د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

لشکر طیبه، او د دوی فعالیتونه!؟

تيمور
18.02.2013

د پاکستان په جنوب لویدیځ کې د بم په چاودنه کې نن لږترلږه ۸۰ بیګناه مسلمانان شهیدان شوي او څه باندې سل تنه سخت ټپیان شوي دي. د مړو شمیر تر ماښام پوري زیات شو ځکه چې په برید کې ټپي شوي قربانیان د خپلو ټپونو له امله مړه شول.

ددغې چاودنې زیات شمیر قربانیان اکثراً بې وزلې مسلمانان وو، چې په مړو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د لشکر طیبه افراطي ډله ددغې حملې مسؤلیت یې په غاړه اخیستی دي.

د لشکر طیبه ګرانو مجاهدینو، په ریښتیا هم چې تاسو د اسلام د حفاظت او بقی لپاره بالکل آماده یاست!!!!

والسلام،


daud
19.02.2013

سلامونه
دا ډول وحشيانه او غير انساني اعمال كه لشكر طيبه كوي او يا لشكر كثيفه نه دمسلمان كاردئ او نه دانسان بايد وغندل شي او عاملين يى په اشد مجازات محكوم شي .
خو زه فكر كوم ددا شان جنايتونو تر شا د غربي استعماري جانيانو او دهغوى دمحلي اجيرانو لاس د ئ ،تر څو د مسلمانانو په منځ كې دشيعه او سوني فتنه خلق كړي او په د شيطانت خپل شوم هدف ،چى دمسلمانانو غلام كول دي لاسته راوړي . خو دا ارمان به ګور ته يوسي ،ځكه اسلاميامت اوس بيدارشو ئ دئ .

مننه

دازاد او خپلواك افغانستان په هيله


تيمور
19.02.2013

ګران ورور داوّد خان هیله ده چې زما سلامونه او نېکې هیلې هم ومنې،

زه بالکل تا سو سره هم نظر یم، او دا دعا کوم چې ای ربه، کله به دا ورور وژنی او قومی تبعیضونو او نورو جهالتونو اورونو ته زمونږ د کورونو څخه کډی بار کړي؟

هرطرف ته د مسلمان (ورور) وینې تویږي
دې وحشت کې څوک یو بل ته نه رسېږي

والسلام،


مساپر
01.04.2013

الله (ج) په قرآن کریم کې داسې مهرباني کړي دي:
« ولا تقتلوا انفسکم ان الله بکم رحیما » [ النساء 19]
ژباړه : ځانونه مه وژنئ یقینا الله پرتاسو باندی مهربان دئ.

که دوی واقعاً ځانونه مسلمانان وایي، خو د الله سبحان و تعالی کلام هم ومنې.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more