سړي ولی الرحمن ووژل شو.
د بنګنو په ګذارونو کې په لسګونو د القاعدې او نورو ترورسیتو ډلو د سر سړي وژل شوی، او خايي خلک یې د هغوی د شر نه خلاص کړيدي. د بې پیلوټه الوتکو په عملیاتو کې د ترورستانو د وژل کیدو نه ورسته په مختلفو سیمو کې سولې او امنیت بیا وزرونه غوړولي، ماشوان په ارامۍ ښونځیو ته ځي او نور خلک په ډاډه رړه خپل ورځني کارونه کوي.
بنګنې یا د ترورستانو قیامت.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more